Cover

له غوښي

جوړ سړى لا څه چي

دَ هوا څپه هم

كله چي

ځان هڅوي مخته

نو شي يخه ځكه

چي دَ ښكلا

دَ لمر دَ كلي په لور
هره لاره

دَ زيژو غرونو

په واوْرينو څُوكو داسي درومي

لكه تور مار چي كړى وي

مزل په واوْرو باندي


افضل شوق


له اړخه دَ
سكام پښتو اكېډمي كوئټه

حقوق محفوظ
دا دَ يُون ليك كتاب ، چي " دَ لمر دَ كلي په لور" تر عنوان دلاندي په كال 2005ع كي چاپ او دَ افضل شوق په نامه ماركيټ كي خپور كړلى شو .. همه حق يې دَ زامنو عزيزيارخان، اولس يارخان، حكمتيار خان، قام يار خان او لُور هديل برېښنا افضل خان په نامه محفوظ ساتل كېږي ­

دَ كتاب په باب …

دَ كتاب نوم - دَ لمر دَ كلي په لور
ليكونكى - افضل شوق
دَ چاپ كال - 2005ع
سرپاڼه- الې بولنګ ، الې الائس اېن ماهافې ­ جارجيا امريكا
اهتمام دَ چاپَولو- ډاكټر وهيبه سكاني افضل
كمپوزنګ - عزيزيار خان او اولس يارخان
له اړخه - سكام پښتو اكېډمي كوئټه
بيهه - 300 كالداري پاكستانۍ/ 250 افغانۍ/ 25 امريكائي ډالر
دَ چاپ ځاى – حجره پبلیکېشنز، ۱۴ جاپان مېنشن پریډي سټریټ صدر کراچي

دَ كتاب تر لاسه كولودرك

- يونيورسټي بُك اېجنسي خېبر بازار پېښور
- صحاف نشرياتي موسئسه كاسي روډ كوئټه
- عظيم پبليشرز سوئيكارنو چوك پېښور
- دانش كتابتون ډهكي قيصه خوانۍ پېښور
- پښتو اكېډمي بُك سټال ، پېښور يونيورسټۍ
- ګوشه ادب جناخ روډ كوئټه


انتساب دَ كتاب …


دَ موجوده عصر

دَ ستر علمي او ادبي شخصيت

صاحب طرز شاعر

دَ ځانګړي اسلوب نثرنګار

او

دَ لوړ تنقيدي بصيرت څښتن

ښاغلي اياز داؤدزي

په نوم

چي په پښتو او پښتنو ورك مئين دى


مننه

_ دَ اُستاد سعدالدين شپون، چي زما ملاتړ كولو سره سره
يې زه په سُوچه پښتو رسم الخط ليكلو هم وَ پارَولم ­

_ دَ درانه سعيد ګوهر، چي راهنمائي يي زه دَ ډېرو تاريخي
حوالو په صحيح كولو كي وَ لوستونكو ته رښتين كړم ­

_ دَ عمرګل عسكر، چي دَ ځينو تاريخي وضاحتونو پرته
يې هم زه په خپل سوچه او كره كار كولو روژدَولم ­

_ دَ رينګ ګولډ جارجيا ­ امريكا ملګري اّرټسټ " الې بولنګ" الې
الائس اېن ماهافې ، چي زما دَ دې كتاب سرپاڼه يې جوړه كړه ­

_ دَ ژوند دَ خوږې ملګري ډاكټر وهيبه سكاني افضل ، چي
دا كتاب يې پښتو ته پيرزوْ كړو­

_ دَ خواخُوږي سهېل جعفر، ملګري محمود اياز،
ډاكټر باقي دُراني ،ملګري حسينه ګل ، ملګري رحمان بونېري ،
ملګري رفعت اعوان، ملګري اكبرسيال ، ملګري محب وزير ،
ملګري نورالاسلام سنګر ، ملګري رياض تسنيم او ملګري سونيا خان چي په بېلابېلو حوالو يې له ما سره په دې كتاب چاپَولو كي كومك وكړو ­


پښتون"جهانيان جهان ګشت" افضل شوق

ګران افضل شوق دَ پښتو ژبي هغه بختور ليكونكى دى چي شعري او نثري كتابونه يې پرله پسې را روان دي او په لره بره پښتونخوا كي يې هر سنجيده او فهميده ادب لوستونكى نه صرف پېژني بلكې دَ تخليقي فنكار په حېثيت يې كار او زيار ستائي هم ­ دَ هغه ليكني خپل لفطي او معنوي ښائستونه لري ­ دَ هغه دَ فكر دائره دَ خپل قام له ژوند ژواك څخه دَ نړۍ دَ هېوادونو او اولسونو ترمطالعې پوري فراخي او توسع لري ­ هغه كه يوې خواته دَ خپل قام دَ مثبتو قدرونو تعريف او منښته كوي نو بلي خواته يې دَ منفي روئيو په واضح او صفا ټكو كي غندنه هم كوي ­ همداسي كه يوې خواته هغه دَ دُنيا دَ نورو قامونو په سائنس او ټيكنالوجي كي پرمختګ او په تهذيب او تمدن كي پېشرفت او ارتقا ته ګوته په غاښ دى نو بلي خواته يې دَ خپل قام په بې وزلۍ، بې وسۍ او بې حسۍ زړګى قاش قاش دى __ زما په خيال ، دَ هغه دَ تخليقاتو دَ فكري اړخ اساسي سرخط ، دَ نړۍ دَ ملتونو په پرته ، دَ پښتون قام پاته ، پرېوتي ،لوېدلي ، زپلي . پسته او پسمانده ، زړه چاوْدونكي ورځ ده ­ هغه نه غواړي چي قيمتي قام يې دَ دود دستور دَ لايعنيت او منفي غېرت په حواله دَ تربګنۍ او ورور وژني په مكروه او قبيح عمل او ردعمل كي ضائع شي ­ دَ هغه دَ تعميري خوب تعبير خو دا دى چي پښتانه دَ سيالانو سيال شي ، په هر ميدان كي دَ پرمخ تللي اقوامو سره دَ علم او صلاحيت مقابله وَكړي ­ دَ تُوري په ځاى قلم خپل كړي او دَ ځان دپاره پرتمين او عزتمن مقام و ګټي ­ دَ هغه دا څړيكي څړيكي خوږمن احساس دَ هغه دَ تحرير په هر مخ ، هر سطر او هر توري كي جوت دى او زما غوندي حساس خلګ په ورټ ورټ ژړَوي ­

دَ "اووه ګامه مزل" راپس دَ "پښتون جهانيان جهان ګشت " افضل شوق دَ يورپ دَ څوارلس هېوادونو دَ دويمي سفرنامې ، دويم ټُوك " دَ لمر دَ كلي په لور" دَ اشاعت دپاره تيار دى ­ زړه دا راته واي چي دَ هغه دَ اولنۍ سفرنامې په شان به دا سفرنامه هم نه يوازي دَ لوستونكو په معلوماتو كي په زړه پوري اضافه اوكړي ، بلكې دَ هغوئ دَ فكر او نظر دَ تزكئيې او تربئيې باعث به هم شي ، زما په نزد سفرنامه يوازځي دَ تفريح او لذت دَ حصول په نيت لوستل ګناه ده ­ پكار چي قارئين يې دَ مندرجاتو په فكري او معنوي اهميت ځان پوهـ او ډېرڅه ځني زده كړي او هغه مقصديت ته ځير شي كوم چي افضل شوق دَ دې سفرنامې په ليكلو راپارَولى دى ­ هغه دَ خوردبين غوندي رسا او باريك بين نظر لري ­ دَ هغه مشاهده بې معنا ، سرسري او سطحي نه ده ­ هغه دَ يورپ دَ چاپېريال سنجيده او ژوره مطالعه كړي ده ، دَ هغي معاشرې تهذيب ، كلتور ، تاريخ ، تعمير ، اخلاقيات ، كردارونه ، فكري روئيې او دَ ژوند هلي ځلي ، هرڅه يې په ډېره موثره او صريحه پېرايه كي وړاندي كړي دي چي سترګور ترې ډېر څه اخذ كولى شي ­

يقينًا چي دَ يو كتاب ارزښت هر كله په معياري ليك او مثبت پېغام پوري اړه لري، او زه يقين لرم چي دا دواړه اړخونه دَ افضل شوق په نظر كي شته ­ ځكه تاسو به يې په كتاب لوستلو مايوسه نه شئ بلكې دَ بهاند تحرير دَ شاعرانه رنګ او اّهنګ تاثير به مو په زړونو كي دَځوانۍ مستي ولولې او په ذهنونو كي دَ ژوند او بېدارۍ غورزنګ را پيدا كړي ­


خاوري سعيد ګوهر
راولپنډۍ ­ 16م اګست 2004


څو خبري ...

دا زه چي هنداري په كاڼو ولم .. لېونى نه يم ­ ولي چي ماته هنداري اوس څېرې نه ، بلكې دَ څېرو تر شا پټي هغه غاښوَري او په سرو وينو باندي لړلي داړي راښئيي ­ چي دي خو انساني ، لاكن ځناوروزمه برېښي څه ، چي ما هم داړل غواړي ­ نو ځكه ځان ورڅخه ژغورل غواړم او انسان اوسېدل غواړم ­ هو، كه څه هم زه خپله په خپل اندرون كي ورته مونېدلى يم ­ هرڅه هرڅه ، خو زه په دې خبره ايمان لرم، چي بد ته بد وئيل ګناه نه بلكې دَ خېر او دَ ثواب كار لا څه ، چي دَ نېكي په حق كي منصوري جهاد هم دى ­

زه دَ لوى خداى پاك مننه كوم، چي ماته يې وس راكړو، چي دَ خپل پښتني بول په سمه مي په ډېر لنډ او تنګ وخت كي دَ اروپا دَ يُون ليك دويمه برخه دَ خپلو خواخُوږو په كومك په كتابي بڼه كي دا ده چاپ كړه ­ ګوا له دې سره سم زما دَ اروپا په باب ليكل شوى درست يُون ليك ، عكسي يُون ، " دَ اروپائي ژوند ښه او بد " او" انګلسي په اروپا كي " تر عنواناتو دلاندي عمراني مطالعې وړاندي كولو سره سره يو تپوس هم "پښتو دَ پښتنو په نظركي" تر سرخط دلاندي سرته وَرسَولو ­

او بل ، ما چي څه وئيل غوښتلو، هغه خو مي په لومړي ټوك كي وَ وئيلو ­ دلته زه فقط دَ هغو پښتنو لوستونكو مننه كوم، چي هغوئ دَ اروپا په اړه زما دَ يُونليك لومړى كتاب " مزل په واوْرو باندي " خوښ كړو­ او عظيم خداى دي وَكړي، چي دا كتاب " دَ لمر دَ كلي په لور" هم دَ هغوئ په معيار پورا وَ وځي ­ اّمين

دَ پښتو او پښتنو دَ روښان سباوْن په تمه

افضل شوق ... اسلام اّباد

ـــــــــــــــــــــــ

یادګیرنه ....

په اروپا كي دَ سېل كولو په وخت ما دَ خپلي پورتنۍ مطالعې په سمون دَ مواد دَ راغونډولو دَ پاره په اّډيو كېسټانو باندي دَ 24 ساعتونو دَ كم او زيات ريكارډنګ سره سره په خلګو باندي دَ 407 سوالنامې ډكولو پرته دَ بېلابېلو طبقو سره اړه لرونكي1534 اروپايان هم انټرويو كړلو­ نه يوازي دا ، بلكې دَ خپلو سېلاني مشاهدو په رڼا كي مي له251 مخونو ليكلي ډائرۍ او قريبًا 500 اخيستل شوي عكسونو پرته هم په هر ورپېښه كونكي هېواد كي دَ هغوئ دَ ټورزم له ګائيډونو څخه كار اخيستى دى ­ ( شوق )


خو خپلو هيلو سره ځمه ...

دَ ستړياوْ له كبله
چي زه څنګه
ستنېدو ته هڅومه
مانده فكر
دَ يو چا خوږ تصور مي
په زړه باندي
له ناز ډكي څو نُوكري
كړي راجګي
او زه هم بيرته
دَ ماتو ګوډو هيلو
پېټى بار كړم په اوږو
مخته ټكېږم
او په هر قدم وهمه نُوك
پرځېږم

ـــــــــــــــــ


دَ ښكلاوْ په ګودر چي مازيګر شو

شاته 170 غټ غټ سرنګونه پرېښَولو ورسته ، چي څنګه موږ دَ اټلي څخه وَ فرانس ته پېښه وكړه ، نو په اّسمان كي سپيني اوريځي خپرې وې او كيڼ لاس ته لېګورين سي ، چي په لوى سر ورته بحيره روم وئيل كېږي له ساحل سره سره چي مخته روان وْ، نو دَ كوبرا مار په رنګه كاږه واږه او دَ دنګو څُوكو غر ، چي دَ فرانس جنوبي بارډر غوره كوي هم راسره سم غزېدلو مخ مخته ­ درې نيمي بجې ماڅپښين، چي څنګه دلته دَ فرانس له اولني اوږده سُرنګ څخه مخته وتلو، نو زموږ وَ كيڼ لاس ته جوړ لومړنى فرنچ ټاوْن زموږ پام بيا بيا ور اړَولو ځكه، چي ډېر په ترتيب باندي جوړ وْ څخه چي په څنګگ كي تېرېدلو، نوميرنا، چي دَ كاسوس ټوْرنګ كمپنۍ اسكارټ وه وئيلو..

" زه او دَ دې بس ډرائيور مسټر دانيال دَ كاسموس كمپنۍ له خوا په فرانس كي دَ ګرېنډ يورپئين ټوْر وَ نړئيز سېلانيانو ته هركلى وايم .. او داسي سنجَوم ، لكه دَ يوې هفتې ورسته به موږ او تاسو له يو بل څخه بېلېږو ­ بيا ګوره ، چي كله دَ ژوند په يو ګوټ كي سره وه هم وينو او كه به دا زموږ ورستنى ملاقات وي ؟ "

هغې چي دا خبره څنګه سرته وَرسوله ، نو ملګرو يو بل ته ګوره چي په كوم نيت او سوچ كتل شروع كړو؟ او حقه خبره ده ، چي ما هم په دې خبره چي څومره څومره سوچ مخته وهلو، نو هغومره دا څېرې دَ ياد دَ نه هېرېدونكو څېرو په شان راته مونېدلې لګيا وې ­ هغه ځكه ، چي دَ درې نيمو هفتو په ګرېنډ يورپئين ټوْر كي موږ، چي دَ ميرنا اسكارټ او دَ دې كاسموس بس ډرائيور مسټر دانيال په چپه 43 نورو نړئيزو سېلانيانو په ګډه مزل كولو ­ په تېرو شوْ دوه نيمو هفتو كي موږ دَ دې فرانس په چپه بلجئيم، هالېنډ، جرمني، سوئټزرلېنډ، لېچټنسټائن، اّسټريا، سان مرينو او دَ اټلي هېوادونه شاته دَ سېل كولو ورسته پرېښي وْ ­

دَ كاسموس بس چي په كي دَ ميرنا، دانيال او زما په ګډه دَ ديارلس هېوادونو، ګوا امريكه ، سنګاپور، جاپان، ملائيشيا، فلپائن ، پاكستان ، انډيا، تائيوان ، كېنېډا، اّسټرېليا ، هالېنډ، سلوانيا او بلجئيم ملګري ناست وْ دې وخت دَ فرانس له رقم رقم سمندري غاړو سره په كاږه واږه سړك مخته منډه وهله ، نو موږ دَ نړۍ دَ بېخي واړه او اّزاد هېواد مناكو په لور لاره لنډَوله ­ كه څه هم سيمه له اټلي څخه لا نه وه په نوعيت كي بېله شوي ، خو سړك او دَ سړك دواړو اړخونو ته ليكلي بورډونه دَ نوښته ليك په باب بدل بدل مونېدلو او لوي لاري ته نيږدې ټاوْنونو هم څوكه څوكه بڼي بدلولې ­

څه مخته موږ دَ بحېره روم له بليو كوسټ، چي دَ دُنيا په اووْ نامي سمندري څنډو كي يوه څنډه باندي يادېږي سره سره چي رهي وْ، نو دَ ګهړۍ ستني دَ پاوْكم درو بجو په خوا ور رواني وې ­ او ميرنا هم وئيلو..

" بس يو څو دقيقو كي به موږ دَ هغه هېواد، چي درسته رقبه يي فقط 48 اېكړه ده او په دې واړه كلي وزمه هېواد كي دې وخت 29876 خلګ مېښته دي وَ يوازيني ښار مونټي كارلو، چي شهرت يې دَ نړۍ دَ غټو جوا خانو يعني كاسينو ګانو له سوبه دي ­ او دلته دَ هالي وُډ دَ زړَو هيروګانو پرته دَ دُنيا ماړه ، لاكن زاړه خلګ اوسېږي او دَ ژوند اّخيري ورځي شپې تېرَولو ته په كاسينوګانو او شراب خانو كي تېرَولو ته جوګه ښكاري "

ګائيډ چي څنګه خپله دا خبره سرته رسَوله ، نو بس هم دَ مونټي كارلو ډسټركټ دَ هغې غټي او مشهوري كاسينو په خوا ور وَګرځېدلو، چي په سر تكه شنه ګهمبده او مينارې لري ­ او په مونټي كارلو كي چي موږ دَ هغې كاسينو وَ مخي ته څنګه وَرسېدلو، نو ميرنا وئيلو ­

" دا هغه كاسينو ده ، چي خپل تاريخي حېثيت لري او دَ دُنيا ماړه ماړه خلګ لكه فلمي ستوري ، كارخانه داران او عربي شېخان په خپل ژوند كي يو ځل دلته دَ جوارۍ كولو هڅه ځكه كوي ، چي ځان دَ تاريخ برخه جوړَوي ­ نو درځئ ، چي موږ او تاسو هم پنځه پنځه يا لس ډالران په داوْ وَ لګوْ او خپل خپل قسمت تللو سره سره نومونه دَ دې كاسينو دَ تاريخ برخه كړو­ لاكن ګورئ ګورئ ، چي زياتي پيسې نه وَلګوئ ­ ګني بيا به دَ سېل په ځاى خېرونه ټولَوئ "

او بيا موږ ټول وَ هغه بېخي غټي او ښائيسته كاسينو ته وردننه شولو ­ هلته كه څه هم زاړه خلګ زيات ښكاره كېدلو، خو دَ پېغلو او ځوانانو هم څه كمى نه وْ، چي خپل خپل قسمتونه يې په بېلا بېلو مېزونو تللو لګيا وْ او هر يو ښه ډېر غوئيى شوى هم وْ ­ ميرنا له موږ سره سره له يوه مېزه چي به بل مېز ته تلله، نو هغو زړَو كونيانو به ورته ډېر په هوسي نظرونو كتلو ­ لنډه دا ، چي دلته دَ نورو ملګرو په شان ما هم له پنځو ډالرانو لاسونه پرېمنځلو او يوازي ځكه دباندي را وَوتلم ، چي دَ دباندي ماحول هم تر ډيره هانده شاعرانه وْ ­ ځكه خو مي مزغو ته دَ "دَ فرعون سره دَ شوي بول په سمه" نظم تهيم اّخير هم ډائرۍ ته وسپارَلو ­

له دې ځايه چي موږ دَ مونټي كارلو دَ سمندري څنډي په لور ورچپېدلو، نو ماته داسي محسوسېدلو، لكه دا كلى وزمه هېواد چي يو ټاپو وي ­ لاكن داسي كيسه هم نه وه ­ دَ ښكلي رائل پېلس له كتو ورسته ، موږ يو ډېر عالي شانه كېتهاډرل مخي ته تېرېدلو ، نو ميرنا وئيلو ..

" كه څوك دَ دې كلا له هغه اوچتي چوبارې څخه شاوخواته وَګوري، نو زما يقين دى ، چي دَ مناكو هېواد پُولي به ورته له ورايه ښكاري "

كېدلى شو، چي ميرنا لانور هم څه وئيلي وى، كه بس ګوره چي دَ چا په خواست دَ يو حاجت ځاى په نيت دَ يو رېسټورېنټ مخته درېدلى نه وى ­ او بيا ځينو دَ واش روم او ځينو دَ رېسټورېنټ سره جوړ دَ واړه دوكان په لور منډه كړه ، چي په كي زه او داني هم وْ ­ دَ بس په لور چي راتللو، نو داني دَ چپس وړه كڅوړه او دوه چاكليټونه راكولو په وخت واي ..

" شوقه! نن شپه به كاسينو يا كلب ته ځو، څه دي خوښه ده ؟ "

" ته لكه چي ډېري پيسې لرې"

او بيا مي كلك خندلو ورسته ورته وئيلو..

" ته خو ښه خبر يې ياره! چي ما څومره درلودلې هغه خو په روم كي دَ هغو په ... كي وَ منډلې "

داني هم دَ خندلو ورسته بيرته اراده بدله كړه او واي ..

" هو، داسي علاقې خو له خطرو خلاسي نه دي .. خير بيا به ګورو "

په زړه كي مي وئيلو، چي

" له ده څخه هم خود لكه چي ځان ورك دى ­ چرته دا مونټي كارلو او چرته دَ فرانس هغه نيس ښار، چي نن شپه به په كي اوسېږو"

بس په يو دوْ روډونو ګرځېدلو ورسته چي څنګه بيرته موټروې ته ورچپېدلو، نو دَ صوفيه لارېن ، چي دَ هالي وُډ غټه اداكاره ده له ښائيسته كوره سره مخته تېر شولو، چرته چي هغه په كال كي يو څو ورځي حتمًا راځي ­ او دَ ميرنا له قوله دا ښار دَ هغې دَ خوښي ښار هم ځكه دى ، چي هغې ماشوموالي هم دَ دې كلي وزمه هېواد په كوڅو كي تېر شوى دى ­

اوس چي څنګه موږ موټروې ته پېښه وكړه ، نو دَ ښكاره سمندر په غاړو باندي كه څه هم رش نه وْ، خو هلته په سمندر كي مي يو څو واټرسكوټران تر سترګو شولو، چي خلګو چلولو ­ په زړه كي مي وئيلو، چي دا موسم وَګوره او داسي په اوبو كي لوبه ګوره ­ لاكن چي بيا مي داني او روني ته پام شو، نو پوهـ شوم .. چي دا هر څه خو دَ هغو اوبو اثر دى ، چي له سړي غوئيى جوړَوي ­

دَ مناكو هېواد شاته داسي ژر دَ غرونو تر شاته پټ شو، لكه هغه چي هېواد نه ، دَ خوب يو منظر وْ او بس ­

او دا هغه ځاى وْ، چي ميرنا مائيك خلې ته ونيولو او ګويانه شوه ­

"اوس به راشو دَ فرانس په لور، چي موږ په كي مخته رهي يُو­ په كار خو نه دى ، چي هرڅه هرڅه درته وَوايم ، ولي چي تاسو خو به يې هم وينئ په خپلو سترګو­ لاكن دا درته وايم ، چي په فرانس كي دَ اټلي په نسبت شُوكماري كمه كېږي ­"

په دې خبره باندي مي سترګي دَ وېرُندوكي كائيكو په لور ځكه واويښتلې ، چي هغې به نو اوس دَ سكون سړه ساه اخيستي وي ­ او بيا له ټوخېدلو ورسته ميرنا وئيلو..

" دا فرانسويان هم په ځانونو غره خلګ يادېږي ­ دَ دې خبري اندازه له دې څخه لګولى شئ ، چي فرانسويان په خپله ژبه ، ژوند او ژواك هن په كړو وړو ډېر وياړ كوي او هيڅوك هم چي كله دَ هغوئ سره په دې خبره كي بحث كوي .. نو خورا خفه كېږي ­ ګوا دَ يو مېلمه په حېثيت موږ ته نه دي په كار، چي دَ دې خلګو سره په غاړي كي كښېوځو ­"

دومره وئيلو ورسته يې يوه سړه ساه اخيستلو سره سم بيرته مائيك خلې ته وَنيولو او په خندا كي واي..

" هو، كه يو نيم ځاى دَ حاجت خبره راشي، نو هم .. زما مطلب انسان په هر حال انسان دى .. ضروريات لري ، لكه خوړل څيښل او سېكس وېكس"

دَ سېكس وېكس په باب يو ځل بيرته په بس كي ملګري رابېدار شولو، او سرونه يې له "هاهوهي" سره شك شك كولو ­ لاكن ميرنا وه ، چي مخته يې څه نوري هم داسي خبري له خلې وَايستلې، چي دلته يې زه په نره ځان لا هم نه شم كولى ­

خو داسي به وَ وايم ، چي په بس كي ناستو نرينا ملګرو كه څه هم په ښكاره نه ، خو له خياله يې خامخا په شونډو باندي وَ خپلو ښځينه ملګرو ته ژبي تېرَولې ­ ولي چي زما دَ مشاهدې په سمه هر ملګري وَ بل ته داسي په خېراتي نطرونو سترګي كچكول كړي وې لكه هغوئ چي ورڅخه خيرونه غواړي ­ دا ځكه چي دَ ميرنا په چم، انساني حاجات چي په وخت نه شي پوره، نو روئيې هم ځناوري شي دَ انسانانو.. هو دغسي خبري خو يې څه دَ مخه كولې لګيا وه ­

_____

" دَ فرانس رقبه 551500 مربع كلوميټره ده او دَ مغربي اروپا تر ټولو غټ هېواد دى ­ اّبادي يې دې وخت قريبًا 56ملينه ده ­ مذهب يې رومن كېتهولك او حكومت يې جمهوري دى ­ په غټو ښارونو كي يې Paris , Bordeaux , Lyon , Marseille , او Loulouse دي ­ او Nice, Avignon او Saintes نامي ځايونه چرته چي به شپې كوْ هم، له يوې نا يوې وجي ځانګړي نومونه لري "

ميرنا چي دا خبري كولې، نو بس دَ يو غره په سر باندي جوړ واړه ټاوْن چي Aze نومېږي كي دَ يوې پرفيوم فېكټرۍ دَ لوى ګېټ مخي ته ودرېدلو او ميرنا په خپل اعلان كي داسي وئيلو ..

" دلته په دې پرفيوم كارخانې كي به موږ درې پاوْه وخت تېرَوْ ­ او بل دا، چي كه څوك غواړي ، نو دلته خالص پرفيوم هم اخيستلى شي"

بس بيا نو څه وْ ؟ ټول ملګري دَ خوشبويانو په هېواد فرانس كي وَ اولي پرفيوم كارخانې ته دَ چكر په نيت داسي په تادۍ كُوز شولو ­ لكه زما په رنګه هريو چي دَ عطرانو دَ جوړَولو بټياني كتلو ته تازيلمن وي ­ هو، دغسي خبره وه .. كله چي موږ دَ ميرنا په رهنمائي كي كارخانې ته دننه شولو، نو هر لور دَ عطرو داسي تېزه خوشبوئي وه ­ چي كله يې موږ ته په يوه هال كي بريفنګ راكولو ­ نو ځكه يې هغو ملګرو ته ماسكونه هم وركړو، چي له عطرو دَ الرجي شكايت درلودلو­

دَ دې فېكټرۍ ګائيډ، چي يوه چټه پېغله وه، موږ تر ټولو دَ مخه هغو غټو بټيانو ته يوړلو، چرته چي دَ ګلانو عرق له قسماقسمو ګلانو څخه جوړَول كېږي او بيا دا عرق په پائپونو كي له بېلابېلو مرحلو څخه تېرېدلو ورسته په اّخيري مرحله كي څنګ فرفيوم كېږي؟ دا ټول څه راښكاره كولو ورسته يې هلته يوړو ­ چرته چي په درځنو پېغلو دَ پېكنګ كولو او په خوږو موسكاګانو باندي يې موږ په پرفيوم اخيستلو باندي پارَولو ­

" دلته پرفيوم نه اخيستل دَ دې ښائيسته فرنچ حُورو دَ ښائيست او انداز توعين دى"

روني چي دا خبره څنګه وَكړه ، نو ورسره ولاړي شېلا اوډلې داسي وار وكړو ­

" نو بيا خو ښځو ته هلته تله په كار دي ، چرته چي پېكنګ نران كوي"

كېرولين ، چي دې وخت يې څنګ ته ولاړه وه هم ورسره خبره داسي خوږه كړه ­

" خبره خو صحيح كوې، لاكن دلته دغه يو پېكنګ سېكشن خو دى "

او په دې دوران كي ميرنا هم په خندا باندي رامخته شوه او واي ..

" داسي به وكړو، چي اول دي دا زموږ نران پرفيوم واخلي او بيا به يې موږ ورڅخه واخلو­ دا يې مسئله حل"

داسي وار كولو ورسته چي هغوئ څنګه خلې وَ خندا ته نه وې سمي جوړَي كړي ، چي ډېني هاوْ را وَدانګلو او واي ..

" لاكن موږ خو يې بيا په ګټه درباندي خرڅوْ "

او مخته موږ چي دلته څومره وخت دَ عطرو په اخيستلو كي تېر كړو، هغه مي په كړيكو او تودو ګپو كي تېر كړو­ او په اّخير كي چي له دې فېكټرۍ وتلو، نو زما نظر په هغه ليكلي تختۍ باندي وَلګېدلو، چرته چي دَ دې فېكرۍ دَ پرانستلو كال 1968ع ليك وْ او په يو بل بورډ باندي داسي نوښته وْ ­

" دلته پرفيوم له ګلانو څخه دَ سائينسي فارمولو په كومك جوړېږي ­ او دلته هر څه له ټېكس څخه خلاس دى"

له دې فېكټرۍ ورسته موږ دَ اېز ويليج ، چي تفريحي مقام دى په تنګو روډونو باندي مخته تېرېدلو ورسته بېرته لوى سړك ته ورچپ شولو­ او په شل منټه كي دننه دننه بس دَ نيس په ښائيسته ښار كي ، چي زياتره ودانياني او ماڼياني يې يو، دوه يا دري باميزه وې يو بل اړخ ته پرېښولو ورسته هوټل اګاتا مخي ته برېك وَنيولو ­ او نن دَ زاړه معمول په چپه ، موږ ته دَ خپلي خپلي خوني چابۍ هلته بس ته راوړل شوې ­

_____

نن دَ كال 1996ع دَ اپرېل 7مه نېټه وه ، خو دَ ايسټر له سوبه دَ نيس ښار ټول شاپنګ سېنټران بند وْ، خو كېفې، رېسټورېنټونه ، بارونه او دَ شپې ژوند ته چمتو سېنټران خلاس وْ ­ له هوټل څخه وتلو دَ مخه زه له فليپينو ملګرو سره دَ كيڼ لاس په هغه روډ، چي كښته تللى وْ باندي روان شوم ، او بيا مخته په تنګو كوڅو او روډونو كي يوې بلي خواته تر ليري ليري پوري پښې خلاسي كړې ­ موسم كه څه هم شاعرانه وْ، خو دَ شاعرۍ دَ پاره موډ په كي ګوره چي څله نه جوړېدلو­ چرته دا وجه خو نه وه، چي دَ شاعرۍ وړ مخلوق په كي تر ليري ليري نه ښكاره كېدلو ­ ښه چي ستړي شولو، نو دَ داني په خوښه هلته دَ روډ په بله ځۍ باندي جوړي كيفې په لور ولانګلو په وخت روني هم خپل زړه دَ ژبي په لار داسي وَ ژغَولو..

" دا نيس ښار خو زما له تصوراتو هم ښائيسته وَوتلو، لاكن خلګ په كي له دې قضا مازيګره بيا چرته نه ښكاري"

هغه لا خبره سرته سمه رسولي نه وه، چي داني په ملا څپلاخه ور كولو ورسته ورته په فليپينو كي خود لكه چي خره ته نيږدې نيږدې خطاب وركړو، چي دواړو كلك وَخندلو او روني مخته په انګلسۍ كي واي ..

" ستا خبره صحيح ده ، لاكن هغسي خو هم په اروپا كي له اول ماښامه ټول كاروبار بند شي"

" چپ دَ شپي له زړخوښيانو"

داني چي دَ روني له خبري سره سر په "هو" كي ښورَولو ورسته دا خبره كوله، نو موږ په هغه كېفې كي دَ يو واړه مېز شاوخوا ناست وْ ­

"زړه مي غواړي ، چي دَ دې نيس دَ شپې ژوند هم .."

" دَ روم دَ شپې په شان وَلمانځو.. ستا مطلب دا دى هان ؟ "

داني بيا دَ روني خبره داسي په خندا سرته وَرسوله او وَ نيږدې ولاړي ټېبل ګرل ته يې دَ خپلي خوښي مينو ور په ګوته كولو دَپاره په خپله پسته لهجه كي اخته شو ­ او هغه انجلۍ چي څنګه مخته تېره شوله، نو يوه بله پېغله رامخته شوه، چي يو كارډ يې راته وَنيولو.. چي ورباندي ليك وْ،

"زه كڼه او ګونګۍ يم ، زما مدد وكړئ "

" لاكن ته خو اورې .. ولي چي كله هلته شاته دَ هغې بلي انجلۍ له لاسه چي كپ وَلوېدلو، نو دَ ماتېدو په ژغ دي ورته شاته كتلي وْ "

ما چي څنګه دا ورته وَوئيلو ، نو څنګ ته راته ناست داني زه په څنګلي وَوهلم او ما چي ورته وَكتلو ، نو هغه دَ سترګو په اشارو دَ چپ كېدو اشاره راته كوله ، ځكه زه هم چپ شوم ­ بيا چي هغه انجلۍ بل مېز خواته لاړه، نو دا ني راته واي ..

" شوقه! خيال كوه ، چي بل ځل داسي غلطي نه وَكړې ­ ولي چي په دې هېواد كي له معزورانو سره بدسلوكي ډېر لوى جرم ګڼلى شي"

" هرڅه هرڅه ، خو وه ډېره ښائيسته پېغله"

روني هم دَ داني دَ سيرئيس خبري په ځواب كي بيرته ماحول خندا او خوشالۍ ته وَ مونَولو او بيا موږ تر ډېره پوري دلته ايسټر لمانځلو لګيا وْ ­

له دې كېفې څخه موږ دَ دې ښار په يوازيني چائينيز رېسټورېنټ كي دَ شپې ډوډۍ خوړَلو ورسته چي ستړي او ساه كېدلي دَ هوټل اګاتا په لور يه توربخونه دروازه كي چي څنګه لابي ته ورچپ شولو ، نو څه ګورو ؟ چي درسته لابي له سرو او سپينو پېغلو ځنګېدله ­ او ډله ډله پېغلو مستياني كولې لګيا وې ­ دَ كاوْنټر په خوا دَ كيليانو اخيستلو په نيت چي مو ګامونه اوچت كړو، نو وَ ښي لاس ته په اوچتي تړه وزمه كونج كي په صوفو باندي ناستو درې پېغلو په خپړو ټكولو زموږ پام خپلي خواته اړَولو ورسته وئيلو..

" هې جاپانيانو.. هې جاپانيانو! دلته خو راشئ "

" ولي؟ خېر خو دى ، چاته واياست ؟ "

دَ داني دَ منع كولو پرته هم روني ورته دَ درېدلو ورسته چي داسي وَوئيلو، نو له هغو انجونو څخه يوه نرۍ او تكه سپينه چي په درختي باندي وړه وه او په دې يخ كي يي هم دَ جينز اوږد نيكر او بې لستوڼو سپين كميس اغوستى وْ را ولاړه شوه او واي ..

" خفه كېږئ مه .. زموږ مطلب دا نه، چي ستاسو بې عزتي وكړو، بلكې تاسو جاپانيان دلته په اروپا كي ډېر نوي ښكارئ او موږ .. "

او بيا يې په خندا خندا كي مخته خبره چي په دغه ځاى پريښوله ، نو دَ روني زړه ورته وَتخنېدلو او واي ..

" هو هو، په دې كي نو كومه بده خبره ده او موږ جاپانيان نه يُو­ بلكې زه دَ او دا داني ملګرى دَ فلپائن او دا شوق له پاكستان سره اړه لري

" وېل كم .. خوشاله شوم له تاسو سره په ملاقات باندي او ماته كرسټي ياني كرسټينا وئيل كېږي ­ دَ انګلېنډ څخه اړه لرم"

هغې دومره وئيلو ورسته په وار وار لاس راته وَغزَولو او بيا واي ..

" راځئ ، كښېنئ راسره .. څه خبري به وكړو"

او بيا يې خپلو خوندكيانو ته اشاره چي څنګه وكړه، نو هغوئ هم رامخته شولې او يوه ، چي وېښته يې له څېرې څخه په وار وار په لاس او دَ سر په څنډلو باندي ډېر په خوند اړَولو لاس موږ درې واړه ملګرو ته راكولو ورسته وئيلو..

" زه جېن يم او زما تعلق له دې فرانس څخه دى"

او دريمي بيا لاس راكولو په وخت خپل نوم ټينا او هېواد يې سكاټ لېنډ ښئگيلو ­

" موږ دَ وېلز يونيورسټۍ نارويچ څخه دَ فرانس په سټډي ټرپ راغلي يُو"

كرسټي موږ ته دَ كښېنستو اشاره كولو ورسته چي دا وَوئيل، نو داني ورته داد وركولو او حوصلې زياتَولو سره سم په موسېدلي انداز كي ځيني پوښتنه وكړه ..

" فرانس او انګلېنډ؟ بلكې دَ برطانيه تر منځه چي څومره زميني فاصله كمه ده ، دومره دَ دې خلګو تر منځه دَ كركي تر هانده كلتوري اختلاف څله دى؟ "

انجونو په خپلو كي يو بل ته وكتلو او بيا جېن، چي فرنچ وه وېښته له مخه په لاس اړَولو ورسته په خوږې موسكا كي واي ..

" وجه دا نه ده، چي فرانسويان له انګلسيانو يا انګلسۍ څخه كركه كوي ، بلكې دا مقابله تر منځه دَ غټوالي ده ­ ګوا دواړه قامونه ځان ځانته په دې مقابلې كي مخته واي"

جېن چي دومره وئيلو، نو دَ سكاټ لېنډ ټينا ځان رامخته كړو او په شوخۍ كي واي ..

" منم ، چي په دَنيا كي كم او زيات دوه شپېتو هېوادونو كي فرنچ ژبه ويونكي په ښه ډېر شمېر وجود لري ­ خو له دې حقيقته هم انكار نه شي كېدلى، چي دې وخت انګلسۍ دَ نړۍ دَ ژبي په توګه خپل مقام جوړ كړى دى"

" دَ دې مطلب دا شو، چي موږ ګوا كه وَ وايو چي، انګلش از دي بېسټ ، نو هم په حق يُو"

كرسټي لاس دَ فاتح لوبغاړي په شان موټ كولو ورسته چي څنګه داسي وَ وئيلو، نو ورسره ناستي هغې خُماري فرنچ انجلۍ جېن دَ خندلو ورسته په كي يو دم ورټوپ كړو ­ او بيا دواړي داسي په مستۍ له بل سره لاندي وتلې، چي ټينا هم تر ګواش زيات خپله برخه هم وړې انجلۍ غوندي اخيستله ­ او موږ ورته كتلواو موسېدلو ­ بلكې روني خو تر دې هانده لا هم وَوئيلو..

" زما په خيال چي دا انجوني موږ ته خپله مستي او ځواني راښيي لګيا دي "

لنډه دا، چي څه وخت ورسته درې سره سيرئيس شولې او له موږ سره په ګپو اخته شوې ­ هغوئ له موږه او موږ له هغوئ پوښتني كولې او له دې سره سره هر يوه په مېز پرتو رسالو پاڼي هم داسي اړَولې را اړَولې ، لكه سوالونه يا دَ سوالونو ځوابونه چي په كي لټوي ­ هو، موږ به كېدلى شو، چي لا نور هم له هغوئ سره ناست وى ­ كه داني دَ تللو ضد نه وى كړى ­

_____

زما خونه دَ هوټل اګاتا په ګراونډ فلور كي وه او هغه هم دَ لابي څخه دَ لفټ په خوا كي كيڼ لاس ته غبرګ شوي كاريډور كي په څو ګامه واټن باندي ­ دَ ګهړۍ ستني اوس اېله له يولس بجو اويښتي وې او ما هم زياته دَ خوب ټاپوګانو ته كوچ كولو، چي تر غوږو مي دَ خندا كړيكي شوې او ورسره مستي او دربى هم ­ يو ځل مي لا ځان په تاوده تلتك كي وَنغاړلو، لاكن خوب مي له سترګو داسي تښتېدلى وْ ، چي ګرسره مي مازغه وَ خوب ته نه تيارېدلو­ نو ځكه مي تلتك يوې خواته وَغورځولو او په پلنګ كي جګ كښېنستم .. په زړه كي مي وئيلو..

" كه ژوند وْ، نو دَ خوب كولو دپاره لا ډېر عمر ګوري"

او په هغه سليپنګ ډرېس كي دباندي وروَتم ­ او څه وينم، چي لابي هغسي له انجونو ډكه ده او خال خال ځوانان هم اوس په كي ليدل كېدلو­ دَ لابي په ښي كونج كي جوړ بار اوس بار نه تيار ډيسكو كلب ته مونېدلو ­ ولي چي په ميوزك باندي بې حاله شوي انجونو داسي دَ وحشت دَ لوبي غوندي ډانس كولو، لكه دا چي انساني پېغلي نه بلكې اّسماني مخلوك وي ­ يا له پرستان څخه پرياني مځكي ته راغلي وي ­ او كه څه هم زما زړه ورته هوَسېدلو، خو همت مي نه شو كولى ­ ځكه هلته ليري دَ كاريډور په سر كي ورته ولاړ دا تماشه مي كتله ­ خو تر كومه ؟ يو وخت په هغو درو پېغلو، چي تراوسه لا په هغو صوفو باندي ناستي وې كي دَ يوې پېغلي ټينا سترګي چي راسره ناڅاپه څلور شولې ­ نو يې راژغ كړو او له دې سره هغو نورو دوْ پېغلوهم دَ لاس په اشارو ځانته ور وَغوښتم ­

" راځه دلته كښېنه مسټر..."

" شوق"

جېن په صوفې باندي ماته ځاى جوړَولو دپاره څه څكېدلو ورسته چي زما دَ سردوباره پېژندګلوۍ دپاره ما نوم ورته بيا كړو، نو دَ كښېنستلو سم دستي مي ځانته پام شو، چي زه ډېر په غلطه موقعه راغلى وم ­ ولي چي دَ هري پېغلي مخته دَ ګرمي كوفي په ځاى هغه څه پراته وْ، چي ورته اُم الخبائث وئيل كېږي ­ لاكن اوس ما كولى هم څه شولو؟ له خپله لاسه په كي كښېوتى وم ­ او منم .. چي كه څه هم ما دَ هغوئ دَ ضد پرته لا هم دَ هغو په رنګ كي ځان رنګولو ته نه وركولو­ خو دَ تاش له لوبي مي ځان ځكه نه شو ورڅخه ژغورلى ، چي هغه درې په ما باندي دَ دې لوبي دپاره څلور كېدلي ­

" درځئ .. چي موږ هم هلته خپلو ملګرو سره مستي وَكړو او اېسټر وَ لمانځو"

په مخامخ صوفې باندي له كرسټي سره ناستي شوخي ټينا دَ هغې په ښكاره سپين ادوم باندي لاس وهلو ورسته چي دا خبره وكړه ، نو كرسټي ورته واي ..

" هو.. واې خو صحيح درځه چي ځو"

او بيا دواړو پتي په مېز ږدلو ورسته وئيلو ..

" موږ بس په دوه منټه كي راځو­ تاسو لږ انتظار وكړئ پليز"

هغه چي څنګه په تېزو ګامونو ځنګېدلي ولاړې ، نو جېن هم دَ سر په څنډلو وېښته شاته اړَولو ورسته تروې اوبه غوړَپلو ورسته زما په لور سترګي را واړَولې او پوښتنه يې وَكړه ..

" ته هم سټوډنټ يې؟ "

" يَه زه بس هسي اّواره ټوْرسټ يم او دې وخت دَ اروپا په سېل راوتلى يم "

" اُووللا.. ته خو بيا خوشبخته يې دَ دې مطلب دا دى"

داسي وئيلو ورسته يي له سره تر پښو راباندي سترګي ځغلولو ورسته شونډي چي څنګه وَ موسَولې، نو يې بل لوي غوړپ تر حلق تېرَولو ورسته په لاس وېښته شاته واړَولو­ او په نيمو خلاسو سترګو يې داسي راته وَكتلو، لكه هغه چي څه وئيل غواړي ­ لاكن وئيلى نه شي ­ ولي چي اوس يې ژبه پړسېدلي وه ­ او په خبرو كي يې هغسي تندكونه هم وهلو، لكه كرسټي او ټينا، چي دې وخت دَ يو بل په اّسره دَ ګلونو دَ څانګو غوندي په ټالۍ وهلو كي را رواني وې او په خندا خندا اېله په ما او جېن كي كښي برسېره نه كښېنستې ­

" وار دَ چا دى دَ كارډ غورځولو هان.. ؟ "

ټينا دَ تاش پتي په لاس كي اخيستلو ورسته چي دا وَوئيلو، نو جېن ورته واي ..

" ستا وار خو دى .. راځْه اُتري شه"

لاكن تر اُتري كېدلو ورسته جېن دَ كرسټي په غوږ باندي خله كښېښوله او ورته پُوسكېدلو ورسته په خندا سر شوه ­ او يوكرسټي وه، چي په پټه خله يې ماته داسي راكتل شروع كړو، لكه اوس چي به مي غالَوي زياته ­ ځكه زه هم سم كښېنستم او خپل شاوخوا مي نظر ځغلول لا سم شروع كړى نه وْ ­ چي هغې كرسټي خله وكړه او واي ..

" درځئ .. چي هلته په خوني كي كښېنو، دلته دَ ميوزك شور ډېر زيات دى"

" هو.. زه هم غواړم ، چي اوس له تاسو اجازه واخلم "

او چي زه څنګه پورته شوم ، نو جېن راته واي ..

" لاكن موږ درې څنګه تاش كولى شو؟ "

" ته هم راځه له موږ سره "

ټينا هم ورسره چي خبره خوږه كړه، نو ما به لا اوس بل عذر كولو، چي جېن واي..

" ته خو نر يې .. په دې كي دَ ويرېدلو څه خبره ده؟ "

" وېره.. دَ څه وېره؟ "

زه هم زيژ شوم ، ولي چي پښتون وم ­ او په زړه كي مي وئيلو..

" چي هغوئ په ښځه ځانونو نه وېرېږي ، نو دا زه بياڅله په نره له دې ښځو ځان پېچم؟ "

او ورسره روان شوم دَ لفټ په خوا، چرته چي جېن دَ دريم چهت په بټن ګوته كښېښوله ­ نو مي زړه ته دا خبره راغله ..ګوا

" په مغرب كه دَ خوشالۍ په موقعو باندي خلګ هر"بد" وَ " ښو" ته مونولو دپاره هڅوال ځكه وي ، چي په داسي كولو هغوئ ځانونه دَ هغه موقعې په تندي دَ نه هېرېدونكي ياد په توګه خال كوي "

او زه غلط نه وم ، ولي چي دا دَ ايسټر موقعه وه ­ ځكه خو يې زه وَ ايسټر ته دَ سپېلني غوندي لوګى كول غوښتلم ­

_____

" دَ تاش لوبه ګرانه نه وه ­ ما او فرنچ جېن دَ كرسټي او ټينا مقابله ډېره په مړانه كوله ­ هو، دَ لاسونو څخه غورځول شوي زياتره پتي به ما او زما ملګري جېن ټولَولې ­ زه او كرسټي دَ يو بل په ضد وَ بازۍ ته جوړېدلي خو وْ ­ لاكن ناست بيا هم څنګ په څنګ په هغه پلنګ وْ­ چي يو ځكه نه شو ورباندي كښېنستلى، چي په هغې خوني كي فقط دوې چوكۍ وې او په هغو باندي جېن او ټينا ناستي وې ­ دغه خو وجه وه ، چي دَ وخت سره سره دَ كرسټي دَ سترګو انګلسي چلونو زما او دَ جېن كاميابۍ څوكه څوكه په ماتي كي بدلوله لګيا وه ­

بله خبره دا.. چي جېن كه څه هم انګلش دُښمنه وه ، خو دَ كرسټي او ټينا په حق كي دستبرداري يې زه ډېر حريان او پرېښانه هم كړم ­

په اتهم اپرېل 1996ع باندي سهار اتهه نيمي بجې دَ نارى كولو ورسته ، چي په بس كي څنګه كښېنستلو، نو دَ روني دَ پرله پسې سوالونو په ځواب كي ما دا نكل تېر كړو، نو هغه په كلكه وَخندلو او داني ته يې په خپله ژبي كي ګوره، چي په څنګه څنګه القاباتو وَ ښكنځلم ­ چي داني راته په تريو تندي كتلو ورسته راته وئيلو..

" هلته په دريم فلور باندي خو زموږ خونه هم وه، ولي تا موږ هېر كړي وْ څه ...؟ چي دَ حال راكولو زحمت دي هم نه وَكړو"

او ښه پوهېدمه ، چي روني هم خفه وْ او په هري خبري كي يې لغازونه دَ بې وفائي راكولو­ خو ما اوس څه كولى شو­ ځكه مي وَميرنا ته غوږ وَنيولو، چي دَ نيس ښار په Mini Tour كي يې وئيلو..

" نيس ښار چي كه څه هم په ځان كي دننه سوړ او له سكونه ډك ژوند نغاړلى لري ، خو دلته خلګ له خپلو اشنايانو سره ځكه راځي، چي وئيل كېږي دلته زړونه ميني ته څه ، چي مينه زړونو ته تخنول كوي"

مخته په يو څو زړَو ودانيانو باندي شاوخوا راګرځېدلو ورسته دَ رشئين اّرتهوډاكس كېتهاډرل دننه او دباندي كتلو سره سم موږ ماټيسي ميوزيم په خوا هم ورَغلو­ لاكن دننه دَ ايسټر دَ چټهيانو او دَ لوي دروازې سره يې تعميري كار له سوبه چي موږ ورته دننه نه پرېښولو، نو دَ كاسموس دَ بس مخه دَ سټي سېنټر په لور شوه ­ چرته چي كه څه هم زياتره شاپنګ سېنټران بند وْ، خو دَ پرون دَ ماښام په مقابله كي دې وخت دَ خلګو رش زيات وْ­ او خاص خبره مي دا هم تر سترګو شوله، چي بُك سټالونه دلته دَ دې چټهيانو پرته هم خلاس وْ او دَ ميرنا له قوله فرنچ باذوقه خلګ دي ­ لاكن په دې دوكانونو كي چي څومره كتابونه هم دي ، په هغو كي تر 90 هم زيات فيصده دَ فرنچ ژبي ليدل كېږي ­ هم دغه خو وجه ده، چي په فرانس كي كه سېلانيان چرته بېخي نه ليدل كېږي ، نو هغه دا دَ كتابونو دوكانونه دي ­

دَ دوْ ګنټهو په دې سټي ټوْر كي دَ نيس ښكلاګاني لوټلو ورسته چي بس دَ نيس څخه ښه مخته دَ يو سُرنګ دننه ورچپېدلو، نوميرنا دَ يُوهو كولو ورسته وئيلو..

" ښه حال راكړئ .. څنګه وه دَ نيس شپه ؟ "

يو وار مي لا ورته وئيلو، چي

" چي وه خو ښه لاكن ..."

او بيا مي ځان ځكه ورباندي واچوَلو، چي دې وخت زما شاوخواته زياتره ملګري داسي په خوند ويده وْ ، لكه هغوئ چي هم ... ځكه خو ما دَ برايه دَ ويښو سترګو خوب په سمون " دَ نيس شپه ، زه او يادونه" نامي نظم مي هم سوچ كول پئيل كړى وْ ­

_____

دولس بجې خواته دَ دوْ غرونو په منځ كي دَ تېرېدلو په وخت چي مي څنګه سترګي له خوبه راخلاسي شولې، نو ګورم .. چي په بس كي زياتره ملګري له خوبه يوې بلي خواته ځنګېدلو او داسي راته په زړه كي راغلو، لكه دا هر ملګرى چي برايه شپه په ويښه تېره كړي وي ­ ځكه چي ميرنا دې وخت وئيلو، چي

" دَ نيس سيمه كه څه هم ښكاره ژوند له موسم سره سم سوړ مونَوي ، خو وئيل كېږي، چي دلته زړونه دَ ميني كولو دپاره كم ، بلكې مينه خپله زړونه ښكار كوي ­ هغه څنګه؟ دَ دې خبري ځواب تش هغه كس وركولى شي ، چي ورسره مخامخ شوى وي"

دا خبري چي يې كولې، نو زه غل غل كېدم او داني هم په بيا بيا ګوره چي څله راكتلو؟

يوې بجې خواته ، چي موږ دَ Cannes په ښار كي پېښه كوله، نو ميرنا دَ هغه ښار په حقله داسي وئيلو..

" دَ خوشبويانو هېواد فرانس نور كه هرڅه هرڅه دى، خو دَ هالي وُډ دَ اداكارانو دپاره په كي دَ دې كانز لوى اهميت په دې وجه دى، چي دلته اكثره په سمرټائم كي فلمي مېلې څه ، چي كله كله دَ اّسكر اېوارډ تقريبات هم لمانځل كېږي ­ ګوا دا دَ فلمي مخلوق دَ خوښي ښار دى ­ نو ځكه دَ دغو مېلو په وخت دلته په هوټلانو كي خوني څه، چي په پاركونو كي لا خلګ دَ سرلګولو ځاى نه شي پيدا كولى"

كانز ښار دَ بحيره روم په څنډه مېښته دى، روډونه يې تنګ او دَ خلګو بېخي زيات رش دى په كي ­ لاكن دَ دې پرته هم دا ښار صفا او دَ ټريفك جام ډېر زيات مسائل نه لري ­ دَ ژېړ لمر په وړانګو كي تر نورو خلګو زياتي ځواني جوړې ، چي لاسونه يې دَ يو بل تر ملا جارباسلي وي هر لورليدل كېږي ­ ګوا دا ښار دَ سېل دپاره ښه ګڼل كېږي ­ نو ځكه يو نيم منظر دَ فرنچ كيسنګ هم كله كله تر سترګو شي ­

" دلته په دې رش كي دَ فرنچ خلګو دَ خوى او بُود او ځان سره سره دَ بل دَ احترام كولو روئې له سېلانيانو څخه ځكه نه شي پُټېدلى ­ چي په فټ پاتهونو باندي .. چي څنګه له يوه څخه ځان ژغورې ، نو بل په اوږه وهلى يې ­ ګوا دومره رش دى دلته "

ميرنا دا خبري چي وكړې، نو بس هم دَ پېلس اّف فلم فيسټيول دَ ماڼۍ مخته په پاركنګ ائيريا كي برېك وَلګولو­ او موږ دَ چكر او دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړلو دپاره خوشي كړل شولو ­

_____

دلته په كانز كي دَ ښكلو او جديدو ماڼيانو او ودانيانو، وړو پاركونو، ځاى په ځاى دَ اوپن ائير كېفو او رېسټورېنټونو سترګو ته سكون كه بخښلو، نو زړونه يې بېكراره كولو هم ځكه، چي په دې ښار كي يوې بلي خواته ګرځېدونكي خلګ هم ډېر ښكلي برېښي ­ دا ښار دَ شنه او صفا سمندر په ځۍ باندي پروت بيچ سټي ښكاره كېدلو ­ ولي، چي يو نيم مست يا مسته دَ ځوانۍ په زور كي په نيكر او سوئمنګ كاسټيوم كي هم داسي په اّزادۍ ګرځي ، لكه دا چي ښار نه .. دَ سمندر هغه غاړه وي ، چي ژېړبخون رېت يې سړى په كي رغړېدلو ته مجبوره كوي ­

په يو اوپن رېسټورېنټ كي ژر ژر يو برګر خوړَلو او ور پسې پېپسي بوتل په غاړه اړَولو سم دستي دَ دې ښار په فټ پاتهونو يو خواته ورچپ شوم ­ نن چي دَ مطالعې په سمه ما له چا او چا سره هم خبري كولې، هغه كه ښځه وه اوكه سړى ، ډېر خوش طبعيته وْ ­ ځكه خو مي په كم وخت كي دَ فرانسويانو په حقله داسي رائې هم جوړه شوه ­ ګوا

" كه څه هم دا خلګ تر انګرېزانو ډېر اّزاد خياله او دَ شرم تر هانده يې ښځي په ساحلونو باندي بدنونه ښكاره كوي ­ خو بلي خواته دا غاوره خلګ له هغو مسافرانو سره ډېر په مينه خبري كوي ، چي دَ هغوئ دَ ژبي او ژوند كولو طور طريقو ته په ښه سترګه ګوري ­ په زړونو باندي ښه دا انسانان چي خاندي ، نو له زړه خاندي ... نه چي دَ اتالويانو او دَ انګلسيانو په رنګه داړي تش دَ وخت تېرَولو او بل تر ځان تېرَولو دپاره وازَوي ­ لاكن په زړه كي يې غاښونه كرلي وي"

له ځان سره چي مي دا خبري كولې، نو دَ كانز سمندر په څنډه دې وخت دَ يو څو Topless سرو پېغلو تر ميان مي په لوري اوګرېك او لوري ويوار، چي مور او لور وې هم تر سترګو شولې ­ چا چي له شنو اوبو سره لوبي كولې، لاكن هغوئ جامې په تن درلودلې ­

" شوق شوق .. لُوك اېټ دېم"

لوري ويوار زما پام دَ هغو لُوڅ تيانو ښځو په لور اړَولو ورسته زما په لور رامنډه كړه او دَ هېلو هائى كولو ورسته واي ..

" ستا په هېواد كي هم دَ سمندر په غاړو باندي داسي كوي ښځي؟ "

دَ ځواب په ځاى مي ورته وَخندلو او تش مي دومره ورته وَوئيلو..

" دا نو اوس كوم داسي دَ كمال كار دى؟ "

" ښه ښه .. نو ستاسو په هېواد كي ښځي تر دې لاهم اّزادي انجواى كوي ­ ستا مطلب دا دى ؟ "

يو وار مي لا ورته وئيلو، چي زما په هېواد كي دَ ښځي په لور لا كتل هم كله كله جرم ګڼلى شي ­ چرته په سمندرونو كي داسي په سوئمنګ كاسټيوم كي په لُوڅو تيانو لمبېدل .. خو بيا مي هم ورته وئيلو..

" اسلام دَ داسي بې حيايي څخه دَ ښځي څه، چي دَ نر دپاره هم ممانعت كړى دى ­"

" ممانعت ، داسي ولي ..؟ "

له دغه سوال څخه موږ درې واړو بيرته دَ بس په لور تلونكي درسته لاره په ګرما ګرم بحث كي لنډه كړه ­ او بيا چي تر بس پوري رسېدلو، نو لوري اوګريك واي ..

" په دې ټاپك باندي به بيا خبري كوْ "

_____

او بيا چي څنګه بس مخته روان شو، نو مي دَ دې مغرب او دَ مشرق دَ ښځو په حقله ډېر سوچونه وكړو­ كله به مي دَ مشرق ښځه ورڅخه په تول درنه كړه او كله به مي دَ مغرب ښځه ورڅخه مخته وتي او دَ نرانو په سترګو كي په ډېرو حوالو درنه يا بېخي ډېره مانده وَګڼله ­ لنډه دا، چي دَ كانز له اوور برجونو لاندي مخته وتلو په وخت ميرنا وئيلو..

" دا خلګ هر وخت دَ نورو سره دَ مقابلې په موډ كي برېښي او ځانونه يې هم كم او مانده نه خوښېږي"

او بيا يې يو دم دا خبره هلته اېله كړه ، چي دَ يو ښائيسته او غټ هوټل په لور يې اشاره كولو ورسته وئيلو..

" دا ګورئ Hotel Cailton ، چرته چي دَ فلمي مېلې په وخت دَ هالي وُډ اداكاران اوسېدل كوي"

موږ لا دَ هغه هوټل په لور كتلو، چي بالا زموږ په سرونو يو ګلائيډر په هوا كي الوتلو، نو موږ له كانز ښار څخه ښه ډېر ختلي وْ­ او زموږ مخه دَ مارسيلي نامي ټاوْن په خوا وه ­ او بس په موټروې باندي ډېر په تېزۍ رهي وْ­ دلته مځكه هواره وه او تر ليري ليري پوري علاقه ښكاره كېدله ­ خو هلته بېخي ليري دَ يو هسك غره په سر باندي جوړ چرچ په خوا زموږ پام اړَولو ورسته ميرنا وئيلو..

" دَ غره په سر جوړ هغه چرچ دَ دويم جنګ عظيم په ورسته هغې مور دَ خپل منت منلو ورسته جوړ كړى وْ، چي په جنګ تللي څلور واړه زامن يې كور ته په خېريت راغلي وْ "

دې چرچ ته "دَ مور مينه" وئيل په كار دي ­ دا چي مي له ځان سره څنګه وئيلو، نو ميرنا اعلان وكړو..

" ملګرو! په Avignon ښار كي هم دَ شپې ژوند تود دى ­ لاكن دومره هم تود نه ، چي څوك وَسېځي ­ بلكې له تودښت څخه زما مطلب له هغو زړخوښيانو څخه دى ­ چي دَ نورو ملكونو مسافران ورباندي خوند په دې وجه اخيستلى شي ، چي دلته دَ كلچرل شو او په شو كي فرنچ ډانس، چي په يوه ګيړدكه كي يې ښځي او نرينه لاس په لاس او اوږه په اوږه كوي .. خو ډېر خوند كوي ­"

دا خبري چي يې لا سرته نه وې رسېدلي، چي Avignon په ښار كي دَ لېدرسېنټر، چي Cur Centre نومېدلو مخته تېرېدلو ورسته موږ اوس په زړې علاقې كي په تنګو روډونو باندي مخته روان وْ لګيا وْ ­ مخته وَ كيڼ لاس ته ګرځېدلو ورسته چي دَ يوې ډېري زړې كلا، چي بېخي پنډ پنډ دېوالونه يې وْ سره سره دَ واچ ټاوْر څخه مخته تللو ورسته موږ دَ هوټل فينوټل مخته له بس څخه كښته شولو­ چرته چي نن شپه زموږ استوګنه وه ­

" زه خو دا ښار ګورم ، اوس لا لمر پټ شوى نه دى "

نو ځكه چي څنګه په خوني كي سم په كټ نه وم غزېدلى، چي بيرته راپورته شوم او له هوټل څخه دباندي وَوتم ­ بيا زه وم او زوړ ايوګنان ټاوْن، چي له پنډو پنډو او توربخونو دېوالونوشاوخوا يې ګرځېدلو ورسته يو وخت چي له غټي دروازې څخه ورننوتم ، نو ګورم ، چي هلته په دې غټي كلا كي يوې بلي خواته واړه دوكانونه جوړ وْ ­ زما په چپه هم ځيني نور غېرملكيان هلته دَ بندو او خلاسو وړو او زړو دوكانونو مخته په سېل وتي وْ ­ دلته داسي ښكاره كېدلو، لكه زه چي دَ يو زاړه انګلش فلم په يو ښكلي منظر كي ورننوتى وم ­ ځكه خو مي ځان په كي په ګرځلاوْ ښه ډېر چي ستړى كړو­ نو دَ ماښام دَ تيارو له خپرېدلو سره سم په يو ښائيسته كېفې چي Basserries نومېدله ، كي ورننوتم او هلته مي پرله پسې دوه سګرېټونه څكولو ورسته ، چي دَ جوس ګلاس په مېز ږدلو، نو هغه ځوان ، چي زما مخامخ له يوې چټي پېغلي سره ناست وْ او له ډېره وخته يې راته كتلو هم راته واي ..

" ته يوازي يې؟ "

" هو، ولي بد خو نه ښكارم ؟ "

ما هم په خندا چي داسي ځواب وربيا كړو، نو هغه واي ..

" نو په دې كي شك نه شته ، چي ته بدقسمته يې "

او بيا يې لاس په خپل اشنا وراچولو ورسته له هغې دَ نرۍ مچي اخيستلو ورسته وئيلو..

" دا ګوره .. زه دَ وېرونيكا ژوند يم او دا زما"

او بيا يې په شونډو ورته خله چي كښېښوله .. نو زه ولاړ شوم ، ولي چي ماته يې په داسي يو دم فرېنكنس كي بلا وهمونه را څرمه كړواو پورته شوم ­

" دوسته! ته روان يې .. خفه خو نه شوې؟ "

او مخته يې ځكه نور څه نه وئيلو، چي هغې انجلۍ ماته په برګو باندي راكتلو ورسته هغه ځوان بيرته په خپلو شُونډو زبېښلواخته كړو ­ خود په دې نيت ، چي په ما يې لكه سپاى را وَ كشكاري ­ نو ځكه ما هم په كاوْنټر باندي پيسې وركولو ورسته چي دَ كېفې څخه ګام دباندي كښېښولو، نو پښي مې څلور كرې ­ خو بيا بيا مي شاته ځكه كتلو، چي تر ليري ليري پوري زما په چپه بل هيڅوك هم نه وْ ­ او ما نه غوښتلو، چي بيا لُوټ شم ­

" دَ غم مطالعه دي شه شوقه! خو كله كله دي سر هم په خطره كي شي"

ځانته مي په ټوله لاره ګوتي نيولې او داسي رنګه زړَورتيا مي دَ ځان په حق كي ښه نه ګڼله ­ خو بيا چي دَ هغې لوي زړې كلا له لوي دروازې څخه دباندي وَ وتم، نو تر هوټله پوري مي زړه دَ حلق ژبه ښكلوله او واهمېدمه ... چي تر څو هوټل ته نه وم رسېدلى ­ ولي چي ما په هر تور كونج كي سوري هم ليدلو ­ او يا په خپل تعاقب كي داسي سړيانْ ، چي بڼي يې نه درلودلې ­ هو كه څه هم حقه دا وه ، چي هلته هيڅ هم نه وْ ­ بس دا زما وېره وه او يا دَ وېري احساس ­

_____

په نهم اپرېل 1996ع باندي دَ سهار نارى كولو ورسته دَ ايوګنان ښار څخه دَ كاسموس كاروان مخته رهي شولو ­ او په نه ساعت كي بيا موږ هغه ښار شاته پرېښى وْ ­ اوس په ځنګلي سيمه كي مخته په موټروې باندي روان وْ­ دَ ټاوْنونو پرته ځاى په ځاى دَ ګڼو ونو باغونه هم دَ روډ په دواړو ځئيو باندي شاته پاته كېدلو او څه مخته دَ دوْ غرونو تر منځ تړل شوي ګال نامي يو غټ بند مخي ته راغلو­ چي دولس دروازې يې دَ اوبو دَ تقسيم دپاره لرلې ­ او دَ ميرنا په قول دَ تاريخ يوه نخښه يادېږي مخي ته دَ لس منټه سټاپ كولو ورسته چي موږ په موټروې نمبر A-9 باندي روان وْ­ نو زموږ ښي لاس ته Nimes نامي ښار شاته پاته شو­ دا هغه علاقه وه، چي چرته يې يو كچه روډ هم له دې موټروي سره سم مخته تللو ­ پخَوي يا ورانوي يې ځكه نه ، چي دَ اسكارټ له قوله .. هغه دوه زره كاله پخوا په رومن عهد كي جوړ شوى وْ­

څنګه څنګه چي مخته ځنګلي سيمه تمامېدله، نو دَ تكو شنو وشو ډكي پورته كښته مځكو سلسله تر ليري ليري پوري برېښېدله ­ او موږ دَ ګهړۍ له ستنو سره سم مخته رهي وْ­ ګوا چي كله دَ غرمې لس بجې شوې ، نو موږ دَ Montpellier نامي غټ ټاوْن څخه مخته چي وتلو، او ميرنا دا خبره كوله، چي

" فرنچ په قانون ماتَولو او قانون منلو كي ساري نه لري ­ ګوا دَ وخت سره تګ فرنچ تر ټولو ښه كولى شي"

" هو، ما هم داسي اورېدلي دي"

له ماسره په څنګ كي ناستي زړې اّسټرېلين ښځي اېډنا بريل يې هم دَ خبرو تصديق وكړو­ ګوا دې وخت له Beziers نامي ټاوْن سره په موټروې باندي دَ ټال پلازې څخه څه دَ مخه اېكسيډنټ له سوبه چي دَ يو څو منټه دپاره ودرېدلو­ نو په هغه بورډ مي سترګې وَ نښتلې، چي دَ سپېن بارډر يې فقط 58 ميله ښئگيلو ­ غرض دا، چي پاوْ كم دولس بجې له Nerbonne ټاوْن څخه چي دَ سپېن دَ بارډر په لور روان وْ، نو بحېره روم زموږ كيڼ لاس ته له موږ سره سره له مستو څپو سره روان وْ ­ او ځاى په ځاى مي له هغو مستو څپو سره په لوبو بوخت څو سړي او ښځي هم تر سترګو شولې ­

" هغه مخامخ چي تاسو كوم غرونه وينئ ، هغه دَ فرانس او سپېن بارډر دى او بل دا، چي دا سمندر به په سپېن كي هم له موږ سره دغسي ملګري كوي"

خبره يې لا سمه ختمه شوي نه وه ، چي زموږ بس بيا دَPerpignan او له Village Catatn څخه تېرېدلو ورسته دَ فرانس او سپېن بارډر مخي ته ولاړ وْ ­ دلته چي ماته كومه خبره په لومړي ځل وَ زړه ته را وَ لوېدله ...هغه دا وه ، ګوا

" دا به وَ منم ، چي سپېن دَ عربيانو دَ سلاوْ كلونو دَ قبضې ورسته هم وتل ك ځانته يو مهم سوال دى ، خو ژواكي اثر به يې نو خود تر اوسه څه پاته وي ؟ څنګه او په كومو كومو بڼو كي؟ "

لاكن ځواب يې له دې ځايه دَ زميني واټنونو په شمېر لا بېخي ځكه ليري وْ ، چي تر اوسه پوري خو مي دوه هسپانيان هم لا نه وْ مخي ته راغلي ­

*****


دَ خوبولو سترګو ويښ ښار

" يُوهو.. خوږو سېلانيانو! زه تاسو ته دَ كاسموس ټوْرنګ كمپنۍ له خوا په سپېن كي ښه راغلى وايم"

په نهم اپرېل كال 1996ع باندي پاوْ كم يوه بجه ماڅپښين ، چي دَ كاسموس بس دَ فرانس له خوا وَ سپېن ته پېښه وكړه، نو دَ دې هېواد دَ شنو پالېزونو، سمندري غاړو، غرونو او ځنګلونو په ځاى اسكارټ ميرنا په خپل زړه تنخنونكي ژغ كي چي څنګه موږ ته هركلى كولو ­ نو په بس كي ناستو 43 نړۍ وال ټوْرسټانو ، كه څه هم په پټه خله باندي سترګي يوې بلي خواته غړَولې، خو هلته مخته ناست ځوان او سمارټ اّسټرېلين ملګري اېډرين واي ..

" زه خوشبخته يم چي سپېن ته وردننه شوم"

" ولي چي دا هېواد دَ ډرټي سېكس له سوبه شهرت لري"

ورسره ناستي ګرل فرېنډ وېلينا چي يې له خبري سره دا خبره څنګه وَتړله ، نو په بس كي يو نيم كس ورباندي وَخندلو، خو دَ شا له خوا دَ روني ژغ داسي راپورته شو­

" بيا خو، نو دَ توشي مزې دي"

توشي، چي بېخي مخته په يو چوكۍ ناست وْ، په ځاى دَ خفګان ، په خندا ډكه خله كه څه هم بيا بيا وَځواب ته جوړَوله ­ خو هيچا ځكه نه اورېدلو، چي هر چا خندلو لګيا وْ­

" په سپېن كي هرڅه په خپل ځاى ، لاكن تاريخي اهميت يې دَ نه هېرېدلو وَړ دى"

خندا ګاني چي څنګه كراري شوې، نو اېس ­ ټي­ باكسواله ولاړېدلو ورسته داسي خبره څه وكړه، چي هلته په دې بل اړخ كي له چوكۍ زوړ ويلئيم هم پورته شو اوپه خندا كي واي ..

" تاريخي زړخوښياني يې ما او تاته دي .. دې ځوانانو ته نه ، ولي چي ځوانان خو.. "

" .. دَ زړه خوشاله كولو سامان هم غواړي ، هان ستا دا مطلب دى؟ "

ميرنا يې خبري سره خبره تړلو ورسته كه ملګرو ته يو څو نوري كړيكي دَ خندا وَ سپارلې ، خو بيا يې مخته دَ سپېن په حقله داسي توري هم له خلې څخه وتلو ..

" په سپېن كي دَ تاريخي اّثارو په چپه په تېرو شلو كالونو كي دَ ټوْرزم صنعت ډېر پر مختګ كړى دى ­ ګوا بلا بلا ځايونه او زړخوښياني يې غوره كړي دي ­ لاكن بيا هم سپېن په درې شيانو كي ډېر شهرت لري ­ لكه ډرټي سېكس ، بُل فائېنګ او ډانسنګ دا هېواد له نورو هېوادونو ځانګړى كوي "

ميرنا چي چپ شوه ، نو ډېني هاوْ پورته شو او واي ..

" ميرنا! تا خو دا هم پرون ماته وئيلي وْ، چي دلته ګنډكپي هم زياته كېږي "

" خو، دَ اټلي په مقابله كي كمه او له غټو ښارونو په چپه په نورو علاقو كي نه ­ ولي، چي دَ سپېن خلګ اغيارو ته ډېر احترام لري"

ميرنا دَ ډېني هاوْ دَ سوال په ځواب كي دومره وئيلو ورسته مخته خپله خبره داسي كښ كړه..

" هېواد سپېن، چي رقبه يې 504782 مربع كلوميټره ده او قريبًا له 40 څه بالا ملينه خلګ په كي مېښته دي ­ له اصله دا هېواد دَ يو غټ ټاپو په رنګه دى ­ په مشرق او جنوب كي بحېره روم Mediterranian Sea او په شمال مغرب او شمال جنوب كي بحيره اوقيانوس Atlantic Ocean لري ­ دا دَ سمندرونو په منځ كي سېنډويچ شوى هېواد، چي دارالحكومت يې مېډرډ دى ­ خو دَ بارسلونا، سېولي، زاراګوسا، ملاګا او بيلباوْ رنګه ښارونه يې غټ او نړۍ والي تقاضې پورا كوي"

دې وخت موږ په داسي سيمه كي مخته روان وْ، چي خاوره يې سوربخونه وه او ځنګل وار په وار ګڼېدلو لګيا وْ ­ دَ يوه واړه ټاوْن سره په څنګ كي تېرېدلو په وخت ميرنا وئيلو..

" دا هغه هېواد دى ، چي مسلمانانو(عربيانو) ورباندي په كال 711ع كي قبضه كړي وه او بيا تر كال 1492ع پوري ورباندي قابض پاته شول ­ خو دَ دې هېواد زوړ رومن كلتور او ژبه يې نه كړه بدله"

" په دې كي دَ حېرانېدلو خبره نه شته ­ عربيانو نو كله داسي كارونه كولو­ ګوره چي هغه وخت يې څه كولو؟ اوس خوهغوئ بس يو كار كولى شي او هغه دى زړه خوشالَول او بس"

دَ ميرنا دَ خبرو سره مي دا خبري هم په خپله خله په كېسټ كي چي څنګه څپ كولي ، نو راسره څنګ كي ناستي زړې اېډنا بريل راته كتلو ورسته پوښتنه وكړه ­

" تا څه وئيلو؟ ما سم واورېدو نه"

هغې داسي وَ سنجَولو، لكه ما چي له هغې سره خبره كړي وي ­ لاكن بيا مي هم داسي ورته وَوئيلو..

" ما وئيلو، چي په دې سپېن كي دَ عربيانو دَ دورحكومت په حقله ستا څخه خيال دى؟ "

هغې وئيلو..

" دَ عربيانو حكومت ښه وْ كه بد، خبره دا نه ده ­ بلكې موږ ته دا كتل په كار دي ­ چي هغوئ څومره دَ دې ځاى دَ خلګو په رسمونو او روئيو باندي اثراندز شوي دي؟ "

هو.. دا هغه خبره هغه خبره وه، چي لږ ساعت مخكي ما سوچ كوله ­ ځكه خو مي ورسره وَهم منله او بيا ما او اېډنابريل دَ مسلمانانو له تاريخي فتوحاتو څخه دَ هغوئ تر ماتي او نن مانده تول پوري خبرو ته دوام وركړو­ كه څه هم ما يې په حق كي ښې ډېري خبري وكړې ، خو هغې دا يوه خبره په وار وار داسي كوله ­ ګوا

" څومره چي دَ مسلمانانو تاريخ سنهري بابونه لري ، هغومره يي نن ماتي په برخه ده ­ څله؟ دا سوال ځواب غواړي "

او ما يې هم ځواب ځكه نه شو كولى، چي كه څه هم هغه عيسائي وه ­ لاكن په خبري كي يې وزن درلودلو­ بل ما هم دا نه شو ورته وئيلى، چي

" مسلمانان ملامت هم نه دي ، هغوئ پرون وَ دُښمن ته دُښمن په نظر نه وْ كتلي ­ او بل دُښمنانودَ سائنسي تقاضو په سمه ژوند كولو سره سره دَ مسلمانانو دَ زور ماتَولو دپاره جنګي سازوسامان جوړَولو، خو په بدل كي يې هغوئ شپه او ورځ موسواك لګولو­ اوس لازمي خبره ده، چي بمونه خو په موسواكو نه راګرځي ­ ځكه يې ماته مقدر شوله ­ مطلب دا ، چي عبادت پخ خپل ځاى ، خو دُښمن ته له تياري سره ملا تړل هم كُفر نه ، بكې دَ ثواب كار دى ­ او له دې ثواب څخه مراد پرمختګ هم دى "

ما به لا كېدلى شو ، چي نور نور دَ حق دَ لاري په بې لارو خلګو ماتم كړى وى ، كه ميرنا دَ الحمرا په حقله داسي نه وْ وئيلي ..

" الحمرا، چي دَ غرناطه دَ يوې غونډۍ په لمن كي دَ اسلامي تعميراتو دَ ورستۍ نخښي په توګه چي په كي شاهي محل او شاهي كورونو هم ورګډ دي ، نن هم تاريخي اهميت لري ­ منم چي ځيني نور ماجتونه هم شته، خو دَ الحمرا په سر ځكه نه دي ، چي دې الحمرا ته باقاعده دَ تاريخي ورثې حېثيت وركړل شوى دى "

كه څه هم هغې مخته هيڅ هم وَنه وئيلو، خو ما داسي وَسنجولو، لكه هغه چي واي ..

" په سپېن كي عربيانو ته ماته وركولو دَ پاره عيسايانوتر طاقت زيات هغه هسپانۍ پېغلي په كار راويستي وې، چي زړونه تخنولو او روحونه موسولو سره سره بدنونه ټكورَولو كي يې سارى نه درلودلو­ ولي چي دا هغه وسله ده ، چي دُښمنان تر اوسه لا پرې مسلمانانو ته په نړۍ كي ماته هر چرته وركوي لګيا دي ­ او مسلمانان هم دومره ساده دي ، چي په دې اړه يې ځانونه تر غازيتوبه ، په شهادت خوښ شي او شهيدېږي .. ګارېږي لكه پښتانه"

دا خبري چي مي په زړه را ورېدلې، نو بس دَ فيګوراس نامي ټاوْن په تنګو روډونو كي جوړ يوه رېسټورېنټ مخته برېكونه ونيولو او موږ ټول ملګري دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړلو په نيت دَ سپېن په خاوره لومړى ګام كښېښولو­

" دا ګوره .. ټول تاته مونېږي او ښائسته هم دي"

په رېسټورېنټ كي دَ روني او داني سره په ګډه يو مېز شاوخوا چي لا سم نه وْ كښېنستو ، چي په اوږو راته تر شا اېډنا بريل سينه ږدلو ورسته هلته ولاړو څو هسپانيانو په خوا ګوته نيولو سره سم چي دا خبره وكړه، نو تر ما له مخه روني ورته خبره داسي بيا كړه ­

" هو، ښائيسته به ولي نه وي ، چي په هغوئ كي دَ شوق دَ ورنيكه ګونو وينه ورګډه شوي ده"

" لاكن زه خو عربۍ نه يم"

" مسلمان خو يې"

" هر مسلمان خو عربۍ هم نه وي"

" وي كه نه ، دي خو يو شان او موږ يې يو ګڼو هم"

زما او دَ روني تر منځه چي مقالمه تر دې ځايه راورسېدله ، نو داني راوَدانګلو او خبره يې په بله اړَولو په نيت له ما پوښتنه وكړه ­

" شوقه! دا اېډنابريل هم ماته .."

او بيا يې خبره په اشارو كي يوې بلي خواته داسي يوړه، چي مخته زموږ درې سره ملګرو خلې له خندا بيرته نه راټولېدې ­ هم ځكه خو ميرنا او دانيال هم ځانونه را وَرسولو او خبري لا نوري هم دَ هسپانيانو دَ ښائيست څخه دَ هغو دَ بُل فائټنګ تر نفساتي حاجتونو پوري وَرسېدلې ­ ولي چي دَ ميرنا په قول دا خلګ نيمانيم كار نه خوښوي ، ګوا په هر څه كي انتهاپرسته دي ­ كه څه هغه كار ښه وي او يا بد ­

_____

" دَ سپېن كرنسي پيسيتا (Peseta) نومېږي ­ خو خيال كوئ ، چي ګنډكپان مو له پيسيتا خلاس نه كړي ­ دلته هم ګنډكپان لكه مخكي چي ما درته وَوئيلو زيات دي او زياتره دَ كوچۍ انجونو(جپسي ګرلز) په شكل كي ­ ګوا چي كله هم دَ پيپ شو او سېنما يا سېكس شاپ په شاوخوا كي ګرځئ ، نو خيال كوئ له خپلو پرسونو او جېبونو سره"

دَ غرمې ډوډۍ ماڅپښين خواته خوړَلو ورسته ، چي بس څنګه روان شو، نو ميرنا دا خبري وكړې ­ او له دانيال سره په خپله ژبه ژغېدلو ورسته واي ..

" په سپېن كي اّئيني باچهي ده ­ پوليس ډېره مرسته كوي ­ لاكن دلته څوك دوه توري انګلسۍ نه شي وئيلى ­ او نه ورباندي پوهېږي "

او بيا يې دا يو څو توري په هسپانۍ ژبه كي له ماناوْ سره داسي راته تېر كړلو ­

" Please دَپاره "پرساور" سېنډويچ ته Ocogillo او Beer ته "سروېسا" توري په كار راولي شئ "

" تر دې خو ښه دا دي ، چي دَ اشارو په ژبه ورسره خبري وكړو، څنګه شوقه! "

" هو، دا به ښه خبره وي ، ولي چي اشارې لا دَ انسانانو تر منځه تر ډېره هانده يو رقم دي"

ما چي دَ اېډنابريل دَ خبري سره خبره داسي تړله ، نو په ځنګلي سيمي كي دې وخت بس دَ ټال پلازې مخي ته برېكونه دَ ټېكس وركولو په نيت وهلو لګيا وْ ­

پاوْبالا درې بجې خواته دَ غټو غټو پلونو لاندي تېرېدلو سره سره موږ دَ لوبو په اړه ډېر مشهوره او دَ سپېن زړه بارسلونا ښار ته وردننه كېدلو­ او دې وخت يې موږ په صنعتي علاقه كي مخته روان وْ­ دا ښار هم په لوړو ژورو كي جوړ تر ليري ليري پوري خور وور ښار دى ، چي دَ وړو غټو او هسكو جديدو پلازو سرونه هر لور سترګي په كتلو پارَوي ­ يو ځاى په يو غټ بورډ باندي داسي ليكل شوي وْ ­

"Benviguts A Barcelona "

چي خود به يې مطلب بارسلونا ته له هركلي څخه وْ ­ لنډه دا، چي ښه مخته دَ اولمپك سټېډيم ، چي په كال 1992ع كي دَ اولمپك لوبي په كي شوي وې څخه په ښي لاس ګرځېدلو، نو هغه سټېډيم راته په دوْ غټو برجونو كي وېښل شوى وَبرېښېدو ­ نه دا، بلكې دواړو اړخونو ته يې دوې غټي پلازې هم ولاړي وې ­

له اولمپك سټېډيم څخه څه مخته يو وخت چي بس كيڼ لاس ته ورچپ شو، نو روډونه وار په وار تنګېدلو لګيا وْ ­ او هر روډ دَ يوې خوا وَ ټرېفك ته خلاس وْ­ په يو چوك ، چرته چي ډېري زياتي مجسمې لګول شوي وې څخه مخته وتلو ورسته په وړو سړكونو باندي اّخير پاى دَ بارسلونا بېخي مشهوره بازار رامبلاس ته ورسېدلو­

رامبلاس سټريټ ، چي دويم سر يې هلته دَ سمندرتر څنډي او اولمپك سټېډيم په خوا كي يو پلې لېنډ چي Mont Juic نومېږي ته رسېږي كي ښه مخته تللو ورسته دَ اورينټ هوټل مخي ته ودرېدلو، چرته چي زموږ دپاره دَ استوګني اهتمام شوى وْ ­

_____

" دَ سترګو ښائيست څه دى ؟ يا دَ تورو زُلفو او پېغلتوب قدر څه دى؟ او څنګه دَ خُمار په اثردَ سېلانيانو جېبونه څنډل كېږي ؟

دا هغه سوالونه وْ، چي ځوابونه يې تش هغو هسپانيانو پېغلو درلودلو، چي په رامبلاس سټريټ كي ما دَ سترګو وړاندي دَ نه منلو تر هانده ليدلې ­ په اروپا كي دَ مشرقي حُسن خوند اوخوبوَلى ښائيست له هر سېلاني څخه شاعر جوړَوي .. چرته بيا شاعر، چي ځان او زړه يې ورباندي لوګى كېدو ته څكېدنه كوي ­ او زه خو هم شاعر وم، ځكه مي كه هرڅو زړه قابو كولو، خو دا خارمړى نه تم كېدلو او هري ښكلا پسې يې وردانګلو ظالم ­

دَ رامبلاس په منځني پراخ فټ پاتهـ ، چرته چي تر ليري ليري پوري سټالونه لګېدلي وْ پرته اّرټسټانو دَ سېلانيانو څېرې په كاغذونو باندي ډېري په هنر او خوږو موسكاګانو نقل كولي ­ ځكه خو ما هم دَ خپلي څېرې عكس دَ يوي ښائيسته او چټي پېغلي اّرټسټي، چي مارسېلا ډيخا نومېدله دَ تور چاك په كومك په لس يا پنځلس منټه كي دننه دننه په سپين كاغذ واړولم ( دا هغه تصوير دى ، چي دَ "اووه ګامه مزل" په بېك ټائيټل باندي چاپ دى) ­

دَ خپلي څېرې نقش نقش دَ وخت له قيده اّزادولو ورسته مي غوښتلو، چي په دې دريابي رش كي ځان نور نور ډوب كړم ­ ولي چي ماته كه څه هم ځان تراوسه انسان ښكاره كېدلو، خو دا رامبلاس سټريټ راته دَ پرستان هغه ګودر برېښېدلو، چي هسپانۍ پېغلي په كي دَ شاپېريانو غوندي يوې بلي خواته ګرځېدلې ­

"دَ هسپانيانومازيګرى څله ډېر خوښېږي؟ "

دا هغه سوال دى ، چي زما په خيال چي دَ زياترو سېلانيانو په مزغو كي به غزَوني ځكه كوي، چي دلته كه نر دى او كه ښځه ، دَ ژړي لمر په رڼا كي په غوړېدلو څېرو باندي په هر دويم ګام كي شونډي ډېري په جادوئي انداز موسوي ­

دَ رامبلاس سټريټ په پلن فټ پاتهـ باندي دَ نوْ رنګونو او خوندونو سره سم مخته ډېر ليري وَوتم او تر هغه چوك پوري لاړم ، چرته چي يوې بلي خواته څو روډونه وتلي دي او په دې بېخي پراخ ميداني چوك چي Pl de Catalunya نومېدوكي څلور طرف ته نغمونه Sub ways)) يو اړخ بل اړخ ته لاري باسي ­ او دلته مېټرو( زېر زميني) رېلوې سټېشنان هم شته ­

څه وخت ورسته بيرته چي په رامبلاس كي را سم شوم، نو يو ځاى دَ روبوټ وزمه ځوان، چي خاص يې دَ روبوټ غوندي ګېټ اپ كړى وْ ­ داسي ځان ساكن كړى وْ، چي تر څو به چا ورته سيكه په خولۍ يا ويړ شوي څادر باندي نه وه غورځولي، نو هغه به هغسي وچ په يوه پوز كي ولاړ وْ­ ګوا دَ هغه هر حركت دَ دې هسپانيانو په شان تش په پيسو كېدلو­ اوس به له دې ځايه بيرته تلم، چي يوه پېغله رامخته شوه او لائيټر غوښتلو په بهانه يې له ما پوښتنه په اشاره كي وه كړه ..

" ته يوازي يې؟ "

" هو.. ولي ، دلته اېكړ ګرځېدل نه دي په كار؟ "

ما چي دَ دې خبري ورسته څنګه لومړى قدم مخته اوچت كړو، نو هغې مي په بدن لاس پوري كړو او واي ..

" زه ځاى لرم .."

دومره اورېدل وْ، چي زما په مزغو كي دَ خطرې زنګ وَ ژغېدلو او ما هم پښې څلور كړې او په نه ساعت كي بيا هوټل ته نيږدې ګرځېدمه ­ دلته كه څه هم پېغلي او ځوانان زيات ليدل كېږي ، خو جوړې تر خپلو ګوره چي ولي كمي ښكاري ..

"چرته هر يو خو خپل خپل ملګرى هره ورځ نه نوى كوي؟ "

دا سوال په مزغو كي لوبَولو سره سره مي هر چاته لږ زيات په غور كتلو او بل چي له چا سره هم ما دَ خپلي مطالعې په باب سوال ځواب كړى دى ­ هغه يا هغې ماته دَ سوداګر په سترګو ګوره چي څله كتلو­ هم دغه وجه وه ، چي زما په مزغو كي دَ دې پُراسراره خلګو په حقله رقم رقم سوالونه دَ ځواب په تمه په ځان كي دننه دننه دَ محرومۍ ژړا ژړَوله ­

_____

" مازيګر چرته وې؟ په خپلي خوني كي نه وې "

داني دَ پورك وړه بوټۍ دَ پلېټ څخه په كاچوغه كي پورته كولو په نيت پوښتنه وكړه ­ لاكن داني يار چي زما مخامخ ناست وْ او په څنګ كي يې مارئين او مئ رېنارډ ناستي وې زما تر ځواب دَ مخه واي ..

" مسټر شوق نو كله دَ چا خبره منله ، دَ هغه خو هر وخت ځان له خطرو سره مخامخ كولو كي خوښ وي او بس"

" نو دى لكه چي مهم جو دى؟ "

مارئين هم ورسره لا دا خبره چي وَتړله ، نو ما ورته وئيلو..

" نه زه مهم جو يم او نه لانجې خوښوم ، خو دا زړه مي كرار ته نه پرېږدي او غواړم ، چي ډېر ډېر څه وَوينم"

ما چي څنګه دا خبره سرته رسَوله ، نو زموږ په څنګ په يو مېز له خپل مېړه سره ناستي ملګري پام سر راوَغزَولو او واي ..

" زه خپله هم دې شوق ته حريانه يم ، چي دا دومره ليكل او ګرځېدل يې څنګه له لاسه كېږي؟ "

" كله كله خو ماته داسي هم ښكاري ، چي دى زموږ په باب هم څه ليكي لګيا وي ، ولي چي سترګي يې دَ هر ملګري تعاقب هم كوي"

روني چي داسي وئيلو، نو ټېبل ګرل دَ وائن بوتل دې وخت چي دَ داني مخي ته ږدلو، نو روني ځيني پوښتنه وكړه،

" ته هم هسپانۍ يې؟ "

" نونونو.."

هغې دومره وئيلو ورسته هوا شوه،

" دا هم عجيبه خلګ دي ، چي نه په ښو پوهېږي او نه په بدو"

" لاكن په پيسو ډېر ښه پوهېږي"

دا سي خبره چي مي ورسره ګنډي كړه، نو مئ رېنارډ واي..

" په دې خبرو باندي نو تر موږ زيات تاسو نران ښه پوهېږئ "

" تش نران ولي؟ نن خو ما تكړه تكړه ځوانان هم وَليدلو، چي له ښځو څخه يې ګوره چي دَ څه دپاره پيسې غوښتلې؟ "

پام چي په دې خبره وَخندلو، نو مېړه يې په موسكا كي ورته واي..

" ښه شو، چي ستا سرهم پرې خلاس شو، ګني تا خو زما خبره نه منله"

" كومه خبره..؟ "

دَ مارئين په دې پوښتني چي څنګه موږ غاښنونه سپينولو، چي نارې شوې ­

" هېپي برتهـ ډې ټو يُو"

او كورس هم زموږ ملګرو هلته په يو كونج كي تكرارَولو ­ بيا چي يې په اّخير كې دَ باكسواله نوم ورسره وَتړلو، نو موږ پوهـ شولو او بيا موږ هم ورسره غاړي تازه كول شروع كړو­ څه وخت ورسته بيا دَ باكسواله لُور زينت او مائينې زېنب مېز په مېز چاكلېټ وېښلو­ او هلته په يو بل كونج كي لاراكُوك ، بلېنډا، وېلينا، توشي، او اېډرين اتڼونو ته جوړېدلي وْ ­ كه څه هم دَ خپړو ټكولو والا ډېر وْ­ خو وار په وار دَ ډانس كولو شمېر هم زياتېدلو لګيا وْ ­ لنډه دا، چي يو وخت داسي هم راغلو، چي دا رېسټورېنټ .. رېسټورېنټ كم ، بلكې ډيسكو هال زيات ښكاره كېدلو، او تر ډېره وخته پوري ملګرو دَ يو بل سره دَ خپل خپل ناچ په بهانه بدنونه موږلو او دَ زړونو بېټرياني يې چاج كولې ­

" دَ غوښي څخه جوړ انسان چي كه سپوږمۍ كي اوسېدل هم پئيل كړي ، نو دَ غم او خوشالۍ جذبې او احساسات به يې هم هغسي انساني وي ­ ګوا انسان ، انسان په رنګه دى هر چرته ­ كه څه تور دى او كه سپين .. حاجات او جذبات يې يو رقم دى"

ماخستن خواته زه او فليپينو ملګري په رامبلاس سټريټ كي دَ سېل په نيت ورچپ شولو ­ رش كه څه هم ډېر لږ وْ، خو ماته دَ دې ځاى خلګ دَ نورو اروپائي هېوادونو دَ خلګو په مقابله كي څه زيات مست وَ برېښېدلو ­ ولي چي دلته په فټ پاتهـ باندي دَ خوراكونو دَ خوړلو دَ انتظام پرته زموږ له هوټل څخه په څه واټن باندي جوړ پيپ شو او سېكس شاپ وَخواته ډېر زيات او دَ نه منلو رش وْ ­

" دلته خو هم خلګ دَ پيسو دپاره هر څه كوي"

داني دغه خبره ځكه وكړه ، چي دې وخت په دې سټريټ كي هره دويمه پېغله چي مخي ته درځي هغه په واز كُومي نرانو ته دَ پيسو په سر هرڅه وړاندي كولو دپاره بلني وركوي ­

" ليري شه .. څه غواړې زموږ له جج ملګري څخه ؟ "

يو وخت روني يوه ښځه له داني څخه داسي شړَله لكه مچ ­ لاكن هغه وه، چي له داني بېلېدله نه او دَ هوټل تر دروازې ورپسې وه ­ لنډه دا، چي نن شپه تر خوب له مخه مي " هسپانۍ سترګي" تر عنوان نظم هم ډائرۍ ته چي سپارلو، نو داسي خوشاله وم، لكه ما چي دَ هسپانيانو دَ سترګو حق ادا كړى وي ­

_____

نېټه لسم اپرېل او كال 1996ع ... دَ سهار نهه بجې دي او موږ دَ كاسموس په بس كي ناست زياته له رامبلاس سټريټ څخه په وتلو يُو او دَ ميرنا په څنګ كي ولاړه ده ، خو لوكل ګائيډ موږ ته دَ سهار سلام كولو ورسته واي ..

" دَ بحېره روم په غاړه اّباد دغه ښار بارسلونا دَ سپېن دَ غټي بندرګاه په چپه يو غټ صنعتي، تجارتي او دَ بېلا بېلو مشينونو جوړَولو ښار هم دى ­ او اوس تاسو په اولډ بارسلونا ښار كي روان ياست ­ دا څو واره دَ عربيانو تر تسلط لاندي پاته شوى دى ­ فرانسيانو هم 91 كاله حكومت ورباندي كړى دى ­ خو هسپانۍ ژبه ، كلتور او مستي يې په خپل قابو كي نه كړه "

دا خبره يې چي كوله ، نو بس دَ اوپېرا هاوْس دَ بېخي غټي او زړې ماڼۍ په څنګ كي چي تېرېدلو، نو هغې ګائيډ داسي وئيلو،

" هسپانيان دَ سټېج دَ لوبو دَ خوښولو پرته دَ ډانس كولو او موزيك ډېر شوقيان دي ­ له دې خبري څخه هم انكار نه شي كېدلى، چي اّواره ګردي يې هم خوښېږي ­ ځكه خو تاسو ګورئ ، هر لور فټ پاتهونه له خلګو ډك ښكاري"

خبره يې ښه كوله ، ولي چي څومره خلګ ما دلته تر اوسه ليدلي دي ، دومره مي په تېرو څو هفتو كي چرته هم په اروپا كي نه وْ ليدلي ­ كه څه هم ماته دا خلګ په څېرو پښتانه برېښېدلو، خو پښتانه ځكه نه وْ، چي پښتانه لا په پرون كي اوسي ­ او بل چي پښتنې څومره په كورونو كي په اوسېدلو خوشاله وي ­ هغومره وئيل كېږي، چي هسپانى ښځي په كور كي ګرسره تم كېږي نه او زياتره وخت دباندي له ملګرو سره تېرَوي ­ ګوا هيڅ رقم پابندۍ ته نه تيارېږي او نه يې څوك بې واكه خوښېږي ­

" هغه ګورئ مخامخ ، چي نوي او زاړه بلډنګان سترګو ته سكون بخښي ­ له دې څخه دا مانا خېږي ، چي دلته دَ زړَو شيانو سره سره نوي شيان هم دَ سېلانيانو پام خپلي خواته اړَوي ­ "

له كولوم مجسمې سره په څنګ كي تېرېدلو ورسته ګائيډ په خپل تېره ژغ كي واي ..

" هغه ګورئ .. هغه ګورئ ، خپل ښي لاس خواته په فټ پاته باندي هغې انجلۍ ته چي دَ سګرېټ لوى لوى لوخړكي له خلې باسي ­ ماته داسي ښكاري ، چي دا پېغله دَ هغه بل سړي ، چي تر مخه يې روان دى دَ جېب وهلو هڅواله ده ­"

" اوو مائي ګوډ نس .. دا خو ډېره جګه او په بدن كي تكړه انجلۍ ده"

سوزېن بارټ چي نن راسره اول ځل په څنګ چوكۍ كي ناسته وه ، چي دا وئيلو، نو مخ يې په دواړو لاسونو كي نيولى وْ ­ هو، هغه انجلۍ چي په لانګ ګلداره سكرټ كي وه او وېښته يې په مخ رايله وْ ، ماته كوچۍ وَمونېدله ­ ولي چي پرون يو وخت ميرنا دَ كوچۍ انجونو په باب دا نښاني هم وئيلي وه ­

دَ مېريټائن ميوزيم ورسته دَ پكاسو ميوزيم او دَ هغه دَ نادراتو كتلو پرته چي بس په بېلا بېلو لارو دَ بارسلونا دَ بېخي پخواني او تر اّسمانه چي يې تېرې او نرۍ ستني وزمه مينارې رسېدلي وې دَ توربخون بلډنګ مخي ته چي له بس څخه كُوزېدلو، نو ګائيډ وئيلو ..

" دې ته Sagrada Fumilia وئيل كېږي او دا علاقه په Gaudi باندي مشهوره ده ­ ګوا په بارسلونا كي دا هغه بلډنګ دى ، چي څوك هم بارسلونا ته راځي ، نو دا ګوري خامخا ­ ولي چي داسي دَ تېرو ستنو وزمه مينارو بلډنګ شاهد چي په نړۍ كي چرته وي ­ خو دا ځكه مكمل نه شو، چي جوړونكى انجينئير يې مړ شوى وْ دَ جوړولو له مخه ­ او دَ نورو انجينئيرانو دَ وَس خبره نه وه ، چي دا مخته جوړ كړي، نو ځكه دغسي نيمګړى پاته شو"

ما هم دَ نورو ملګرو په شان دَ خپل يو عكس اخيستلو پرته دَ دې څلورو دنګو او په درځنو وړو، لاكن هغسي ستني وزمه نرۍ مينارونو دَ ګودي دا ټېمپل په كېمرې كي خوندي كولو پرته هم ښه په مزغو كي خوندي كړو ­ او بيا مي دَ مطالې په سمه څو خلګو سره خبري هم په اشارو او ماتي انګلسۍ كي څه وكړې ، چي دا دوه دَ هسپانوي توري مي هم زده كړو­ ګوا دا خلګ په ښه راغلي كي De nada واي ­ غرض دا، چي دلته دَ ښه ګرځېدلو پس دَ نيږدې Servicio يعني حاجتځي څخه راغبرګېدلو ورسته چي بيرته بس ته ختم، نو ويلئيم راته واي ..

" ځوانه! دا خو هغه شيان دي ، چي زما په خيال ستا به ډېر خوښ وي "

يو وار مي لا ورته وئيلو، چي

" پلاره ته څه راخبر شوي ؟ چي دا زما دَ خوښي بلډنګ دى ؟ "

لاكن ما هيڅ نه وَوئيلو، بس هسي ورته وَموسېدم او مخته دَ چوكۍ په لور تېر شوم ­ او بس چي روان شو، نو ميرنا تر ما پوري ځان رارسَولو ورسته څوكه غوندي راته واي ..

" شوقه! لږ خيال كوه ، دا خلګ دَ اعتبار وړ نه دي "

او په ملا باندي څُوك راكولو ورسته چي بيا څنګه مخته تېره شوه ، نو سوزېن را څخه پوښتنه وكړه ..

" ميرنا څله خفه وه؟ "

" هغه خفه نه وه ، بلكې ماته يې دا وئيلو، چي كله خلګ انټرويو كوې ، نو لږ پام كوه ­ چي لُوټ دي نه كړي"

ما چي داسي ورته وَ وئيلو، نو هغې دَ سوالونو دومره پنډي راته كښېښولې، چي بيا يې زه په خلاسولو كي ستړى شوم ­ او په اّخير كي چي سوالونه يې ختم شولو، نو موسېدلو ورسته راته واي ..

" ښه اوس دا حال راكړه ، چي هغه ميرنا دي دومره خيال ولي ساتي؟ "

" كېدلى شي، چي هغه زما كومك كوي"

ما چي دا وئيلو، نو سوزېن بارټ وار لاس ته كړو او په خندا كي واي ..

" هغه هم ښځه ده او ځوانه هم .."

" او ډېره ښائيسته هم ... څنګه؟ "

او دومره ژغېدلو ورسته موږ دواړو په كلكه وَخندلو ­

په وړو ښائيستو او سپين بخونو بامونو پوري اړه لرونكى پارك ، چي Guell Park نومېدو هم په دې ګودي علاقه كي په هغه ځاى كي وْ، چي سترګي يې ګټلې ­ خېر چي له څنګ سره يې تېرېدلو، نو داسي مي سنجَولو لكه دا ښار چي بېخي فديم ښار وي ­ ولي چي كوڅې او روډونه يې ډېر تنګ وْ ­ لنډه دا ، چي دَ بارسلونا په تنګو او پراخو روډونو باندي يو وخت ، چي موږ دَ نورو پلازو په چپه دَ كټالونيا نامي پلازې څخه مخته تېر شولو ­ نو ډېر ژر بيا دَ شنه سمندر په غاړي باندي يوې بلي خواته دَ هغه مونټ جويك نامي پلې لېنډ، چي بالا په غونډۍ جوړ وْ، څخه يو ځل بيرته دَ اولمپك سټېډيمانو مخته دَ يو څو منټو دپاره كُوز كړل شولو­

دَ يو غټ سټېډيم دننه ننداره راباندي كولو ورسته موږ يو ځل بيرته دَ اوريځي په لړه ، ګوا په مځكي برسېره پرتې اوريځي په خُوپ كي دَ دې ښار په لوړو او ژوَرو كي مخ مخته روان وْ­ او هسپانۍ اسكارټ ، چي كره كره خبري يې كولې وئيلو..

" دا دَ چوك په منځ كي ولاړه مجسمه ، چي په يوې بېخي هسكي پخې ستنۍ باندي بالا جوړه ده بل دَ هيچا نه ، بلكې دَ سر كرسټوفر كولمبس مجسمه ده ، چي په نړۍ كي يې دَ سېل كولو پرته امريكه هم موندلي وه"

دَ كسټوفر كولمبس له دې دنګ مونامنټ سره په څنګ تېرېدلو ورسته موږ دَ كولمبس هغه كشتۍ هم يو نظر وَليدله ­ چي هغه په خپل سفر كي په كارَوله ­ دا زړَه او بادبانونو په كومك تلونكي كشتۍ كه څه هم بېخي غټه نه وه، خو په كي دَ دوه درځنه خلګو دَ ګنجائش سره سم دَ هغوئ دپاره دَ دوْ يا درو مياشتي دَ خوراكي او نور ضروري سامان ځاى په كي موجود وْ ­

" ښه ښه نو دا هغه كشتۍ وه، چي كولمبس يې دَ نړۍ ستر سېلاني مشهوره كړو "

هو، دا هغه خبره وه .. ما څه، چي هر چا سوچ كوله او هغې زړې كشتۍ له يې په وازو سترګو كتلو ­

بيا چي موږ بيرته دَ هوټل په لور چي مزل لنډولو، نو په لاره كي دَ اولمپك ويلېج سره سره دَ انكم ټېكس دفتر، سكوائر بلډنګ ، ميوزيم ، دَ سټاك اېكسچېنج بلډنګ ورسته يو چرچ بل چرچ ګرځېدلو پرته دَ هاربر او ځينو پاركونو سېل كولو كي لا بوخت وْ ، چي ما دَ كولمبس دَ كشتۍ په ليدلو په وخت په مزغو كي راپيدا شوى خيال هم دَ " كرسټوفر كولمبس ته دَ هغه دَ كشتۍ په وړاندي " تر عنوان دلاندي نظم كړو ­ او بيا چي مي څنګه په ډائرۍ باندي لا سم اړَولوى نه وْ ، چي بس دَ هوټل اورينټ چرته چي زموږ استوګنه وه مخي ته برېك شو ­ دَ ماڅپښين دوې بجې وې، نو ځكه په ځاى دَ هوټل .. زه په رامبلاس سټريټ كي دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړلو په غرض دَ هغو اوپن رېسټورېنټونو په لور ور روان شوم ­

_____

" دا فنكاره خلګ دي .. فن دَ روزګار دپاره كوي"

دَ يوې جوړې دَ روبوټ شو كتلو په وخت چي روني دا خبره وكړه، نو له كائيكو سره څنګ كي ولاړ داني ورته واي..

" دا پېغله هم راته فنكاره ښكاري"

" ګوا جېبونه يا پرسونه هم په فن وهي"

ما چي څنګه دا سي اظهار وكړو، نو هغې انجلۍ ته زموږ دَ شا له خوا يوې بلي پېغلي ور ژغ كړو،

" هُولا " ګوا " هېلو "

" هُولا "

زموږ تر مخ ولاړي انجلۍ هم لاس ورته ښورَولو ورسته چي هېلو وَ وئيلو، نو په يو دم يې شاته هم وَدانګلو ­ ما او دَ داني ته يې ديكه راكولو سره سم زموږ تر منځه داسي وَوتله ، لكه څوك چي له ډكي مجمې څخه وَځي ­ او دومره پوهـ شوم ، چي لاس يې زما له سينې سره وَلګېدلو­ خو هيڅ تاوان يې ځكه نه كړو راپېښي، چي موږ ورته محتاط شوي وْ ­ ګني نن به بيا دې زموږ كورپه كُړكه چرګه رابار كړى وى ­

" ته وايه داني! لتا خو يې .."

ما لا سمه خبره سرته نه وه رسولي، چي هغه دَ كړيكي لګولو ورسته وئيلو..

" دا خو ګنډكپه نه وه "

" نو څه وه؟ "

كائيكو چي پوښتنه ځيني وكړه ، نو هغه په كټ كټ خندا كي وئيلو..

" پوهـ يې ... هغې څه وَكړو له ما سره ، چي تېرېدله؟ "

" څه يې وكړو؟ "

تر ما له مخه چي روني ورڅخه پوښتنه وكړه ، نو هغه ورته په خپلي ژبي كي يوه خبره څه وكړه و چي دواړو داسي په كلكه وَخندلو، چي زه او جاپانۍ پېغله دواړه هم په خبره پوهـ شولو ­ ګوا دَ داني دَ لاسي اشارې په سمون هغې هسپانۍ يې لاس سم ځاى نه وْ لګولى ­ ځكه خو موږ تر ډېره پوري په خندا خندا مخته روان وْ ­

او بيا مخته هغه زه او زما مطالعه وه ..

" تاته انګرېزي درځي؟ "

دا هغه سوال وْ، چي ما به له چا هم نن ماځيګر پوښتلو ، هغه يا هغې به وئيلو..

" No Comprehendo " ګوا زما نه ده زده­

دَ هسپانيانو دپاره انګرېزي دَ پيريانو ژبه ده ­ ګوا دَ نه زده كولو لويه وجه يې هم شاهد چي دا كېدلى شي، چي انګلسۍ ته يې خله ګرسره جوړېږي نه ­ كه څه هم زياتره توري يې انګلش وزمه دي ­ لكه Precio دَ Price دپاره Dia يي Day ، Hola يي Hello، Puerto يېPort ،Terminal De Autobus يې د َ Bus Station ، Tren يې Train دپاره په استعمال كي راوړلو­

په بارسلونا كي كه څه هم دَ دوْ ژبو( كټا لا اوهسپانوي) خلګ اوسېږي ، خو په دې دواړو ژبو كي توپير فقط دومره دى ، لكه په پښتو كي دَ قندهارۍ او يوسفزۍ لهجې تر منځه چي دي ­ دَ نمونې دپاره دا يو څو فقرې وړاندي كوم ­

په هسپانۍ ژبي كي Sabe واي " ته خبر يې؟ " ته او په كټا لا كي دغه توري ته Sap وئيل كېږي ­ دغه رنګه " زه نه يم خبر" ته په هسپانۍ كي No lo se ، خو په كټالا كي ورته No ho se وئيل كېږي ­ نور توري لكه yes, No, sorry غوندي توري، چي دَ خالص انګلسي توري دي عام و خاص وئيل كېږي ­

او بل دلته په بارسلونا كي هغه پېغلي، چي په زيات شمېر په فټ پاتهونو باندي دَ كار او روزګار په لټون ګرځي، دَ سېلانيانو سره Me lamo ګوا " زما نوم " په چپه چي كومي خبري زياتي كوي ، هغه فكي فكي او سكي سكي رنګه توري دي ­ او دا هغه خبري دي، چي سېلانيان ورته حريانه او پرېشانه وي ­ لكه پرون دَ شپې په ډوډۍ كي چي اېډرين ، بلېنډا، او ګرېك دَ هسپانۍ انجونو په لهجه كي كورس كولو او له ميرنا، وېلينا او نورو پېغلو ملګرو څخه يې ديكې او څُوكونه هم په بدله په ملا ملا باندي هم خوړلو­

" داسي ښكاري لكه دا هسپانيان ، چي په ماضي كي په داسي كارونو باندي مجبور كړل شوي وي؟ نو هم ځكه يې اوس داسي كول قامي عادت جوړ شوى دى"

دا هغه خبره وه ، چي دَ نه ليكلو په چپه هم اّخير پاى ما ډائرۍ ته ګوره چي څله وَسپارله؟

_____

" برايه شپه دي له خوني څخه دَ چيغارو باغارو ژغونه راتلو ، اېكړه وې كه څوك درسره وْ "

دَ سهار دَ نارى كولو په وخت مخامخ ناستي لاراكُوك څخه چي مي دا پوښتنه وكړه ، نو هغې يو وار يوې بلي خواته وكتلو او بيا يې وئيلو..

" وم خو اېكړه ، خو خوب نه راتلو، ځكه مي پام په بله اړَولو دپاره سندري په زوره زوره وئيلې "

" ښه نو ته سندرغاړي هم يې؟ "

ما پوښتنه وكړه ..

" كه دي زما سندري واورېدلې، نو بيا به بل نه واورې"

هغې دومره وئيلو ورسه وَ خندلو او بيرته يې په وازَكي وئيلو..

" لاكن ته حال راكړه، ستا له خوني خو هم ژغونه راتللو دَ شپې"

داخبري اورېدلو ورسته ډېني هاوْ ميدان ته راوَدانګو او واي..

" تاسو دواړو لكه چي برايه شپه دَ يوبل له دېوال سره غوږونه نيولي وْ "

" منم ، چي زما خونه او دَ دې دَ خوني تر منځ دېوال وْ خو...."

ما به لا نور څه وئيلو، چي روني وار لاس ته كړو او واي ..

" نو تا غوښتلو، چي دَ منځه دي دېوال ايستلى وى ؟ "

" ماخپل خوب كولو .. نارې خو لارا جوړي كړي وې ­ خبر نه يم، چي څه كيسه وه ؟ لاكن دومره مي په ياد دي ، چي كله كله به شك هم راولوېدلو، چي چرته ..."

دا چي مي څنګه وَوئيلو، نو دَ روني او داني په كړيكو كي دانيال اُستاذ، چي هلته له كاونټر سره ولاړ وْ هم هلته چي څنګه ځان را رسَولو، نو ميرنا هم ګوره چي له كومه ورپسې را ورسېدله او زموږ په كړيكو كي يې برخه چي اخيستله ، نو لاراكُوك لكه وړه ماشومه ګوته راته وَښوروله او سپكه پورته شوه ­ ګوا كه يې څه هم په خلې راته هيڅ نه وئيلو ، خو مطلب يې دا وْ، چي

" ګورم به درسره بچو "

او دَ خوند خبره خو لا دا هم وه ، چي چوكۍ يې هم زما دَ چوكۍ تر شا وه نن ­ ځكه خو به يې كله كله زما وَملا ته ګونډې هم سمي كړې او په زوره زوره به يې زما چوكۍ ديكه كوله ­ او ما چي به څنګه شاته مخ ور واړَولو، نو دې به دَ غاښونو چيچلو سره زما په چوكۍ زور وَايستلو، او يو دوه واره خو يې لا داسي هم راته وَوئيلو، چي

" اوس به زه ستا يوه كمزوري ګورم او ټولو ملګرو ته به يې ښئيم"

لاكن لا خو زه وم ، چي به مي ورته خندلو­ بس اوس له بارسلونا څخه وتى وْ او دې وخت موږ دَ مونسېرا نامي غريزي سلسلې تر منځه مخته روان وْ ­ وخت دَ سهار نهه بجې وْ ، چي دَ غره په لمن كي جوړ دَ ټېراګونا نامي ټاوْن ، چي سرې توربخوني پلازې او ودانياني يې درلودلې سره په اړخ كي مخته روان وْ او ميرنا وئيلو..

" تاسو به دا خبره نوټ كړي وي ، چي هسپانيان څومره اّزادخياله او دُنياوي خلګ دي ؟ وايم چي مادي اّسائشونه پوره كولو دپاره هر څه كولو ته تيار وي ­ لاكن دا خلګ امن خوښونكي هم مشهوره دي"

ميرنا لا خبري كولي ، چي دَ شاله خوا ونېسا دَ ډېرو ورځو دَ خفګان پرته هم راغله او له ماسره په خالي چوكۍ كي كښېنستله ­

" هاى فرېنډ.. زما سيلونه په كار دي ، كه يې راكړې"

په زړه كي مي وئيلو، چي

" ظالمي .. دا سر خو مي وَغواړه ، بيا ګوره .. "

او ژر ژر مي له كڅوړي ورته دوه سېلان وَايستلو او چي څنګه مي وركړو، نو دا هم پورته شوه او خپلې چوكۍ ته ولاړه ­ ګوا لا خفه وه ­ ځكه مي يو دوه ځله چي تر شا ورته وَكتلو، نو لارا كُوك راته واي ..

" پروګرام مو غوره كړو..؟ "

" هو.. ولي ، زور دركوي كه څه ؟ "

" نن به درپسې دَ جاسوسي غوندي ګرځم .. پوهـ شوې"

" نه به وَكړې داسي او موږ خو.."

" هر چرته ، چي ځئ .. زه به درپسې سترګي ساتم"

" شرط لګوې، چي ته موږ نه شې پيدا كولى"

زما په دې خبري باندي هغې وئيلو..

" هو.. زه شرط لګوم "

او بيا مي ورته مخ شاته اړَولو ورسته يو ځل بيا هغسي اشاره وكړه ، كومه چي به ما او روني اكثره ورباندي تنګوله ­ دې وخت كه څه هم هغې مائنډ نه كړه، خو بيا تر ډېره يې زما وَچوكۍ ته لكه خره ګونډې نيولي وې ­ او ما په زړه زړه كي په دې خبري خندلو، چي نن خو به دا خواركۍ له ما دَ سهار بدله اخيستلو دپاره ټوله ورځ او شپه يو كوي ­ او بلي خواته حقيقت دا دى، چي زما او ونېسا تر منځه دوستي څه ، چي لا خو خفګان روان وْ ­

لس نيمي بجې چي بس دَ لوي لاري دَ يوې كېفې مخته برېك ونيولو، نو دَ كوفي څيښلو په وخت ما وَ روني او داني ته دَ لاراكُوك خبره وكړه او هغوئ هم دا راسره خوښه كړه ، چي يو دوه ځله به له كسته زه په يوه نا يوه بهانه له ونېسا سره ضرور وينم ، چي لارا نوره نوره شكي شي ­ موږ لا دا خبري كولې ، چي ونېسا خپله راغله او ماته يې دوه سېلان راكولو ورسته چي ګامونه ترشا اخيستلو، نو روني ورته واي ..

" لږ وخت موږ ته هم راكوه ، خو هېر دي كړو"

" ولي نه .. تاسو خو زما دوستان ياست "

او بيا چي كښېنسته ، نو هلته ليري لارا ماته كتلو ورسته بيا ګوته وَښورَوله ­ نو ځكه خبري كه څه هم ما له ونېسا سره دې وخت نه كولې ­ خو خندلو مي داسي لكه جوړه چي په ويښه ويده وم.. يا بيا لېونى ­ هو، تش په دې نيت، چي دَ لارا په زخمونو مالګي وَ دوړَوم او بس ­

له كېفې څخه وتلو ورسته مي هلته په يو سټال باندي ځڼېدلي كوټونه تر سترګو شولو، نو وره غلم او ژر ژر مي يو كوټ په 5000 هسپانۍ پيسو باندي واخيستو، چي قريبًا 42 امريكائي ډالره جوړېدلو ­ دلته له دې خبري ذكر كولو څخه زما دا مطلب دى ، چي اوس كه څه هم ونېسا نه وه راسره او زه يوازي وم .. خو لاراكُوك دَ يوې جاسوسي په شان زه په سترګو كي اخيستى وم او راپسې يې تر ليري ليري پوري كتلو لګيا وه ­

" نن خو به زه تاسو رېډ هېنډډ نيسم "

په بس كس زما تر شا په چوكۍ كي كښېنستلو په وخت چي لارا داسي وَ وئيلو ، نو ما هم مخ ورته واړَولو او په پسخوندي انداز مي داسي ځواب وربيا كړو ­

" لارا دُنيا هر وخت په مئينانو باندي ظلمونه كړي دي ، لاكن مينه يې له منځه نه ده وړي "

داسي مي ورته څه وَوئيلو ، چي هغې بيا دَ شا له خوا زما وَ سيټ ته ګونډې بندي كړې او له سوخته راته واي ..

" لو...؟ ماى فُت ، دا مينه به زه په دُښمني كي در بدله كړم "

" ولي تا ته داسي بده ايسي زموږ مينه ؟ "

" ته زما دُښمن يې .. او زه له تا كركه كوم "

كه يې څه هم دا خبره په خندا كي وكړه ، خو وئيل يې رښتيا ­ ولي چي هغه نيمه نه وه پاته شوي او په دې درست ټوْر كي له چا سره جوړه شوي هم نه وه ­

خېر پاوْ بالا يولس بجې موږ دَ صوبه ارېګون په غرونو كي مخته رهي وْ ­ دلته دَ نارنګۍ او سېبانو درختي هم په باغونو كي ښكاره كېدلې، چي ماته يې خپل كلى رايادَولو­ ځاى په ځاى به ريګستان هم مخي ته راغلو او كله كله ځنګلونه هم ­ او بيا يو دم سپېرې مځكي دَ روډ دواړو ځئيو ته تر ليري ليري پوري ښكاره كېدلې، نودلته ميرنا وئيلو..

" په دې مځكو باندي تاريخ واي ، چي ګڼ ګڼ ځنګلونه وْ، خو عربيان چي په دې مځكه قابض شولو، نو هغه ټول ځنګلونه يې وَ سېځلو"

"هو.. دَ هغوئ نو كله بل كار زده وْ بې له ورانۍ"

دَ ميرنا دَ خبري ورسته دومره ليكلو سره سم مي قلم ځكه بند كړو، ولي چي دې وخت ميرنا دَ هسپانيانو په حقله داسي هم وئيلو..

" هر هسپانى دَ يوې اندازې په سمه دَ كال 42 پونډه ماهى خوري ­ خوراكونه يې بېخي خواږه ځكه وي ، چي مالګه او مرچي ډېري كمي په بوړ كي په كارَوي "

دَ غرونو، ځنګلونو په چپه په لوړو ژورو او هوارو مځكو كي مخته دَ مېډرډ په لور روان وْ­ او يو دوه ځايه دَ غويانو اشتهار په غټو بورډونو لګېدلى چي مي تر سترګوشو، نو ميرنا كه څه هم دا وئيلو، چي دا دَ هسپاني بئير مارك دى ، خو زما په مزغو كي دا سوال پورته شو، چي

" غوئيى څله په هسپانوي ژوند كي دومره مهم دى ؟ "

او بيا مي خپله دَ ځواب په نيت دا نوښته هم په ورسره وَ تړله ..

" هو.. كېدلى شي، چي دوئ خپله هم دَ غوئيى په رنګه مست وي ؟ "

دا خبره څه وه ؟ چي زه يې تر بيا ډېر ژر دَ هسپانيانو په باب له ځان جهانه ليري دَ خوبونو وَ يو داسي ټاپو ته وَ رسَولم ، چرته چي ښكلي وزر داري حُوري دَ الوتلو په ځاى په مځكي باندي دَ هسپانئيو پېغلو په بڼو كي دَ روني دَ هغي پرونۍ خبري تر اثر دلاندي ګرځېدلي ... چي هسپانۍ پېغلي يې داسي په كي ستائيلي وې ، ګوا ..

" هسپانۍ پېغلي نه يوازي بېخي ښائسته دي، بلكې ډېري اوپن هم دي "

*****


هلته مسلمان زړه
وَ كافر حُسن ته پخوا لا ماته خوړلي وه

دَ ګهړۍ ستني لا سمي يوې بجې ته نه وې رسېدلي، چي موږ هغو هسكو هسكو مينارو، چي له ډېر ليري څخه ښكاره كېدلې وَ ګڼ او خپور وور ښار، چي دَ اېبرو درياب په څنډه اّباد وْ ته پېښه وكړه ­ او دَ اېبرو درياب سره سره دَ ښار دَ زړې او منځنۍ برخي په خوا يې رهي شوي وْ­

دَ صنعتونو په چپه دَ مزدورانو دپاره جوړي كالونياني دَ روډ دواړو اړخونو ته ښكاره كېدلې ­ يو ځاى له ډېري ښايئسته او په طريقه جوړي هديرې سره چي په څنګ كي تېرېدلو، نو زړه راته وئيلو، چي

" خلګ خو نو دا دي ، چې دَ ژوندئيو دَ احترام كولو سره سره خپل هغه مړي هم ښه په عزت خاورو ته سپاري ­ كوم چي په اوسنئيو پښتنو كي دَ حاضرو سترګو دَ سودا دَ خُويي له كبله ګار بلل كېږي"

او څه ورسته دَ دې ژېړو بامونو دَ ښار په حقله په مايئك كي ميرنا داسي وئيلو..

" دا ساراګوسا ښار دى ، چرته چي دَ زړَو او نوْ ودانيانو او ماڼيانو په چپه هغه دَ هسكو مينارو چرچ ، چي Besilika de Pilar نومېږي ځكه دَ ټوْرسټانو دَ پام وړ ګرځي .. چي دَ چرچ شاوخواته يې بلا ډېر شاپنګ سېنټران جوړ دي "

ميرنا چي دا خبري كولې، نو موږ هم څوكه څوكه دَ پيلار چرچ وَ خواته نيږدې كېدلو ­ او دَ ميرنا په قول دا هغه چرچ دى، چي په دويم نړئيز جنګ كي ورباندي درې بمونه غورځَول شوي وْ ­ خو دا چرچ وران نه شو، بلكې درې سره بمان تر اوسه په چرچ كي په هغو ځايونو كي ښخ پراته دي، چرته چي لوېدلي وْ­ كه مي څه هم اول خو دا خبره زړه نه منله ­ خو بيا چي مي په خپلو سترګو هغه درې سره بمونه ، چي دَ ګهمبدي بالا بام يې هم سوروى كړى وْ، خو چاوْدلي نه وْ او تر نيم زيات په مځكي كي ښخ پراته وْ­

نه يوازي دا، بلكې دلته مي دا خبره هم په خپلو سترګو وَليدله ، چي دَ كوترو سېلونه هم چي به چرچ ته رانيږدې شولو، نو يوبل اړخ ته به ورڅخه تېر شولو ­ ګوا په سرباندي يې نه تېرېدلې دا كوتري ­ اوس كه معجزه نه هم وه ، خو انكار مي هم ځكه نه شولو كولى .. هو، له دې دواړو حقيقتونو څخه ، چي ما په خپلو سترګو وَليدلو ­

" دا څه وْ ؟ "

دَ پېلار چرچ په بغل كي دَ يوې تنګي كوڅې په يو واړه رېسټورېنټ كي كه څه هم زه له فليپينو ملګرو سره ناست او دَ خواړو انتظار مي كولو، خو دې سوال لره مي په ځواب كي داسي جواز دَ ډېر سوچ كولو ورسته غوره كړو ­ ګوا

"دَ مسلمان په څير كه مي څه هم دا معجزې زړه نه منلې .. خو بيا چي به دَ لږ ساعت دپاره انسان شوم ، نو به مي ځكه دا معجزې وَمنلې ­ چي خداى پاك خو دَ مسلمانانو پرته دَ انسانانو خداى هم دى ­ كېدلى شي ، چي دلته هم .."

كه داني زه په ملا نه واى ټكولى، نو كېدلى شو چي ما دا سوچ څه نورهم مخته وړى وى ، خو خبره دلته په دې وجه وَشلېدله ، چي خواړه زموږ مخته پراته وْ­

" نن سبا څه زياته مطالعه كوې لكه چي"

" دا خبره دي په كومه حواله وكړه؟ "

ما چي دَ داني دَ سوال په ځواب كي ورڅخه وضاحت وَ غوښتلو، نو دَ هغه په ځاى روني وئيلو،

" هغه ځكه، چي له درو څلورو ورځو راهسې ته مازيګريان او ماښامونه يوازي تېرَوې "

" پرون او بله ورځ هم لا له تاسو سره وم؟ "

ما چي دَ ځان په حق كي دليل وَوئيلو، نو جج داني واي

" زموږ مطلب دا دى ، چي يو وار خامخا له موږه وركېږې او بل هغه ونېسا دي ګرسره هېره كړه"

ما ورته وئيلو..

" دَ هغې نو كله په ياد وم .."

او بيا په ډوډۍ داسي ورمات شولو، لكه له عمرو عمرو چي مو هيڅ قسم خوراك په سترګو ليدلى نه وْ­

_____

له دې ځايه موږ دَ نيږدې درياب په لور ورچپ شولو، چرته چي په وړو كشتيانو كي خلګو له موسمه خوندونه داسي اخيستلو لكه جوړه چي سپرلى وي دَ سپرلي په شان .. نه چي داسي يخجن سپرلى ­ دَ سن باتهـ په نيت ځيني سپيني سرې ښځي مي هم تر سترګو شولې ­ خو وخت لږ وْ، ځكه بيرته په تېزو قدمونو تر بس پوري ورسېدلو ­ او بس چي مخته تللو، نو بيا له شا خوا څخه دَ لارا كُوك ګونډې وې او زه .. چي دَ هغې په انتقامي جذبې مي په زړه زړه كي خندلو ­ او كله كله به مي څه په زوره دَ ونېسا نوم هم دَ هغې تر غوږو تېر كړو او لا ښه به مي په اور كباب كړه ­

هرڅه هرڅه.. خو دَ پيلار چرچ له نا چاوْدلو بمونو څخه مي سوچ دَ ساراګوسا دَ هديرې په باب څه، چي په دې څو ورځو كي ځاى په ځاى ليدلو نورو ښائيسته هديرو په رڼا كي داسي خيال دَ " دَ سړيتوب په اړه پړه وروره" نظم كړو او په ډائرۍ چي مي څنګه واړَولو، نو په سپيكرونو كي مي دَ ميرنا ژغ تر غوږه شو..

" په سپېن كي خلګ چي څه ګټي ، هغه خوري يا په ځان يې لګوي"

" ګوا دلته هم دا خلګ له پښتنو څخه بېل دي، ولي ، پښتانه چي يې څنګه په خوارۍ ګټي، نو هغسي يې له ځانه ليري هلته پټي هم ساتي "

ما چي دَ هغې له رائې سره خپله دا رائې هم څنګه په ډائرۍ كي خوندي كړه، نو ونېسا ګوره چي زما له ښه او دَ لاراكُوك له بد قسمته بيا راغله او راسره كښېنسته په څنګ كي او واي ..

" ته خفه يې ماته روني اوس وئيلو"

" داسي خبره هم نه ده .. بلكې ته خفه خفه ښكارې"

ما چي دا ورته وئيلو، نو هغې لاس زما په لاس كي څه راكړو، چي دَ شا له خوا مي چوكۍ ته دَ لارا ګونډې بيا راسمي شولې ­ لاكن ما غوښتلو، چي له ونېسا سره نوري خبري وَكړم ­ خو هغه وه ، چي وزر يې الوتلو ته تللو او چي كله والوتله ، نو مي مخ دَ لارا په خوا ور اړَولو ورسته په موسكا كي ورته وئيلو..

" زما خيال دا دى، نن لكه چي ته شرط بائيلې لكه چي"

" مائي فُټ "

دومره وئيلو ورسته يې زما چوكۍ داسي په څُوك دَ شا له خوا وَ وهله ، لكه اوس چي يې پوره په ... اور پوري شوى وي ­

يو وخت چي بس په وچو مځكو كي روان وْ، نو زما په ياد دي، چي زياتره ملګرو ورته په ډېر حسرت كتلو­ دلته داسي كلي هم يونيم شاته پاته شولو، چي دَ ماجت په رنګه زړې مينارې په كي ولاړي وې ­ اريزا نامي ټاوْن ، چي زياتره په كي عربي وزمه ودانياني او زړې ماڼياني برېښېدلې هم په وړو غونډيانو باندي جوړ شاته پاته شو­ او عجيبه خبره دا وه، چي پاوْ بالا څلور بجې خواته چي موږ په نيكو هوټل باندي دَ نيمي ګنټهې دپاره تم شولو، نو هغه په مدينه سيلي نامي علاقه يا ټاوْن كي وْ­

له دې ځايه چي مخته رهي شولو ، نو كله كله به مي دَ پوُسونو رمې هم تر سترګو شولې، چي په شنو مځكو كي به غړېدلې ­ او بيا چي مازيګر پاوْ بالا شپږ بجې، موږ دَ ګوالاخار ټاوْن څخه تېرېدلو، نو ګائيډ وئيلو..

" دا ټاوْن په دويم نړئيزجنګ كي دوه ځله مكمل وران شوى دى ­ هن چي دَ 1966ع په خانه جنګي كي لا هم"

زړه مي وئيلو، چي دا خو وران نه ښكاري ؟ ګوا داسي روغ جوړ كلى برېښېدلو ­ هو، دا هغه ځاى وْ، چي دَ افغانستان دَ بيا جوړېدلو په باب مي هيلي لږ ډېري په ملا ټينګي شوې ­ خو بيرته مايوسه ځكه شوم ، چي دَ پښتنو جنګي خوئيو ماته هر هر پښتون په سرو سرو داړُو لكه لېوه وَ برېښولو­ هو.. په كومو كي چي ما خپل ځان هم ورشمېرلى وْ­

لنډه دا، چي شپږ بجې موږ دَ سپېن په دارالحكومت مېډرډ، چي دَ فرنانډو او اسابيل دَ تاج پوشۍ تقريبات يې دَ تاريخ زينت شوي دي ته څنګه پېښه وكړه، نو دَ سوربخونو او دنګو دنګو پلازو او جديدو ماڼيانو او ودانيانو پرته زړه دا ګواهي كوله.. چي دا ښار دَ سپينو، ژېړو ، تورو او شنو شيشو ښار دى ­ كه څه هم دَ اروپا زياتره غټ ښارونه يو بل ته سره شوي دي، خو دا مېډرډ هغه ښار دى ، چي ځانګړتياوي لري او دَ نورو عالمي ښارونو په مقابله كي دَ خپل نوعيت زړخوښياني هم ­

بس چي په تورو هوارو روډونو باندي يوې بلي خواته منډي وهلې، نو ميرنا وئيلو..

" دا ګورئ ، دَ اّسمان په لور غزېدلي دنګي پلازې اوپه خپل طرز كي ځانګړى جوړښت .. ځكه خو ورته هسپانيان دَ سپېن زړه هم واي "

ميرنا چي دا خبري كولې، نو موږ دَ كولمبس سكوائر په څنګ كي تېرېدلو، چرته چي په فټ پاتهونو باندي خلګ داسي په غټو ګامونو يوې بلي خواته روان وْ، چي سړى ورڅخه دَ هغوئ دَ بېخي زيات مصروفيت اندازه ښه كولى شي ­ مخته دَ يوه هسك بلډنګ، چي شيشې يې څركېدلې سره په څنګ دَ مېټرو سټېشن مخي ته تېرېدلو ورسته زموږ بس اوس دَ Mendez Alvaro شاپنګ سېنټرپه خوا روان وْ ­ او ميرنا وئيلو..

" په مېډرډ كي بې شمېره تاريخي مقامات دَ كتلو وَړ دي ، لكه دَ پراډو مشهوره عجائب ګهر، قصر شاهي، مېډرډ يونيورسټۍ او په خاص توګه " دَ مېډرډ ټاوْر، چي دَ سپېن تر ټولو هسك بلډنګ بلل كېږي په كال 1700ع كي باچا فلپ پنځم جوړ كړى وْ او دا په 38 بامونو پوري اړه لري "

ميرنا لا ژغېدله ، چي دَ كاسموس بس دَ مېډرډ دَ يو څلور خاليزه هوټل پراګا، چي په Antonio Lopez نامي روډ باندي جوړ وْ مخي ته برېكونه وَنيولو، چرته چي به موږ دوې شپې كولې ­

_____

" په مېډرډ كي دَ نورو بُتانو رواج كه نه هم شته، خو وزر داري اسپي او زمريان ځاى په ځاى جوړ ليدل كېږي"

دَ ماخستن دَ ډوډۍ خوړلو ورسته دَ هوټل پراګا په پراخي او ښايئسته لابي كي له فليپينو ملګرو او دانيال او ميرنا سره ناست، چي كله ما دا سوال پورته كړو، نوميرنا خپل خيال داسي څرګند كړو..

" كېدلى شي، چي دَ فلائينګ هارس تصور دې خلګو له عربيانو څخه اخيستى وي"

" ګوا دَ بُراق يعني جنتي اّس تصور..؟ "

اوس به لا ما خبره سرته رسوله، چي دانيال واي ..

" دا فلائينګ اّس خو دَ يو بل شي سېمبل هم دى"

خبره يې ښه وه، خو چا غور نه ورباندي وكړو­ ځكه خو مخته داني واي..

" په عيسائيت كي هم داسي وئيل كېږي لكه شوق چي واي"

خبري لا بُوږ نه وْ اخيستى، چي روني په غوږ كي راته وئيلو..

" هغه ګوره ونېسا دباندي روانه ده .. ځه ورپسې، چي لاراكُوك شكي شي درباندي"

" لاكن لارا به ما څنګه ويني؟ هغه خو دلته نه شته"

ما چي څوكه غوندي داسي ورته وَوئيلو، نو ميرنا پوښتنه وكړه،

" څه خاص خبره ده ، چي له موږ څخه يې پَټوئ ؟ "

" يَه خاص خبره نه ده .. زه غواړم ، چي دباندي په چكر شم"

" لاكن خيال كوه ، داسي نه چي .."

ميرنا دومره وئيلو ورسته ماته اجازه راكړه او زه په تېزو ګامونو دَ هوټل له غټي دروازې څخه وَوتم ­ او په هغې خوا روان شوم ، په كومه چي ونېسا روانه وه ­ اوس هغه له مخه زه ورپسې لكه جاسوس او شاشاته هم ګورم ، چي لارا كُوك هم راپسې سترګي لګولي دي او كه مازي وخت خرابَوم ­ يو وار لا په زړه كي دا خبره راغله ، چي بيرته غبرګ شم ­ بيا مي وئيلو، هغه دَ لارا دَ غولولو پلان به مي خطا شي ­ نو ځكه روان وم په مخه او شاوخواته مي هم كتلو لګيا وم ­ يو وخت چي مي ګهړۍ ته پام شو، نو څه ګورم ، چي له هوټله راوتلو ورسته ما قريبًا درې پاوْه مزل كړى وْ او دې وخت زما په چپه دوه سړيان نور وْ، چي په دې بل فټ پاتهـ روان وْ­ نور هيڅوك تر ليري ليري پوري نه ښكاره كېدو­ ځكه بيرته راغبرګ شوم په خپلو پلونو­

اوس به هوټل ته رسېږم . . اوس به رسېږم ­ په دې هيلي كي مي په تېزو قدمونو كه دا وَ وايم، چي تر ګنټهې زيات مزل وكړو، نو غلط به ځكه نه يم، چي دې وخت زه يوې داسي كېفې ته رسېدلى وم، چي ورسره خواكي يې يوه ډسكو هم وه ­ ډېر ستړى شوى وم ­ په دې سوب خو مي كېفې ته پښې ورسمي شوې او هلته په يوه كونج كي مي توده كوفي چي څيښله ، نو يو څو مېزونه مخكي درې سړي او يوه ښځه دومره په زوره زوره ژغېدلو، چي دَ نري موزيك خوند يې هم ګار كړى وْ ­ ژر ژر مي كوفي غړپ كړه او په كاوْنټر ولاړ ځوان په راښول شوي سمت مخته روان شوم ­ نو زما له ښه بخته چي زه څنګه هوټل ته ننوتمه ، نو ونېسا هم دغه وه ، چي ګوره له كومه راروانه وه په هوټل پراګاكي تر ما له مخه ننوتله ­

" شوقه! تاسو چرته دا ټوله شپه تېره كړه ؟ "

لارا كُوك دَ شپې دولس بجې خواته په ټېليفون ، چي دا پوښتنه وكړه، نوما په رسېور لاس ږدلو ورسته زما په خوني كي ناستو فليپينو ملګرو ته څوكه وئيلو..

" لارا كُوك ده په لائن .. تاسو چپ كښېنئ ­ او ګورئ چي څه تماشې ورباندي كوم"

او بيا مي ورته په فون كي له سړې ساه ايستلو ورسته وَوئيلو..

" له ما دا مه پوښته ، چي څه مي كولو؟ بلكې دا پوښتنه وكړه ، چي چرته چرته لاړو او څه څه مي نه وكړو"

" ما ډېره هڅه درپسې وكړه، خو تاسو مي رېډ هېنډډ نه وَ نيولاست او راڅخه ورك شولاست"

" ښه نو ته راپسې لكه جاسوسه ګرځېدلې ؟ "

" هو.. له ما سره يو بل هم وْ "

" مبارك .. چي تا هم اّخير يو پيدا كړو­ څوك وْ، هغه بدقسمته، چي له تا غوندي بدي انجلۍ سره يې .."

او زما پوره خبره يې لا نه واورېدله ، چي فون يې بند كړو ­ ما وئيلو، چي خود لكه چي خفه شوه ­ او ملګرو ته مي مخ را واړَولو ­ اوس به موږ تبصره په دې اړه كوله ، چي بيا يې فون راغلو او په خندا كي واي ..

" له ما سره وېلينا وه او اوس هم راسره ناسته ده.. خبري ورسره كوې؟ "

" هو.. ولي نه؟ "

او بيا وېلينا په لائن راغله او په خندا خندا كي واي ..

" ته په رښتيا له هغې سره مينه كوې؟ "

" له چا سره .."

" ښه اوس يې پېژنې هم نه"

مخته يې ګوره چي په خندا كي څه وَ وئيلو، چي دَ دواړو پېغلوخوږې او له مستۍ ډكي كړيكي مي تر غوږه شولې ­ او بيا يې فون، چي څنګه بيرته وَ لارا ته وركړو، نو ما هم بدله په داسي وئيلوكي ورڅخه واخيسته­

" ستا په ياد دي ، چي ما او تا شرط لګولى وْ ؟ "

" شرط ؟ هو.. نو بيا"

" بيا.. نو هغه جرمانه راكړه، چي ما غوښتي وه "

دومره چي مي ورته وئيلو،نو هغې په ځاى دَ غصې په خندا كي وئيلو..

" ډېر اړام يې شوقه "

او ټېليفون يې بند كړو­ ما چي رسيور ږدلو، نو روني رامخته شو..

" وايه په اّخير كي يې څه درته وئيلو او كومه جرمانه تا غوښتي وه ؟ "

ما چي څوكه غوندي هغه دَ جرمانې په باب ورته حال څنګه تېر كړو، نو هغه داني په ډېره حېرانتيا تپوس وكړو ..

" نو بيا هغې څه وئيلو؟ "

" هغې فون بند كړو او بس"

" يَه يَه حال راكړه ، چي په دې باب يې څه وئيلو"

روني چي ضد شروع كړو، نو مي په ټوكي كي ورته وئيلو، چي

" هغې وئيلو.. ډئير شوق! دَ سر په سترګو"

او له دې سره سم درې واړه ملګرو تر يوه نيمي بجې پوري ناست يوې بلي خواته خبري كښَولې ­ بيا چي هغوئ كله بيرته خپلو خونو ته ستون شولو، نو ما دا واقعه په ډائرۍ باندي اړَولو ورسته دَ نن ورځي دَ انساني همت او صلاحتونو په رڼا كي دَ "معجزه" تر عنوان دلاندي يو وړوكى نظم هم په كاغذ واړولو­

_____

" واي چي هسپانيان بوره ډېره خوري او په خواړو كي يې خوږلت زيات وي "

راسره په څنګ چوكۍ كي ناست پاټ لېن ، هغه بل اړخ ته په چوكۍ باندي ناستي مايئنې شېلا اوډلې ته چي دَ بس روانېدلو په وخت دا وئيلو، نو ما هم ورسره خبره منلو ورسته وَ وئيلو..

" هو.. خواړه خو يې خواږه دي او خپله خو هم دا خلګ بد نه دي "

" ښه خندني او دَ ښې روئيې خلګ دي ، خو كه دا دَ پيسو دپاره يې هر څه په داوْ باندي دَ ږدلو خوُيي نه درلودلى، نو نور به هم ښه وى..."

اوس به لا ما مخته دَ هغه خبره كښوله ، چي دَ ميرنا دَ سهار سلام ورسته مي دا تر غوږو شولو، چي

" دا دَ مېډرډ زړو ټاوْن دى"

" دومره ژر بيا راوَرسېدلو؟ "

ما چي دا خبره دَ ميرنا دَ اعلان ورسته له خلې وتله، نو موږ دَ انتونئيو لوپيز روډ څخه ښه مخته راغلي وْ­ او اوس زموږ بس دَ زاړه ټاوْن، چي سېنټرل ټاوْن هم نومېدو كي دَ مئير پلازه په يوه تنګه كوڅه كي پارك كېدلو لګيا وْ ­

په مئير پلازه، چي په كي په سلاوْ دوكانونه وْ كي شاوخواته ګرځېدلو ورسته په دې پلازه كي دننه موجود ټوْرزم سېنټر ته ورچپ شوم او دَ سټي مېپ تر لاسه كولو ورسته ، چي ورڅخه دباندي راوتم، نو مي دَ فليپينو ملګرو سره سم كائيكو هم ملګري شوه ­ او ټول دَ يو نيږدې چرچ كتلو په نيت مخته روان شولو­ چرچ كه څه هم ډېر پخوانى وْ، خو داسي بې غوره بيا هم نه وْ، لكه زموږ دَ لاهور تاريخي ورثه ، چي زياته په خاوري كېدو ده ­ له چرچ څخه وتلو په وخت كائيكو پوښتنه وكړه،

" دا چرچونه تاسو ته څه دركوي؟ "

" هغه چي شوق ته يې ماجتان وركوي"

داني چي په ځواب كي داسي وئيلو، نو دَ هغې سر لكه چي نه شو خلاس او بيا پوښتنه كوي ..

" ما او شوق خو دَ چرچ ننداره كوله ­ تاسو دوْ هلته مخته په بېنچونو باندي ناست څله سرونه ځڼولي وْ ؟
" عبادت مو كولو "

داني چي دا توري له خلې ايستلو، نو داني ورته په فليپينو كي ګوره چي څه وَوئيلو، چي دواړو وَخندلو ­ او خبره په هغه ځاى ځكه پاته شو، چي موږ دَ اوپېرا سره جوخت لاندي په مېټرو سټېشن كي وَ ګرين لائن ټرېن ته ختلو لګيا وْ ­ او دا زيرزميني ټرېن دَ Chueca , Gran Via , Callao نامي درې سټېشنانو څخه تېرېدلو ورسته چي په Alonso Martinez سټېشن كي څنګه تم شو ، نو ورڅخه كُوز شولو ­ او بالا مځكي ته راوَختو ­ دا علاقه په اول نظر نوي علاقه راته وَمونېدله ­

يو وخت دَ برطانيه دَ سفارت خانې سره په څنګ كي دَ تېرېدلو په وخت داني واي ..

" په اروپا كي دَ اېشيا په شان بازارونه نه شته ، تشي پلازې دي يا بيا دَ يوې نيمي كوڅې په سركي چرته جوړ دوكان يا كېفې"

" هم ځكه خو په سكون دي "

ما چي لا دومره وئيلو، نو روني واي ..

" او بل پرېشر هارنونه هم ما په اروپا كي چرته نه واورېدلو"

" دا پرېشر هارن څه ته واي؟ "

كائيكو چي جاپانۍ وه په حېرت پوښتنه وَ كړه،

" دا هغه شى دى ، چي تا كله هم نه دى اورېدلى ­ نو ځكه به دي سر هم نه شي ورباندي خلاس"

او په دې خبره چي هغوئ ټول كله خندا ته وَجوړېدلو، نو ما هم خپل ښكار پيدا كړو­ ګوا دَ مطالعې دَ ضرورت په سمه يو ډله ، چي په كي درې پېغلې او څلور ځوانان وْ راڅرمه شو ­ خو عجبه خبره دا وه، چي په هغو اووْ كسانو كي تش دوه داسي وْ، چي يوڅو ټكي لكه ګوډ مارننګ.. نو..يس.. ګو..كم.. زده وْ ­ او خوند خويې لا هغه وخت وكړو، چي كله يوه ځوان له ما زما دَ ملګرو په مخ كي دَ نوم پوښتنه داسي وكړه..

" وټ از مائي نېم سر ؟ "

زما په ځاى روني ورته را مخته شو او زما په لور اشاره كولو ورسته ورته واي ..

" مائي فرېنډ ... يور نېم شوق شوق "

مخته هغوئ په خپلو او موږ په خپلو كي كړيكي ګډَولو ورسته مخته څنګ په څنګ روان شولو ­ څه مخته دَ هغه ګروپ يوه انجلۍ ماته په اشارو واي ..

"دلته په هسپانۍ ژبه كي چي څوك له چا پوښتنه كوي ، چي " ستا انګلسي زده ؟ نو داسي وايه
? Habla Usted Ingles"

بس بيا نو څه وْ، چي موږ ټولو دا فقره په هر چا باندي چسپَوله او خوندونه مو ورباندي اخيستلو ­ ګوا، چي چا به لږ ډېره وئيلى شوى، وئيل به يې ..

" Si Usted Ingles " ګوا " هو.. زما زده ده انګلسي"

دَ چا چي به نه وه زده، نو هغه به وئيلو..

"No Comprehendo Ingles " يَه زما نه ده زده انګلسي"

لنډه دا، چي په دې علاقه كي چي ښه ستړي شولو، نو بيرته دَ Martinez په مېټروكي په ګرين لائن ټرېن كي يو غټ سټېشن ، چي Munez de Balbao نومېدو كي بالا مځكي ته څنګه ورچپ شولو ­ نو يوه پېغله هسپانۍ كوچۍ وَ داني ته داسي ورڅرمه شوه ، چي كه څه هم بيا بيا هغه ورته لاسونه جوړه كولو.. خو هغه وه، چي په خبره نه پوهېدله او ورسره سره روانه وه او څه يې ورڅخه غوښتلو لګيا وه ­ څه ؟ په دې موږ نه وْ خبر ، خو دَ داني خوار په ماشومه روئيه مو خندلو او بلكې روني به لا داسي هم ورته وئيلو..

" دې وَ پېژندلي .. او خود ته لكه چي چرته په اروپا زموږ په پټه ملاوْ شوى يې ورسره "

داني به هم وَخندلو او وئيلو به يې ..

" لاكن اوس خو مي ورڅخه خلاس خو كړئ "

ښه ډېر چي مي دا مېله انجواى كړه، نو كائيكو ورمخته شوه او هغې انجلۍ ته ديكه وركول ورسته يې دَ داني تر ملا لاس داسي تېر كړو لكه دا چي وَ هغې هسپانۍ ته داسي احساس وركوي ­ چي دا ځوان دَ هغې بوائي فرېنډ دى ­ نو ځكه هغه ښځه هم وَدرېدله او په برګو برګو يې وَ داني ته كتلو ورسته په هسپانۍ ژبه كي يوه كلكه ښكنځا وكړه او شاته پاته شوه ­

" مبارك مبارك ، داني خلاس شوې .."

روني چي دا خبره لا سمه نه وه كړي ، چي كائيكو دَ خندلو ورسته واي ..

" اوس خو په كار دى .. چي داني موږ ته يو ټريټ راكړي "

" هو..هو.. درځئ، يو ځاى څه وَخورو"

او دَ داني له دې خبري سره سم موږ وَ يو رېسټورېنټ ته وردننه شولو ­

_____

" هغه انجلۍ په حق باندي وه"

" ولي؟ "

داني چي دَ روني دَ خبري په ځواب كي پوښتنه وكړه، نو روني ماته سترګه وهلو ورسته ورته واي ..

" ښائسته هم وه او بل چټه پېغله هم"

روني لا په ګرانه دومره وئيلي وْ، چي داني په خندا سر شو او واي ..

" تاسو له ما دا پوښتنه نه وكړه، چي هغه څله وَماته روژدېدلي وه ؟ "

" څله ؟ "

موږ ټولو چي په يوه صلاح ورڅخه پوښتنه وكړه، نو هغه بيا له خندا شين شو او شاوخواته يې كتلو ورسته څوكه خوندي وئيلو ..

" هغه كوچۍ خو زما واقعي شناخته وه"

داني چي دا خبره وكړه، نوموږ ټولو يو بل ته كتلو ورسته په حېرت ورڅخه اوس لا په دې اړه سوالونه كولو، چي هغه خپله كيسه شروع كړه ­

" خبره داسي وه .. اوس چي موږ له دې سټېشن څخه شاته دَ اّخيري مېټرو په پوړيانو باندي بالا راختلو، نو زه خو تر تاسو له شا راروان وم او ځانته مي په خلګو كي لاره جوړَوله لګيا وم، چي يو وخت مي لاس دَ سائيډ پائپ نيولو په هڅه كي دَ هغې كوچۍ په سينه پوري چي څنګه په خطائي راټينګ كړو، نو انجام يې داسي وَوتلو، چي هغې ته اّسره پيدا شوه "

" هغه به سينه نه .. بل ځاى وْ ؟ ته يې ښه په زړه كړه داني"

او داني دَ روني په دې خبره دومره غټه كړيكه وَلګوله، چي په دې بل مېز ناستو خلګو هم يو بل ته دَ كتلو ورسته له موږ سره شونډي ويړي كړې خندا ته ­

يو وخت چي موږ په مجلس مجلس كي په وېنټاس نامي مېټرو سټېشن كي وَ رېډ لائن ټرېن ته وختلو، نو روني وَ داني ته واي ..

" خيال كوه .. چي دلته بيا په چا لاس نه وَنيسې "

" هو.. اوس خو يې لاسونه عادت شوي دي"

ما چي داسي وئيلو، نوكائيكو هم واي ..

" داني داني.. اوس بيا له سړيانو سره په څنګ كي ولاړ يې ­ پام كوه چي .."

او مخته يې هغه خبره وكړه ، چي زه يې په نره ځان لا دلته ليكلى نه شم ­ ځكه خو موږ درې سره نرينه ملګرو يو بل ته بيا تر ډېره پوري كتلو څه؟ چي په سترګو سترګو كي مي دَ كائيكو دَ اّزادي روئيې په باب خبري هم پئيل كړي وې ­

دَ Becerra ورسته د َ Goya نامي سټېشن راغلو، چرته چي ډېر كسان ټرېن ته راوَختلو او موږ يې په يو كونج كي داسي تخته كړو، چي داني څوكه غوندي ماته په غوږ كي واي ..

" دا كائيكو خو به تر دې هم زياته در... شوي وي"

كه څه هم ما هيڅ نه وئيلو، خو هغه داخبره داسي كوله لكه جوړه چي يې يقين وْ په خپله دې رائي باندي ­

" دَ ايمسټرډم هيرو خو شوق وْ .. اوس داني ته دي هيرو اّف مېډرډ ټائيټل وركول بده خبره نه ده .. څنګه؟ "

روني چي وَ كائيكو دا خبره كوله ، نو هلته نيږدې يوه هسپاني ځوان پوښتنه وكړه ..

" څنګه دى دا زموږ هېواد سپېن؟ "

" ډېر ښه دى"

كائيكو چي دا خبره له خلې ايستله ، نو داني ورته واي..

" خلګ يې هم ډېر ښه دي او.."

" كوچياني هم"

روني چي څنګه دَ داني خبره سرته وَ رسوله ، نو په داني دا خبره بده وَلګېده او په فليپينو كي ورته ګډ څه شو، چي هغه انګلش ويونكى ځوان او دَ هغه سوال نيمګړى پاته شو، او ټرېن هم دَ Principe de Vergara څخه مخته روان شو­ په دې ډبه كي دَ لګېدلي چارټ په سمه موږ Retiro ، Banca de Espana ، Sevilla او Sol نامي سټېشنانو څخه تېرېدلو ورسته موږ دَ ګرين لائن ټرېن نيولو په غرض په Toledo كي كُوزېدو ورسته په بل ټرېن كي اوپېرا سټېشن ته ورسېدلو­

دلته موږ San Isidro ورسته په يوه چائينيز رېسټورېنټ كي دَ غرمې ډوډۍ خوړلو سره سم بيرته په هغو لارو دَ Antonio Lopez په لور ورسم شوي وْ ، چرته چي زموږ هوټل پراګا وْ ­

_____

لمر لا نه وْ پټ شوى، چي زه دَ هوټل په لور بيرته را روان وم ، يو نيم سړي يا ښځي به ماته ډېرپه غور ځكه كتلو، چي زما په لاس كي هغه خالي بېګ وْ، چي دلته په شا دوكانو كي مي په ډېرو ګرانو پيسو رانيولى وْ­ اوخلګو لكه چي په دې راته كتلو، چي زه دغه وم ، دَ هغو وَ ښار ته راچپ شوى وم ­

" خود لكه چي پيسې وېښل كېږي يا جنګ دى دننه "

په زړه كي دا خبره راتللو سره سم ما هم قدمونه په هغه لور تېز كړو، چرته چي دَ يو غټ دوكان مخته بېخي زيات خلګ ولاړ وْ، اوهر يوه غاړه پورته پورته كوله، چي هلته دننه وَګوري ­ ما چي هم ځان دَ يو څو سرونو څخه پورته وَغزولو، نو څه ګورم ..؟ چي هلته دننه يوه وړه ټي – وي پرته ده او په كي Bull Fighting ( هغه لوبه ، چي يو سړى نه يوازي له يو مست غوئيي څخه ځان په سره ټوكر باندي ژغوري ، بلكې په هغه غوئيي كي نېزي هم ټوُمبي) لوبه ښكاره كېږي ­ او كله چي به هغه لوبغاړى تېره نېزه په غوئيي كي ور وَټُومبله، نو ټول ولاړ تماشايان به داسي له خوشالۍ پورته پورته كېدلو، لكه په فټ بال لوبه كي چي دَ خوښي ټيم ګول كوي ­

" كه چرته موږ خواته داسي لوبه كېدلى، نو به دُنيا دَ ظلم بلا ظلم نارې وهلي ­ لاكن نن ځكه هيڅ نه وئيل كېږي دَ وينو په دې لوبه ، چي يو مهذبه قام خپله كړي ده "

لا كېدلى شو، چي انسان دَ بربريت دا لوبه ما نوره هم كتلي وى ، كه چا له شا ټُومبلى نه وى ، او هغه هم لاراكُوك ، چي خپلو خوندكيانو، وېلينا،لوري ويوار كائيكواو بلينډا سره زما شاته ولاړه وه او واي ..

" شوقه ! ته هم دا لوبه ګورې؟ "

" په دې نه ، چي خوند ورباندي اخلم .. بلكې په دې ، چي انسان څومره ظالم دى؟ "

ما چي دا خبره په ځواب كي ورته كوله ، نو وېلينا په مستۍ كي راته واي ..

" هغه ستا خوږه ملګري چرته ده؟ "

" ملګري ..كومه ملګري؟ "

او بيا مي لارا په لور كتلو ورسته په كائيكو لاس اچولو ورسته بيرته وار داسي لاس ته كړو..

" دغه ملګري ، چي دَ خلګو په ما نه پيرزو كېږي ؟ "

" هو.. دغه ملګري"

لارا داسي دَ زړه له سوخته وَوئيلو، لكه چا چي يې په حق يرغل كړى وي ­ خېر، چي له هغو سره په ګډه هوټل ته دننه كېدم ، نو په دروازه كي مي داسي څوكه غوندي لاراكوك ته وَ وئيلو..

" هغه دَ شړط بائيللو جرمانه دي څه كړه؟ "

هغې ښه تود څُوك را څنډلو ورسته په خندا كي وَ وئيلو..

" جرمانه هم له هغې واخله ، له چا سره چي هره ورځ ليدل كتل كوې ښه"

" لاكن هغه خو تا نظر كړه"

" خفه شوه او كه بل چا ورباندي قبضه وكړه؟ "

" يَه .. ستا دَ سترګو بد نظر وَخوړله"

" ښه .. نو زما سترګي دومره بدي دي؟ "

" له بدو سره سره ډېري اغېزناكي هم .. خاص په زړه ويښتل كوي"

دا مقالمه چي مو سرته څنګه ورسوله ، نو په لابي كي وَ هغه كونج ته ورسم شوم ، چرته چي روني او داني له ډېني هاوْ او دَ هغه له فېميلي سره ناست وْ ­

" موږ خواوس لا دَ وتلو اراده كړي وه او ته بيا له خوږو دُښمنانو سره له چكره بيرته هم راغې"

" نو بيا څه ګورى .. ورځئ ، ناوخته نه دئ "

" ولي ته نه راځې؟ كه څه؟ "

ما ورته وئيلو..

" هو.. زه اوس دَ رېسټ كولو په موډ كي يم"

" رېسټ .. كه دَ بل څه په موډ كي؟ "

داني چي دا وئيلو، نو ډېني هاوْ هم ورسره داسي په "هو" كي "هو" ورګډ كړو، لكه هغه چي هم خبر وي او واي ..

" شوق او دَ شپې رېسټ ..؟ زما زړه دا خبره نه مني"

دومره وئيلو ورسته هغوئ دَ لابي دَ لوي دروازې او ما دَ لفټ په لور مخه وكړه ­

ډوډۍ ته مي زړه نه كېدلو، ځكه مي بسترې ته په اول ماخستن ځان وسپارَلو ­ بيا كه څه هم يو دوه ځله دَ يونيم يار په فون مي سترګي راخلاسي شوې، خو بيرته به ويده شوم ­ ولي، چي دا دَ نن شپه خو وه، چي خوب مي په صحيح مانا كي دَ سكون تر ټاكه رسوَلو لګيا وم ­
_____

دَ ديارلسم اپرېل 1996ع په سهار دَ نارى كولو ورسته موږ دَ هوټل پراګا څخه په مېډرډ ښار كي تېرېدلو په وخت، چي كله له دريابه وَدې بلي څنډي ته اويښتلو، نو ميرنا واي..

" دسهار سلام ملګرو او غواړم، چي ټول به خوشاله هم ياست"

" هو.. يُو خو.. لاكن "

دَ اېډرين په دې يو څو تورو ميرنا دَ هغه په لور ورچپه شوه او په اوږه يې لاس ورته ږدلو ورسته ګوره چي كوم زېرى په غوږ كي وكړو، چي هغه په زوره وَخندلو ­ او دلته روني، چي نن زما په ښي لاس كي دَ شا په چوكۍ كي ناست وْ او داني يې هغه بل لاس ته هم پورته شو او واي ..

" ميرنا! هغه كومه خبره وه، چي اېډرين دي داسي وَخندولو ؟ "

ګوره، چي هغې وانه ورېدلو او كه څه ، چي روني ماته مخ رااړَولو ورسته واي ..

" خود لكه چي وېلينا ورڅخه خفه ده"

" هو ماته هم داسي محسوسېږي، ولي چي له پرونه دواړه بېل بېل ليدل كېږي"

داني چي لا خبره سرته نه وه رسولي، چي وېلينا له يو بل سيټه پورته شوه او اېډرين سره په خلاس سيټ كي څه كښېنستله ، چي ما او روني وَخندلو .. داني يو دم لكه خفه چي وْ،

" څله خاندئ ..؟ ما ټوكه نه سئيريس خبره درته وكړه"

روني دَ دې خبري په ځواب كي چي په فليپينو كي اصل خبره څنګه دَ هغه له غوږو سره تېر كړو، نو هغه په حرياني كي واي ..

" ښه.. كله ؟ ما ورته هيڅ پام نه دى شوى"

موږ چي دا خبري كولې ، نو بس دې وخت له مېډرډ څخه ښه ډېر وتى وْ او اوس يې په ځنګلي سيمه كي دَ بورګوس نامي ټاوْن په لور لاره لنډَوله لګيا وْ ­

پاوْ بالا نهه بجې موږ دَ شنو اوبو دَ غټ كړوم څخه تېرېدلو، چي شاته يې دَ غره په لمن كي واوره هم لا پرته وه ­ او لږ مخته بيا اّسټرېلين توري سپيني غواګاني هم غړېدلې، او ونېسا چي يو دوه سيټان مخته ناسته وه .. منظرونه په كېمره كي خوندي كولو لګيا وه او ورسره ناست توشي چي اوس دَ هغې پوخ دوست جوړ شوى وْ هېډ فون په غوږو كي لګولى وْ او سندري يې اورېدلي ­

لس بجې خواته موږ دَ لوي لاري په يو هوټل، چي نيږدې يې غټ پټرول پمپ هم جوړ وْ مخي ته چي څنګه له بس څخه راكښته كېدلو، نو ميرنا موږ درو ته څوكه غوندي وَوئيلو..

" خپل خپل حاجت هم پوره كړئ او په هغه مخه مخامخ ټرالر كي بې پيسو شو هم خامخا وګورئ "

" بې پيسو شو…؟ "

دا سوال زما په مزغو كي ځواب بېخي ژر هغه وخت وَموندلو، چي دَ هغه ټرالر په مخ سيټ كي، چي پړدې ورباندي راايله وې ­ خو له كونجه يې يوه سپينه پښه لږه لږه په هوا كي الوتي را ښكاره شوه او زما ملګرو هم هغه پښه وَليدله ­ نه يوازي دا ، بلكې لږ لږ ټرالر هم ښورېدلو ­
"خود لكه چي هغه ټرالر دَ زلزلې په زد كي وْ ؟ "

له دې سوچ سره سم په رېسټورېنټ كي كوفي څيښلو ورسته چي بيرته دَ بس په لور له ملګرو سره ور روان شوم، نو په سائيډ كي له ولاړ هغه ټرالر څخه دې وخت يوه چټه ژېړسري ښځه او نرى ځوان اُستاد داسي راكُوزېدلو، لكه مېړه او مائينه چي وي .. نور مخته خداى خبر ­
" څنګه وه مېله ؟ "

ميرنا چي موږ دَ بس په لور وربللو ورسته دا پوښتنه وكړه، نو روني ورته واي ..

" ښه وه، خو دومره هم ښه نه .."

هغه به لا نور څه وئيلو، چي ميرنا هغه دَ بس په لور وَدېكلو او په خندا كي ورته واي ..

" په داسي حال كي دغوني مېله هم ډېره ده"

او بس يو ځل بيا دَ Somosiera Pass په تنګو او پراخو ناوْ كي مخته منډه وهله او ښه مخته ، چي موږ دَ lerma نامي دَ تكو ژېړو بامونوټاوْن څخه مخته وتلو، نو ميرنا وئيلو..

" بورګوس ټاوْن له دې لېرما څخه په 35 كلوميټره واټن باندي دى ­ بورګوس سوړ ټاوْن دى ­ او ګرمي يې په خوا لا نه راځي .. او كه راځي هم، نو په 25 جولائي كي راځي او په 26مه جولائي بيرته ځي"

يو ځل بيا بس په ځنګلي سيمه كي رهي وْ ­ چي ميرنا ژغ وكړو..

" كوټونه او مفلران تيار ساتئ .. زياته بورګوس ټاوْن را رسېدونكى دى "

بيا نو څه وْ، ملګرو دَ يخو هواګانو په زد داسي تياري شروع كړه، لكه اوس چي به په سائبېريا كي وركُوزېږي­ او موږ چي دا تيارياني كولې، نو كيڼ لاس ته Madrigal Town هم شاته پاته كېدو لګيا وْ ­

*****


هغه ښار وْ.. كه مات بنګړى ؟

دَ ګهړۍ ستني چي څنګه دَ غرمې يولس بجو ته وَرسېدلې ، نو دَ بورګوس ټاوْن ، چي دَ شمالي سپېن په اولډ كېسټيل نامي سيمه كي اّباد دى پئيل شو ­ دَ وړو غټو او هسكو پلازو دې ښار له روډونو سره په څنګ څنګ چمنيان هم داسي په خوند لګولي شوي وْ، چي په لومړي نظر كتلو بيا سړى په دې وئيلو، پارَوي ، چي

" واه .. څومره دَ خوند ښار دى؟ "

اوس موږ دَ دې ښار وَ منځني ټاوْن ته لاره لنډَوله ، چي ميرنا وئيلو..

" تاسو دَ بورګوس ښار تاريخي عظمت دَ دې ځاى دَ ړزَو كلا وزمه ودانيانو او ماڼيانو څخه ښه لګولى شئ ­ دا دَ كېسټيل صوبې صدرمقام دى او دلته په دولسمي صدى كي دَ ګاتهك ګرجا غوندي بلډنګ جوړېدل څه كمه خبره نه ده ، چي په درستي جنوبي اروپا كي تر ټولو ښائيسته ګرجا بلل كېږي "

دا خبري په كېسټ باندي څپ كولو سره سره مي په هغو تورو تمبو كي هم چُړت بند وْ ، چي دَ بلبونو په ځاى په كي څراغونه راځڼېدلو ­ له دې څخه داسي برېښېدو، لكه دلته چي ډېر پخوا هم دَ سټريټ لائټ انتظام وْ ­

" زموږ وَ كيڼ لاس ته چي كوم كلاوزمه بلډنګ وْ ، هغه پخوا قېدخانه وه او اوس دَ يو هاسټل په توګه په كارَول كېږي"

هو ، ګائيډ هم سمه خبره كوله ، ګوا هغه كلا اوس هم جېل ته مونېدله ­ دَ زاړه شي څومره اهميت دى؟ دَ دې سوال هر ځواب كه څه هم په پښتني سيمو كي چرته او كله هم نه .. خو دلته په اروپا كي په هر دويم ګام پيداكېږي ­ ګوا دلته زوړ شى ، په زاړه حالت كي دَ ساتلو رواج دَ اروپايانو قامي خوئيه ده او هغوئ له خپل پرون سره مينه كوي او هڅه كوي ، چي خپله رښته نه وَشلوي ورڅخه ­

" دَ ژوندي قام لويه نخښه هم دغه وي، چي غړي يي له خپل پرون سره اړيكي ساتي ­ نه چي دَ پښتون په رنګه.... كوم چي په زړَو باندي خاوري اچَوي او نوي په كارَوي نه ­ ځكه خو له قامه قوميت او له قوميته دَ قبيلو په لور روان دى "

دا سي خبري چي مي په مزغو كي ګردانولې، نو موږ دَ ګاتهك كلا له دننه څخه كتلو ورسته دباندي خواته دَ ميرنا په رهنمائي كي په پښو باندي تګ كولو ته وَجوړېدلو لګيا وْ ­ او بيا ډېر ژر په تنګو كوڅو كي هغه له مخه او موږ ورپسې وْ ­ هلته شاپنګ سېنټران وْ ، چي په زاړه طرز جوړو دوكانو پوري يې اړه لرله ­ نو دغه وجه وه ، چي دلته زموږ په چپه هم په درځنو نور سېلانيان ګرځېدلو ­

يو وخت چي موږ په دې كوڅو كي يوې بلي خواته وَ وېښل شولو، نو زه په اېډرين او وېلينا، چي دې وخت ونېسا هم ورسره وه كي ور وختم ­ ما نه غوښتلو، چي ورسره ملګرى شم ، لاكن اېډرين په كلك ست مي غړى ورته واچولو او ورسره روان شوم ­ او لږ ساعت ورسته بيا موږ په يو زاړه طرز جوړ رېسگټورېنټ كي دَ يوه مېز شاوخوا ناست وْ ­

" مينو ستا په خوښه ده نن"

" ولي؟ "

" هغه ځكه چي ته نن زموږ مېلمه يې"

وېلينا، چي دَ اېډرين دَ خواست په ځواب كي زما دَ سوال ورسته داسي وَوئيلو، نو ما مينو ونېسا ته وړاندي كړه ­

" نو بيا دَ ونېسا خوښه زما خوښه ده "

او ونېسا كه څه هم ځان پېچلو، خو اّخير يې منلو ورسته وېټر ته خوراكي مينو ور تېره كړه ­

" ماته داسي ښكاري ، لكه ته چي دَ سېلاني طبعيت سره سره دَ دوستيانو كولو هم شوق لرې؟ "

" هو.. لاكن نن سبا دوستان ډېر ټائم پاس غوندي روئيې لري "

ما چي دَ وېلينا دَ يرغل په ځواب كي دَ توپ خله دَ ونېسا په خوا ور واړَوله ، نو هغه وَموسېدله او دَ څه ردعمل ښكاره كولو په ځاى يې خبره كه څه هم بلي خواته واړَوله ، خو په خبره كي يې زما دَ خبري ځواب هم مستور وْ.. وئيلو يې،

" كائيكو نه برېښي نن سبا، ګوره چي چرته ده ؟ "

كه څه هم دې خبري ښه ډېر زور راكړو، خو همت مي وكړو او ورته وئيلو مي ..

" وي به چرته .. دَ دوستانو كمى خو په دې ټرپ كي نه شته "

" ځكه خو ته دوستان بدلوې"

ګوره چي نن بيا دَ وېلينا څه... كېدو، چي په وار وار يې ګوزارونه راباندي كولو ­

" دوستي دَ ايثار نوم دى او هر څوك داسي نه شي كولى ، ځكه خو دوستان بدل رابدل شي څنګه شوقه؟ "

" ولي ته هم ګرځې په نوي دوست پسې كه څه ؟ "

او دَ وېلينا دَ دې سوال برسېره چي دَ هغې خپل بوائ فرېنډ اېډرين داسي پوښتنه ور څخه وكړه ، نو موږ ټول خندا ته داسي وَجوړېدلو، چي بيا خبري هم په بله ولاړې او په خوند خوند مي ډوډۍ وَخوړله او له رېسټورېنټه وَوتلو­ هو، بيا په هغو تنګو كوڅو كي، چرته چي موږ ځانونه تر ډېره پوري دَ بورګوس په ماضي كي سنجَولو لګياوْ ­

_____

بورګوس ښار چي شاته پاته كېدلو، نو هر يوه بيا بيا شاهد چي په دې وجه ورته كتلو، چي زړه دَ هيچا نه منلو، چي بيا به ورته راچپ شي ­ اوس يو ځل بيا موږ دَ شنو وړو او دَ غټو غونډيانو په لوړو ژورو كي مخته رهي وْ اودَ قدرت په حسينو نندارو مو خوندونه اخيستلو ­

څه مخته دَ Mirando نامي ټاوْن ، چي په يوې ناوې كي جوړ وْ، څخه په څنګ چي تېرېدلو، نو ميرنا وئيلو..

" دَ سپېن خلګ هم دَ غواوْ ساتلو په پرته دَ مالدارۍ ډېر زيات شوق لري .. او اسان هم ساتي خو دومره نه ، چي انګلش خلګ يې لري"

له دې ميرانډو ورسته ځنګلي سيمه بيا په رقم رقم ونو باندي زموږ سترګي خوږَولې ­ او يو نيم ځاى مو دَ پوُسونو رمې هم تر سترګو شولې ­ او اوس سان سباشئين نامي ساحلي ښار چرته چي به موږ نن شپه تېروْ ، دَ ګائيډ له قوله اوس نيږدې دى او ډېر ژر به ورته وَرسېږو ­ نو ځكه خو هغې مخته وئيلو..

" په سان سباشئين كي چي په كوم هوټل كي موږ استوګنه كوْ ، هغه دَ سمندر په څنده اّباد هغه ساحلي ښار دى ، چي ورته خلګ په ګرميانو كي له ليري ليري راځي او دې ته شاهانه ښار هم وئيل كېږي ­ لاكن دا خيال كوئ ، چي دَ لمر پُټېدلو ورسته يوازي هلته ساحل ته ورنه شئ ­ ولي چي دَ ګنډكپانو پرته نوري پېښي هم ممكني كېدلى شي "

او بيا چي په ناوْ كي يوې بلي خواته دَ كاسموس بس يو وخت رك دَ سان سباشئين په ښار ورګډ شو ، نو ميرنا په سپيكرانو كي واي..

" مسټر شوق! دا خبره ښه نوټ كړه ، چي يوازي به هلته دَ سمندر څنډي ته نه ځي ­ خوكه ځې هم نو راته وه وايه ، زه به درسره لاړه شم يا به بل څوك درسره كړم ..."

دې لا خبره سرته نه وه رسولي، چي اراده مي هلته دَ شپې وَ خواته دَ ورتللو په دې باندي پخه كړه ، چي ما خپل ذهني تجسس ليري كول غوښتو ­ هو ځكه چي داسي موقعې خو بيا بيا نه راځي ­

" واه .. دا خو شاعرانه ګودر دى"

له بس څخه چي له ملګرو سره كښته كېدم ، نو مي په زړه كي داسي خيال سر راپورته كړو او زه هم هوټل كوډينا ته وردننه شوم ­ دَ خوني كيلۍ اخيستلو ورسته داني راسره په څنګ شو او واي ..

" كه ځې هم هلته ، نو موږ به درسره لاړ شو"

" ګورو به ، چي څه كېږي .. لا خو اول مازيګر دى"

ما به لا دا وئيلو، چي جاپانۍ پېغلي كائيكو چي دې وخت زموږ په مابېن كي راسره روانه وه ، په وړه غوندي لهجه كي موږ ته واي ..

" اوس كه تاسو ځئ ، نو ما هم له ځان سره بوځئ "

" هو ځو به .."

روني هم ورسره خبره خوږه كړه،

" لاكن اوس به يې څه خوند وي ؟ خو، خېر لاړ به شو"

او بيا په هوټل كي بېګونه خوندي كولو ورسته موږ څلور سره ملګري هلته هغه مات بنګړي وزمه ساحل ته ورچپ شولو، چرته چي په اوبو كي دننه دوې وړې جزيرې داسي ښائيسته برېښېدلې، لكه دا چي حقيقت نه،بلكې دَ يو اّرټسټ په لاس جوړ منظر وي..يا دَ ښكلا مات بنګړى ­

دلته په ژېړ او پاسته رېګ باندي دَ غزېدلو او تر خپلو ښه ډېره ګپه كولو ورسته ، چي بيرته روان وْ، نو ما شا شا ته ځكه كتلو، چي ځانته مو له اوسه دَ سېل او ناستي ځايونه غوره كولو­ او له دې ساحل څخه دَ كائيكو په خوښه دَ ټاوْن په خوا ور روان شولو او تر لمر لوېدلو پوري په كي ګرځېدلو ورسته چي څنګه خپل هوټل ته ورسېدلو­ نو كائيكو په ډېر ضد باندي موږ درې واړه له هوټل كوډينا سره جوخت ګرين بار( كېفې) ته وركښ كړو او هلته يې دَ خپلي خوښي په مينو زموږ ستړيا داسي راليري كړه ، لكه موږ چي مزل كله كړى نه وْ ­ او روني خو لا داسي هم وئيلو، چي

" درځئ چي بلي خواته په چكر شو"

كه څه هم زما دواړو ملګرو ورسره خوښه كړه ، خو ما يې اختلاف په دې وجه وكړو، چي نن ما خپل ضد پوره كولو ته ملا تړلي وه ­ نو ځكه هغه مي په لابي كي لاندي پرېښولو او زه بالا خپلي خوني، چي 409 نمبر وه ته ور وختم ­ زما له ښه قسمته دَ هغې خوني له كهړكۍ څخه هم سمندر صفا ښكاره كېدلو ­ نو ځكه ما هم غسل كولو ورسته پړدې ليري كړې او دَ مخامخ مات بنګړي وزمه ساحل په ننداره شوم ­

_____

" لاخو دَ ماخستن ډوډۍ ته نيمه ګنټهه ګوري ، ولي اېكړ دې سره جوړي كېفې ته نه شم لاړ.. څه خلګ به وَوينم دَ مطالعې په سمون"

او بيا زه وم او په بار كېفې كي هغه ډله، چي ورسره په ګپه اخته وم ­ كه څه هم هغوئ دَ انګلسۍ ډېر خلاف وْ ، خو ما غوښتلو چي نور نور يې اندرون وَ څپړم ­ نو په دې خو مي دَ انګلسۍ په حق كي ورته چي څومره څومره خبري كولې .. هغوئ هغومره خپلي رائيې دَ خپلي ژبي او ژوند په حقله ټينګولې ­ او يو وخت ، چي ما په خپل يو دليل كي دا وَوئيلو، چي

" انګلسي خو دَ نړۍ ژبه ده ، په كار ده چي تاسو يې هم زده كړئ "

نو په هغو كي يوه تكړه ځوان له ډېره خشمه داسي وئيلو..

" موږ دا انګلسي څه او څه كوْ ­ خپله ژبه لرو او وياړو ورباندي"

دا خبره چي يې وكړه ، نو ماته خپل هغه په غېرت او پښتو مړه پښتانه را مخي ته شولو، چي دَ ژبي په وار يې هر وخت ملا ماته وي ­ او تر خپلو دا ننګيالان دَ بل په وار شغالان كه نه هم دي ، خو مرئيان او تابعداران ضرور دي ­ ولي ، چي تر پرونه پوري چي دور دَ جسماني طاقت وْ، نو دوئ په كي زمريان بلل كېدو او اوس چي وخت دَ سيالۍ راغلو او خبري قلم لاس ته كړې ­ نو دغه زمريان په خپلو كي دَ سپيانو غوندي داړلو ته ځكه وَجوړېدلو ­ چي دَ مشرانو په خوښه بې سواده پاته شو­ خيال مي نه كېږي ، چي دا مارشل پښتون به سبا په خپله بې سواده ورځ په دې نړۍ كي دَ غوئيانو هومره حېثيت هم پيدا كړي كه يَه .... كه دغه رنګه به دَ بادارانو په خوښه له وينو سره دَ لېوانو غوندي لوبي تر هغه دمه كوي ، چي دم په كي وي ­

هو.. دا هغه احساس وْ، چي نن يې بيا دننه دننه ژړَولوته پارَولم ­ داسي ځكه ، چي په لابي كي مي هم له چا چا سره په دې باب خبري كولې­ نوهغو هم دَ خپلي ژبي ډهول دومره په مړانه او لوړو سترګو وهلو، چي ماته دَ پښتنو په حال له ژړا په چپه بل خيال ذهن ته ګرسره نه راتلو ­

_____

ما لا سم له خواړو لاس نه وْ راټول كړىْ ، چي دَ هوټل بتياني مړې شوې ­ ما په زړه كي وئيلو، چي خود لكه چي دلته هم لوډشېډنګ كېږي ­ لاكن بيا چي موزيك سره سم ډيم لائټونه وَلګېدلو، نو ماحول روماني او شاعرانه غوندي شو ­ او هغه هم دومره زيات ، چي يو وخت داني سره په څنګ كي ناسته مئي رېناړډ پورته شوه او اېكړه دَ نرۍ موسيفي سره سمه په ډانس اخته شوه ­ ميرنا چي هلته ليري ناسته وه رامنډه كړه او هغه يې يوې خواته چي يُوړه ، نو داني ته هم دَ خپلي غلطۍ احساس وَشو او واي..

" ماته نه وْ، داسي كول په كار"

" لاكن په دې كي خو ستا قصور نه وْ ، هغې خپله لاس نه ټولولو"

" خو ماته دَ هغې دَ ښځيتوب احساس كول په كار وْ "

او بيا يې وېټر ته ور ژغ كړو،

" دا بوتلان در ټول كړه"

ما شاوخواته وَكتلو او دا موقعه مي غنيمت وَګڼله او دَ غله غوندي پټ دباندي وَوتم ­ او نېغ دَ ساحل په لور روان شوم ­ لس بجې وې او زه شاهد چي يوازي كس وم ، چي هلته په رېګ باندي ناست وم او هغو دوْ سمندري ټاپوګانو ته مي ځكه كتلو، چي په يوه ټاپو تكه شنه رڼا ورسمه كړل شوي وه او په بل باندي تكه سره ­

داسي ښكاره كېدلو، لكه هغه ټاپوګان چي دَ جنت منظرونه وي ­ ځكه مي زړه شاعرۍ ته كه څه هم غوښتلو، خو موډ مي ژړا ته كېدلو­ هو، په پښتنو باندي وَ ژړلو ته ... يا په هغو انساني روئيو، چي ځناوري كېږي لګيا دي ­ نو ځكه مي بلا بلا سوچونه مزغو ته تلو راتلو ­ او څنګه څنګه چي شپه مخته تېرېدله ، نو يو نيم سړى يا جوړه لاس په لاس يوې بلي خواته تېرېدله ­ دومره مي په ياد دي ، چي له كومي ساې به زه څومره وېرېدلم ، نو هغه ساې به خود لكه چي له ما هم هم وېرېدلې ­ ولي چي زما دې يوازيني حېثيت زه دَ هغو سايو په وړاندي هغه رنګه زړَور كولم ­ لكه هغوئ چي خپله وْ ­

يو وخت چي دَ ګهړۍ ستني دولس بجو ته ورسېدلې ، نو زما وَ ښي لاس ته په څه فاصله باندي دوې ناستي ساې څه زياتي په يو بل كي ورګډېدلې لګيا وې او هلته ليري هم دوْ سايو بوتلان په غاړو اړَولو­ خو يو زه وم ، چي دَ مشرق رنګ مي دَ خپل وَس په سمه په دې مغربي ښكلا كي ورګډَول غوښتلو­ لاكن سوچونو ماته دا احساس په بيا بيا راكولو، چي زه دَ يو داسي ټولني او قام سره اړه لرم ، چي په ځاى دَ مخ دَ تګ .. شا شاته په داسي تادۍ روان دى ، چي وېرېږم او فكر كوم چي بيرته دَ ځنګلونو په لور لاړ نه شي ­ كه څه هم هڅوال دي ورته ­

كله كله به مي داسي سنجَولو لكه زه چي خوب وينم ، لاكن بيا چي به مي په ځان نُوكري جګي كړې ، نو راته محسوسه به شوه ­ چي دا خو زه ويده نه ، بلكې ويښ يم او زما مخته هره ښكلا او رڼاګاني هم حقيقي بڼي لري ­ ګوا نور خو نور، زه هم هغه او هغسي په حقيقي بڼه كي موجود وم ­

كه څه هم اوس يخ ښه ډېر شوى وْ، لاكن ما نه غوښتلو، چي دا شپه او داسي وخت له لاسه وركړم ­ نو ځكه مي نور نور په دې جنتي او مات بنګړي وزمه ساحل باندي دَ مانده احساس پرته لكه ماشوم دَ يادونو كورَكيان له رېګ څخه جوړَولو لګيا وم ­ او بل ، نن خو زما دَ يو يار دَ زوكړي ورځ هم وه ­

بيا داسي وخت هم راغلو،چي زه په دې درست ساحل باندي يوازي ناست وم او ګهړۍ هم يوه نيمي بجې خواته مزل لنډ كړى وْ ­ نو ځكه راپورته شوم او دَ هوټل په لور روان شوم ­ چرته چي دَ يو واچ مېن په چپه ټول ويده وْ ­ نو ځكه ما هم خوب ته ځان سپارلو دَ پاره خپل ژوندى،خو مړى غوندي وجود په پلنګ باندي دَ سهاركېدو په نيت وَغزَولو ­

_____

" شوقه! برايه خبر يي .. چي دَ توشي او كائيكو تر منځه غال وشو؟ "

" داى نو كله وْ؟خو له اول ماخستن بيا چرته تللى وْ "

دَ داني دَ پوښتني په ځواب كي چي روني هم خبره سمه سرته نه وه رسولي، چي ما چوكۍ مخته كړه او ورڅخه مي دَ نور وضاحت غوښتلو په نيت سوال وكړو..

" ګوا دواړه جاپانيانو په خپلو كي ..."

" هو،اېله يې لاسونه نه واچولو"

زما خبره ماتَولو ورسته چي روني دا وئيلو، نو يې وَهم خندلو او بيا واي

" يوځل خو ستا ذكر هم په كي راغلو"

" هغه څنګه او چا وكړو؟ "

دَ روني دَ ځواب ورسته داني وئيلو..

" نور نه يم خبر، خو توشي چي ډېر نشه وْ، په يوه موقعه ستا په رېفرنس ترخه خبره هم وكړه "

" خبر نو څنګه نه يې داني .. ولي چان او بلنډا نه وئيلو، چي توشي په ډانس كي كائيكو څپ كړي وه ­ نو ځكه خو هغې دا دومره هنګامه جوړه كړي وه"

روني لا دومره وئيلو، چي ميرنا را وَرسېدله او زما په اوږه يې زور راكولو ورسته لږ په سخته لهجه كي پوښتنه وكړه..

" چرته وې برايه ټوله شپه؟ "

" ولي..؟ غلا مي نه ده كړي ، چي داسي راته يشېږې"

زه چي لږ ورته پښتون شوم ، نو هغې هم سرې شونډي وَموسولې او زما له څنګه كښېنستلو ورسته ډېر په مينه راته واي..

" خفه كېږه مه .. برايه شپه يوچا ليدلى وې، چي ته په يوه نيمه بجه باندي له بيچ څخه هوټل ته راغلې"

" يوه نيمه بجه او هغه هم دَ شپې او يوازي؟ "

داني داسي دَ حېرانتيا اظهار وكړو، لكه لويه توره چي مي وهلي وي اويا مي ډېر غلط كار كړى وي ­ نو زه ورته كرار غوندي وَموسېدم او دَ هغو په لور مي كتلو ورسته داسي ژبه وكړه ­

" ميرنا! زه بيا دا خبره درته كوم ، ګوا دا زه چي هر څه كوم .. هغه زما په وَس كي نه دي"

" نو دَ چا په وَس كي دي"

روني چي په محفل كي خوږلت راوړلو دَپاره داسي وَوئيلو، نو ميرنا هم دَ خندلو سره زما په ځيګر باندي په زوره لاس راوهلو ورسته واي..

" دغه وران زړه خو يې په داسي كارونو پارَوي همېش "

او په دې ځاى روني هم داسي وار راباندي وَكړو،

" دا څنګه زړه دى ، چي ..."

هغه به لا زما ښه او بد دَ هغې مخته ږدلو، چي ما په څنګلي وَ وهلو او خله مي غوږ ته ورنيږدې كړه،

" روني خيال كوه .. داسي نه چي هر څه وَ واې"

نوځكه مخته روني خپله هغه خبره داسي ټوله كړه ..

" دومره غټ او له هر قسم ويري څخه لاس په سر زړه ..."

" او ښكلا خوښونكى هم"

ميرنا يې خبره مكملولو ورسته بيا راته وئيلو..

" ګوره .. زه خبره يم، چي ته غواړې چي زيات څخه زيات حقائق ټول كړې ­ لاكن لږ ډېر خيال خو هم ساته"

" هو.. كله كله سړى له ژونده په داسي ځايونو كي لاسونه پرېمنځي"

داني چي هم ورسره خبره خوږَولو ورسته داسي وئيلو، نو ماته يې سترګه هم دَ چپ پاته كېدلو له پاره وَوهله ­ نو ځكه بيا زه هم چپ وم او ميرنا لكه مور راته په نصيحتونو سر شوه ­ او ما لكه ماشوم سرځڼولى وْ او دَ هغې خبري مي اورېدلې ­ خو څه وخت چي يې تقرير سرته وَرسولو، نوپورته شوه او دَ توشي دَ مېز په لور ور روانه شوه ­ كېدلى شي ، په دې نيت چي هغه ته هم دَ برايه شپې په حقله دَ هغه تېروتني ورپه زړه كړي او يا نصيحت ورته وكړي ­ او دلته چي موږ څنګه هغه پخوانۍ خبره منځ ته راوړله ، نو كائيكو هم راورسېدله او كښېنستلو ورسته واي..

" توشي راڅخه نن سهار وختي په فون باندي مافي واخيستله او خپله تېروتنه يې ډېره احساس كړي هم وه"

" ځه ښه وَشو.."

ما چي دا وئيلو، نو هغه هم واي..

" ښه نو ته برايه شپه چرته وې؟ "

" ولي هلته نه وم ، چرته چي .."

" تا يو وار له اېډوين او بيا له توشي سره ډانس كولو"

" او څنګه مي توشي وَ غالَولو ؟ "

" هو ، لاكن هغه خو هم ..."

" هو.. ځكه خو مي ورسره غال وكړو ، چي هغه څله له زوره كار واخيستلو او زه يې څپ كړم "

زه ورسره داسي ژغېدلم ، لكه دا هر څه چي ما په خپلو سترګو ليدلي وي او بلي خواته روني هم زما وَ دروغو ته ډېري په خوند اوږې وركولې لګيا وْ ­ ما او روني به اوس په دې ګپه نور خوند اخيستلو ، چي كائيكو مخته په موسكا كي واي ..

" برايه شپه ډېره ښه او دَ خوند شپه وه"

په زړه كي مي وئيلو، چي له دې هر څه پرته هم لا شپه ښه ګڼي ­ او بيا مي په ځان باندي خندلو ورسته سوچ كولو، چي دا خو پښتانه نه دي ، چي په معمولي خبرو لكه غويان ښكرونه دېوال ته نيسي ­ دا خوهغه انسانان دي ، چي لوي لوي تېروتني لا په Sorry وئيلو معاف كوي وَسړي ته ­

لنډه دا، چي دَ پروګرام په سمه دَ كاسموس بس په پاوْكم نهه بجې دَ سان سباشئين له هوټل كوډينا څخه مخته پېښه وكړه ­ او ميرنا هم دَ خپل معمول په شان دَ سهار سلام كولو ورسته وئيلو..

" زما خوږو ملګرو.. له دې ځايه دَ سپېن او فرانس بارډر فقط 15 كلوميټره ليري دى ­ ګوا دا هغه ورستنۍ دقيقې دي ، چي موږ يې په سپېن كي تېرَوْ ­ نو ځكه زه لتاسو څخه دا خواست كوم ، چي دا يو څو ورځي ټرپ لا پاته دى ­ نو ځكه غواړم ، چي تر خپلو يې په خوند او په مينه مينه تېر كړو"

زړَه اّسټرېلين كېرولين كېنيډي چي نن له ما سره ناسته وه دَ ميرنا دَ خبرو په ځواب كي له ځان سره داسي وَ بُوڼېدله ..

" مينه او انسان .. هيڅ نه ، بس ځانونه خطا باسل دي ؟ "

په زړه كې مي وئيلو، چي دا موركۍ هم لكه چي ډېره انساني روئيو كړَولي او چيچلي ده لكه چي، نو ځكه مي ورڅخه پوښتنه وكړه ­

" ولي انسان او مينه دوه بېل شيان دي؟ "

" چا وئيلو داسي؟ "

دَ هغې په يو دم پوښتلو ما غاړه تازه كولو ورسته ورته وَوئيلو،

" لاكن زما نېږدې خو انساني روئې وار په وار ځناوري كېږي لګيا دي"

زما په دې خبري هغې يو وار ماته ښه راوكتلو او بيا موسېدلو ورسته واي

" ته بالكل صحيح واې ځوانه"

او بيا دَ نري ټوخي ورسته په كپېدلي رپېدلي ، لاكن ډېر په شوخ اندز كي دې خواپاكي بوډهۍ مخته وئيلو..

" زه دا يم زړَه شوم ، لاكن ما په انساني رښتو كي هغه خوږلت نه كړو محسوس، كوم چي په كار وْ ­ او ما دَ ميرنا دَ ميني په توري ځكه وَخندلو، چي انسان دَ ميني په ځاى نفرت ته جوړېدلى دى نفرت ته ، هو.."

او بيا يې سړه ساه اخيستلو سمدستي په مخ لاس داسي تېر كړو ، لكه هر څه چي اوس اوس له هغي څېرې څخه څنډي ، چي كېدلى شي په خپله ټولنه يا كورنۍ كي ځانته نوم لري ­ نو ځكه ما وار لاس ته كولو ورسته داسي ورته وَوئيلو..

" داسي ځكه ، چي انسان له اصله ځناور خو دى او دا لږ لږ چي دَ انسانيت دمامې وهي .. هغه له يو بل څخه دَ سر امان كولو په سوچ ­ ګني چرته چي هم انسان په چا باندي وار پيدا كړى دى ، هلته يې حېوانان شاته پرېيښي دي "

ما چي دا خبري كولې ، نو هغې ماته كتلو او دَ تندي په ګونځو كي يې راڅخه داسي پوښتني كولې، لكه

" ځوانه! تاته خو لا بلا عمر ګوري..چي نن ته وَدې نتيجې ته رسېدلى يې­ نو ګوره چي سبا به دي دا كركه كومه بڼه اغوندي؟ "

اوس به يې خپلو سوچونو ته ژبه وركوله ، چي ميرنا زموږ پام دَ هغې په خوا واړَولو او واي..

" دَ سپېن دَ خلګو روئيه دَ اروپا له نورو خلګو سره ځكه هم نه ګډوځي ، چي دا خلګ دغه دي چي خپل مخي ته اېله كړل شوي دي ­ ګوا دلته ژوند تېرَول يو فن ګڼل كېږي او په دې فن كي حقه خبره ده ، هغه خلګ به بريالي وي ، چي هنرمن وي .. نه چي سُورتمن"

داخبري چي يې كولې ، نو دَ Irun نامي ټاوْن له دې ځايه دَ سړك دَ يوه بورډ په سمه فقط 9 كلوميټره ليري وْ ­ ګوا اوس موږ دَ پكاسو له هېواده په وتو وْ ­ نوځكه هر ملګري دَ دې هېواد ورستنۍ نندارې كولو په نيت يوې بلي خواته دَ بس له شيشو دباندي كتلو­

دا سيمه دَ ډبرينو غرونو په چپه په شنو غرونو كي هم ورپټه وه ­ كله كله به غټ غټ هوار او سپېره ميدانونه هم مخي ته راغلو ­ كومو چي نه يوازي ماته عربيان راپه زړه كولو ، بلكې دَ هغوئ دَ حكومتي انداز په حقله يې په داسي سوچونو پارَولم هم ، ګوا

"خود به دلته هم دَ هغوئ هغسي دَ رائيلټۍ ټولولو او شپه او ورځ خوبونه كولو خوُيونه پاته شوي وي؟ ګني داسي په اّسانه هم دَ صديانو قبضه نه ختم كېږي "

دا خبري چي مي سوچ كولې، نو يو دم ماته دَ سپېن دَ خلګو څېرې راپه زړه شوې او په زړه كي مي وئيلو..

" څومره چي عربيانو دا دَ سپېن خلګ دَ څېرو په نقشونو كي ځانته مونَولي دي ، بس كه يې دغومره لاس وهني دَ هغوئ دَ ژوند په كړو وړو كي وهلي وى ­ نو نن به دَ هسپانيانو په باب دا خبري نه كېدلي ، چي ګني هغوئ بدنونه خپل نه ، بلكې دَ بل امانت ګڼي "

ما چي دا خبري په ډائرۍ اړَولې ، نو كېرولين مي دَ ډائرۍ په لور كتلو او څنګه چي ما ډائرۍ بنده كړه ، نو هغه واي ..

" دا خو عربي رسم الخط دى .. ته عرب يې؟ "

" يَه .. زه پښتون يم پښتون "

" پښتون ؟ "

په پښتون يې ستن درېدلو ورسته پوښتنه وكړه ،

" دا نوم ما په لومړي ځل اورېدلى دى .. دا قام چرته اوسېږي؟ "

دا سوال كه څه هم زما په سر دَ ټكي تر رالوېدلو كم نه وْ، خو ما همت وكړو او په ځواب كي مي ورته داسي په مړه خله وَوئيلو..

" دا هغه قام دى ، چي ورته په پاكستان كي پښتون او افغانستان كي افغانى وئيل كېږي"

" ښه ښه ته افغان يې .. "

بيا كه يې څه هم زړه خبرو ته غوښتلو، خو ما مخ په بله ځكه واړَولو، چي دې وخت زه له هغې سره دَ برابرۍ په بنياد نه ، بلكې دَ يو مانده تول لرونكي انسان په حېث ناست وم­ او ما نه غوښتلو، چي نور نور په دې سوچ زما په بدن كي وينه وچه شي ­ ګوا زما قام تر اوسه دَ قام په بڼه لاهم نه دى پېژندل شوى او نغارې يې په خپلو كي تر ليري ليري دَ پښتونولۍ ځي ­

او دا هغه لمحه وه ، چي زما په روئيه او سوچ كي يې يو طوفان رابرسېره كړو او زه دَ خپل قام او ننګ او ناموس په حقله دَ نورو نړيوالو په سترګو كي له خپله سوچه وَلېدم ­ او زه داسي له پښتنو زړه ماتى شوم ، چي بيا مي هډو په ذهن كي لا دَ بل سره دَ سېلالۍ سوچ نه راغلو ­ كه څه هم حقيقت خو دا وْ ، چي زه دَ هغه قام غړى وم ، چي پرون ورته مارشل قام بلل كېدلو ­ خو تاريخي الميه دا، چي نن يې څوك پېژني لا نه ... چي دا هم قام وْ او كه دَ ډائيناسور يو قسم ، چي له وخت سره ترخاورو دلاندي شو؟

" دلته په دې بارډر كېدلى شي ، چي پاسپورټونه وګوري ، ولي چي فرانسويان په دې معامله كي څه سخت دي"

اوس ټولو ملګرو خپلو خپلو بېګونو كي پاسپورټونه لټولو لګيا وْ ­ او يو روني وْ، چي په بس كي يې داسي يوې بلي خواته چكرونه وهلو، لكه دا چي بس نه ، لاره وي ­ او وه هم داسي كيسه ، ولي چي په موټروې باندي بس اوس داسي روان وْ، لكه ولاړ چي وي ­ او بيا چي روني تر ما را ورسېدلو، نو په غوږ كي راته واي ..

"هلته مخته ګوره نن ميرنا څومره ښائيسته برېښي؟ "

" لاكن زه په غور ورته ځكه نه ګورم ، چي هغه خو ستا دَ مستقبل ... زما مطلب مائينه ده"

" لاكن كه يې هغه دانيال دَ ... زوى راپرېږدي"

" له هغه بې غمه شه ، بس خپل وس كوه "

" لاكن دا وس چي مي له لاسه نه كېږي، نو بيا به څه كوم ؟ "

" بيا نو خپل خوبونه كوه او په خوبونو كي ورسره وينه را وينه "

" ستا په خيال چي دا زما عمر دَ هغه رنګه خوبونو ليدلو دى ؟ "

" ښه ښه ... نو داسي وَ وايه چي زوړ شوې ، لاړي "

" زه او زوړ ؟ "

او بيا يې له لستوڼي چي لېچ څنګه راښكاره كړو ، نو دَ ميرنا سترګي ورباندي وَ نښتلې ، نو ځكه يې خو ې وه هم خندلو او بيا په سپيكرانو كي له يُوهو كولو ورسته واي ..

" هو، چپ له هغه ځوان او تكړه روني .. چي دې وخت شوق ته دَ خپلي ځواني زور ور ښئيي لګيا دى "

او بيا په بس كي ناست هر ملګري شا شا ته زموږ په لور داسي كتلو لكه مېله چي لګېدلي وي ، نو ځكه خو روني هم سپين سترګي و كړه او په ولاړو يې ټولو ته چي خپل لېچ بيرته دَ پالوان غوندي ښكاره كړو ، نو ميرنا ورباندي داسي ټوكه وكړه ­

" له بدو سترګو په امان .. كښېنه كښېنه، چي نظر نه شې "

دا خبره چي يې څنګه وكړه ْ نو كه څه هم ټولو ورباندي وَخندلو ، خو ما ځكه نه ، چي ما په زړه كي وئيلو ..

" ښه ښه نو دَ دې مانا دا شوه ، چي دا خلګ هم دَ سترګو په بد نظر يقين لري "

دَ ښې ډېري هنګامې او ها هو كولو ورسته ميرنا له مخه زُلفي په شا څنډلو ورسته وئيلو ..

" داسي ملګري به هم وي ، چي له دې هېواده په وتلو خوشاله وي؟ "

" زما په خيال چي هيڅوك هم نه .."

ډېني هاوْ چي داسي خبره له خلې وَايستله ، نو ټولو يې په خپړو كي تائيد وكړو او بس دَ سپېن فرانس دَ پُولي پلازو مخته برېكونه وَنيولو ­

*****


دَ مونا ليزا په موسكا موړ هېواد

تر اوسه كه څه هم هيڅ توپير دَ فرانس او سپېن دَ مځكو تر منځ نه وْ سترګو ته راغلى ­ خو نرى باران ، سړه لاكن دَ سهلو وړ هوا، او دَ غونډيانو په سرونو او په لمنو كي په شنو بُوټو باندي پرته واوره هغه څيزونه وْ ، چي موږ يې په سوچ كولو او كتلو ته ورپارَولو ­ نن دَ اپرېل څوارلسمه اوكال 1996ع ، چي دَ كاسوس كاروان ګوا دَ نړئيز سېلانيانو بس فرانس ته پېښه وكړه ­ او دَ معمول په شان ورسره جوړ بېنك مخي ته وَدرېدلو­ فرنچ فرېنك تر لاسه كولو دپاره ټول كښته شولو ­ بيا چي څوك هم له بېنك څخه راوتلو، نو دَ هغه مخه دَ ټائيلټ ، چي دلته ورته Bouchi واي په خوا ځكه وه، چي له سهاره راهسي دا زموږ لومړنى سټاپ وْ ­

" نن سبا له ونېسا سره نه ليدل كېږې .. څه وجه ده؟ "

" تاته مي در پرېښوله "

ما به لا دَ توشي دَ سوال په ځواب كي مخته خبره كښَوله ، چي هغه داسي وار لاس ته كړو او واي ..

" زه منم ، خو هغه زما دَ تاش كولو او هېلو هائي تر هانده دوست ده ، نه چي .."

او بيا يې خندلو ورسته خبره داسي مكمله كړه ..

" زما مطلب دا، چي ته خپله ښه پوهېږې"

" ولي .. هغې تاته زما په باب هر څه وئيلي دي ؟ "

" يَه داسي خبره هم نه ده بلكې هغه خو.."

توشي په ونېسا باندي داسي پړده څه اچوله ، چي زما شك يې په يقين هم بدلولو لګيا وْ ­ او مخته خبره ځكه نه لاړه ، چي روني هم دَ ټائيلټ له خوا راوَرسېدلو او موږ له نورو ملګرو سره بيرته بس ته وَختلو ­ توشي چي زما تر شا را روان وْ ، وئيلو يې ..

" ونېسا خو ستا دوسته هم ده او تاته احترام هم لري"

په زړه كي مي وئيلو، چي چرته دَ برايه دَ واقعې له سوبه خو ونېسا له هغه څخه خفه شوي نه ده ، چي نن داى داسي نيږدې نيږدې كېږي ­ ما لا دا سوچ كولو، چي ونېسا ته مي پام شو ، چي بيا خپلي چوكۍ ته رسېدلي وه او نېغ نېغ يې راته كتلو ­ څنګه چي زما سترګي ورسره څلور شوې ، نو هغې سترګي داسي كُوزي كړې لكه په ځان ځان كي چي پشېمانه وي ­

بيا چي بس څنګه مخته رهي شو، نو ګائيډ واي..

" يو هو .. كه څه هم زموږ دا دريمه دوړه ده وَ فرانس ته ، خو دې ځل زه دَ كاسموس ټوْرنګ كمپنۍ له خوا په فرانس كي باقاعده هركلى درته وايم ­ دلته به تاسو دا ليدلي وي ، چي په بېنك كي دَ فرانسويانو روئيه سخته او ډېره شكمنه وه ­ دا مي ځكه وَ وئيلو، چي په فرانس كي له چا دَ موسكنۍ روئيې هېله مه لرئ ­ دا خلګ په ځان كي غره خلګ دي"

خبره چي يې تر دې ځايه را ورسوله ، نو ونېسا شاته وكتلو، او بيا زما ورپام شو­ ګوا بيا بيا مي دَ هغې په لور سترګي ور اړَولې ­ خو مخته هغې نه راكتلو ­

" دا امريكائيان هم عجيبه خلګ دي ­ چي په كار يې شې، نو ځان درباندي جارَوي ­ خو بيا چي يې كار تر سره شي، نو اول يې په تا زده كوي ­ هو لكه دا ونېسا، چي دَ دين او ايمان پته يې نه لګېږي ­ خوشالي يې په خوشالي نه او خفګان يې خفګان نه ګډېږي "

خو ما هم له ځان سره دا كست كړى وْ، چي بيا به يې په دام نه كښېوځم كه خداى كول ­ ولي زه خو هم اّخير هغه پښتون يم ، چي په هوډي كي مشهوره دى ­ سوچ مي تر دې ځايه رسَولو ورسته ميرنا ته غوږ ونيولو، چي وئيلو يې..

" دَ فرانس په حقله مي مخته هم ډېر Tips دركړي وْ، خو نن به دا درته وَ وايم ، چي له دې خلګو دَ انګلش وئيلو توقع ګرسره مه كوئ او زه درته وايمه ، چي ډېره انګرېزي ورسره وايم هم مه ­ بې له خپلي ژبي يې په دَنيا كي بله ژبه نه خوښېږي ­ او وجه يې شاهد چي يوه دا هم وي ، چي فرانسيسي ژبه له انګلسۍ سره سمه په نړۍ كي مقابله كوي او قريبًا په كم او زيات 62 هېوادونو كي دا ژبه لږ يا ډېره وئيل كېږي "

او بيا يې داني سره په خپلي ژبي كي څو خبري كولو ورسته وئيلو..

" په دې هېواد كي به درې شپې كوْ­ نن شپه په Saintes كي كوْ، خو دَ غرمې ډوډۍ به په Bordeaux كي خورو او سېل به يې هم كوْ "

ميرنا لا لګيا وه ژغېدله ، چي له ما سره ناسته بوډهۍكېرولين كېنيډي راته واي ..

" فرنچ له ليري ښه او له نيږدې بد خلګ دي"

" دا متل دى .. كه ستا رائيه ده؟ "

ما چي پوښتنه وكړه ، نو هغه په سيټ كي دَ سمېدلو ورسته واي..

" وئيل كېږي داسي .. نوره نه يم خبره "

" اّسټرېلين څنګه خلګ دي؟ بخښنه غواړم ، په دې مي پوښتنه وكړه ، چي ته خپله هم له اّسټرېليا سره اړه لرې "

هغې اول ماته وكتلو او بيا موسېدلو ورسته واي ..

" زما رائيه كېدلى شي چي مانا نه وَلري ، لاكن بيا هم وايم چي هغوئ دي خو ښه او پاسته خلګ ، مګر هغه هم دَ انګلسيانو خوئې لري"

" څنګه خوئې؟ "

ما سوال وربيا كړو..

" دا چي هر څه خپل ګڼي او په بل يې هيڅ هم نه پيرزوْ كېږي ­ لاكن بيا هم دا خوئيه يې دَ منلو ګڼم ، چي څوك ياني پرېدي ورباندي پوهېږي هم نه ­ دَ مزې خبره دا ده ، چي هلته هم دننه دننه له انګلسيانو څخه كركه داسي كېږي لكه دلته چي يې فرانسويان كوي ورڅخه .. خو خبره هغه ده ، چي انګلسيان يې په ځان پوهـ كړي هم نه دي"

يو ځل مي لا په زړه كي دا خبره راغله ، چي ورته وَوايم ، چي دَ دې مطلب دا دى ، چي اّسټرېلين منافقان دي ­ كه څه هم ماته ډېرخنده رُويه ښكاره كېدله ­ خو زما له خوا چي هيڅ قسم خبره دَ هغې دَ رائي په باب نه وره غله ، نو هغې ماته راكتلو ورسته پوښتنه وكړه..

" دا حال راكړه ، چي ستاسو خواته خلګ څنګه دي؟ "

" دي ډېر ښه او ساده ، لاكن مثالي انسانان بيا هم نه شم ورته وئيلى ­ ولي ، چي هلته هم اوس روئيې ....."

كه مي څه هم مخته دا وئيل غوښتلو ، چي

"....حېواني شوي دي "

خو وئيلى مي نه شو ، ولي چي خپله پښتون وم ­ ځكه مي خبره داسي پوره كړه ، ګوا

" دا حال هر ځاى دى .. بس توپير دا دى ، چي چرته ډېر په موسيدلي انداز او چرته په خشم خشم لكه ځناور"

" هو .. انسانان ځناور شولو ځناور"

او دا دَ ځناور تورى ، چي يې له خلې ايستلو، نو يې دَ زمرۍ غوندي بُوبُوبُوبُو غوندي لفظونه هم ايستلو او بيا يې كلك وَخندلو­ ما هم ورسره خله خندا ته ويړه كړه او دواړو چي په ګډه خندلو، نو هلته له شا روني را ژغ كړو..

" زما دوسته ! خيال كوه ، چي دا بيا ځان نه درباندي واړَوي"

دا خبره كه څه هم ډېرو واورېدله ، خو څوك په دې اشاره پوهـ ځكه نه شو، چي دَ هيچا نومونه يې په خبري كي نه وْ اخيستى ­ خو زه خبر وم ، چي دا يې ماته وئيلو­ او دا هغه لمحې وې ، چي اوس ونېسا هم بيا بيا شاته سردوباره كتل راته پئيل كړي وْ ­ لاكن ما به هم په هر وار سترګي ورڅخه په بله اړَولې ­

" دَ فرانسيسي انقلابي ډغرو، دَ فرانسوي اّرټ، تعميراتو او وياړمني روئيې څخه پرته په فرانسوي ادب كي رزميه سندري، چي ورته ( شانسون دى ژست) وئيل كېږي اوس تاسو په دې سندره كي اورېدلى شئ ، چي دَ ( شانسون دى رولان ) په نامه مشهوره ده ­ ګوا په دې كي دَ عربيانو سره دَ پخواني جنګ كيسه بيان شوي ده ­ او داسي رنګه سندري او نظمونه په فرنچ عوامي ادب كي خورا ښه مقام لري"

او بيا دَ بس په سپيكرانو كي دَ قوالۍ يا كورس په طرز سندري وې ، چي تر ډېره پوري ژغېدلې ­ كه څه هم هيڅوك نه ورباندي پوهېدلو، خو خوند يې ورباندي ځكه اخيستلو، چي دغه يوازينۍ دَ ميوزك ژبه خو ده ، چي ټوله دَنيا ورباندي پوهېږي ­ او بس په تور هوار سړك باندي مخته رهي وْ په داسي علاقه كي ، چي كه څه هم غرونه شاته پاته شوي وْ، خو ځنګلي وني نوري نوري ګڼېدلې لګيا وې او باران هم تم شوى وْ ­

_____

" موږ له يو بل سره دومره ښه ملګري وكړه، چي اوس فكر كوم ، چي تا به په كومو تورو څو ورځي ورسته رخصتوم؟ "

دَ لوي لاري په رېسټورېنټ كي زما مخته ناست ملګري داني چي داسي وئيلو، نو ورسره ناست روني هم خبره خوږوَلو سره سره سر پورته كښته كولو ­

" زه به هم ډېر خفه يم ، چي تاسو بيا هلته په برطانيه كي نه ياست راسره"

" كېدلى شي ، چي ما او داني كله ستا هېواد ته هم درشو ­ وايه .. وژلي خو به مي نه هلته خلګ؟ "

روني چي دا خبره وكړه، نو كه څه هم په ما لږ بده ولګېدله ، خو بيا مي هم په موسكا ورته وئيلو..

" زما دَ سيمي خلګ او موږ هلته اوسېدونكي ډېرمېلمه پالونكي خلګ يُو "

او مخته په دې چپ شوم ، چي كائيكو او ونېسا دواړي راورسېدلې او بي سته له موږ سره څه كښېنستلې، چي زه دَ روني په خبري كي ورك شوم او ځان سره مي وئيلو..

"دا ځكه خو څوك موږ سره رښتې نه هوارَوي .. چي زموږ نوم دَ مرګ ژوبلي كونكو په حېثيت پېژندل شوى دى ­ او دا حقيقت خو هم دي ، ولي چي زما په قام او هېواد كي بې له مرګه بله كومه داسي لوبه ده ، چي كېږي دَ ژوند ­ ګوا نن مسلمان او دهشت په يوه نامه يادېږي ­ كه څه هم اسلام دَ امن دين دى ­ مقصد او مرام يې امن دى .. لاكن دا نن يې له انساني وينو تويَولو سره څله منسوب كوي دُنيا ؟ "

دا هغه سوال وْ ، چي كېدلى شو، چي ما يې ځواب موندلو ته نور سوچ كړى وى ، كه ونېسا زما پام دَ ځان په خوا نه وى ګرځولى..

" شوقه! تا خو ډېر څه دَ مطالعې دپاره ټول كړو"

" ولي ته خو هم لګيا يې"

" هو.. لګيا يم ، لاكن داسي نه ، لكه ته چي لګيا يې"

" ستا دَ سټډي انداز خوند راكوي"

ونېسا چي څنګه دَ خوند خبره وكړه ، نو كائيكو را وَدانګلو، او واي ..

" مهرباني وكړئ .. تاسو دا سټډي سټډي يو خواته كښېږدئ او دا كوفي در واخلئ ، سړېږي لګيا ده"

لاكن ونېسا وه ، چي چپ كېدله نه او داسي ژغېدله لكه موږ چي كله هم خفه شوي نه وْ ­ لاكن ما بيا دا هڅه كوله ، چي زيات څخه زيات له كائيكو سره خبري وكړم ­ ولي ، مخامخ ناست روني دَ سترګو په اشاره داسي كولو دپاره راته وئيلي وْ ­ بيا چي كله پورته كېدو، نو مي كائيكو ته وئيلو..

" كه ما او تا هم هلته دَ شا په خالي سيټونو كښېنو ، نو به ښه نه وي؟ "

دا هغه خبره وه ، چي په ونېسا ډېره بده لګېدلي وه ، هو كه يې څه هم هغه وخت ظاهره كړي نه وه ، خو په بس كي چي زه او كائيكو هلته شاته په يو سيټ كې ناست خندلو، نو هغې به دَ ټپي زمرۍ په شان بيا بيا په سرو سترګو راته كتلو­ او ماته يې سكون په دې وجه راكولو، چي هغه دې وخت دننه دننه سوځېدله ، ويلېدله او خُوڅكېدله لګيا وه ­ او دلته زه وم ، چي نوره نوره مي انتقامي جذبه گ پرې سړَوله ­ منم ، چي زه هم دې وخت تاواني كېدمه او كائيكو په زړه كي ورنقش كېدمه ، خو كولى مي هم څه شو؟ پښتني هوډي چي په داسي كولو پارَولمه ­

" اېشئين كه څه هم دَ ژوند په لوبه كي له اروپا او امريكا څخه شاته پاته دي ، خو جذبې يې لا هغسي تودې او اخلاصمني دي"

دَ كائيكو دې خبره كه څه هم په سوچ كولو مجبورَولم ، خو ما ځان يو دم هم دَ هغې په لاس كي نه وركول غوښتلو، ولي چي زړه مي بيا هم دَ هغې په لور ټالۍ وهلې، په چا چي مي اوس اورونه ورتاوَولو­

كله كله به مي دَ بس له شيشو دباندي هم وكتلو او هغه كورونه ، چي له يو بله ليري په پټيانو كي يو باميزه جوړ وْ به زما په زړه كي داسي حسرت هم راژوندى كړو ، چي

"كشكې دلته مي كور وى ­ دا كور نه ..هغه كور هم نه .. هو هغه كور زما وى"

خو كائيكو وه ، چي هيڅ كار ته يې نه پرېښولم او په دې دومره ساعت كي يې بلا قولونه په ما وكړو­ په كوم كي چي يو قول له هغې سره بيا دَ يو بل ډنر خوړَلو هم ورګډ وْ ­

څه مخته چي تلو، نو هلته يو غټ ټرالر چپه شوى وْ او روډ بند وْ، په دې خو بس په يوې نرۍ لاري باندي ورسم شو ­ دا لاره كه دَ پنجاب دَ كلو له لاري بده نه وه، خو ښه هم نه وه ­ او په لومړي ځل موږ په دې ټوْر كي ديكې خوړلې لګيا وْ ­ ځكه په نورو نه يم خبر، خو دلته كائيكو څه زياته ځنګېدله او بيا بيا يې په ما ځان رااچولو، او خندلو يې هم ­ په زړه كي مي وئيلو، چي دا جاپانۍ به له ما ونېسا، چي اوس تياره امريكه برېښېدله داسي خفه كړي ، چي بيا به يې زما بې وژلو زړه نه سړېږي ­

" داسي كله كله كېږي ­ ډېر ژر به موږ په دې ښكاره ټاوْن راګرځېدلو ورسته موټروې ته پېښه وكړو­ ښه به دا وي ، چي هغه كلى به هم وګورو.. څنګه؟ "

" هو دا خو ښه خبره ده"

ما چي دومره وئيلو، نو هغي را روژدېدلي جاپانۍ پوښتنه وكړه..

" كومه خبره؟ "

سر مي وَښورَولو او بيا مي ورته وئيلو..

" كه ته لږ لاره راكړي ، نو زه به دَ يو څودقيقو دپاره روني سره كښېنم .. كه ستا خوښه وي"

" ولي نه ولي نه"

او بيا يې ماته دَ تېرېدلو لاره جوړه كړه ­

" نن خو دي له ونېسا ډېري بدلې واخيستې.. موږ اوس هم دا خبره كوله"

" پاكستانۍ دى اّخير"

زه چي لا سم دَ داني او روني سره دَ شا شا په اوږده سيټ كي كښېنستى نه وم ، چي هغوئ دا رائي راباندي پاس كړې ­ نو ځكه ما هم له كښېنستلو سره سم ورته وَوئيلو..

" دا خو منم ، چي ښه كار كوم لاكن .. "

او بيا يودم سوچ راغلو، چي ياره دَ چا پرده نه ده اخيستل په كار، نو ځكه مي خبره واړَوله او داسي مي سرته ورسوله،

" لاكن ځان راته ظالم ښكاري او زه ظُلم كولى نه شم"

" ولي هغې لږ وكړو ظُلم"

او بيا خبري پاته ځكه شولې، چي ميرنا وئيلو..

" دلته فرانسويان چي څومره په ښارونو كي ځانته څه وئيلو په موډ كي دي ­ هم هغسي په دې وړو كلو كي هم خلګ په حېثيت دَ فرانسوي ډېر وياړ كوي"

" دې ته واي ننګيالۍ او غېرتي قام"

زما له خلې چي دا خبره يو دم وَ وتله ، نو روني واي ..

" تا څه وئيلو؟ "

" هيڅ نه .. بس لږه خپله ژبه راڅخه وَوتله"

" هو خپله ژبه خو خپله ژبه وي"

" بېشكه .. چي خپله ژبه خپله پېژندګلوي وي"

او دومره وئيلو ورسته مي په زړه كي راغلو، چي اوس به په دې خبره خپل هغه پښتانه څنګه پوهـ كوم ، چي تر خپلي ژبي يې عربي زياته په دې خوښېږي، چي هغه جنتي ژبه ده ­ لاكن په دې يې سر بيا نه خلاسېږي، چي دا ژبي او قامونه خو هم دَ خداى جوړي كړي دَ پېژندګلوۍ لاري دي ­ او له قامه يا له ژبي انكار له پلاره انكار بللى شي ­ كه يَه پښتون كېدل ګرسره دا مانا نه لري ، چي ګوندي بيا به هغه پښتون دوزخ ته ځي ­ دوزخ او جنت په عمل تر لاسه كېږي ، نه چي په عربي كولو او پښتو نه كولو ­

دَ ګهړۍ ستني چي څنګه دولس بجو ته ورسېدلې ، نو موږ هم په يوه غټ او خپور وور ښار كي ورګډ شولو، چي ميرنا يې په حقله وئيلو..

" دا دى بورډياكس هم راورسېدو­ كوم چي دَ روائيتي فرنچ دروازو او كهړكيانو په اړه نوم لري ­ او دلته په كي وائن ډېر دَ خوند جوړېږي ­ بل دا ، چي تاسو فرنچ سوپ، سېنډويچ او فرنچ مخصوص برېډ څخه خوند اخيستلى شئ ­ بلكې كه وَغواړئ ، نو له هغسي فرنچ كيسنګ څخه هم "
دا ورستۍ خبره يې ځكه وكړه ، چي بس دَ كوم غټ ماركېټ وَ مخته پارك كېدو لګيا وْ، نو هلته مخامخ په لمركي ولاړي جوړې خلې په خپلو كي سره وركړي وې ­

_____

دَ ګرېنډ تهېټر، Esplanade de Quinconces چي دَ دې ښارBordeaux تر ټولو لوى اسكوائر بلل كېږي باندي راګرځېدلو ورسته Mosee des beaux Arts سره په څنګ تېرېدلو او Place de La bourse او St. Andre چرچ كتلو پسته په شاپنګ ائيريا كي چي څنګه خپلي خوښي ته خوشي كړل شولو، نو دَ فليپينو په چپه كائيكو هم راڅرمه شوله ­ خو ونېسا چي دې وخت زموږ مخته په څه فاصله باندي يوازي روانه وه هم دَ داني په ست راسره ملګري شوه ­

" دلته هم داسي كېږي؟ "

دا سواليه خبره مي له خلې يو دم هغه وخت وَوتله، چي ما تر يو درځن هم زيات سړي او ښځي په هغه امبار باندي شيان ټولولو كي بوخت وَليدلو، چي دوكاندارانو ورباندي كچره غورځولي وه ­ زما دپاره كه څه هم دا نوي خبره وه او ما داسي سوچ كله هم نه وْ كړى، چي ګوندي په ترقي يافته هېوادونو كي به هم ځيني خلګ خپل رزق لكه دَ هغو افغانانو، چي په خپلو كي جهاد ته جوړېدلي دي ، خو واړه زامن او وړې لُوڼي چي يې ټولوي ­ لاكن زما ملګرو ته دا خبره نوي ځكه نه وه ، چي دَ كائيكو له قوله ، نور خو لا نور.. په جاپان كي هم يو نيم ځاى داسي خبري په نوټس كي راځي ­

" هر كس دي خپله خپله خوري ، چي څه يې زړه غواړي"

روني چي دا خبره كوله ، نو كائيكو چي نن بېخي خوشاله وه، وئيلو..

" نن زما له خوا تاسو ټول زما مېلمانه ياست"

لاكن هيچا چي نه ورسره وَمنله ، نو هغې ماته مخ رااړَولو ورسته وئيلو..

" ته يې نو وَخوره"

" ځه مړه وَبه يې خورم"

داسي مي بيا دَ چا په زړه مالګي دُوړَولو دپاره وكړو، خو هغه وه، چي كه يې څه هم په څېرې باندي هيڅ نه ښكاره كېدلو.. خو په زړه يې يو خداى خبر وْ ­

" دا هغه انجوني نه دي؟ "

دوې پېغلي، چي هلته يو بل ځاى هم په مخه راغلي وي ، چي په دې رېسټورېنت څنګه رادننه شولې، نو داني زموږ پام دَ هغو په لور داسي واړَولو، لكه هغه چي يې تر اوسه لاره كتله ­ هو هغه دواړي ډېري چټي پېغلي او سپيني سرې هم وې ­ اوس لا موږ ډوډۍ خوړله ، چي هغه دواړي راورسېدلې او روني ته واي ..

" موږ هم لتاسو سره په دې خالي چوكيانو كښېنتلى شو؟ "

" ولي نه ولي نه .. راځئ راتېري شئ "

هغه چي څنګه لار وركولو دپاره ولاړ شو، نو يوي ورسره اوږه له كسته وَموږله او واي ..

" سوري سوري .. او په خندا خندا يې څنګ ته لاكښېنستي نه وې ، چي داني په خپله ژبه كي روني ته څنګه يو څه وَ وئيلو، نو روني سپك ولاړ شو او په دې بله خوا زما له اړخه په خالي چوكۍ كي زما او دَ ونېسا تر منځه كښېنستو ­ انجونو، چي خپله دا حربه ناكامه وَليدله ، نو بيا په سوري سوري وئيلو پورته شوې او دَ هغه مېز په لور لاړې ، چرته چي نور غېر ملكيان ناست وْ ­

" ګوره.. ما وئيلو، چي هغوئ غلې دي"

داني دَ روني په خوا كتلو ورسته چي داسي وئيلو، نو ونېسا واي..

" ماته نه ښكاري ، چي هغوئ غلې وې، ولي چي دَ دواړو په لاسو كي كتابونه هم وْ ­ خود لكه چي كالجياني وې "

" كېدلى شي، لاكن ما دَ هغوئ په سترګو كي لا هغه وخت داسي وليدلو، لكه هغوئ چي له موږ سره په يوه نا يوه بهانه نيزدېكت دَ شوكمارۍ دپاره غواړي"

داني چي دا خبره كوله ، نو هغو انجونو هلته په هغه بل مېز باندي هم له هغو نورو ځوانانو سره خبري په خندا خندا كي كول پئيل كړي وې او هڅه يې كوله ، چي په داوْ كي يې ورګېر كړي ­

له دې ځايه پورته كېدلو ورسته بيا زه وم او زما په يوه نا يوه بهانه له خلګو څخه پوښتني او هغه هم دَ انګلسۍ په باب ­ نو حقه خبره ده ، چي ماته به له ډېرو ستونځو سره سره دَ فرانسويانو دَ بېخي سخت ردعمل مخامختيا هم شوي وي ­ دغه ورځ ما وَمنل ، چي دې خلګو دَ كركي تر هانده له انګلسۍ څخه بد كېږي ­ او يو نيم ځاى خو يې انګلسۍ ته ښكنځا هم وكړې ­ خو زه وم ، چي نوره نوره تلنه مي دَ هغوئ دَ روئيو كوله او ځانته مي حقائق دَ خپلي تسلي په سمون راټولو لګيا وم ­

غرض دا، چي دَ پروګرام په سمه ماڅپښين دوه نيمي بجې زموږ بس مخته رهي شواو څه وړاندي دَ عدليه دفتر سره په څنګ كي تېرشولو­ بيا دَ يو راوْنډ اباوْټ په منځنۍ برخه كي جوړ دَ شاپېرۍ بُت يو اړخ ته پرېښولو ورسته دَ بورډياكس له درياب سره سره مخته روان وْ­ دغه رنګه دَ Ley Peper نامي دوه باميزه پلازه او بيا ښه وړاندي دَ مېګډونلډ پلازه شاته پرېښولو ورسته دې وخت موږ موټروې ته ور سمېدلو لګيا وْ او ميرنا وئيلو..

" له دې ښاره تر سېنټس پوري لاره دَ يوې ګنټهې او لس منټو ده او په لار كي به تاسو دَ وائن فيلډز په چپه دَ سبزيانو پټيان او پالېزونه هم وَ وينئ "

دا خبري چي يې سرته رسولې، نو دَ روډ دَ بورډ په سمه سېنټس ته 98 كلوميټره لار پاته وه ­ او لمر هم دې وخت له اوريځو څخه خپله ژېړه څېره ښكاره كړي وه ­ او په څه څه واټن يوې بلي خواته واړه ټاوْنونه شاته پاته كېدلو­ ځاى په ځاى خلګو په مځكو كي كارونه هم كولو­ دلته دَ ډائرۍ پاڼي تورَولو پرته مي دَ " پټي څېرې" تر عنوان دلاندي خيال هم په مزغو كي دَ نظم كولو په نيت پخولو لګيا وم ، كوم چي بيا ما په سېنټس كي ډائرۍ ته سپارلى وْ ­

يو وخت چي موږ دَ Montendere نامي ټاوْن او Bioserdom څخه په څنګ كي تېرېدلو، نو داني راته واي ..

" دا ګوره شوقه! څنګه په ترتيب يې فصلونه لګولي دي"

" هو.. ما هم دغه كتلو، ګوا زرعي ماډرن تكنيك يې باقاعده په كار راوړى دى"

كه مي څه هم دَ خپلو خلګو ذكر په دې خبري كي نه وكړو، خو مطلب مي دا وئيل وْ، چي موږ لا هم هغسي په زړو لارو ليكو مځكه كرو او هر كال سرونه ځكه هم ټكوْ ، چي فصلونه ښه نه دي شوي ­

مازيګر څلور بجو ته څو منټه پاته وْ، چي دَ سېنټس غټي او سپيني ګهمبدي موږ شاته پريښولې او دَ ګاډيانو دَ دوْ شورمانو او ځينو كارخانو ورسته په ښي لاس دَ سېنټس وَ منځني ښار ته رهي وْ، چرته چي په Hotel Ibis كي زموږ دَ استوګني انتظام شوى وْ ­

_____

دَ ستړيا وساكولو او تياري كولو ورسته زه دَ فليپينو ملګرو، پېغلي كائيكو او لوري كورنۍ سره پنځه بجو خواته په يو زيژ فټ پاتهـ ، چي جوګنګ ټرېك برېښېدلو باندي دَ سېنټس دَ مركز په لور رهي وم ­ په درسته لاره باندي هيچا خبره ځكه نه كوله ، چي موږ دې وخت تېز تېز جوګنګ كولو او په پنځويښت منټه كي دننه دننه بيا كاروباري سېنټر ته وَرسېدلو ­ خو له بده مرغه داسي ښكاره كېدلو، لكه دا چي مركز نه ، بلكې هديره وي .. ګوا داسي چپه چپيا وه په كي ­

" په دې دنګو او وړو پلازو كي به اوس څه كوْ "

" هو درځئ بيرته هوټل ته ، چي اّرام وكړو.. نن خو هغسي بيا په لس بجې هغه دَ ميرنا له خوا دَ ګرېنډ نائيټ لمانځلو ستړيا هم راته ګوري"

دَ لوري اوګرېك دَ رائې په ځواب كي چي څنګه لوري ويوار خپله خبره وكړه ، نو كائيكو واي..

" هو، ميرنا خو داسي وئيلو.. لاكن خبره دا ده، چي په ګرېنډ نائيټ كي وي څه؟ "

" وي خو ډېر څه په كي .. لاكن دلته نه يم خبر، چي څه به وي په كي ­ خو دومره خبر يم ، چي په داسي موقعو كي خلګ له ملګرو سره ليدل كېږي"

روني دومره څه وَوئيلو، چي كائيكو راته تر څنګه شوه او څوكه واي..

" بل چا سره چي بيا قول نه وكړې ښه"

او بيا مي په درسته لاره دَ ګرېنډ نائيټ په باب سوچونه كولو ­ چي څنګه موږ خپل هوټل ته وَرسېدلو، نو څه ګورو، چي زياتره ملګري دَ هوټل په پراخ چمني كي ټولۍ ټولۍ داسي ګرځېدلو لكه دَ امتحان تياري چي يې كوله ­ او بيا موږ هم ورګډ شولو­ خو ونېسا نن يوازي يوازي په كونجونو كي ګرځېدله .. شاهد په دې چي څوك يې دَ دې راتلونكي موقعې دپاره پيدا كړي ­ او بل دلته موږ خبر شولو، چي نن به هر يو خپل دَ خوښي يو Statement هم تېروي ، چي دَ كاسموس په ريكارډ به راځي ­ نو ځكه ما هم تياري شروع كړه ­

" درې هفتې څنګه تېري شوې .. نه شوم په پوهـ ، خو اوس چي له ملګرو څخه دَ جلاكېدلو ورځي راغلې، نو پوهـ شوم ، چي دا ټرپ زما دَ ژوند هغه ياد دى ، چي نه يې شم هېرولى "

ماخستن په لابي كي چي ډېني هاوْ دَ خپلي درستي كورنۍ له خواداسي وئيلو، نو خور يې دا خبره هم په ريكارډ راويستله ..

" دَ يورپ كړه وړه هغسي نه دي ، كوم چي په فلمونو كي ښكاري"

او بيا وېلينا او اېډرين پورته شولواو وئيلو يې ..

" دَ يورپ هره ښكلا په خپل ځاى ، لاكن دَ اروپايانو سره مي خبري كول ارمان پاته شوې ­ او دا قصور زما او دَ وېلينا دى ، چي .."

" هو .. كه موږ غوښتلى، نو دَ ونېسا، كائيكو ، فليپينوز او ملګري شوق غوندي موږ هم له هغو سره زياتي خبري كولى شوى"

ورسره څنګ كي ولاړي وېلينا چي دَ خپل بواى فرېنډ خبره سرته رسوله، نو شېلا اوډلې راپورته شوه او واي ..

" موږ ته په كار دى ، چي له خپلو خپلو هېوادونو هم يو بل ته وليكو .. نو به منم چي دا ټوْر ښه وْ "

نئيل ويلئيم وئيلو..

" دَ اروپا خلګ ښه دي .. له ټوْرسټانو سره يې روئيه بده نه ده"

" ولي هغه اتالويان ؟ "

اېډرين چي دا خبره ورته سوال كړه، نو ټولو وَخندلو او په دې خندا كي دَ انډين اېس – ټي – باكسواله لور زينت داسي دَ خپلي رائي وړاندي كړه ­

" زموږ خو له اروپا څخه ګرسره زړه نه غواړي ، چي وَوځو ­ او بل دا وايم ، چي دا خو دَ ميرنا او دَ كاسموس مهرباني ده چي په بېخي لږو پيسو يې دا دومره دَنيا راباندي وَكتله"

مخته بلنډا وئيلو..

" زه اوس داسي محسوسوم لكه تاسو ټول چي زما دَ كور غړي ياست "

لا به يې څه مخته وئيلو، چي روني ور ژغ كړو،

" وئ خدايه دا دومره لويه كورنۍ..؟ "

او بيا نو څه وْ، ملګرو په بېلابېلو نومونو بلل شروع كړه ­ چا ورته خور خور، چا مور او ماما ماما، چا انټي انټي او تر دې هانده، چان ورته ډارلنګ هم وَوئيلو ­ خو ميرنا وه ، چي له خندا تكه شنه شنه كېدله ­ او په دې وخت بيا دَ بيكن هلز اّسټرېليا مسته لارا كوك پورته شوه او واي ..

" زه هيڅ نه وايم .. زه خو له دې دوْ كلونو مسافره يم دلته په انګلېنډ كي .."

او مخته يې ژغ چي ژړَغونى شو، نو ميرنا ورته وئيل كښېنه ­ او سوزېن بارټ پورته شوه او غاړه تازه كولو ورسته واي ..

" دا لويه خبره ده، چي په لږ وخت كي موږ دومره يو بل ته نيږدې شولو؟ "

لوري ويوار چي له خپلي مور لوري اوګرېك سره له امريكا راغلي وه وئيلو..

" خوند به يې لا نور هم كړى وى ، كه مي دَ اروپا دَ سمندرونو څنډي هم انجواى كړي وى ­ نور ټرپ ښه وْ.."

" زما خو يې تاوده ماښامونه خوښ شول"

دَ لوري ويوار خبره پرې كولو سم دستي يې مور دا خبره په خندا كي داسي په چټكۍ وكړه ، لكه دَ دې ځاى وَ ماښام ته چي يې هم تياري كړي وي ­ او بيا داني پورته شو..

" كه په روم كي لُوټ شوي نه وى ، نو موږ به دا ټوْر نور نور لا ښه ګڼلى وى "

او بيا ورپسې روني وئيلو..

" دَ ميرنا او دانيال په ملګري او دَ شوق ، كائيكو او ونېسا په دوستي كي مي په دې ټرپ ډېر خوند واخيستلو"

او بيا زما وار وْ، نو ځكه مي وئيلو..

" علاقه ، خلګ ، موسمونه او دَ ژوند طورطريقې هر څه بېل وْ، لاكن دلته ما دا خبره وليدله ، چي انسانان دَ درستي نړۍ يو رقم دي او.."

لا به مي نور څه وئيلو، چي كائيكو له ما وار داسي واخيستلو..

" رښتې دلته هم شته ، لاكن دَ اېشيا په خلګو كي څه مضبوطي دي او دا ټوْر نور هم ښه كېدلى شو، چي كه دَ هوټلونو په ځاى په كي كېمپنګ وى"

ونېسا وئيلو..

" ما دلته دَ خپلي مطالعې دپاره ډېر څه تر لاسه كړي دي ، لاكن دَ شوق هومره نه .. زه وايم چي دا زما دپاره ښه تجربه ده "

كرسټينا وئيلو..

" دَ هر چا خپله خوښه .. لاكن ماته دا سيمه دَ اروپا ډېره خوند راكوي"

كېنيډين پېغلي مارئين وئيلو..

" دَ اروپا خلګ ژوندي وزمه دي خو په دې خبره زه حريانه شوم ، چي دا ښاريان څله له كوچيانو كركه كوي؟ كه څه هم ښه خلګ دي كوچيان "

او دغه رنګه بيا چاوْ چيا جانګ ، اېډنا بريل او له نورو سره سره كېرولين هم چي دَ اروپا قصيده وَوئيله ، نو مسټر چان پورته شو او واي..

" موږ او تاسو ټول بېوقوفان يُو؟ "

" ولي؟ "

ميرنا چي په حېرت پوښتنه وكړه ، نو هغه لكه چي نشه وْ واي..

" شپه لاړه تېرېږي .. راځئ ، چي ډانس وكړو"

او بيا يې لاسونه يوې بلي خواته څنډل څه شروع كړو، چي روني او اېډرين سره له وېلينا هم ورپورته شولو ­ بس بيا نو څه وْ، لاسونه يو بل ته غزېدل پئيل شو او په بېخي لږ وخت كي دَ هوټل رېسټورېنت په ډيسكوټيك بدل شو­

" دا نو اوس ماته څه واره خوري؟ "

شاوخواته مي سترګي وَځغلولې او هلته خالي كونج ته تللو په نيت ورپورته شوم .. لاكن سم لا ناست نه وم ، چي كائيكو هم داسي راڅرمه شوه ، چي بيا ورڅخه چرته پټ نه شوم ­ هو كه څه هم هلته ليري دوې نوري پيښو وزمه سترګي مي هم په تعاقب كي وې ­ خو زه وم ، چي كه يوې خواته مي له يو چا څخه بدله دَ خپلو تېرو كړاونو اخيستله .. نو بلي خواته مي ځانته په لاره كي خپله ازغي هم كرلو لګيا وم ­ او څنګه څنګه چي مخته ورباندي په لُوڅو پښو تلمه ، نو هغومره هغومره مي په زړه كي خواږه پُرهارونه دَ سبا دَ پاره دَ ترخو يادونو په څير رقم كولو .. رقم كولو او نور نور رقم كولو ­

_____

دَ اپرېل په 15 مه نېټه كال 1996ع سهار اووه بجې چي لمر لا نه وْ راختلى، چي دَ كاسموس بس دَ Hotel Ibis څخه مخته رهي شو او دَ رش دَ كمبوت له سوبه دَ دنګو پلازو په منځ كي په تور هوار سړك باندي دومره ژر دَ سېنټس ښار شاته پرېښولو،چي ګرسره پرې پوهـ نه شو­ او يوځل بيا موږ په شنو ميدانونو او ځنګلي سيمه كي لاره وهله ­

دَ اووه نيمو بجو خواته ، چي موږ دَ روډ بالا جاروتو پلونو دلاندي تېرېدلو، نو ديو ليكلي بورډ په سمه تاريخي Poitiers ښار له هغه ځايه 108 كلوميټره لري وْ او پېرس دَ445 كلوميټره په واټن باندي ­ داهغه سيمه وه ، چي ما وَمنلو، چي وَ فرانس ته ولي دَ پرفيوم هېواد وئيل كېږي ­ ګوا دومره په زيات شمېر دَ بېلابېلو قسومونو او رنګونو ګلانو پالېزونه يا پټيان دَ روډ دواړو ځئيو ته په څه څه فاصله ليدل كېږي ­ چي سړى ورته حريان شي ­

دَ ګهړۍ ستني چي نهو بجو ته اوېښتلې، نو بس په Poitiers Region كي جوړ دَ Poitiers په نامه مشهوره تاريخي ټاوْن ، چي له يولسمي صدۍ بيا تر ديارلسمي صدۍ پوري په انګلېنډ كي ورګډ وْ څخه په كيڼ لاس تېرېدلو په وخت ميرنا وئيلو..

" دا هغه ټاوْن دى ، چي بلېك پرنس نامي شهزاده ، چي هر وخت يې توري جامې اغوستلې په كي استوګنه كوله او دا هم درته وَ وايم ، چي دا پرنس ډېر خوش مزاج او رنګين طبعيته هم وْ "

ميرنا چي دا خبري كولې، نو بس دَ لوي لاري په يو هوټل چي دَ لومړي سټاپ په نيت برېكونه نيولو، نو Tours نامي ټاون 66 او پېرس 300 كلوميټره ليري وْ او په ګهړۍ كي لس منټه بالا نهه بجې وې ­

دلته چي څنګه له بس څخه راكُوز شوم ، نو مي ډېر داسي سړي تر سترګو شولو، چي سپيني سپيني ټوپياني يې په سرو پرتې وې يوې بلي خواته ګرځېدلو­

" دا لكه چي تبليغيان دي"

نو ځكه چي دَ حاجت ځي په لور ور روان وم ، نو مي له يوه ځوانه پوښتنه وكړه ..

" مسلمان يې ؟ "

" هو.. دَ خداى احسان دى"

" پاكستانى يې؟ "

" يَه دا موږ ټو ل له انډيا راغلي مسلمانان يُو، چي دَ خداى په لاره وتي يُو "

" پاكستانيان هم درسره راغلي دي؟ "

" هو.. دا پاكستانى دى "

او نيږدې ولاړ هغه دَ كونډۍ ژيري پاكستاني ما ته لاس راكولو ورسته حال حوال په اُردو كي څه وكړو، چي باكسوالا هم راورسېدو او موږ په اُردو كي تر ډېره پوري په خپلو كي ګډ وْ ­ خبري نو څه وې ..؟ هغه دين او دَ دين غم ، چي دې خلګو يې كور كور ته دَ رسولو هڅه كړي وه ­ خوښ مي په دې شولو، چي ټول لوستلي راته ښكاره كېدو او په خبرو كي يې وزن درلودلو ­ ځكه خو يې په زړه اغېزه كوله ­

" دا څوك وْ؟ "

" دَ اسلام خواخُوږي او خپرونكي"

دَ كائيكو دَ سوال په ځواب كي چي مي داسي ورته وئيلو، نو هغې راته سرتر پايه كتلو ورسته وَ كتلو او بيا واي..

" ته هم مسلمان يې؟ "

" هو .. ولي اوس خبره شوې"

ما چي تر هغې زيات دَ حېرانتيا اظهار وكړو، نو هغه په موسكا كي واي ..

" دا مسلماني او عيسائيت يا بدهـ مت .. دا ټول دَ يوې نظريې درې نومونه دي ، خو بس طريقې يې جلا جلا دي .. زه چي څوني په پوهېږم "

يو وار مي لا ورسره څېړله ، خو بيا مي بهتره دا وَګڼله ، چي چپ پاته شم او چپ پاته شوم ­ بس فقط ورته ووړ غوندي وَموسېدم او مخته دَ بس په لور تېر شوم ­

دَ نيمي ګنټهې دَ مزل كولو ورسته دَ ټال پلازې څخه ورتېرېدلو سره سم Village Brule خپل ښي خواته پرېښولو ، نو يو ځل بيا په ځنګلي سيمه كي چي مخ مخته رهي وْ، نو ميرنا وئيلو..

" چي دَ ټوْرز نامي ټاوْن څخه څنګه مخته تېر شو، نو دَ فرانس غټ درياب چي ورته River Loire وئيل كېږي به له موږ سره سره مخته لكه مار غزېږي"

او چي څنګه هغه درياب راڅرمه شو، نو په څه څه فاصلو باندي كلي او ځاى په ځاى كلاګاني هم ولاړي ليدل كېدلي ­ دَ ميرنا له قوله دا لوري وېلي ( ناوه) دَ دې castles له سوبه ډېر نوم لري ­ او بيا يو ځاى بس درَولو ورسته ميرنا واي ..

" درځئ دركُوز شئ .. چي له دې ځايه درباندي دَ مونا ليزا كلى وَوينم "

" دَ مونا ليزا كلى..؟ دا څه واي ، هغه خو يو فرضي جنۍ وه "

له ما سره ناستي كائيكو داسي وئيلو ورسته ماته هم دَ ولاړېدو اشاره وكړه او درست ملګري لاندي كُوز شولو ­ هر يو ميرنا ته نيږدې نيږدې ځكه كېدلو، چي دَ ميرنا هغه خبره يې تصديق كول غوښتله ­

" هغه كلى چي دَ دې درياب په هغه بله څنډه هلته په غونډۍ باندي اّباد دى ، دَ يو روايت په سمه دَ مونا ليزا كلى ځكه بلل كېږي ، چي لئيونارډو، چي دَ مونا ليزا تصوير يې جوړ كړي وْ په دې كلي كي اوسېدلو او وئيل كېږي ، چي په دغه بڼه يوه انجلۍ بلكې واده شوي ښځه په هغه كور كي اوسېدله"

او بيا يې په هغه ليري كلي كي يو اوچت بام راښكاره كولو ورسته ګروپ تصوير واخيستو او بيرته بس ته ټول ملګري وختلو ­

بس چي څوڅو مخته لاره لنډوله هغومره زما په مزغو كي دَ دې ناوې دَ بېخي زياتو كلاګانو په ليدلو دَ اروپا په اړه دې سوال سر پورته كولو، چي اروپا له موږه څومره مخته ده؟ دَ ځواب په تمه يې زه له خياله په پښتني سيمو كي ګرځولم او ما دا هڅه كوله ، چي كه نور نه ، نو يوه داسي تاريخي نخښه خو به چرته وي ، چي ورته ځواب يې كړم ­ خو هرڅو هرڅو چي مي دَ سوچ نيليان تېز وَځغلولو، خو ماته په پښتني سيموكي داسي يوه هم نخښه په مخه نه راغله ، چي مي ورته دَ تاريخي اثاثې نوم وركړى وى ­ نوځكه مي سر وَښورَولو او له كائيكو سره په ګپه شوم فقط دې دپاره ، چي سوچ په بله واړَوم ­

دَ لوري درياب، چي يوې بلي خواته راته وشېدلو راوشېدلو اوس موږ نېغ وَ Blois نامي ټاوْن په لور ورګرځولي وْ ­

_____

دَ غونډيانو په لوړو ژورو كي اّباد ټاوْن Blois چي دَ بلاوْس كاسل له سوبه په نړۍ كي نوم ليري شاوخواته ګرځېدلو ورسته دَ روني په ست ميرنا او دانيال پرته زه، ونېسا، كائيكو او توشي ټول له هغه سره ملګري يوه رېسټورېنټ ته ورسم شولو، چرته چي ټولو دَ روني په ضد دَ ميرنا په خوښه خواړه خوړَلو ته چمتو كېدلو ­

" دا دَ اېشيا خلګ ولي په مېلمستيا كي خوشالي محسوسوي؟ "

دَ ماهي بوټۍ خلې ته وردننه كولو ورسته چي ميرنا دا پوښتنه وكړه، نو ونېسا په موسكا كي واي ..

" داخلګ پيسې ډېري لري"

" خبره دَ پيسو نه ، مېلمستيا زموږ روايت دى او.."

دَ روني خبره مي پرېكولو ورسته ورته وئيلو..

" ..او كله چي څوك زموږ مېلمه كېږي ، نو خوشاله كېږو هم"

" لاكن جاپان خو هم په اېشيا كي دى .. هلته څله داسي خبره نشته ؟ "

كائيكوچي دا وئيلو، نو داني ورته واي ..

" چاپان دى ، خو په اېشيا كي، خو مغرب وزمه هېواد دى"

ونېسا چي دې وخت له څنګه راته ناسته وه ، څوكه غوندي وئيلو..

" كائيكو ښه او مخلصه انجلۍ ده"

" هو ده خو.. او ته هم"

" اوس نه يم .."

" ولي..؟ "

" ځكه ، چي هغه اېشين ده او بل .."

لا به يې نور څه وئيلو، چي ميرنا يې پام خپلي خواته اړولو ورسته وئيلو..

" امريكن سيسټم زما خوښ دى"

" هو هغه ډېر ښه دى ، هيڅوك په چا نه بار كېږي او هر كس خپل بل خپله وركوي"

روني چي يې خبره داسي سرته رسَوله ، نو ونېسا راته بيا څوكه واي ..

" برايه ښه شپه وه "

" ښه خو وه لاكن ..."

" ولي لا دي په زړه كي جاپانۍ ته څه پاته دي كه ..؟ "

دَ بس په لور تللو په وخت زما او دَ ونېسا تر منځه چي دا مقالمه كېدله، نو كائيكو هم اورېدله ، خو هغه په ځاى دَ خفګان خوشاله كېدله او هوسېدله لېونۍ ­

خېر په يوه بجه ، چي بس له دې ټاوْن څخه مخته تللو، نو موږ له غريزو سيمو څخه څوكه څوكه هوارو علاقو ته پېښه كوله لګيا وْ ­ او دَ يوې ګنټهې دَ سفر ورسته چي له Marniers نامي ټاوْن څخه مخته وتلو ، نو تر شا روني په زروه واي..

" زه نن ډېر خوشاله يم ، چي دَ زړه ارمان مي اّخير هم پوره شو"

" كوم ارمان..؟ "

كائيكو داسي وَ وئيلو لكه هغه چي له روني نه له ما پوښتنه كوي ، نو ځكه ما ورته وئيلو

" هغسي ارمان لكه تا چي په يو چاته په ډنر وركولو كي پوره كړى وْ "

هغې ماته راكتلو ورسته داسي په نرۍ موسكا په څنګلي وَ وهلم ، لكه زما په خبره چي يې واقعي سرخلاس شوى وي ­ او له دې سره سم ميرنا وَ پېرس ته دَ رسېدلو زېرى هم په موږ وكړو او بس په يو دريابي او ښائيسته ښار كي هوټل كواليټي اٍن پېرس، چي ورته Parke de Bercy هم واي مخي ته چي درېدلو، نو دَ باران څاڅكي هم ورېدل پئيل شو ­

*****


دَ ائيفل ټاوْر تر سيوري لاندي

كه څه هم دَ ټولي ورځي دَ مزل ستړيا له سوبه مي زړه دَ اّرام دپاره په هغه پستې او تودي بسترې كي وَ سملاستو ته تخنېدلو، خو دَ سستۍ په وړاندي مي همت غړى ځكه نه اچولو... چي دې وخت زه دَ هغه پېرس په ښار، چي دَ ميرنا په قول هر سېلاني ورته نوى نوم وركوي په كواليټي اٍن ، چي Parc de Bercy هم ورته واي او په Charenton نامي علاقې كي جوړ دى كي دَ ضروري تيارۍ ورسته په صوفه كي ناست وم ­ په ټي- وي كي مي فرنچ چېنلان اړول راړول ، چي دروازه وَټكېدله او فليپينو ملګري هم راغلو دننه او زه هم ورسره بازار ته تللو په نيت ملګرى شوم ­

" ډنر به هم دباندي چرته كوْ "

داني دا خبره هغه وخت وكړه ، چي موږ په لابي كي دَ لوي دروازې په لور روان وْ ­ او اوس به دباندي وتلو، چي تر شا لوري اوګرېك ، چي پېغله لور لوري ويوار هم ورسره ګامونه راپسې تېزولو ورسته ژغ وكړو،

" اې ځوانانو! چرته روان ياست ؟ كه مېن بازار ته ځئ ، نو موږ هم درسره بوځئ "

موږ يو بل ته وكتلو،كه څه هم په موږ كي دَ هېچا نه وه خوښه ، خو دَ اېشيائي فطرت له مخي مي ورته يَه هم نه شو كولى او روني ورته واي ..

" راځئ .. راځئ ، مګر دا يوه خبره واورئ ، چي چكر به زموږ په خوښه وهئ "

" هوهو.. تاسو له مخه موږ درپسې ، لاكن ديغ كوئ به مو نه "

دَ لوري ويوار زړې ، لاكن ډېري چسپي موركۍ داسي وئيلو ورسته په نره له موږ سره قدمونه سم كړو­ مګر دا څه ؟ چي له چا پُټېدو ، هغه (كائيكو) له تائيوانۍ چاوْ چيا جانګ سره هم په منډه منډه تر موږ پوري راوَرسېدله ­ او په ګيلې كي واي ..

" ښه نو تاسو زه پرېښولمه..؟ "

او دَ ځواب انتظار كولو له مخه يې بيا دَ خپل عادت په سمون څُوك راسره كړو او دا ډله دَ هوټل وَ ښي لاس ته په څه واټن لېبرټي مېټرو سټېشن ته لاندي وركُوزه شوه ­

په رنګونو ښائيسته ، اّرام ده ، او دَ ګولۍ په رفتار تلونكي ټرېن په يو بل پسې Porte de Charenton او دَ Porte Doree څخه مخته تېرېدلو ورسته چي په Michel Bizot نامي باندي دَ لس دقيقو دپاره چي څنګه تم شو، نو تائيوانۍ پېغله واي..

" په پېرس كي Opera او Cabaret Show دَ كتلو دي ، تاسو يې ګورئ كه ...؟ "

" هو ولي نه ، هلته موږ ته دَ فرانسوي كلتور، چي دوى ورباندي په درسته نړۍ كي لوى نوم لري دَ كتلو او تللو موقعه په لاس راتلى شي"

ما چي داسي خبره ورسه خوږه كړه ، نو روني هم زموږ دَ خوائيش په باب خپله رائې چي راكړه، نو هغو نورو هم راسره دا خبره ومنله ­ لا به مو په دې باب نوري خبري كولې ، چي لوري اوګرېك خپله لُور دَ ځان په خوا وركښولو ورسته واي ..

" ويوار رادي خواته شه ، هغه خلګ ما او تاته ډېر په برګو برګو ګوري"

هو هغه غلطه نه وه ، زموږ ښي لاس خواته يو درو مستو ځوانانو خپلي سترګي ډېري په كُوني انداز دَ لوري ويوار په سينه او بدن ښخي كړي وې، چي دې وخت په بېخي تنګو جامو كي پټه وه او كله كله به يې يو بل ته په غوږو كي هم څه سره وئيلو ­

" ګوا زموږ په دې ښځو كي دغه ويوار داسي انجلۍ ده ، چي دَ هغو ځوانانو خوښه شوه"

" هو.. خود، په دې كائيكو او چاوْ كي نو دې څه ؟ دوې دوې لوستي خو دي دواړه"

دَ روني دَ خبري په ځواب كي چي مي داسي وَوئيلو، نو كه څه هم كائيكو په څنګلي وَويښتم ، خو چاوْ هم په لومړي ځل وَموسېدله او واي ..

" په ما كي منم ، چي هيڅ كشش نه شته ­ دا كائيكو خو دَ ډېرو په زړونو حكمراني كوي"

دا خبره چي يې كوله ، نو يې ماته داسي كتلو، لكه ماته چي واي ­ هم ځكه خو داني هم په غوږ كي دغسي خبره راته كړي وه ­

په Chatalet نامي سټېشن كي كښته كېدلو ورسته چي بالا مځكي ته ورسم شولو، نو ګورو چي دلته زياتره بلډنګان په زاړه طرز جوړ او خورا رش دى په كي ­ دَ River Seine په څنډه باندي اّباده دغه علاقه څه څه ټاپو وزمه ځايونه هم لري ­ دلته په سائن درياب باندي جوړ پلونو باندي يوې بلي خواته اويښتلو را اويښتلو ­ او دَ نورو زړخوښيانو سره سره دَ هسكي مينارې سېل كولو ورسته، چي يو وخت يو زاړه هوټل ، Hotel de Villeنومېدو مخته تېرېدلو، نو داني وئيلو..

" فرانسويان ، چي څومره په خپله ژبه مئين دي ، هم دغسي له خپل پرون سره رښتې هم ښې مضبوطي لري"

" هو، دې ته خو قامي مينه واي"

دومره ورته وئيلو ورسته يوځل بيا زه وم ، چي دَخپل قام دَ هغو خواخُوږو په پښتو او پښتني سوچ كي ګډ وم ، چي پښتو خوري ، پښتو څيښي او هن چي پښتو اغوندي هم ­ لاكن دَ پښتو كولو په وار يې ملا ځكه ماته وي ، چي پښتو كول خو قربانياني غواړي او هغوئ دا كار كولى نه شي ­ ولي، چي بيا به نو په پښتنو باداري څوك كوي ...؟ زما اشاره دَ پښتو په نوم سياسي دوكاندرانو ته وه ­

_____

څنګه څنګه چي په پېرس ښار باندي دَ شپې تيارې خورېدلې، نو دَ رنګارنګ بتيانو په رڼاګانو كي پېرس جنت وزمه كېدلو لګيا وْ او دا خبره مي په زړه زړه كي منلو سره تكرارَوله هم ، چي دا خو واقعي دَ رڼاګانو ښار دى ­ او بل موږ وْ، چي دَ پتنګانو په رنګه داسي په خوند او تادۍ باندي يوې او بلي خواته په په رڼاګانو كي ګرځېدلو، لكه سبا له چي به بيا دَ رڼا يوه بڅركه هم نه وي ­ او يوځاى په ولاړو برګر خوړَلو ورسته مو دوْه ټېكسيان ودَرولو،

" دلته نيږدې يا بيا place de L , Europe په خوا كي چي كومه ښه Cabaret Show وي ، هلته مو بوځئ "

دَ روني په دې پوښتني ډرائيورانو له يو بل سره خبري كولو ورسته وئيلو..

" لاكن په پېرس كي تر ټولو زياتي نوموړي دوې كېبېرټ شوګاني كېږي ­ يوه په Paradise Latin كي دَ Le Cabaret de Paris په نوم او بله دَ La Nouvelle Eve په نامه كېږي ­ او دا دواړه په منځني ښار كي دي ­ كه غواړئ ، نو يُو به مو شو"

دَ صلاح كولو ورسته مو ورسره La Nouvelle Eve نامي كېبېرټ شو ته دَ تللو خبره جوړه كړه او مخته رهي شولو ­

"دلته دَ شپې ژوند نوري كومي زړخوشياني لري؟ "

" دا قسماقسم شوګاني، اوپېرا، سېنماګاني او كلبونه هم"

دَ داني دَ پوښتني په ځواب كي هغه ټېكسي ډرائيور، چي دَ فليپينو ملګرو او زما په مخ سيټ كي چاوْ هم ورسره ناسته وه ، چي داسي وئيلو، نو روني ورته واي..

" له دې پرته هم ..؟ "

ډرائيور شاته مخ ور اړَولو ورسته وئيلو..

" هو .. ولي نه دلته هر څه شته ، كه غواړئ نو به مي ورته ورسوم اوس اوس "

" هو ، چي وره غلي واى ، نو به ښه وى .. څنګه شوقه"

هغه به لا نور څه په ټوكي كي وئيلو ، چي چاوْ يو دم واي ..

" ما وَ كېبېرټ شو ته ورسَوه ، بيا كه دوئ په كومه ځي، هلته دي لاړ شي "

په خندا كي يې دا خبره چي كوله نو يې شاشاته كتلو، ځكه خو داني ورته واي ..

" زما خيال نه كېږي ، چي ته او په هغه بل موټر كي رواني زموږ ملګري كائيكو به په يكړه دا شو وَګورئ "

او بيا ټېكسي ډرائيور، چي اوس زموږ په طبعيت پوهـ شوى وْ، په خندا باندي داسي وار وكړو،

" نن سبا خو ښځي ډېري تكړه دي او.. هو لكه هغه انجلۍ ته ګورئ ، چي يوازي روانه ده په فټ پاتهـ باندي"

" لاكن دا هم ګوره ، چي دوه ځوانان خو هم ورپسې روان دي"

دَ ډرائيور له خبري سره هلته دَ فټ پاتهـ په خوا لاس غزَولو ورسته چي روني دا خبره وكړه ، نو چاوْ واي ..

" لاكن هغه سړي به څه وكړي؟ "

" هغه دَ بيا خبره ده ، چي څه به كوي؟ "

او بيا يې سم دستي ورسره داسي خبره لا بېله ورسره وَتړله ..

" بلكې نهه ماشتي ورسته به درته ريزلت هم مخي ته راشي.. هغه دَ ټوكي په چم"

روني چي دا خبره وكړه، په ټېكسي كي ناستو ټولو ملګرو وخندلو او عجبه دا، چي چاوْ هم دَ خفګان په ځاۍ له خندا شنه شنه كېدله ­ كه څه هم هغه ما په دې درست ټوْر كي په غاښونو سپينَولو باندي نه وه ليدلي ­ خو نن يې په درسته لاره كي خندا تمكېدله نه او په هره خبره يې خله تر غوږونو پوري خلاسَوله ­

ټېكسي مخته روان وْ او كله كله به چي ما شاته وكتلو، نو لكه شاته چي دَ رڼاګانو سېلاب راپسې راروان وي او موږ ورڅخه ځغلو، ځان ژغورو­ ډېر خوند يې كولو، ګاډۍ په روډونو داسي پسته پسته مخته رهي وه لكه كشتۍ ، چي په اوبو باندي روانه وي ­

او بلي خواته په ټېكسي كي روني بيا په دې هڅه كي وْ، چي دَ ډرائيور څخه نور نور دَ دې ځاى دَ شپې ژوند په حقله معلومات ترلاسه كړي ­ او ډرائيور هم داسي په خوند خوند ورته ګډ وْ، لكه هغه چي يې ډېر زوړ شناخته وي او يا په رښته كي يې دَ ماما زُوى ­ لاكن يو وخت چي ما دَ هغه دَ ښه انګلش وئيلو په ستائيني كي څنګه دا ورته وَ وئيلو، چي ..

" انګلش ښه ژبه ده"

نو هغه زما په لور داسي را وَكتلو، لكه ما چي ښكنځا ورته كړي وي ­ او بيا يې مخته په پاتي لاري كي سُر مردار هم وْ ، بلكې ډېر كم او په احتياط ژغېدلو ­

_____

كېبېرټ شو څه وه ؟ وايم ، چي دَ وړَو وړَو ډرامائي خاكو په پرته دَ سرو او سپينو بدنونو يو نمائيش وْ ­ چي په اتهمي صدۍ كي جوړ په دې زاړه بلډنګ كي يې زموږ په چپه دَ سلاوْ نورو سېلانيانو زړونه په اورونو كړَولو لګيا وْ ­

" دا خو شو نه ، بلكې لږ په پړده كي پيپ شو ده"

" داني په پيپ شو كي له هرڅه څخه لاسونه پرېمنځل كېږي او دلته خو ګوره هغه پېغلي مخ او شاته نيمه نيمه لوسته ټوكران خو لري "

ما چي دَ روني دَ خبري په ځواب كي داسي وئيلو ، نو هغه له ما داد غوښتلو دپاره سر بيا راغزَولو سره سم واي ..

" څنګه، صحيح وايم مسټر شوق "

او ما يې هم زړه ساتلو دپاره داسي تائيد وكړو،

" په داسي شوګانو كي وي هم دغه رنګه او بله دا، چي په كېبېرټ شوكي تر كلچر زيات هغه تهيمونه څېړل كېږي، چي ذهنونو ته تفريح ورسپاري"

" ګوا دلته هم چيټنګ ؟ "

چاوْ دَ داني له هغه بلي خوا مخ راغزَولو ورسته چي دا وئيلو، نو روني ورته واي ..

" يَه دې ته چيټنګ نه ماركېټنګ وئيل كېږي"

موږ چي څنګه وَخندلو، نو تر شا راباندي يو زاړه سړي ، چي پښې يې په ګور كي ځڼېدلې ژغ وكړو،

" كه تاسو چپ كړئ ، نو مهرباني به مو وي"

او بيا ټولو هلته په غټ سټېج باندي له ګروپ ډانسونو سره سره خاكې كتلې لګيا وْ ­ خو ما هم كه يوې خواته هلته مخامخ كتلو، نو بلي خوا ته مي سوچ په څنګ كي ناستي لوري ويوار كي ځكه بند وْ، چي هغې بيا بيا ګوره چي څله خپله سينه موږله؟ په زړه كي مي وئيلو، چي چرته كېكه خو يې په ګرېوان كي نه ده ورننوتي ؟ هو داسي مي په سوال پسې سوالونه مزغو ته راتلو­ خو تر اّخيره مي ځواب نه كړو تر ګوتو ­ او شو په داسي حالت كي راباندي ختمه هم شوه ­

موږ چي كله دَ كېبېرټ شو په ختمېدو دباندي وتلو، نو كايئكو په ما پوري ځان داسي راچيخلو، لكه اوس چي به يې له موږه څوك غلا كړي ­ او دباندي چي راوَوتلو، نو روني په ټوكي كي واي ..

" زړه مي غواړي چي اوس هلته لاړ شم"

" چرته؟ "

زړې لوري اوګرېك چي پوښتنه وكړه، نو روني دَ خندلو ورسته وئيلو..

" هلته ، چرته چي ښځي نه ځي"

په دي خبري باندي پېغلي چاوْ روني ته وړه ديكه وركولو ورسته وئيلو ..

" ته خو ډېر خراب يې"

" ښه .. ته اوس خبره شوې؟ "

لوري ويوار چي داسي له خلې وَوتلو، نو ټولو په كلكه وَخندلو او هوټل ته بيرته تللو په نيت دَ ټېكسيانو نيولو دپاره هغې خواته روان شوْ، چي دَ ټېكسيانو كتار ولاړ وْ ­ او بيا څه مخته كائيكو له فليپينو ملګرو څخه په دې خبره نه بېلولم، چي زما نيږدېكت ته يې زړه كېدو، بلكې وېرېدله ­ چي په كوم ټېكسي كي له ما او لوري فېميلي سره روانه وه، دَ هغه ټېكسي ډرائيور دومره غټ غټ برېتونه درلودلو ، چي كه پښتون وى ، نو له غېرته به په ملا غوټ ماتېدو ­ لاكن هغه فرانسوى وْ، چي درسته لار يې لكه بړوا دَ ښځو دَ اډو او كاروبار په حقله خبري كولې ­ هو كه څه هم ښه خبر وْ، چي دې وخت دَ هغه په ټېكسي كي چپ له ما بل نر وْ هم نه ­ او زه هم په خپله هوډه بيا پښتون نر...

_____

دَ شپاړسم اپرېل كال 1996ع په سهار چي مي نارى كولو، نو ونېسا مي مخامخ په مېز راته ناسته وه او داسي په مزه مزه يې خبري كولي ، لكه موږ چي په دې درست ټرپ كي يو بل ته اوږې وركړي وي ­

" چرته خو يې بيا...؟ "

لاكن بيرته به مي زړه ورته صفا ځكه كړلو، چي دا نن خو زموږ ورستۍ شپه وه ­ نو ځكه زه هم ورباندي تر نورو ورځو زيات مهربانه شوى وم ­ هو كه څه هم كائيكو هلته ليري ناسته په برګو يې راته كتلو، خو ما نه غوښتلو، چي دَ هيچا زړه هم له ځانه خراب يا مات كړم ­ هن دا چي تر بس پوري هم ګډ ګډ سره ولاړو ­

" زه دَ كاسموس له خوا تاسو ټولو ملګرو ته په دې ښائسته پېرس كي ښه راغلى وايم ، چي كه ورته هر څوك څه نوم وركوي ، خو زه يې خپل كور ګڼم ­ كه څه هم زما هېواد او كور نه دى ­ هغه ځكه چي دلته ماحول خپل خپل لګي ، كه څه هم خلګ يې پرېدي پرېدي كېږي او خپلوۍ ته فرانسويان په ګرانه تيارېږي ­ خېر دا خو وه زما رائې.. لاكن داښار چي دَ سائن درياب شاوخواته تر ليري ليري پوري خپور دى ­ او څومره چي په دې ښار كي ورځي ځانګړتياوي لري ­ نو دغه رنګه دَ پېرس شپې هم كوم هغه شيان دي ، چي نشته په كي"

ميرنا چي دا خبره وكړه، نو ورسره مخته ولاړي لوكل فرنچ ګائيډ خبري دَ Sneme نامي بلډنګ په حقله څو توري وئيلو ورسته ، چي دَ فرنچ ټېليويژن T . F . A دَ ګيړدۍ ماڼۍ چي ټوله شيشه شيشه وه، څخه په څنګ كي تېرېدلو په وخت چي خپل تعارف او دَ فرانس په حقله خبري كولې، نو Safital Plaza او Edfgdf چي دَ يوې بلي پلازې په سر ليكل شوي وْ زموږ دَ سترګو مخته وْ ­ دلته كه څه هم دَ موټرانو رش زيات وْ، خو چرته هم دَ ټرېفك جام مسئله مخي ته نه راغله ­ دَ يو څو اوورهېډ پلونو لاندي وتلو ورسته ، چي سائن درياب زموږ كيڼ لاس ته بهېدلو او زموږ مخه دَ ائيفل ټاوْر په لور وه ­ نو لوكل ګائيډ وئيلو..

" په پېرس كي دَ ائيفل ټاوْر پرته Versailles ، ګېټ Les Champs Elysees ، Musee du Louvir ، Nappoleon Tomb ، La Pyramide ، دَ مونا ليزا فوټو، چي لئيونارډو په 1503ع او 1506ع په مابېن كي جوړ كړى وْ ، Notre Dame او Saint Chapalle چرچ هغه ځايونه دي ، چي پېرس ته راغلي سېلانيان يې دَ كتلو هڅه خامخا كوي"

نو زما كوشش به هم دا وي ، چي دا ټول ځايونه درته ډېر له نيږدې درته ښكاره كړم ­ دَ سائن درياب چي موږ يې په پلونو باندي يوې بلي خواته كېدلو، نو ائيفل ټاوْر له هره ځايه هم ښكاره كېدو ­

" دا ګورئ زموږ ښي لاس ته په سائن درياب كي جوړ ټاپو وزمه ځاى ، چي ډېر پخوا جوړ وْ ، خو لا اوس هم سترګي ګټي "

بيا يې Notre Dame ماڼۍ راښكاره كولو ورسته موږ دَ پوليس سټېشن څخه مخته دَ درياب وَ بلي څنډي ته چي راغلو، نو څه څه وختونو پس يې Musee Du Leavre او دَ نېپولين مقبره راښكاره كولو ورسته زموږ مخه دَ La Pyramide په خوا وه، چرته چي به دَ هغې ګائيډ په قول دَ موناليزا اصل عكس ګورو ­

دَ Louvre نامي غټ ميوزيم ، چي دى خو ارومرو دَ احرام مصر په رنګه ، خو دَ اوسپندو په تمبو جوړ، چي په كي شيشې سرتر پايه لګېدلي وې ­ دلته دَ Department of Sculpture په پرته زېر زميني يو غټ ميوزيم هم وْ ­ موږ چي كله لاندي وركُوز شولو، نو هلته مي بلا غټي مجسمې تر سترګو شولې ­ په كومو كي چي په " اّس ناسته دَ مارلي مجسمه" ، دَ " فلپ پاټ تابوت"، چي پېغلو په لاسو كي اخيستى وْ سره سره دَ Milo of Crotono”" لغړسرى زمرى ، چي له زمري سره په جنګ وْ هم وَ كتلو ­

په دې ميوزيم كي دَ دُنيا، هن چي دَ اسلامي اّرټ نمونې هم بېشمېره ليدل كېږي كتلو ورسته دَ فرنچ ، فلېمش او جرمن پېنټنګ او په درځنو لغړي ، چي زياتره په كي ښځي وې هر لور په غټ هال يا كاريډورونو كي لګېدلي ښكاري سره عكسونه اخيستلو ورسته لاندي تللي منزل ته كوز شولو­ او هلته دَ رومن ، يوناني او مصري اّثار خلګو ته ښكاره كولو دپاره داسي ږدل شوي دي ، چي هر يوه ته سترګي وركږېږي ­ خو په دې ميوزيم كي تر ټولو زيات رش هلته ليدل كېږي، چرته چي دَ مائيكل اېنجلو په لاس جوړي مجسمې دي ­ چي په كي دَ The Dying Slave نامي مجسمه ځواب نه لري ­ او بل په دې هال كي دَ مونا ليزا عكس هم دَ يوه دېوال په فرېم كي موجود دى ­ او هر سېلانى دلته هڅه كوي، چي ورسره څنګ كي فوټو جوړ كړي ­ نو ځكه ما هم ځان په غازيانو كي ليكلو ته په ډېره ګرانه تر موناليزا پوري لاره وكړه او ځان مي امر كړو ­ او بيا چي مي ښه په غور ورته وكتلو، نو ماته يې ګوره چي هومره خوند څله نه كړو را، څومره چي نوم لري ­ خو دَ دې پرته مي هم داسي په غور ورته كتلو، لكه هغه چي ما چرته ليدلي وي ­ هم په دې خو مي بيا تر ډېره پوري ورته ولاړ كتلو او تر هغو پوري چي دَ دې نظم "موناليزا" تهيم مي په مزغو كي ځانته دَ ليكلو دپاره لاري هواري كړي نه وې ­

زما په ياد دي ، چي كله زه بيرته بالا راروان وم ، نو پېغله چاوْ، چي برايه يې په كېبېرټ شو كي دَ اّرټسټانو په لغړو ادمونو باندي نيوكي كولې دې وخت دَ اېنجلو دَ يو داسي مجسمې مخي ته حق حريانه ولاړه وه، چي مكمله لغړه او دَ نر مجسمه وه ­ نو ځكه مي راسره څرمي ونېسا ته چي دَ برايه دَ شپې كيسه په لنډه تېره كړه ، نو هغې يو دم كېمره اّن كړه او پټه پټه تر هغې وَرسېدله او بيا چي يې څنګه فلش لائټ ورباندي وَغورځولو، نو هغه لكه له خوبه چي راويښه شوه او چي زموږ په لور يې راوَكتلو، نو په ونېسا پسې يې داسي ور وَدانګلو، لكه هغې چي دا وَ څراغ ته په توره تياره كي درَولي وي­ نو هم ځكه خو هغې په بس كي له ما سره بيا سترګي نه شوې څلور كولى ­ او زه هم ورته دَ حېرت ګوته په خله په دي وم ، چي اوس دا هغه غاوره او حياناكه چاوْ نه ، بلكي يوه هوسي ښځه ، چي يوه بله غاښوره ښځه هم په اندرون كي پټه لري زما وَ مخي ته ناسته وه ­ ولي، چي دَ برايه دَ سېل اثر په سمه اوس هغې په خپل څنګ كي ناست توشي سره دَ لاسوخبري هم پئيل كړي وې ­

" دَ سياحت له لاري ، چي څومره پيسې هر كال فرانس تر لاسه كوي ، په هغو كي تر ټولو لويه برخه دَ موناليزا دَ موسكااو دَ هغه دنګ ائيفل ټاوْر ده، چي دَ دُنيا په اووْ غټو عجائباتو كي شمېرل كېږي "

دَ Concords Monument څخه مخته وتلو او دَ Chemenceou , Elysees , Champs نامي بلډنګانو ، چي دې وخت زموږ وَ كيڼ لاس ته ولاړ وْ څخه بيرته دَ سائن درياب په لور په جوړ شوي پُل باندي چي لوكل ګائيډ دا خبري كولې، نو هغه هسك ټاوْر، چي دَ ائيفل په نامه باندي لوړ نوم ليري زموږ دَ سترګو وړاندي ولاړ وْ ­ بيا چي كله بس دَ هغه ټاوْر مخي ته تم شو، نو ګائيډ وئيلو..

" دَ نړۍ په اووْ عجائباتو كي ورګد دا ټاوْر په كال 1889ع كي ائيفل اّلكسانډر ګوستاوْ نامي انجينئر جوړ كړى وْ، دا 984 فټه هسك مينار دى ­ او تر اوسه پوري 17 كسانو دَ دې مينار له سره مځكي ته راټوپ كړي دي او ځانونه يې مرګ ته سپارلي دي ­ نو ګورئ ګورئ، چي تاسو كي هم څوك .."

او تر دې ځايه يې خبره چي څنګه وَرسوله، نو دَ بس دروازه هم دَ هغې ګائيډ او ميرنا له خوږو كړيكو سره سمه خلاسه شوه ­

_____

" تاسو بيا له څه ميانه دلته را وَرسېدلاست؟ "

ما چي دَ ائيفل ټاوْر په لفټ كي دَ قدم ږدلو ورسته څنګه سترګي په ونېسا، كائيكو او چاوْ وَ نيښتلې، نو مي دا خبره له خلې ځكه په حېرت وَختله ، چي دا ډله خو چي زه دَ ټاوْر په لور په غټو ګامونو راتلم، نو زما تر شا روان وه ­ نو ځكه خو ونېسا وئيلو..

" ولي .. يو ته يې، چي له دې اّئيفل ټاوْر څخه پېرس ليدلو تازيله لرې او كه .."

" دا زموږ غوندي په ښكلا مئينان هم"

كائيكو، چي دَ ونېسا خبره څنګه پرې كړه، نو يې په نره مُټى راته ښكاره كولو ورسته چي داسي وئيلو ته څنګه خله جوړه كړه ، نو لفټ هم بالا ختلو ته چمتو شو او موږ يې په نه ساعت كي بيا لومړي تمځي ته وَرسولو­ چرته چي دَ يوه رېسټورېنټ په پرته شاوخوا ته دَ كتلو او ګرځېدلو ټرېك هم جوړ وْ، چي دې وخت څو درځنه ټوْرسټان په كي يوې بلي خواته ګرځېدلو سره سم په توده كوفي او برګر خوړلو كي هم بوخت وْ­

موږ به لا بيرته په لفټ كي بالا ختلو، چي روني او داني هم را وَرسېدلو او راسره ملګري شولو­ په دويم تمځي كي هغه نور پاته ملګري هم راورسېدلو او دې وخت په دې فلور باندي دَ كاسموس ملګري دَ نورو سېلانيانو په مقابله كي زيات ښكاره كېدلو­ له دې ځايه پېرس كه پوره نه ، خو تر ليري ليري پوري دَ سترګو وړاندي ښكاره پروت وْ ­ دلته هم يو څو دقيقې ګرځېدلو ورسته ، چي زه او فليپينو ملګري دَ دريم فلور( تمځي) په لور تللو دپاره دَ لفټ په خوا ورغبرګېدلو، نو دَ ونېسا او ځينو نورو ملګرو په چپه نور ملګري بګاوه شوي وْ، او دلاندي تللو ته يې ارادې كولې ­

دَ ائيفل ټاوْر له دريم تمځي څخه پېرس داسي ښكاري ، لكه سړى چي له جهازه ورته ګوري ­ داسي محسوسېدلو لكه اوس چي به دا ټاوْر وَنړېږي ، ولي چي ټاوْر يوې خواته كږېدلو لګيا وْ.. خو په رښتيا نه ، بلكې دې وخت په اّسمان كي دَ اورېځو غټي غټي خړوسكي دَ هوا په رُخ رواني وې او داسي برېښېدلو، لكه موږ چي سره له ټاوْره لاندي دَ مځكي وَخواته روان وْ ­

" داسي راته ښكاري لكه زه چي الوځم"

" هو.. زه هم داسي سنجومه لكه په اوبو كي چي دا ټاوْر روان وي"

دَ ونېسا له خبري سره چي داني هم خبره خوږه كړه، نو روني دَ خندلو ورسته واي ..

" ځه .. يو مارغه شو او بل ماهى "

هغه به لا خبره مخته وړله ، چي تر شا ولاړي شيلا وار لاس ته كړو او واي ..

" زما خو سر ګرځېدل پئيل شو، زه خو ځم .. داسي نه چي زه اتلسم مړى شم "

او بيا چپ له ما ټول ملګري لاندي په لفټ كي كُوزېدلو لګيا وْ، خو زه وم ، چي بيا تر څو دقيقو پوري هلته ولاړ په دې سوچ كي ورك وم ، چي ائيفل دا ټاوْر څله او په كوم نيت جوړَولو، او چا چا چي هم له دې سره مځكي ته خپل مړي لېږلي دي ، هغوئ په كوم نيت داسي كړي دي ..؟ غرض دا، چي دَ ائيفل ټاوْر په دريم تمځي كي ولاړ دَ قسماقسو سوچونو او وسوسو ورسته مي دَ " هسكه غاړه وَ ائيفل ټاوْر ته غم شوه " تر عنوان دلاندي نظم خپلو ورستنئيو واټنونو ته په رسېدو وْ­ او بيا څه وخت ورسته چي بيرته په لفټ كي لاندي راروان وم ، نو داسي خيال مي په مزغو كي پخېدلو لګيا وْ.. چي

"انسان نخښي پرېږدي شاته او ځي په مخه ­ هم ځكه خو ترشا راتلونكي ورپسې كه څه هم ځي ­ لاكن تر مخته تللي سړيانو پوري ګوره ، چي څله نه شي رسېدلى ­ هو ، لكه دَ نن پښتون ، چي دَ پرون دَ پښتنو پېښې هم نه شي كولى ­ كه څه هم ځي هر پښتون په خپلو پښو او هغه هم په دوْ پښو"

ائيفل ټاوْر ليدلو ورسته ، چي موږ مخته په بس كي روان وْ، نو دَ شا په اوږدې چوكۍ كي له ملګرو سره دَ هغوئ په فرمائش ځكه كښېنستم، چي دَ هغوئ په چپه ونېسا او كائيكو هم ناستي وې او ټولو په تېرو شوْ ورځو شپو خپلي خپلي رائې وړاندي كولې ­ او هر يوه دا وئيلو، چي نن هغه ورستۍ ورځ ده، چي سبا به موږ مازيګر خواته له يوه بله بېل هم كړي ­ دا مجلس وْ، چي موږ تر مېګډونلډ پوري تر رسېدلو څه ، چي هلته يې په مېګډونلډ كي هم يو بل ته څنګ په څنګ دَ غرمې ډوډۍ خوړلو ته پارَولي وْ ­

نن ونېسا هغه ونېسا نه ، بلكې دَ ميني ټوټه برېښېدله او خورا خوږې او درنې خبري يې كولې ­ نه يوازي دا، بلكې نن يې دَ خپل امريكائي فطرت په چپه هم هيڅوك وَ پيسو وركولو ته ګوره چي څله نه اېله كولو ­ او بل يې داهم غوښتلو، چي نن پېرس تر پښو زموږ په ملګري كي وَباسي ­

_____

له Trodadero مېټرو سټېشن څخه چي موږ Ch. De Gaulle نامي علاقې ته ورسېدلو، نو هلته دَ يو غټ او زاړه ګېټ وزمه راوْنډ اّباوْټ ، چي څه نيم درځن روډونه ورڅخه بېلېدلو سره خوا كي كائيكو له يوه دوكان څخه دَ ائيفل ټاوْر واړه ماډلان واخيستلو او موږ ته يې په داسي وئيلو راكړو، چي

" دا زما له خوا تاسو ته پيرزئينه ده، او كله چي به هم تاسو دې ټاوْر ته ګورئ ، نو زه به درته په زړه كېږم "

دغه رنګه ونېسا دَ موناليزا كارډونه ، روني دَ مائيكل اېنجلو دَ يوې مجسمې ماډل سره سره دَ نېكو خوائشاتو كارډونه ، داني دَ ګاولي ماډلان او ما هم دَ بېلا بېلو عنواناتو په سمه معني خېز غوندي كارډونه په دې وېښلي وْ، چي سبا ته هم يو بل ياد وَساتو ­

دَ ګاولي څخه په رېډلائن روټ باندي موږ دَ Saint Augustin نامي مشهوره سټېشن شاته پرېښولو ورسته وَ Possy نامي علاقې ته ځانونه وَرسولو، چرته چي دَ پېرس مشهوره او غټه Opera ده.. كي يو وخت چي دَ ائيرلائنونو دَ دفترونو مخي ته روان وْ ، نو كائيكو يو ځل بيرته ځكه په موږ پوري وار په وار راچيخېدله، چي يوه سړي يې پرس ته لاس اچولى وْ ­ خو دَ هغې له ښه بخته يې ورڅخه تر لاسه كړى نه وْ ­ دلته مو ښه ډېره سودا وكړه او هر ملګرى له غټو غټو كڅوړو سره ، چي بيرته دَ مېټرو په لور روان شولو، نو داني په يوه فټ پاتهـ باندي خپلي درې كڅوړي ږدلو ورسته په يوې اوږدې ساه كي واي ..

" تاسو كه په مېټرو كي ځئ ، نو لاړ شئ ­ زه خو په ټېكسي كي ځم ­ ولي، چي دا غټي كڅوړي خو به خلګ په موږ پسې كړي او دَ كائيكو چم به راباندي وشي"

دا يې لا سم نه وْ وئيلي، چي كائيكو يې ملګري شوه او موږ هم يو بل ته كتلو ورسته دَ هغوئ په صلاح شولو او په دوْ ټېكسيانو كي دَ خپل هوټل په لور ورچپ شولو او لمر لا ولاړ وْ، چي بيا خپلو خپلو خونو ته رسېدلي وْ ­

_____

" ته څه لټوې؟ زه ستا كومك كولى شم "

دَ هوټل كواليټي اٍن په څنګ كي جوړ څلور باميزه پلازې كي دَ خوراكي شيانو اخيستلو په وخت، چي يوې پېغلي تر ما ځان رارسَولو ورسته څنګه دا پوښتنه وكړه، نو مي په زړه كي وئيلو، لكه چي خود هېلپره ده ­ نو ځكه ورسره تر خپل مطلبي شيانو پوري، چي مي څنګه ځان رسولو، نو هغې دَ خوږې موسكا ورسته پوښتنه وكړه،

" ته يوازي يې؟ "

" هو يوازي يم .. ولي؟ "

ما چي داسي پوښتنه وربيا كړه ، نو هغې مي لاس نيولو ورسته په سترګو كي سترګي داسي را واچولې ، لكه زه او هغه چي په دې درست ډيپارټمنټل سټور كي يوازي وْ ­ لاكن حقه دا وه ، چي دې وخت سټور له درځنو خلګو ډك وْ ­

" دا څه كوې؟ "

لاس مي ورڅخه كښولو ورسته چي دا وئيلو، نو هغې څوكه غوندي راته هغه خبره وكړه ، چي زه يې دلته ليكلى ځكه نه شم .. چي داسي نه دَ بداخلاقۍ تور راباندي وَتپلى شي ­ نو هم ځكه خو دا كيسه په دې لاندېنئيو خبرو تمامَوم ..

" ما خو دا ګڼلو، چي دا په ښكاره غاوره فرانسويان به ځانته تول دروند لري او په نه څه به تول نه سپكوي ­ خو دلته په پېرس كي دَ درستو فرانسوي روئيو په باب تر ډېره هانده كه خبر نه ، نو دومره وئيلو هـڅوال ضرور كړم ، چي وَوايم .. فرانسويان كه څه هم ښه خلګ نه يادېږي ، خو دَ پيسو په بدله كي شونډي موسولو كي هم ساري نه لري"

نن شپه كه څه هم دَ ټولو ملګرو په چنده يوه الوداعي ډنر اهتمام شوى وْ ­ لاكن زه ځكه نه وره غلم ، چي ماته خوب راتلو او ما نه غوښتلو، چي لباسي شم او خله دَ زړه دَ خوښي برعكس وَ ږغوم ­ نو ځكه ما نن دَ زړه منله .. نه چي دَ مزغو ­ او دا ورستى شپه مي دَ رقم رقم خوږو او ښائيسته خوبونو په ټاپوګانو كي دَ سهار په لور دَ خپلو خوائشاتو په سمه ديكه كوله لګيا وم ­

" زه څومره په ملګرو ګران يم؟ "

دا هغه سوال وْ ، چي كه څه هم تر خوب كولو پوري يې ځواب زه زړه ماتى كولم ، خو بيا چي مي دَ ټېليفون په زنګونو درې ځله سترګي خلاسي شوي، نو مي ځانته څه هيله پيدا شوه اودَ ورستي ټېليفون، چي دَ ملګري روني وْ ورسته مي بيا تر سهاره سترګه هم ځكه نه كړه پټه ، چي خوبونه مي تكميل ته رسېدلي وْ او زه نيمي شپې وخواته په كارډونو باندي دَ ملګرو په نوم په ورستئيو پېغاماتو ليكلو روږدېدلى وم ­ ولي چي دې وخت ماته هم له دروازې لاندي څو پېغامونه راسپارل شوي وْ ­ چي په كي دَ كائيكو او ونېسا دَ تفصيلي محبت نامو په چپه دَ لاراكُوك او لوري ويوار له مسخرو ډك كارډونه هم ګډ وْ ­

لنډه دا، چي كله ما هم ټول پېغامونه وَ ليكلو، نو كاريډور ته راوختم او رامعلومو خونو دَ دروازو دلاندي مي ملګرو ته پوسټ كړلو­ هو.. داسي لكه ماته څه، چي هر ملګري ته دَ ميرنا دَ خوښي په سمه سپارل شوي وْ­ دلته دَ يو نامعلومه ملګري له خوا زما په نوم يو كارډ داسي هم ليكل شوى وْ ­

" هاى شوق! "

ته كېدلى شې ، چي غلط پوهـ شوى يې ­ چي هرڅه ډېر په زړه اخلي ­ ګني حقيقت خو دا دى ، چي موږ فقط دَ يو څو ورځو دپاره سره ملګري شوي وْ ­ او سبا چي دَ يو بل له سترګو ليري شو.. نو دا هر څه او وختونه به دَ يادونو په چپه بل هيڅ حېثيت هم وَنه لري ­

ستا ملګرى

نوم كه څه هم نه وْ ورباندي ، خو زما شك په روني باندي كېدلو ­ ولي، چي سهار دَ ناري كولو په وخت روني داسي خبري په اشارو كي كولې ­ لاكن چي بيا به مي هلته زما مخامخ په بل مېز ناستي ونېسا ته سترګي ور واړَولې، نو په زړه كي به مي دا خبره بيا بيا راتله ، چي كېدلى شي.. چي هغه ډېر بامانا ليك ماته هغې ليكلى وي، ولي چي هغې نن دَ نورو ورځو په مقابله ډېر ډېر او ډېر په مينه راته كتلو ­ خو بيا هم زه شكي ځكه وم ، چي هغې ته خو ما هم ډېر مطلبي او ژور ليك ورسپارلې وْ .. هو په خپل نامه ­ نو كېدلى شو، چي هغه زما دَ خوږو تورو له سحره نه وه راوتلي ­

چا وئيلو، چي هغه پنځه كارډونه برايه ترلاسه كړي وْ .. چا وئيل، چي هغه ته داسي داسي ليكلي شوي وْ .. او چا او چا خو لا داسي هم وئيلو، چي فلاني دا او فلاني داسي راته ليكلي وْ ­ خو زه او زما نيږدې ملګري وْ، چي هيچا هم هيڅ نه وئيلو ­ ولي، چي موږ چي هرڅه كړي وْ.. هغه موږ دَ احساساتو په رڼا كي كړي وْ ­ دغه خو وجه وه، چي هر يوه وَ بل ته په وار وار ځكه كتلو، چي دانن خو هغه ورځ وه ، چي موږ يې بېلولو ­

_____

دَ پروګرام په سمه پاوْكم اتهه بجې سهار چي په بس كي كښېنتلو، نو په شمېر كم وْ، ولي چي څو ملګري، چي ونېسا هم وه په كي دلته په فرانس كي له موږ څخه بېل شوي وْ ­ او چي څنګه بس مخته روان شو، نو مي په اّخيري ځل شاته ځكه وَكتلو، چي څو لاسونو موږ ته دَ خداى په اماني وئيله ­ بيا چي مي په څنګ كي ناست روني ته پام شو، نو زما له سترګو هم اوښكي راايله شوې ­ ولي، چي هغه په سرو سترګو باقاعده لكه ماشوم ژړلو ­ په چا پسې او څله؟ دا هغه سوال وْ، چي ځواب يې نه وْ ­ او عجبه دا، چي نن هر ملګرى چپ ناست وْ ­

" اوس به موږ په يوڅو ګنټهو كي دَ فرانس مشهوري بندرګاه ډنكارټ ته ورسېږو ­ له كومه ځايه ، چي به دَ لندن په لور پېښه كوْ ­"

دَ ميرنا دا اناوْنسمنټ څه وْ، چي ټولو ملګرو يو بل ته سره وَكتلو­ كه هيچا هم هيڅ نه وئيلو، خو زړونه دَ ټولو په دې بېلتون خراب .. ضرور خراب وْ ­

ډنكارټ پورټ لا ليري وْ، چي روني زما له لاسه زما وړوكى ټېپ ريكارډر غوټه كړو او په ډېر جذباتي انداز يې چي خبري زما په نوم څپ كړې ­ نو يې وَ داني ته حواله كړو او هغه هم زما په نامه مينه په تورو كي داسي رقم كړه ، چي اوس يې هم كله اورم ، نو داسي محسوس كړم لكه هغوئ چي له ما ليري نه .. هر وخت له ما سره سره ګرځي .. هو دَ سايې غوندي ­

كائيكو هم په خپلو ماتو ګوډو تورو كي زما په نوم ، چي كله خبري څپ كولې، نو ميرنا واي ..

" بس اوس موږ په يو څو دقيقو كي زياته ډنكارټ پورټ ته په رسېدلو يُو­ خو له دې خوابه كېدلى شي، چي زموږ دَ سامان تلاشي واخيستلى شي ­ ولي چي فرانس په دې وار سخت هېواد او خلګ يې شكي مزاجه دي"

او بيا چي بس ډنكارټ پورټ ته وردننه شو، نو په لومړي ګېټ دَ عسكرانو په اشاره وَدرېدلو او درې عسكران بس ته راوختلو­

" څوك يې؟ "

" پاكستانى يم"

پاسپورټ وركولو ورسته چي ما دا خبره څنګه وكړه، نو ټول په ما داسي راجمع شولو­ لكه زه چي يې له وركو غوښتلم او دا يم چي پيدا يې كړم ­ مخته څه وْ، هر يوه سوالونه شروع كړو، يوه وئيل..

" چرته تللى وې؟ "

بل وئيلو..

" څله تللى وې؟ "

دريم خو تر دې هانده هم پوښتنه راڅخه وكړه، چي

" ډرګ دي راوړي وْ؟ "

نه يوازي يې داسي چپه او راسته پوښتني راڅخه كولې، بلكې زما سامان يې له پلټلو راپلټلو سره سره دَ سپيانو غوندي بُوى كولو هم او په خپلو كي داسي په پسخوندي انداز ژغېدلو، چي زما نوم او هغه ټول جوړ شخصيت يې زما دَ ملګرو په وړاندي خاوري ايرې كړو راته­

نو ځكه ماته ځان دې وخت دَ خپل هېواد په حواله يو غل او ډاكو مونېدلو­ ولي، چي په بس كي ناستو ټولو ملګرو ماته ځكه كتلو، چي زه هغه يوازينى سړى وم ، دَ چا تلاشي چي داسي په سپَكاوي كېدله ­ او بيا چي هغوئ څنګه له بس څخه خالي لاسه كښته شولو، نو دَ ميرنا همدرديانو او دَ ملګرو سوالونو زه دومره وړوكى كړى وم ، چي په په چيغو چيغو وَوايم ، چي ..

" زه دَ هغه هېواد غړى نه يم ، چي تاسو يې په ما پوري تړئ ­ بلكې زه دَ هغه ځنګل اوسېدونكى يم، چي تر اوسه نوم لا نه ليري ­ خو دى په دې ګلوب باندي او زه ځان دَ هغې دُنيا غړى ګڼم ­ چي په كومي دُنيا كي تاسو اوسېږئ "

لاكن دې وخت هر څه زما له لاسه وتلي وْ او زه يو ځل بيرته له خپل نړيوال حېثيته دَ ځان په لور راغبرګ شوى وم ­

كه مي څه هم دې وخت ځان يكړ خوښ وْ او له ملګرو مي بېلېدل غوښتلو ... خو هغو ملګرو بيا بيا ماته ځانونه دَ خپلوۍ په احساس رانيږدې كولو څه ؟ چي زه يې له خپل ذاته بېرته دَ نړۍ او نړيوال سوچ په لور له ځانونو سره بوتللمه لګيا وْ ­ هو، دَ هغوئ دَ زړونو دپاره به لا ما وه هم خندلو ...خو حقه خبره دا وه ، چي دَ زړه ماته شيشه مي بيرته رغېدله نه ­ بلكې نوره نوره كړيچي كړيچي كېدله او ما له يې بېل بېل مخونه را اغوندلو ­

منم ، چي زما هېواد او خاوره هم زما په رنګه دَ هغو سخنو خلګو په سوبه تول په نړۍ كي سپك لري،چي دَ خپلو اغراضو پوره كولو دَ پاره هرڅه هرخه څه ؟ چي دَ قام او ملت په تندي داغ هم ږدلو ته چمتو ښكاري­ خو دې وخت زه دَ بادار وَ لمسيانو ته هم بېخي حريان په دې سوب وم، چي دَ يوه بد سړي په ګناه كي سل ښه سړي نيسي ­ هو، ملامت نه دي ، هم دغو خو دَ انصاف تول چي وَ كوم عادل ته په لاس كي وركړى دى .. هغه خپله ړوند دى، لا يې په سترګو پټۍ ور تړلي ده ­

*****


دَ برمنګهم پېلس په لور ازغني درومي

غل نه وم ، خو دَ غله غوندي مي ځان دَ ملګرو له سترګو پُټولو- او ځكه خو دَ سېل څخه رابېل شوي مارغه غوندي يو بلي خواته ټپرېدمه لګيا وم - او بيا بيا مي ګهړۍ ته په دې سوب كتلو، چي ما ژرتر ژره غوښتلو چي دغه سېلي لائن نامي فېري ډوْر پورټ انګلېنډ ته وَرسېږي ­ كه څه هم په لانچ كي دننه هر لور زړخوښياني وې او دباندي دَ انګلش چېنل دَ سمندر مستي څپې .. خو زړه مي هڅ شي ته نه كېدو ­ ولي ، چي په ډنكارټ پورټ باندي چي كوم سلوك له ما سره دَ پاكستاني كېدلو په سوب وَشو، هغې واقعې زه دومره دننه په ذات كي مات كړى وم ، چي دا نن كه څه هم دَ كاسموس دَ ګرېنډ يورپئين ټوْر ورستۍ ورځ وه او په ځاى دَ رخصتۍ مي له ملګرو ځان پُټولو ­ ولي چي چا به هم چي څنګه راسره سترګي څلور شولې، نو به يې دا پوښتنه راڅخه كوله ­

" په دي درست بس كي عسكران تاته څله وَدرېدلو؟ دا يې زياتوب وكړى "

او يا به يې وئيلو..

" زه افسوس كوم ، لتا سره بد وَشو"

خو په داسي خبرو به مي دَ شخصيت هغه كړيچي كړيچي هنداره بيرته نه رغېدله ­ بلكې لا به نور زهير شوم ­ نو ځكه چي به مي ملګري په نورو شوغلونو مشغول شولو، نو زه به يوې بلي خواته ورڅخه وَوتم ­

" ستا دَ هېواد خلګ پاخه مسلمانان دي ؟ "

يو وخت له ما هلته په يو كونج كي دَ واړه تعارف ورسته چي راسره په څنګ كي ناست زاړه ملې(دَ ملائشيا باشنده) دا تپوس وكړو ، نو كه مي څه هم "هو" ورته وكړو.. خو په زړه كي مي وئيلو..

" مسلمانان دي نه بلكې ښكاري ­ ولي چي دَ اسلام په نامه يې دوكانداري ته ملا تړلي ده ­ او كه داسي وَنه كړي ، نو ډوډۍ نه شي پيدا كولى"

لاكن زما دَ زړه په حال هغه ملې څه خبر وْ؟ ځكه خو يې مخته وئيلو..

" زړه مي غواړي ، چي ستا هېواد وَوينم"

" لوى خداى دي راوله"

ما داسي ست خو ورته وكړو، خو له ځان سره مي وئيلو، چي

" راخوبه شې .. لاكن دغه دَ اوس ايمان به هم وَبائيلې ، چي له موږ سره دې ناسته ولاړه وَشي"

ما به لا نور په ځان كي تُوكلو، چي هغه پوښتنه وكړه،

" دا څوك دي چي هلته جنګېږي؟ "

" دغه خو دي .."

لاكن داى څه خبر دى ، څوك..؟ دا خو ما له ځان سره خبري كولې، نو ځكه مي غاړه تازه كړه او ورته وئيلو مي ..

" هلته په تخريب كي دَ بهرنئيو قواوْ لاس دى"

خو بيا مي په زړه كي په دې خپله خبره ښه ډېر وَهم خندلو ، او ولاړ شوم ­ ولي چي ما نه غوښتلو، چي دَ اغيارو مخته هغه قام رسوا كړم ، چي ماته همېش دَ رسوائي سوب جوړېږي ­ دا نه ، چي ګني دا قصور زما دَ هېواد دى ­ بلكي دا هغه هېوادوال دي ، چي په نړۍ كي دَ خپلو ځاني ګټو دپاره هر هغه سخن كار كولو ته جوګه ښكاري ­ چي نن ورباندي زه او زما په رنګه نور قاموال په نړۍ كي سترګي نه شو پورته كولى ­ ګيله كه مي بيا هم راځي له خپل هېواده، نو هغه دا، بايد چي دا عالمي خواستګر او شوكماران چي دَ وطن په تندي داغ ږدي بيرته هېواد ته نه پرېښول شي­ ولي دا وطن جوړَوي نه .. دَ وطن نوم خاوري كوي ­

" هرڅه هرڅه شته ، خو لا نشته بيا هم .."

دا هغه نظم دى ، چي ما يې مصرعې په مزغو كي رك په هغه وخت چسپَولې، چي لانچ دَ ډوْر پورټ په لور لاره په انګلش چېنل نامي سمندر كي زياته سرته رسوله لګيا وه ­ ګوا كه څه هم ملګري يو بل ته نيږدې كېدلو­ خو زه وم ، چي دَ دې ځاى رښتې مي دَ دې خلګوله روئيو سره تللې او دَ مغرب موسكاګاني مي دروغجني ګڼلې ­ هن دا چي ،كائيكو هم په وار وار څنګ ته راتلله او په وړې جاپانۍ انګلسۍ كي راته دانې داسي اچولې او وئيلو يې ، چي

" مخته به هم له يو بل سره اړيكي ساتو په ليكلو"

نور خو لا نور.. يو وخت، چي زموږ لانچ دَ ډوْر پورټ له پلېټ فارم سره وَلګېدو، نو واي ..

" په لندن كي به ته چرته اوسېږې؟ "

دا سوال يې په داسي انداز كي وكړو، لكه هغه چي هلته هم ملګري كول غواړي ­ او ما به ورسره خوښه كړي وى، كه چرته مي دَ هغې تېري واقعې له سوبه حېثيت وړوكى شوى نه وى ­ نو ځكه مي ورته په ځواب كي وَوئيلو..

" نه يم خبره ، چي چرته به ځم"

او بيا مي خبره په بله واړَوله ­ نو ځكه هغه پوهئ شوه ، چي زه نور له هغې سره اړيكي نه ساتل غواړم ­ هم په دې خو يې بيا بيا راته په سترګو كي سترګي اچولې... هو، كېدلى شي په دې وجه،چي زما دې ناببري بدلي روئيې وَ هغه محرك ته په ځير شي ، چي زه يې له ځان او جهانه ايستلى وم ­ لاكن زه وم ، چي له هر څه په چپه مي يكړي فقط يكړي غوښتله او بس ­

_____

موږ دَ لندن دَ وخت په سمه درې نيمي بجې ماڅپښين له سېلي لائن فېري څخه دَ انګلېنډ دَ ډوْر نامي سمندري څنډي دَ Rams Gate له پلېټ فارم څخه دباندي راوتلو ­

" يا ربه! كه به دا وخت هم دَ قبولو وي ، نو زما دَ يارانو په برخه دَ ستورو په شمېر خوشالياني او سوكالياني وَليكې"

دا هغه دُعا وه ، چي زما له خلې په وار وار ځكه ختله ، چي روني او داني سم په ژړا وْ راته او بيا بيا يې وئيلو..

" موږ ته دَ ټوْر دَ ختمېدلو هيڅ غم نشته ­ كه غم لرو، نو هغه دا چي موږ له درو ملګرو څخه دوه كېږو "

او داسي نوري نوري خبري يې دومره په ژړَغوني انداز كولې، چي ما هم خپلي اوښكي نه شوى تم كولى ­ هو، دې وخت موږ په بس كي ناست دَ لندن په خوا روان وْ ­ ميرنا او دانيال په دې سوب خوشاله وْ، چي خپلو كورونو ته بيرته ورغبرېګېدلو لګيا وْ­ لاكن په بس كي ناستو ملګرو په خبرو كي نن هغه ژوند، خوند او پند نه برېښېدلو، كوم چي په تېرو شوْ څو هفتو كي وْ ­

ولي نه .. داسي هركله كېږي، ګوا چي اول ځل انسانان له يو بل سره ويني ، نو كه څه هم نابلده وي ، خو روئې او خواهشات يې يو بل ته ورڅكوي ­ خو بيا چي كله دغه انسانان له يو بله ليري كېږي، نو دَ يوبل دپاره يې دَ بېلتون تريخ احساس ژړَوي هم ­

مازيګر خواته چي بس دَ رومانټك ښار لندن، چي دَ انګلېنډ دارالحكومت هم دى ته څنګه پېښه وكړه، نو ميرنا وئيلو..

" هرڅه داسي اختتام ته رسېږي ، لكه دا زموږ دَ كاسموس ټرپ ­ هيله كوم ، چي تاسو به زما او دَ دانيال ملګري انجواى كړي وي ­ خوند به هلته وكړي ، چي دَ ژوند په يو بل تمځي كي سره وَوينو"

ميرنا چي دا خبري كولي ، نو بس په لندن كي دَ تهېمز درياب له ځۍ سره مخته روان وْ او دې وخت كائيكو هم راڅرمه شوي وه او له ما سره دَ وخت تېرَولو په حقله يې خواږه او درانه توري داسي تړلو، لكه دا ټرپ چي كاسموس والاوْ ما او هغې دپاره اهتمام كړى وْ ­

_____

" په مخه مو ښه .. په مخه مو ښه"

دَ ګهړۍ ستني لا سمي دَ مازيګر پنځو بجو ته نه وې رسېدلي، چي بس په Russel Square نامي علاقې كي دَ رائل هوټل مخي ته برېك شو او له دې سره سم دَ كاسموس ګرېنډ يورپئين ټوْر پاى ته ورسېدو­ خودَ نورو په شان زما سترګي هم له ټولو ملګرو سره دَ خداى په اماني كولو په وخت له اوښكو داسي ډكي وې ­ چي هيڅ شى مي مخته نه ښكاره كېدلو، چپ له هغو ګڼو اوريځو، چي موږ يې له يو بله په ګړذونو كي وركولو­

هو .. زما په ياد دي چي كله ما دَ خپل بېګ ټرالۍ مخته كښوله، نو مي بيا بيا شاته ځكه كتلو، چي ځيني لاسونه په هوا كي دَ خداى اماني وئيلو په نيت بيا بيا راته ښورېدلو ­ لاكن چي كله خپل ښي لاس ته په روډ كي ورچپ شوم ، نو مي له سترګو هغه ټولي راغونډي شوي اوښكي وَبهېدلې ­ كومي چي تر اوسه پښتني غېرت تم كړي وې او وَدرېدم ­ سترګي مي په ټشو پېپر پاكي كړې او مخته روان شوم ­

په نيږدې كنګزكراس نامي علاقې كي مي لاندي دَ مېټرو سټېشن په پلېټ فارم جوړ تهامس كوك دفتر ته ځان وَرسولو او په يو نيږدې هوټل كي مي دَ خوني دَ كرايه كولو خواست ورته وكړو ­ هلته ناست كلرك سر ښورَولو ورسته وئيلو..

" دلته نيږدې خو هوټلان ټول بُك دي ­ كه غواړې نو پهPaddington نامي علاقې كي به درته خونه بُك كړم"

دَ څه سوچ كولو ورسته مي ورسره خوښه كړه او30 پونډه مي ورته وَ سپارلو­ او بيا دَ كنګزهل هوټل ووچر په لاس كي دَ مېټرو په Yellow Line ټرېن كي ورسپور شوم او ګاډۍ په نيم ساعت كي Eusten , Great Port Land Street , Baker Street او Edgware Road شاته پرېښولو ورسته Paddington ته ورسېدله ­

په دې علاقې كي مي له يو دوْ كسانو پوښتنه كولو ورسته چي ځان كنګزهل هوټل ته څنګه ورسَولو، نو مي له خلې وَ هغه شوكمار هندو ته ښېرې وَوتې، چا چي تېره مياشت ماته په شېرنګ بنياد خونه په 25 پونډه راكړي وه ­ داسي ځكه ، چي دَ دې هوټل دَ معيار سره سره سنګل كوټه هم ترې ډېره صفا او ښه وه ­ كوټې ته رسېدلو ورسته مي بېګ يوې خواته وَغورځولو او په پلنګ باندي وَغزېدم ­

_____

" پاسپورټ نمبر دي نه دى راكړى .. كه يې راته په فون وَښئيلو، نو مننه به وايم"

په دې خواږه ښځينه ژغ اورېدلو كه څه هم خوشاله نه شوم ، خو چي ګهړۍ ته مي پام شو، نو دا دَ ماخستن لس نيمي بجې وې او ښه ډېر وږى هم وم ­ نو ځكه مي ورته وئيلو..

" دَ كال دپاره مننه ، زه خپله لاندي درځم"

او بيا مي په منډه منډه ځان لاندي كاوْنټر ته ورسولو ­ پاسپورټ نمبر وركولو ورسته دَ هغې په راښول شوْ لارو باندي مي ژر ژر ځكه ځان يو رېسټورېنټ ته وَ رسولو، چي دلته په اول ماښام بيا خلګو ډوډۍ خوړلي وي ­ خو زما له بخته په دې رېسټورېنټ كي مي خواړه په نصيب شو ­

" ته هم عرب يې؟ "

ما لا دويمه ګوله خلې ته نه وه وړي ، چي مخامخ راته ناست يو ځوان چي ترما لا هم ډېر وږى برېښېدو دَ غټي ګولې كولو ورسته چي داسي پوښتنه وكړه، نو مي ورته وئيلو..

" يَه عرب نه يم ، زه پښتون يم او.."

او مخته مي دَ خپل هېواد نوم ځكه په خله نه راغلو، چي ما په زړه كي وئيلو.. چي داسي نه ، بيا سپك شم او په ځاى دَ نورو خبرو ورته فقط وَ موسېدم ­ او هغه هم داسي هېر كړم ، چي بيا يې راته وَنه كتلو ­ دلته دَ خېټي غم خوړَلو ورسته چي مي بيرته دَ هوټل په لور مخه وه، نو مي داسي سواليه سوچونو كولو.. چي

" دا خلګ دلته څله كورونو ته ځانونه تر لمر پُټېدلو مخته رسوي ؟ چرته له تيارو خو وېرېږي نه ؟ مګر له چا او څله يې وېره كېږي ؟ دوئ خو په بلاګانو هم ايمان نه لري ­ نو څله پټ پټ كېږي؟ اوبل دوئ خو تر موږ مهذبه هم دي ، بيا څله داسي وېره؟ "

هو.. زه هم په خپل سوچ غلط ځكه نه وم ، چي دې وخت كه څه هم دَ شپې پاوْ بالا يوه بجه وه ، خو له ما سره په ګډه په روډ باندي مخ او شاته فقط څلور سايې وې، چي په بېلابېلو سمتونو رواني برېښېدلې ­ وْ ښار او هغه هم رومانټك ښارلندن .. خو هيڅ قسم ژغ نه وْ په كي ­ هر څه دَ كلي په شان ويده وْ ­ بس كه يو نيم ژغ كله كله تر غوږو راتلو، نو هغه دَ سپيانو غپا وه يا په روډ دَ يو نيم موټر دَ انجني اّواز ­

_____

دَ تېرو څو هفتو دَ ستړيا وسا كولو ورسته چي مي څنګه سترګي سهار په شپږنيمي بجې خلاسي شوې ، نو له روني ، داني ، كائيكو، توشي، لاراكُوك ، ډېني هاوْ، ميرنااو ونېسا څخه واخلې .. بيا رك تر زاړه ويلئيم پوري ملګري مي په زړه داسي راورېدل شروع شولو، چي دې وخت ما ځان بېخي يوازي او له انسانانو بېل چرته په يوه وران ځنګل كي سنجَولو ­

" بيا به هم كله داسي ورځ راځي، چي دا ملګري به وينم؟ "

دا هغه سوال وْ، چي بيا بيا يې زما په مزغو كي غزَوني كولې او زه يې دَ ځواب په تمه مايوسه كولم ­ او كله كله به مي ځان ته هم په زړه كي بد رد ځكه وئيلو، چي دَ خداى په اماني په وخت نور خو نور، بلكې كائيكو ته مي هم په دې ښاركي دَ بيا وصال نه كولو دپاره چي څنګه بهانه كړي وه ­ هغې بهانې دې وخت زه په دې مجبوره كړى وم ، چي په چيغو چيغو وَژاړم او دَ لندن په كوڅو او بازارونو كي ورپسې دَ مجنون غوندي دَ ملنګۍ كچكول واخلم ­ لاكن اوس ما څه كولى شو؟ هرڅه خو مي له لاسه وتي وْ­ ځكه له پلنګ څخه راكُوز شوم او دَ نن ګوا اتهلسم اپرېل 1996ع تياري مي په مات زړه شروع كړه او دا فېصله مي وَكړه ، چي بيا به يوخواته له دغسي ګروپ سره په چكر وَځم ­

دَ هوټل كنګزهل په رېسټورېنټ كي دَ چټو پېغلو دَ لاس نارى كولو ورسته په نهه بجې دَ خپل سېجن سيوري په چپه دَ اېكړۍ احساس په ملګري كي دباندي وَوتم ­ او دَ نيږدې مېټرو څخه په ټرېن كي دَ Victoria نامي علاقې ته تللو په نيت ورسم شوم ­ ټرېن په ډسټركټ لائن باندي دَ لومړي سټېشن Bayswater په لور رهي شو او پنځلس شل منټه كي دَ Notting Hill Gate , High Street Kensington او Gloucester Road نامي سټېشنان شاته پرېښولو ورسته Earl’s Court ته چي څنګه ورسېدلو، نو زه ورڅخه كُوز شوم او په دې بل اړخ پلېټ فارم كي دَ سركل لائن په ټرېن كي لا سم كښېنستى نه وم ، چي رېل ګاډۍ Sloane Square شاته پرېښولو سم دستي Victoria سټېشن ته ورسېدله ­

دَ وكټوريا مېټرو څخه دباندي راوَتلو ورسته په وكټوريا سټريټ كي ورسم شوم ­ او دَ پېري غوندي په برج روډ او دَ بكنګهم پېلس روډ په فټ پاتهونو ګرځېدلو ورسته په يوې وړې كېفې كي په كوفي څيښلو باندي سُر برابرَولو په نيت ورچپ شوم ­ څه وخت ورسته چي دباندي له كېفې څخه څنګه وَوتم ، نو په دويم ګام بيا شړك باران زه دَ نيږدې Trafalgar Travel Ltdنامي دفتر ته په ننوتلو وَپارَولم ­

" هاى ګوډ مارننګ سر"

سم لا مخامخ كاوْنټر ته رسېدلى نه وم ، چي دَ كاوْنټر تر شا ناستي سپيني پېغلي راته سلام وَكړو او ما هم ګامونه دَ هغې په لور اوچت كړو­

" وايه ! زه ستا څه خذمت كولى شم؟ "

" زه لويه برطانيه كتل غواړم"

" ولي نه .. ولي نه .. هان دا واخله بروشر او راته وَوايه ، چي چرته چرته او دَ څو ورځو په ټرپ باندي تلل غواړې؟ "

او بيا مي يو نظر په Insight نامي بروشر اچولو ورسته ورته وئيلو..

" دا دَ يوې هفتې British Vista سېل به څنګه وي؟ "

هغې دَ موسكا ورسته وئيلو..

" دا خو هغه ټرپ دى ، چي زياتره ټوْرسټان يې خوښوي او دا به په يوويشتم اپرېل پئيل كېږي ­ لاكن زما په خيال چي په دې ټرپ كي به ګنجائش نه وي"

او بيا يې څه سوچ كولو ورسته وئيلو..

" لاكن زه بياهم هڅه كوم ، چي تاته په كي ځاى مونده كړم سر "

له دې خبري سره سم يې اٍن سائيټ اّفس ته فون وَكړو، او ورسره ژغېدلو ورسته ماته واي ..

" ما دي بُوكنك وَكړو.. زه به تر سبا سهاره حال دركړم ­ بس ته مازي ماته دَ خپلي رابطې نمبر راكړه"

ما هم ورسره خوښَولو ورسته دَ هغې په طلب دَ هوټل ټېليفون نمبر وركولو سره سم 330 پونډونه هم وَسپارلو­ او كله چي هغې پيسې شمېرلې ، نو يې راته وئيلو..

" هيله كوم ، چي ستا دا ټريپ كنفرم شي ،او بل دا هم كېدلى شي ، چي په دې ټرپ كي تاته درسته هفته په يوازي خوني كي دَ اوسېدلو چانس هم په ګوتو درشي ­ ولي، چي په دې ټرپ كي زياتره فېميلياني رواني دي ­ او ستا دَ اېج ګروپ خلګ به هم يا خو له نورو سره شئير كوي او يا نه شته"

" دا خو به لا نوره هم ښه خبره وي ­ زه به ستا له خوا دَ ښه زېري اورېدلو په تمه يم"

او بيا يې زما لاس كلك په لاس كي نيولو ورسته وئيلو..

" زه به خپله حتمي هڅه كوم ځوانه"

_____

دَ ټرېول اېجنټ له دفتر څخه دباندي راوتلو ورسته مي ځان وَ وكټوريا سټريټ ته وَرسولو ­ ولي چي دَ راسره نقشې په سمه دَ Big Ben پرته West Minster Abbey نامي نوموړي او تاريخي ځايونه له دې ځايه دَ پيدل تګ په واټن دي ­ نو ځكه ډېر ژر زه بيا دَ يو غټ زاړه محل وزمه بلډنګ مخي ته ولاړ وم ­

" دَ وېسټ منسټر اېبې، دَ لندن مزار چي دَ صليب په طرز جوړ دى دَ ويلئيم اول دَ وخت يادونه تازه كوي ­ دلته دَ انګلېنډ دَ ټولو باچهانو تاج پوشي شوي ده ­ او دَ ځينو باچهانو پرته په كي دَ قامي شاعرانو قبرونه هم جوړ دي ­ دَ دې اېبې غټي ګهمبدي تر ليري ليري پوري ښكاره كېږي"

له دې تاريخي او بېخي ځانګړي ودانۍ څخه په ښي لاس بيرته په وكټوريا سټريټ كي ورسم شوم او دَ لندن ښار دَ شاپنګ سېنټرانو او بارونو سره سره مي په فټ پاتهونو روانو سرو لمبه وزمو انګلسۍ پېغلو په حُسن دَ قدرت شان ستائيلو ورسته زه يو وخت وَ تاريخي Big Ben ته وَرسېدم ­

" دا ګهړيال، چي دَ ډائيل قطر يې دوه ويښت نيم فټه دى او ستن يې يولس فټه ده په هغې غټي مينارې لګول شوى دى ، چي 316 فټه اوچت دى ­ نوځكه خو له ليري څخه هم ليدل كېږي"

هو چي ما كله Marsham Road ولانګلو، نو دا ګهړيال ښكاره كېدلو ­ او له دې ځايه كه څه هم هغه ميناره نېغه ولاړه ښكاري، خو وئيل كېږي ، چي اوس 15 انچه يوې خواته كږه ده او لا نوره نوره هم كږېږي لګيا ده ­ په زړه كي مي وئيلو، بيا خو به يې اهميت هم دَ پيسا ټاوْر غوندي شي ­

مخته دَ پارليمنټ عالي شان او هسك دفترونو سره سم زه اوس دَ تهېمز درياب په څنډي باندي روان وم او زما په چپه په درځنو نور ټوْرسټان هم ليدل كېدلو ­ موسم دومره سوړ نه وْ ، خو دې وخت ناوخته تېز او څوكه باران لږ ډېر زهير كړى وم ­ ولي چي سم به لا وچ شوى نه وم، چي بيا به اّسمان راباندي سُوروى شو­ هرڅه هرڅه .. خو ماحول شاعرانه او عاشفانه وْ ­ هو، دغه خو وجه وه، چي يوې بلي خواته ټكڼى غوندي ګرځېدلمه او دَ دُنيا جهان خوندنه او رنګونه مي دَ يادونو وَ ټاپوګانو ته سپارَلو لګيا وم ­

يو وخت چي بيا باران تېز شو ، نو په يو نيږدې رېسټورېنټ كي وردننه شوم او فاسټ فوډ مي دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړَلو په نيت تر لاسه كړو­ خو دننه په كي زما دَ ناستي ځاي څه، چي دَ ولاړي ځاى لا نه وْ ­ نو ځكه بيرته دَ درياب له څنډي سره سره مخته دَ خپلي وړې چهترۍ په سوري كي روان شوم ­

" انګرېز، لكه څنګه چي ځانونه په چا نه تلي ، نو دغه رنګه دَ بل نازونه هم نه اخلي ­ ګوا په خپل خپل حال كي مست خلګ دي"

داسي خبري چي مي سوچ كولې، نو زه په سېل كولو كولو كي داسي ستړى شوى وم ، چي دَ نور تګ توان نه وْ را په كي پاته ­ نو ځكه قضا ماڅپښين خواته، چي ژېړى لمر له اوريځو راښكاره شوى وْ ، زه Lambeth North مېټرو سټېشن ته لاندي كُوز شوم او په Barkerloo لائن ټرېن كي له يوې تكي توري او غرټي پېغلي سره څنګ كي ودرېدم ­ دغه رنګه دا زېر زميني ټرېن لكه مار Water loo , South Walk , Embankment , Charng Cross , Picacadilly , Oxford Circus , Regent’s Park , Baker street , Mary lebone Baker او Edgware Road باندي دَ لس لس سېكنډه سټاپ كولو ورسته چي دَ منزل مقصود Peddington په لور څنګه څنګه غزېدلو، نو له هغې توري خرټي فېرنګۍ سره زما ګپه هم نوره نوره خوږېدله لګيا وه ­

_____

دَ فون په ژنګ مي سترګي خلاسي شوې ­ دَ مازيګر شپږ بجې وې، چي دَ ښځي خوږ ژغ مي په رسيور كي تر غوږو شو­

" بخښنه غواړم لكه چي ويده وې؟ "

" هو، وم خو.."

" سوري سر.. دَ بې وخته تكليف دپاره"

او بيا يې دَ سړې ساه اخيستلو ورسته وئيلو..

" ستا دپاره يو پېغام دى"

" پېغام ..؟ "

په حېرت مي پوښتنه وكړه،

" هو پېغام .. كه غواړې نو بالا به يې خوني ته دروَلېږم"

" لاكن څنګه پېغام؟ "

" نوره نه يم خبره .. كېدلى شي ، چي ستا دَ يو دوست پېغام وي"

" دَ دوست پېغام ؟ "

او بيا په مزغو باندي دَ يو څو لمحو دپاره زور وركولو ورسته مي ورته وئيلو ..

" يَه يَه ... زه خيله لاندي دركُوزېږم"

دَ فون رسيور ږدلو ورسته مي دَ تندي خولي په لاس وچَوي كړې او په نه ساعت كي مي بيا ځان لاندي لابي ته داسي وَرسولو، لكه هلته چي څوك زما وَ ملاقات ته راغلى وي ­ خو دا دَ ويښي سترګو خوب مي هغه وخت دړې وړې شو، چي هغې مستي او شوخي كاوْنټر كلركي ماته يو پرچۍ په موسكا راوَسپارله او وئيلو يې ..

" دا واخله خپله پرچۍ"

او په پرچۍ باندي ليك وْ ..

" ډئير شوق! "

ستا ټريپ دَ برطانيه كتلو دپاره كنفرم شو ­ له ما سره سبا ليدلى شې په دفتر كي ...

ريټي ( ټرېفلګر)

كه څه هم دا خبر زما دَ خوشالۍ خبر وْ، خو ګوره چي زه څله پرې خوشاله نه شوم او په مات زړه په پوړيانو بالا ختلو ته چمتو شوم ­ داسي نه چي ماته دَ چا دَ راتګ تمه وه ، بلكې له پرونه راهسې زه اېكړى دومره ځورَولى وم ، چي اوس راته دَ چا ياد په زړه كي راتلل هم لويه خبره وه ­

" انسان دَ انسان خوراك دى .."

څومره ښه خبره هوشيارانو كړي ده ­ دا خو راته نن پته وَلګېدله ­ هو زه نن يوازي وم ، ځكه خو په لندن غوندي ښار كي هم ديغ وم او ځانته مي زړخوښياني لټولو سره سره دا هڅه كوله ، چي وخت دَ برطانيې دَ سېل تر ورځي لنډ كړم ­ لاكن وخت وْ، چي ګرسره مخته كښېدلو نه ­ او بل دا چي دَ تېرو څو هفتو يادونه ، لكه خوب اوس داسي بې تعبيره شوي وْ ­ چي په ځاى دَ تسكين يې نور نور لكه وران شوى پُرهار پژلم او په رقم رقم رنځونو يې روږدولم ­

هو .. زما په ياد دي ، چي هغه عكسونه چي ما په تېرو ورځو كي دَ كاسموس له خوږو او بېخي خوږو ملګرو سره اخيستي وْ نن زه په ژړا پارَولم ­ خو ما ژړلى هم ځكه نه شو، چي اّخير پښتون خو هم وم او پښتون په ډېر څه اوښكه له سترګو نه راباسي ­ بس په زړه به مي كاڼي ږدلو او دننه دننه به كړېدم راكړېدمه ­

" څه چي هر وخت شته ، هغه قدر نه لري او څه چي نه شته ، هغه څه سړى په ځان پسي كړَوي "

دا هغه حقيقت وْ ، چي ما نن په زړه منلو او كله كله به په خپلي سختي روئې باندي غُصه هم راته راغله ، او په زړه زړه كي به مي وئيلو، چي ماته داسي نه داسي كول په كار وْ له ملګرو سره ­ خو اوس وخت او ملګري دواړه له لاسه وتي وْ ­ نور خو نور، اوس مي لا هغه تائيوانۍ پېغله چاوْ چيا جانګ ، چي ما به كركه ورڅخه كوله .. هم داسي په زړه راورېدله ، لكه هغه چي زما دَ كورنۍ برخه وي ­ چرته كائيكو، ونېسا، روني، داني او لاراكُوك ، چي زما به ورسره وخت ښه په خوشالۍ تېرېدلو ­

_____

دَ نولسم اپرېل 1996ع په سهار نارى كولو ورسته په نهه بجې له هوټل څخه دباندي وَ وتم او نيږدې مېټرو سټېشن ته وركُوزېدو سره سم په ټرېن كي دَ Piccadilly Circus په لور ورچپ شوم ­ چرته چي دَ بارونقه بازارونو، ماركيټونو او دَ ژوند له نورو زړخوشيانو په چپه رائل اكېډمي، Museum of man kind هم شته ­ خو زه دَخپل زړه په صلاح وَ Tracodero Centre ته وره غلم ، چرته چي ځيني هغه شيان هم ږدل شوي دي ، چي په ګينيز بُك اّف ورلډ ريكارډ كي خوندي شوي دي ­ دا سېنټر هره ورځ دَ سهار له لس بجو دَ ماخستن تر لس بجو خلاس وي او له ليري ليري خلګ په ښه ډېر شمېر ورته راځي ­

دَ ميوزيم كتلو ورسته چي څنګه دباندي راوَوتم، نو په ټېكسي كي دَ كنګزكراس په لور ځكه ورسم شوم ، چي يو خو مي دَ لندن په دې زړَو ماډلانو ټېكسيانو كي دَ سېل كولو شوق سرته رسولو، او بل مي هلته Ryan Hotel هم كتل مقصد وْ ، ولي چي سبا نه بل سبا مي له هغه ځايه دَ برطانيه ټوْر پئيل كېدو­ ما وئيل .. ښه دى ، چي سهي خو يې كړم ­ داسي نه چي په هغه ورځ بيا ورپسې ټكڼى ګرځم ­

" تا څوني تعليم كړى دى"

ټېكسي چي څنګه مخته روان شو، نو ما له ډرائيور څخه پوښتنه وكړه ­

" له يونيورسټۍ څخه فارغه شوى يم .. تر څو پوري چي بل ښه جاب ترلاسه كوم، نو دا ټېكسي به چلوم"

هغه چي دا وَوئيلو، نو مي دَ خپلي مطالعې په سمه خبره داسي واړَوله ،

" په لندن كي ژوند ګران دى؟ "

هغه يو ځل شاته زما په لور وَكتلو او بيا يې دَ خندلو ورسته خله وكړه،

" زما په خيال چي ته هم دې وخت دَ سټډي كولو په موډ كي يې؟ "

" هو يم خو.. ولي چي رائټر يم او خپل دا سفر هم په كتاب كي خوندي كول غواړم"

دومره چي مي وئيلو، نوهغه شاته راوَكتلو او واي ..

" نو بيا څه چي پوښتې.. هغه وَ پوښته ، زه به دَ هر سوال ځواب دركوم"

او بيا ما دومره پوښتني ورڅخه وكړې، چي هغه كله زه دَ ريان هوټل سره جوخت دَ اٍن سائټ ټوْر دفتر مخته كُوزَولم، نو يې راته وئيلو..

" ستا له سوالونو مي دا اندازه وه شوه ، چي ته سوشيالوجسټ يې ­ څنګه صحيح وايم..؟ "

" هو بالكل صحيح پوهـ شوى يې "

دومره مي ورته وئيلو ورسته پيسې وركړې او زه له ټېكسي كُوز شوم ­ نېغ مي په هغه دفتر كي انفارمېشن ډېسك ته ځان ورسولو ­

" تاسو دې سره مېز ته ورتلى شى سر"

او بيا دغي كلرك وَ هغې بلي تكي سپيني پېغلي ته ور ژغ هم كړو،

" ساندرا ! دا ستا كلائنټ دى"

هلته ورتللو ورسته مي په وړه خله پوښتنه ورڅخه وكړه،

" زه افضل شوق يم او ما پيسې هم دَ بل سبا دَ برټش ويسټا ټوْر دپاره جمع كړي دي ­ اوس دا معلومول غواړم ، تاسو به بل ووچر راكوئ او كه دغه رسيد ډېر دى؟ "

په يوه ساه كي دومره خبري كولو ورسته چي مي رسيد ورته وړاندي كړو، نو هغې رسېد كتلو ورسته وئيلو..

" يو منټ سر.. زه به يې كنفرم كړم او ووچر به هم دركړم"

او بيا يې يو منټ په پنځو منټو بدلولو ورسته ووچر چي راكولو، نو يې خواست راته وَكړو، چي تر ټوْر روانېدلو به 15 منټه مخته ځان دلته رارَسوې ­ ما هم ورسره منلو ورسته ووچر خپل وېلټ ته اچولو ورسته دَ دې دفتر سره په څه واټن جوړ رېسټورېنټ ته ځان په غټو ګامونو وَرسولو ­ او هلته په چوكۍ لا سم كښېنستى نه وم ، چي چټي وېټري ځان راوَرسولو ­

" ته يوازي يې سر؟ "

هغې له ما دَ كوفي اّرډر اخيستلو ورسته چي دا پوښتنه وكړه، نو ما هم سر تر پښو ورته كتلو ورسته كه څه هم په زړه كي وئيلو، چي

"دا مال ښه دى "

خو بيا مي هم داسي په ډېر ښه او ښائيسته انداز ورته ځواب كي وَ وئيلو..

" هو ډېر يوازي يم او.."

ما به لا خبره مخته كوله ، چي هغې زما له خلې داسي زما دَ زړه خبره غلا كړه او واي..

" اېكړي ګرانه نه ده سر؟ "

" څه وكړم؟ مسافر يم ­ خپل هيڅوك نه لرم دلته او نه څوك خپلوۍ ته غاړه ږدي "

داسي وئيل څه وْ، چي هغې په سترګو كي سترګي را اچولو ورسته شونډي وَ موسولې او بيرته شاته ګام اوچتولو سره سم واي ..

" سوري سر! زه به كوفي درته راوړم"

او بيا چي له ما ولاړه ، نو مي ورته پام شو او چرته چرته چي تلله، هلته مي سترګي ورپسې كږېدلې لګيا وې ­ هو ځكه خو هغې هم بيا بيا راته كتلو سره سم خله هم كږَوله څه ، چي په موسكا به يې ښى سترګه هم نيمه پټه كړه ­ لاكن دا سترګه وهل دلته هغه مانا نه لري، كوم چي زما دَ قام او وطن خلګ يې ګڼي ­ نو ځكه مي زړه نه ورباندي غولولو ­

" زه ايم­ بي ­اې كوم لګيا يم"

چي كله يې دَ كوفي دويم كپ زما مخي ته ږدلو، نو يې داسي راته چي وَوئيلو، نو ما هم په حېرت نه ، بلكې په پسخوند ورڅخه پوښتنه وكړه ..

" ګوا دلته په دې رېسټورېنټ كي هم ..؟ "

هغه وَ موسېده او يو ځل يې شاوخواته سترګي وَځغلولي او بيا واي ..

" كه دا نه وَكړم ، نو زه به خپل تعليم څنګه كوم په دې هېواد كي ؟ "

" ولي ته دَ دې هېواد نه يې؟ "

" يَه.. زه ساوتهـ امريكن يم او ماته چوي واي"

" دا نوم دي چائنيز ښكاري"

" هو.. زياتره خلك" داسي واي"

" او لږه لږه خو برېښې هم ورته "

زما په دې ټوكي له خوږې موسكا سره هغه په بله تېره شوه ­ مخته څه وْ ؟ هغه وه ، چي دَ رېسټورېنټ له هر كونجه يې په ما هغه دَ ملګري رحمت شاه سايل دَ يو شعر په چم دَ نظر غشي راباندي ورَولو او دلته يې زما په زړه هم خپل راجرګه شوي خيالات او خواهشات زخمي كولو لګيا وه ­

هو.. په داسي وار خو زه هم پښتون وم ­ پور مي په ځان چرته پرېښولو او ځوابي غشي مي ورتاوْولو په ډېره اخلاص او مړانه باندي ­ نو ځكه چي كله يې دَ كوفي خالي كپ وړلو، نو يې زما دَ درك معلومولو په باب پوښتنه هم وكړه ­ بيا چي په اّخيري ځل پيسو اخيستلو ته راتله ، نو ما ورته دَ خپل هوټل په كارډ باندي نوم او دَكوټې نمبر نوشته كړى وْ­ نور نه يم خبر، خو چي كله له دې رېسټورېنټ څخه وتم، نو دې هلته له كونج څخه لاس راته ښورَولو ورسته دوه درې ځله دَ لاس پنجه داسي خلاسَوله لكه هغه چي ماته ټائم راښئي ­

_____

دَ كنګزكراس مېټرو سټېشن دَ يو غټ چوك په منځ كي ( چي تر ډېره هانده په ګيړدي بلډنګ پوري يې اړه درلودله) داسي جوړ دى، چي دلته دَ هر يوه روډ له خوا ورته لاره لاندي كُوزه شوي ده ­ دومره غټ ځكه دى، چي له دې سټېشن څخه دَ برطانيه دَ هر ښار او علاقې په لور رېل ګاډياني وَځي ­

لنډه دا، چي ورته دَ كُوزېدلو ورسته بيرته په بله لاره ورڅخه وَوتم او Euston Road ته مي ځان وَرسولو او بيا دَ Gray Inn Road په فټ پاتهـ تر ليري پوري تللو ورسته په زېر زميني رېل ګاډۍ كي په نارتهن لائن باندي زما مخه دَ كامن سټريټ په لور وه ­ ګوا اېنجل، اولډ سټريټ ، مورګېت او سېنټ پاوْل نامي سټېشنان شاته پرېښولو ورسته كامن سټريټ ته وَرسېدم ­

دلته هم څه كم رش نه وْ ­ ځكه خو زه يې هم برخه شوم او ما په كوئين سټريټ كي ښه ځان ستړى ځكه كړو، چي دَ زړه خوشاله كولو دپاره په دې علاقې كي موقعې هم كمي نه وې ­ خوند يې ځكه كولو، چي دَ دې روډ وَ يوه سرته تهېمز درياب هم بهېدلو ­ يو وخت زه هم په هغه درياب باندي جوړ پُل باندي تېرېدلو ورسته چي دَ ساوتهـ ورك بريج په لور چپېدم ، نو مي دَ درياب په څنډوباندي ناستو خلګو ته پام شو..كوم چي وْ په نيكرانو كي ، خو لمبېدلى ځكه نه شولو ­ چي دلته په تهېمز درياب كي دَ لمبېدلو جرمانه سل پونډه ده ­ په زړه كي مي وئيلو، چي ښه دى .. چي دا درياب هلته زما په هېواد كي نه دى ­ ګني دَ پوليس والاوْ به خورا مزې وى ­

دَ تهېمز په څنډه په يو اوپن رېسټورېنټ كي برګر خوړلو ورسته تر نيم ساعته پوري په Ludgate Hill روډ باندي ګرځېدلو ورسته په زېر زميني كي په سېنټرل لائن باندي تر Notting Hill Gate پوري او له هغه ځايه تر يو بل سټېشن پوري په سركل لائن او مخته په سېنټرل لائن باندي په ترتيب Chancery Lane , Melborn , Tottenham , Oxford Circus , Marble Ark , Lancaster Gate , Queenway , Bays water نامي سټېشنان دَ يوه بل شاته پرېښولو ورسته چي Peddington او بيا خپل هوټل ته رسېدم ، نو دَ مازيګر څلور بجې شوي وې ­

" سر! ستا دپاره دا ټېليفونك مېسيج دى"

له كاوْنټره دَ كوټې كيلۍ را اخيستلو سره سم كاوْنټر كلرك يو وړوكى سلپ هم راكړو، چي ورباندي ليك وْ ­

ملګريه ..

زه په شپږ بجې ستا انتظار ستا دَ هوټل سره نيږدې

دَ مېټرو سټېشن په خله كي كوم ­ خامخا به راسره

وينې ....... چُوي

سلپ په لاس كي چي بيا مخته روان وم ، نو مي بدن ګوره چي له ډېري خوشالۍ رېږدېدلو او كه په رښتيا وېرېدمه له هغې بلا، چي دَ دې چُوي په نامه به يې په دې ژړي لمركي خوړلم ­ لاكن دَ هرڅه پرته هم دَ حېرانتيا خبره دا وه ، چي تياري مي هم ورته كوله ­ ګوا دَ ټاكلي وخت په سمون چي كله له كوټې دباندي راوتم ، نو زما په تن باندي هرڅه نوي وْ ­ هم ځكه خو چي ما كله كيلۍ په كاوْنټر باندي جمه كوله ، نو هغې كاوْنټر كلرك چي خپله هم چټه پېغله وه ډېر په موسېدلي انداز زما دَ هاى په ځواب كي هاى وئيلو ورسته ګُوډلك هم وئيلو ­

_____

شپږو بجوته لا لس منټه پاته وْ، چي زه دَ نيږدې مېټرو سټېشن وَ خلې ته وَرسېدم او سم لا درېدلى نه وم، چي لاس زما په اوږو باندي چا كښېښولو ­ شاته چي مي وَكتلو، نو چُوي په شنه جينز او لېدر جېكټ كي په خلاسو ويښتو ولاړه وه ­

" هاى فرېنډ"

فرېنډ ؟ دومره ژر بيا داسي پېشرفت ­ په زړه كي مي لا دا خبره سمه سرته نه وه رسولي، چي هغې له لاسه وَنيولم او لاندي يې مېټرو ته كُوز كړم په داسي تازيله ، لكه هغه چي ژر تر ژره ما هلته رسَول غواړي ، چرته چي دَ خوبونو تعبيرونه رښتيا كېږي ­ او خبره وه هم دغه رنګه ، ولي چي زه او هغه بيا په نه وخت كي په ټرېن كي ناست ګوره چي په كومه روان وْ ­ كه څه هم زه دې وخت په ګاډۍ كي ناست او هغه راسره په څنګ كي ولاړه وه ، خو لاس يې څوكه څوكه زما له اوږو دَ سر په لور داسي بيا بيا غزېدلو، لكه زه او هغه چي ..

خېر.. چي څنګه څنګه وخت تېرېدو، زه هم زړَور كېدم لګيا وم ­ او كله چي ما او هغه هلته په يو سټېشن باندي له ټرېن څخه كُوزېدلو، نو مي له مزغو سره سره سترګو هم كار شروع كړى وْ ­ ولي چي دَ لګېدلي بورډ په سمه دا كنګزكراس سټېشن وْ ­

" له دومره ليري ته راغلي وې ؟ خو ماته به دي فون كړى وْ ­ زه به دلته راغلى وم "

هغې ماته سرتر پايه كتلو ورسته په موسكا كي وَوئيلو..

" لا خو نوى يې، چي كله په دې لارو لاړ را لاړ شې، نو به بيا خپله راځې "

دا خبره يې چي كوله، نو لاس يې په اوږه راته ايښى وْ ­

" زه دلته درې كاله مخ كي دَ تعليم په غرض راغلي وم او.."

په يوې كېفې كي مخامخ ناستي چُوي ، چي دومره وئيلو، نو يې سړه ساه داسي واخيستله ، لكه جوړه چي دلته چا په كي زړه اوبه كړى وي ­ او بيا يې خپله خبره داسي مخته كښ كړه،

" .. هو تر شپږ مياشتو مي تعليم وَكړو، خو بيا دَ يو چا په ميني كي دومره لېونۍ شوم، چي هرڅه راڅخه پاته شو"

" هغه اوس هم تا سره اوسي؟ "

" يَه سائمن اوس له ما سره نه ، بلكې بلي پېغلي سره هغه لوبي كوي ..كومي چي يې له ماسره وكړې"

ما ځان مخته ورڅكولو ورسته پوښتنه ځيني وكړه ­ هغې هم خلاس ژېړ وېښته له تندي ليري كولو ورسته په ډېر ژړَغوني انداز كي وَوئيلو..

" اوس زه دَ يوې بچۍ مور يم .."

او مخته يې هيڅ هم نه شو وئيلى ، ځكه يې نيږدې تېرېدونكي ټېبل بواى ته ور ژغ كړو،

" يو كپ كوفي بل هم .."

كه څه هم اوس دواړه چپ ناست وْ ، خو ما په زړه كي وئيلو..

" شوقه! دغه لا موقعه ده ، دَ اروپا او مغرب په حقله دَ خلګو دَ روئيو دَ پېژندني او كېدلى شي، چي دا هر هغه څه وَواي ، چي ماته مطلوب دي "

نو ځكه مي خبره داسي واړَوله ..

" نو دَ دې مطلب دا دى ، چي دَ دې ځاى خلګ دومره بې وفا دي "

" هو بېخي زيات .. بلكې دلته بې دَ كاروباره بل هيڅ داسي انساني احساسات او جذبات نشته ، چي انسان وَ انسان ته نيږدې كوي"

" لاكن په ښكاره خو دومره .."

" ستا مطلب ، ګوا ښه دي؟ "

" هو دغه مي مطلب دى"

چُوي دَ كوفي له دويم مګ څخه غوړپ كولو ورسته په پسخوندي غوندي موسكا كي واي ..

" دا چي ښكاري .. داسي دننه ګرسره نه دي، منافقت دلته بېخي ډېر دى او بلكې دلته چپ له ذاتي لالچه بل هيڅ نشته ­ كه شته ، نو هغه ده دهوكه .. فقط دهوكه او لا دا، چي غېرانساني خويونه ، لكه سېكس او نفس ته ماته خوړَل"

" ستا مطلب له برطانيه دى كه ..؟ "

" يَه په تشه برطانيه كي هم نه ، بلكې هر هغه هېواد، چي دَ ترقۍ دعوه كوي"

چوي چي دا خبره كوله ، نو ماته هغه خپله هم دَ هغو په كتار كي ولاړه وَبرېښېدله ، چي په شُوكماري كي ساري نه لري ­ خو بيا چي به مي ورته ښه په وړو وكتلو، نو به يې راته په څېره كي څه معصوميت هم ښكاره شو ­ ما به لا نور خپل دغه سوچ مخته دېكلو، چي هغې بيا خله وَكړه او واي ..

" زما دَ اېشيا خلګ او په تېره مسلمانان ځكه خوښېږي ، چي سپين زړي او تر ډېره هانده مخلص دي په انساني روئيو كي"

او بيا يې زما په سترګو كي سترګي را اچَولو ورسته پوښتنه وَكړه،

" ته خو مسلمان يې؟ "

" هو مسلمان يم دَ لوى خداى شكر دى .. لاكن "

" لاكن دا، چي مسلمان ته له بلي ښځي سره داسي په اّزادۍ نه دي كښېنستل په كار.. ستا دا مطلب دى؟ "

" يَه دا هم نه بلكې .."

اوس به مي لا داسي ورته وئيلو، چي مسلمان يم ، خو كارونه مي اسلامي نه دي ، چي هغې وار لاس ته كړو او واي ..

" كله مي زړه راته واي ، چي مسلمانه شم، خو"

" خو څه .. نو بيا مسلمانه شه .. ځنډ څله ؟ دا خو نېك كار دى ­ او په اسلام كي امن دى ، سوكالي او دَ دواړو جهانونو خوشالي هم لا جلا .."

دا خبره چي مي كوله، نو دَ دننه سړى مي څه غوندي مطمئين شو او ما هڅه شروع كړه ، چي بس اوس اوس ورباندي دَ حق كليمه وَوايم ­ لاكن هغې راسره ګوره ، چي څله نه منلو..؟ او خبره يې يوې بلي خواته اړَوله ­ بيا بيا يې وئيلو..

" شم به مسلمانه او حتمًا به شم ، خو دا يې لا وخت نه دى ­ ولي چي زه اول اسلام او مسلمانان سټډي كول غواړم ، بيا به .."

هغې چي به داسي وئيلو، نو مابه په زړه كي وئيلو، چي

" بيا خو ، نو نه شوې مسلمانه ­ ولي چي اسلام به دي خوښ شي كه دي وَلوستلو­ لاكن دَ نن مسلمانان او مسلماني روئيې به دي زړه مات كړي ­ ولي چي .. هو، هغوئ خپله خو هم دَ مغرب په غېږه كي په خواږه خوب ويده شوي دي او دُنياوي خوبونه ويني لګيا دي "

مابه لا نور سوچ كولو، چي هغې راته په لاس چونډۍ راكولو ورسته وَ وئيلو..

" څه سوچ كوې .. ولي ته غواړې چي اوس اوس مسلمانه شم؟ "

ما به لا اوس ورته يو بهانه له خلې وتله، چي هغې زما په سترګوكي سترګي را ښخولو ورسته ژبه په سرواو نرئيو شونډو داسي تېره كړه ، لكه زه چي هغه دَ حق په لاره نه ، بلكې هغه ما په چپه لاره بوتلل غواړي ­ ځكه خو زه هم محتاط شوم او بيا چي له كوفي شاپ څخه دَ هغې دَ كور په لور تلمه ، نو ما په لمنه هيڅ قسم داغ هم نه پرېښودلو ­ هو، كه څه هم .. چي بيا خپل هوټل ته بيرته رسېدم ، نو نيمه شپه وه او لا ماته خوب نه راتلو ­ ګوره چي له ډېري ستړيا او كه له داسي خيالاتو، چي سهارګا خواته مي " حقه دا، چي كه حق وايم .. خفه كېږې" تر عنوان دلاندي نظم هم كړو ­

مخته بيا څه وخت خوب په غېږ كي اخيستى وم ؟ نه يم خبر ، خو دا مي په ياد دي ، چي په دې بله ورځ مي سترګي په يولس بجې راخلاسي شوي وې ­ او دَ تياري كولو ورسته مي يوځل بيا دَ شپې له يادونو سره سلسله ګنډلو په نيت دَ كنګزكراس په لور مخه كړي وه ­ ګوا، كه مي څه هم دَ سبا ټرپ كنفرم وْ، خو دَ تيارۍ په باب دَ ځينو نورو پوښتنو دَ پاره ځوابونه ترلاسه كولو په بهانه او له ملګري چُوي سره دَ بيا ملاقات په غرض هم ­

نن چوي ، كه څه هم ډېره خوشاله وه ، خو دا يوه خبره يې بيا بيا ګوره چي څله كوله ، ګوا

" قسمت دَ انسان په لاس كي دى ، نه چي انسان دَ قسمت په رحم و كرم "

خو ما چي به هر څو ورته دَ قسمت په حق كي خبري په غټو دليلونو كولې، لاكن هغه وه ، چي يوه يې هم نه منله ­ نو هم ځكه خو ورڅخه ورو ورو مايوسه كېدم په دې سوب ، چي هغې اوس يوه نيمه خبره څه ، چي ډېري خبري دَ حق دَ لاري دَ خلګو په باب داسي په واز كُومي كولې ، لكه هغه چي يې په هر څه خبره وي ­ هم ځكه خو ، دَ پرون هغه مئينه نن په ما باندي وار په وار غمېدله لګيا وه ­ او ما غوښتلو، چي ژر تر ژره يې بېرته په هغو لارو پرېږدم ، چي دا پرې روږدېدلي وه ­ لاكن داسي په اّسانه هم نه، بلكې دَ دې هر څه پرته يې هم په تلكو كي ورګېرولو دپاره هڅي كه څه هم هغسي پرونۍ وزمه كولې، خو نن زه ورته بېداره شوى وم ­ او نه مي غوښتلو ، چي نور نور يې په دام كي ورګېر شم ­ ګوا كه څه هم دَ فرار لاري نه راته ښكاره كېدلې، خو هڅولم يې حتمًا تر هغه ساعته وم، چي مي ورڅخه خلاسون نه وْ موندلى ­

*****


انګلېنډ...كه دَ شېكسپئير دَ ډرامو كردارونه

دَ 21م اپرېل 1996ع سهار وختي چې ما دَ باتهـ روم په هنداره كي خپلې څېرې ته كتلي وْ ، نو بڼه راته هغسې پخوانۍ ښكاره شوى وه ­ ګوا هرڅه مي وَ زاړه حال ته مونېدو، خو بس كه بدل وْ... نو هغه وْ دَ اِن سائيټ ټرېول كمپنۍ غټ او دغه ښائيسته بس ، چې په كي دَ ډرائيور او اسكارټ په چپه له ما سره 34 انټرنېشنل ټوْرسټان ، چې دَ نړۍ دَ بېلابېلو هېوادونو څخه يې اړه لرله دَ خپلو ځانګړو څېرو سره په چوكيانو باندي ناست وْ او ټولو يو بل ته لا خو دَ حېرت په سترګو كتلو .. لا بيا دَ سترګو په جنګولو كي هر چاته دَ يوهْ نا يوهْ سره دَ خپل خپل نوعيت تړون مطلوب وْ ­ نو ځكه ما هم په بس كي شاوخوا سترګي ځغلَولې ­

چپ له يوې زَړې غنم رنګي هندَوي ، چې نوم يې تر دې وخته لا زما نه وْ زده .. نور ټول يا خو پيتان وْ، يا بيا سرهْ سپين ­ او هغه هم زياتره په كي لا دَ مخه جوړه شوي وْ –

خېر.. دَ غوره شوي پروګرام په سمه دَ اِن سائيټ بس په لندن ښار كي دَ كنګزكراس نامي علاقې دَ ريان هوټل څخه مخته روان شو - نو دَ سرخريلي ډرائيور سره مخته په كيڼ لاس خوا كي ناستې اسكارټ مائيك خلې ته وَنيولو او واي ..

" زه Darke Joana ستاسي ټوْر منېجر يم اوډرائيور مسټر رچرډ دَ Insight له خوا په دې اووه ورځني British Vista ټوْر كې تاسو ته دَ سهار سلام ورسته ښه راغلى وايم - دا ټوْر چې كوډ نمبر يې1257/036/A دى او دا له لندن څخه تر لندن پوريي ټرپ به دَ عظيمې برطانيه دَ درو رياستونو لكه انګلېنډ، سكاټ لېنډ او وېلز په سېل باندي اړه لري ­ او دا مي خوائيش دى ، چې تاسو دا ټوْر انجواى كړئ "

دومره وئيلو ورسته يې بنډل دَ نقشو راواخيستلو او هر كَس ته يي يوه يوه نقشه (Map of Great Britain & Ireland) په لاس كي چې څنګه وركوله ، نو په بس كې ناستو هم خلې وَكړې او دَ نقشې په بهانه تر خپلو خبري هم پئيل شوي ­

په خپل وار چي تر ما راورسېدله ، نو نقشه راته وړاندي كولو په وخت واي ..

" ستا نوم ؟"

" افضل شوق .. خو ته راته شوق وئيلى شې"

" شاك مسټر شاك"

او زما دَ نامه له داسي موسكني تكرار سره مخته تېره شوه ، لكه زه چي شوق نه .. هغه شارك يم ، چي دا به رك هغه وخت خورم، چي كله هغه دَ نورو وړو ماهيانو په ښكار كي بړخت وي ­ ولي چي ماته يې په تندي باندي هغه ګونځي دَ ورايه ښكاره كېدلې ، چي دغه رنګه ښځي يې زياتره وخت دَ سړيانو دَ ښكار كولو دپاره دَ جال په توګه په كارَوي ­

_____

" په لندن كي نن چې څومره ښه موسم او لمرينه ورځ ده ، نو بلي خواته اتوار او دَ لندن مېراتهن (دَ منډي مقابله هم) ده ، چي سهار له جنوبي لندن څخه راپئيل شوي ده .. خېر، دَ معلوماتي خبرو سره سره به زه تر خپله وسه ستاسي مسئلې هم هوارَوم او هڅه به كوم ، چي دا ټوْر ستاسي يادګار اوكټور وګرځي ­ لاكن لومړى دا زما موبائيل ټېليفون نمبرله ځان سره وليكئ ­"

موبائيل نمبر، چي042-5579-29 وْ راښئيلو ورسته واي ..

"څوك چي هم چرته بې لاري كېږي ، نو هغه دي له ما سره تماس په دغه نمبر نيسي ­ كه څه هم تاسي زياتره دَ عمر په لحاظ تر ما غټ يا زما همزولي ياست ، خو دې وخت دَ اسكارټ په حېثيت زه ستاسي ټيچره يا مور يم ­ نو ځكه خيال كوئ .. په وړو غلطيانو هم درڅخه خفه كېدلى شم"

او بيا يې دَ دې شوخي خبري ورسته يوه خوږه كړيكه دَ خندا له خلې څخه چي څنګه وَوتله ­ نو په بس كي ناستو ملګرو په شونډو باندي هم موسكاګاني وَغوړېدلې ­ او بس چي كله دَ Hoover نامي غټ بلډنګ څخه په كيڼ لاس دَ هغه پخواني او تاريخي ملټري ائيرپورټ په خوا مخه كړي وه ، چي په دويم نړئيز جنك كي بېخي زيات په كار راويستل شوى وْ.. نو جوْنا هم داسي په ژعا شوه ..

" په دې هېواد كي دَ بېخي ګرانۍ پرته هم ستاسو دپاره دَ ډېرو ښو هوټلانو اهتمام شوى دى ­ كوم چي زياتره درې خاليزه هوټلان دي ­ خوني كه يې څه هم غټي نه دي ، خو باتهـ رومان غټ غټ لري ­ او بل چي كوم هوټل ته به هم رسېږو، نو هلته به په هري خوني كي دَ لائټ رېفرشمنټ په توګه دَ مېوو پرته دَ بجلۍ چائيدانه ، بوره ، چائي پاڼي يا كوفي سره دَ څو بسكوټونو موجود وي ­ كوم چي ستاسو ستړيا وسا كولى شي­"

پېغله جوْنا چي ژغېدله ، نو موږ هم زياته دَ لندن ښار شاته پرېښولو لګيا وْ ­ دَ روډ دواړو څنډو ته دَ شنو ميدانونو او ځنګلي ونو په چپه واړه واړه ټاوْنونه هم مخي ته راتلل پئيل شوي وْ ­ دلته زياتره ودانياني ډوپلېكس ټائپ دي،ګوا تر يوه غټ بام دلاندي څوڅو او دوه باميزي خوني جوړي شوي وې ­ دَ دې ودانيانو شاوخوا كه څه هم دېوالونه نه وْ ، خو ګېرچاپېره يې پوُسونه په ډېر شمېر باندي غړېدلو او يو نيم ځاى مي اسپي هم تر سترګو شولې ­

دلته هم دَ اروپا دَ نورو هېوادونو په رنګه حكومت دَ بېلابېلو قسمونو دَ پائن وني ځاى په ځاىكرلي دي ، چي دَ فطري ځنګل ښائيست لا نور نور زياتَوي څه ، چي دا شنېزه او تر ليري ليري پوري هر اړخيزي رنګيځي نندارې دَ سېلانيانو مزغو ته دَ سفركولو توان وربخښي ­ ګوا يوې خواته دا او بلي خواته اسان ، پوسُونه لا جلا ­ په ټاوْنونو كي دَ زياترو ښځو ګڼي انګلسي جامې داسي څرګندوي ، لكه په دې خاك باندي اوسېدونكي چي دَ هر څو پرمختګ سره سره دَ ژوند ژواك طريقې نه بدلَوي ­

دا پورتنۍ خبري مي لا سمي په ډائرۍ كي نه وې اړَولي، چگي زما وَ مخته په چوكۍ باندي ناست دَ پاخه عمر سړي مخ راواړَولو او پوښتنه يې وكړه ..

" ته لكه چي يوازي يې ..؟ "

ما به لا اوس ورته په ځواب كې په "هو" وئيلو باندي غاښونه سپينَولو، چي ورسره ناستي خواپاكي زَړه ملګري واي ..

" زه وېلما يم ، دا زما مېړه هېري او هغه زموږ وَمخته ناست ځوان زموږ كېوين او ورسره ناسته پېغله اېلن مي لور ده …موږ دَ كېنېډا دَ اونټېريو اوسېدونكي يُو"

" له تاسو سره په ملاقات كي خوشاله شوم .. لاكن"

ما لا دغه لاكن تر سره نه وْ رسَولى ، چي پېغلي لُور اېلن دَ هغوئ پام دَ هغو شنو ميدانونو په لور واړَولو، چرته چي بېخي ډېري غواګاني غړېدلي­ ځكه زه هم دَ حېرانتيا سره سره په دې سوچ كي ډوب شوم ، چي دا خلګ دَ خپلي زَړې زمانې دَ كاوْبواى كلتور سره سره اړيكي ساتلو كي وياړ محسوسوي ­ سوچ چي مي تر دې ځايه راورَسولو ، نو دَ هېري او وېلما ځوان زوى كېوين له خپله ځايه راولاړ شو او شاته راغلو­ زما په څنګ كي په خالي چوكۍ باندي چي څنګه كښېنستلو، نو واي ..

" بخښنه غواړم .. زه دلته كښېنم"

" ولي نه .. ولي نه ، راځه كښېنه"

دَ كهړكۍ په خواته دَ څكېدلو سره سم چي مي څنګه ست دَ ناستي ورته وكړو، نو هغه لاس راوغزَولو او واي ..

" ستا نوم څه دى؟ او دا راته وَوايه ، چي دَ ليكلو سره سم لګيا يې په ريكارډر باندي خپلي خبري هم څپ كوې"

او بيا زما او دَ كېوين تر منځ خبري دَ پېژندګوى څخه دَ انګلېنډ ترغواګانو پوري راوَرسېدي ­ دَ كومو په حقله چي هغه وئيلو..

" داسي راته ښكاري لكه دَ برطانيې خلګ چي ترانسانانو زيات دَ بودَګانو سره مينه كوي ­ ولي چي دَ كورونو شاوخوا يې انسانان كم او پوُسونه ، غواګاني او اسپي ډېري ښكاري"

كه څه هم هغه ټوكه كوله ، خو دَ حېوانانو سره دَ فېرنګيانو مينه له جهان څخه پټه نه ده ­ او هغه هم تر دې هانده ، چي كه چرته دَ يو انسان او دَ سپي يا يو بل ځناور تر منځه دَ يوه دَ ژوند دَ ساتني خبره راشي ... نو ممكنه دا ده ، چي انسان به پرېږدي او ځناور به وَ ژغورلى شي ­ ولي چي يو خو دَ هغوئ له ځناورو سره ډېره جوړه ده او بل په داسي كارونو هغوئ نوم هم ګټي ­

_____

پاوْ بالا نهه بجې سهار چي دَ يو نوشته بورډ په سمه برمنګهم فقط 32كلوميټره باندي وْ او لينګټن دَ 10 كلوميټره په واټن ، نو بس دَ لوي لاري وَ كيڼ لاس ته په يو ښائيسته هوټل باندي وَدرېدلو­ او دلته موږ دَ نيمي ګنټهې سټاپ كولو ورسته مخته روان شو­ اوس په اّسمان كي ځاى په ځاى اوريځي هم راغونډي شوي وې او كله كله به دَ ژېړ او بې سېكه لمر څېره هم په كي دَ څه وخت دپاره پټه شوه ­ دَ لس منټه دَ مزل ورسته په يوه واړه درياب باندي برسېره تېرېدلو سره سم دَ سټراټ فورډ ښار په لور وَګرځېدلو او پنځه منټه بالا لس بجې موږ دَ ستر شاعر او ډرامه نګار ويلئيم شېكسپئير وَ وړې نړۍ ته ورسېدو ­

په دې واړه ، زاړه او ډېر ښكلي سټراټ فورډ ښار كي په اېوان نامي درياب باندي تېرېدلو په وخت دَ جوْنا ژغ دَ بس په سپيكرانو كي خپور شو او وئيل يې..

"دَ انګلسۍ ژبي بېخي نامتو ډرامه نګار او خوږ شاعر ويلئيم شېكسپئير په كال 1564 كي په دې ښار ياني سټراټ فورډ كي زېږېدلى وْ ­ دلته يې ورځي شپې تېري كړي دي .. او دَ دغه درياب په څنډو او ورسره خوا كي په دې تنګو كوڅو كي يې په ماشوموالي كي بازۍ او په ځوانۍ كې چكرونه هم وهلو سره سره دَ خپلو ډرامو دپاره كردارونه لټولي دي ­ اوس هم داسي ښكاري لكه دَ دې ښار هره ننداره چي دَ هغه دَ ډرامو ننداره وي "

جوْنا چي دا خبري كولې ، نو دَ بريج فُوټ څخه دَ بريج سټريټ په خوا وَګرځېدو او په دې سټريټ كي چي زياتره ودانياني په كي له تراشل شوْ كاڼو څخه جوړي وې مخته وتلو سره سم دَيوه غټ چوك څخه ښي لاس ته په هينلې سټريټ كي ورسم شولو ­

"دا هغه كوڅه ده ، چي په كي دَ ستر شېكسپئير كور له موږ څخه په څه واټن باندي دَ شېكسپئير سېنټر سره جوخت جوړ دى ­ چرته چي به هغه دَ مور او پلار او په تېره دَ ګراني لور سُوزانه سره اوسېدلو"

جوْنا لا په سمه دا خبره سرته نه وه رسولي ، چي زموږ بس دَ Shakespeare’s Birth Place نامي بېخي زاړه سراى ، چي په دېوالونو كي هوډل شوي خښتي او لرګيان يي په سپين او تور رنګ رنګول شوي وْ مخته ودَرېدو ­ دَ ملګرو سره زه هم كښته شوم او دَ شېكسپئير وَ كور ته ورننوتلو په نيت چي څنګه دَ زَړې هندَوي بانو، چي پوره نوم يې بانومدون وْ تر شا ودريدم ، نو هغې په تورو لغوَړنو اوورئيو كي پېوند لاكن سپين غاښونه په ډېركمه مينه راښكاره كولو ورسته وئيلو..

" داسي ښكاري لكه شېكسپئير چي دَ هغه وخت په مَړو خلګو كي يَو وْ ، چي دَ پخوانۍ زمانې دَ لحاظه دا كور..كور نه ، بلكې بنګله وه"

ما به لا اوس موسكا ورته دَ ځواب ځاى وړاندي كوله ، چي جوْنا زما مسئله راحل كړه او وئيل يې ..

" شېكسپئير دَ جېمز اول په خاص درباريانو كي يَو درباري وْ .. او هغه كه ډرامه نګار نه هم وى ، نو دَ نقادانو له قوله هغه ډېر ښه شاعر هم وْ ­ دَ هغه نوم چي له دې هېواده ليري كړل شي ، نو هيڅ نه پاتېږي "

" بېشكه ... څومره نوم چي شېكسپئير وَ انګلسيانو ته وركړى دى ، نو دَ يو ژوندي او وفاداره قام په څير دې انګلسيانو هغه مرګ ته نه دى پرېښى .. بلكې هغسي ژوندى ساتلى دى "

دَ ګائيډ له خبرو سره چي څنګه ما خپلي جذبې دَ احترام په توګه دَ دې پېرنګي قام په نامه دَ سوچ په نيلي سپرې تر دې ځايه راوَ رسوَلې ، نو دَ جوْنا په مشرۍ كي موږ دَ شېكسپئير بيډ روم ته ور دننه شولو ­ او دغه رنګه دَ هغه ډرائنك روم ، سټډي روم ، دَ ډاكټر او دَ سوزانه خوني كتلو ورسته موږ چي څنګه دَ دې كور سره جوخت شېكسپئير پيس سېنټر په لور روان شو، نو زَړه لاكن په خوئيو ځوانه بانومدون راڅرمه شوه او داسي راته ګډه شوه .. لكه جوړه چي زه دَ هغې په كوڅې كي اوسېدم ­ لاكن كولى مي هم څه شو ­ ولي چي زما هم ژبه شله شوي وه ­ ځكه خو ورسره په خبرو باندي اخته شوم ­

" زما په خيال چي په شېكسپئير سېنټر كي به هم تش دَ هغه دَ استعمال دَ شيانو په چپه هيڅ هم نه وي ­ نو ځكه درځه چي په دې نيږدې دوكانو كي وَګرځو"

لا به يې څه نور وئيلو، چي په دې خبري مي مازغه ورته وَګرځېدلو او په نېغه مي ورته وَوئيلو..

" بخښنه غواړم .. زه دلته دَ شاپنګ په نيت نه ، بلكي دا څيزونه كتلو ته راغلى يم"

بس بيا نو څه وْ ، ژر مي جند هم ورڅخه خلاس شو او په شېكسپئير سېنټر كي دَ هغه په ژوند كي استعمال شوي شيان لكه جامي ، ګوټونه ،كوټونه ،دَ خوراك لوښي، كتابونه او يو څو دَ ډرامو كلمي نسخې هم دَ هغه په وَړې لائبرېرۍ كي دَ كتلو او عكسونه اخيستلو ورسته له دې ميوزيم وزمه سېنټر څخه چي بس څنګه روان شو، نو جوْنا وئيلو..

" څومنټه ورسته به تاسو په سټرات فورډ سېنټرل ائيريا كي دَ څو ګنټهو دپاره په دې نيت خُوشي كړو ، چي په خپله خوښه سېل وَكړئ ­ هو، تاسو هلته دَ شېكسپئير دَ تهېټر، ورلډ اّف شېكسپئير سره سره دَ هغه دَ ډرامو كردارونه هم ليدلى شئ ­ خو دا ياد ساتئ ، چي موږ به په يوه بجه له دې ځايه مخته كوچ كوْ "

جوْنا چي دا خبري سرته رسوَلي ، نو بس دي ورلډ اّف شېكسپئير نامي ځاى ته بيا رسېدلى وْ ­ او په خپل خپل وار ملګري له بس څخه كښته كېدو­

دلته دَ يو غټ چمني پارك سره جوخت رائل شېكسپئير تهېټر، چي په زاړه روائتي انګلش وزمه طريقه جوړ وْ دَ كتلو ورسته بيرته دې چمني پارك ته ورچپ شوم ­ چرته چي په كي دَ شېكسپئير دَ غټي مجسمې پرته دَ هغه دَ ټولو مشهورو كردارونو، لكه هېملټ ، فالسټاف ، لېډي مېكبتهـ او داسي نور نور بُتان بُتان نه يوازي ولاړ دي، بلكې دَ ټورسټانو پام غلطَوي ­

خوند او پند يې دَ كتلو په خپل ځاى ، خو دلته دې هرڅه زما په زړه باندي هغه خپل بې قدره ستر خوشحال خان په وار وار ځكه راورَولو ­ چي زموږ بابا په يوه مانا هم له شېكسپئير څخه كه زيات نه .. نو كم هم نه وْ او نه دى ­ لاكن دَ پښتون قام ، چي دعوې دَ مارشلتوب كوي په دې وار دَ پيل په غوږ كي پروت څه، وايم چي ويده دى او خركېږي ­

دَ خوشحال په نامه په پاكستان كي څه ، چي په پښتني افغانستان كي لا داسي نامي يادګارونه نه شته ، چي دَ پښتو او پښتنو پلار ورباندي ياد شي ­ هم دغه وجه وه ، چي دَ شېكسپئير دَ مجسمې سره خوا كي ناست يو وخت ما خپل زړه دَ "دَ شېكسپئير دَ مجسمې وړاندي " تر عنوان دلاندي وَ خو ژړولو­ لاكن چي به مي دَ خپل قام وَ بې غورۍ ته پام شو، نو به مايوسه شوم ­ ولي، ما چي دَ كومي هستۍ دَ ګُمنامۍ په باب سوچ كولو ­ دَ هغه ستر مشر ننګيالي لمسيان دَ پيسو په چپه چي نور څه خوښوي ، هغې ته مانده ورځ وئيل كېږي ­

"شېكسپئير په انګلېنډ كي دَ يو ليكوال په حېثيت څه ، بلكې دَ دې هېواد يو سُنهري تاريخي باب هم ګڼل كېږي او دَ شهرت يې دا حال دى ­ چي انګلينډ ته "دَ شېكسپئير انګلېنډ" وئيل كېږي او اوس هم دا خلګ په هغه باندي داسي وياړي ، لكه هغه چي مړ نه .. ژوندى وي "

په ډائرۍ كي دا ليكلو ورسته دَ ساړه او واورين موسم خوندونه اخيستلو په نيت چي له پارك څخه وتم ، نو هېري او وېلما له خپلو بچيانو سره په مخه راغلو­

" تا لنچ كړى دى ؟ "

" يَه .. اوس مي لا اراده ده دَ خوړَلو"

ما چي څنګه داسي ورته ځواب بيا كړو، نو وېلما راته وئيلو..

" درځه .. نو بيا له موږ سره ملګري وَكړه .. ځوان سړئيه"

او هېري هم واي ..

" هو درځه ، چي څه خبري هم سره وَكړو"

نو ځكه ما هم ورسره خوښه كړه او بيا دَ رېسټورېنټ په لټون كي دَ شېكسپئير په ښار كي (چي په زياترو چوكونو باندي دَ شېكسپئير په اړه مجسمې يا نور يادګاري ځايونه وجود لري) دَ ګرځېدو ورسته دَ پېغلي اېلن په خوښه موږ په يوه واړه لاكن ښائيسته او صفا رېسټورېنټ كي ور دننه شولو­

" دا ته ولي هر وخت په ډائرۍ ليكلو كي مشغول ښكارې؟ "

" ليكوال او شاعر يم .."

ما به لا دَ اېلن دَ پوښتني په ځواب كي دَ ځان په حقله نور څه وئيلو، چي هېري واي ..

" زما هم دغه خيال وْ ستا باب ­ لاكن ليكوالان خو ټول .."

" پوهـ نشوم"

ما چي پوښتنه وَكړه، نو هېري په موسكا كي داسي وار راباندي لاس ته كړو..

" مطلب دا، چي ته يوازي ولي يي ؟ "

" دَ دې مطلب دا دى ، چي شاعران خو په ميني باندي زياته اړه لري .. او ته يوازي يې؟ "

او بيا دَ اېلن دَ خبري دَ وضاحت په ځواب كي دَ ځان او دَ كار په حقله دَ خبرو سره سره مي دَ سياحتي ضرورت په باب هم څه خبري وَكړي ­ مخته څه وْ ..؟ ګپه خلاسه شوه او هر يوه تر ضرورت زياتي خبري كولې او لنچ مو هم په ګډه باندي په مزه مزه خوړَلو ­ بس چي كله له رېسټورنټه وتلو، نو دَ وېلما په دې خبره باندي دَ هر يوه خله له خندا ډكه وه ­ ګوا

" ښار هم دَ شاعر دى او ډوډۍ مي هم له شاعر سره وَخوړَله .. خُداى دي خېر كړي، داسي نه چي هېري هم شاعر نشي"

_____

دَ پروګرام په سمه ، يوه بجه ماڅپښين چي څنګه دَ سټراټ فورډ څخه مخته روان شولو، نو په پنځلس منټه كي دننه دننه بيا دَ وارويك ټاوْن ، چي زياتره په كې دَ پخوانۍ زمانې جوړي ودانياني دَ دنګو دنګو برجانو سره ښكاره كېدلي څخه په څنګ كي تېرېدو په وخت اسكارټ جوْنا واي ..

" تاسو به وَ دې زَړو بلډنګانو ته كتلو ورسته يقينًا دا اندازه كړي وي ، چي ګوندي فېرنګيان دَ زَړو او تاريخي شيانو سره څومره مينه كوي او هڅه كوي ، چي دَ موسمي اثراتو څخه يې ژغورلو په نيت هر كال رنګوي هم­"

جوْنا لا دَ وارويك ټاوْن په باب خبري سرته نه وې رسولي، چي ټاوْن شاته پاته شو ­ او په لس منټه كي يو بل زاړه ټاوْن كوېنټري ، چي په دويم نړئيزجنګ كي دَ ګرجا سره درست وران شوى وْ ته پېښه وكړه ­ تعمير كه يې څه هم سر له سره شوى وْ، خومونُولى يې هغسي وَ پخوانۍ او اصلي بڼي ته وْ ­ دَ دې ښاردَ كارخانو په مابېن كي دَ تېرېدو په وخت اسكارټ واي ..

" له نوي سره اّباد شوى دا ښائيسته ښار، ګوا كوينټري له اصله دَ هغي مخامخ ګرجا له سوبه مشهوره شوى دى "

دَ كوينټري كيتهاډرل دَ كنډوالې، چي بامونه او اكثره دروازې يې لا نه شته دَ غټ ګېټ سره نيږدې په دېوال باندي دَ شپطان او دَ فرشتې بُتان چي دَ توري فولادي اوسپني څخه ساز كړل شوي وْ، داسي لګول شوي وْ .. چي شيطان پكي دَ فرښتې په پښو كي پروت وْ ­ دلته ورسره جوختي يونيورسټۍ او دَ دې چرچ وَ مخته فقط دَ عكسونو اخيستلو ورسته په دې ښاركي دَ موټروې په خوا روان شولو­

" دا هري خواته چي عسكران په ښائيسته ورديانو كي ښكاري .. دا خو نن دَ ملكه برطانيه دَ زوكړي ورځ ده ، چي دَ ملي ورځي په توګه لمانځل كېږي"

جوْنا چي دا خبري كولې ، نو غټ موږك دَ يوه تك شنه چمني ګراوْنډ په څنډه كي په منډه تېرېدلو لګيا وْ او دَ خوند خبره دا، چي هلته دَ فټ بال مېچ شروع هم وْ­ په ننداره كونكو كې دَ ښځو شمېر راته دَ نرانو هومره ښكاره شو­ لاكن بيا هم زه حېران دَ دې سټېډيم وَ ماڼۍ ته ځكه شوم ، چي دېوالونه او چهت يې دَ رنګ به رنګه پلاسټكي شيشو څخه جوړ وْ ­ لاكن يوه شيشه هم په كي ماته نه وه ­ په زړه كي مي وئيل ، چي اوس كه دا بلډنګ زموږ په هېواد كي وى ، نو دا يوه شيشه به يې لاهم روغه نه وى پاته شوي ­

لا خو موږ په كوينټري ښار كي روان وْ او اسكارټ زموږ پام يوې او بلي خواته اړَولو­ خو زما دا ښار چي تر ليري ليري پوري خپور وور پروت وْ كي چي كوم شى زيات خوښېدلو­ هغه وْ ، تك شنه او بېخي غټ غټ دَ لوبو ميدانونه ، چي په كي دَ ځوانانو سره سره پېغلو هم ځاى په ځاى لوبي كولې ­

" دغه خو دَ دې خلګو دَ ښه صحت او ښائيست راز دى ­ چي صفا خوري او په صفا چاپېريال كي ژوند كوي ­ ځكه خو دې تندرستۍ دا خلګ په موږ باندي باداران كړي هم دي "

دَ شاوخوا دَ ښائيسته ماحول په اثر كي فقط دومره قلم ژغولو ورسته چي ما څنګه سر پورته كړو، نو دَ روډ په څنډي باندي دَ نوشته ليك په سمه نونيټان نامي ټاوْن له موږ څخه فقط په نهـه كلوميټره باندي وْ ­ او بلي خواته زموږ بس وْ ، چي دَ دې سيمي ښائيسته منظرونه يې په ډېره تېزۍ باندي شاته پرېښولو­

_____

ماڅپښين درې بجې خواته موږ دَ شنو توربخونو وَنو په ځنګل كي دَ ډربي ټاوْڼ په خوا مخه كړي وه ­ كوم چي دې وخته راڅخه 21 كلوميټره ليري وْ­ دلته ما داسي وَ سنجَولو، لكه په دې سيمه كي چي زړَې پخوانۍ درختي دَ منځ څخه وړل شوي وي او اوس حكومت له نوي سره ځنګل كرنه ( Reforestation) كړى وي ­ او خبره وه هم دغه رنګه ، ولي چي درختي دَ سړك دواړو څنډو ته په ډېر ترتيب لګول شوي وي ­ نو ځكه ما هم دا يو څو خبري ډائرۍ ته وَ سپارَلې ..

" دا خلګ كه څه هم زموږ دَ عالمانو له قوله كافران دي او دا كافران تش دَ دې جهان دَ عياشۍ خلګ دي ­ ګوا موږ هم بس په دې خبرو باندي خپلي هډ ارامۍ ته جواز جوړَولو سره سره زړونو له تسلياني وركوْ­ هرڅه هرڅه ، لاكن حقيقت دا دى ، چي دوئ خو هم زموږ رنګه انسانان دي ­ څه وجه ده، چي دوئ ژوند دَ ژوند رنګه او موږ ژوند فقط وَ مرګ ته لاره لنډَولو په نيت تېرَوْ..؟ "

له ډائرۍ څخه چي مي څنګه سر پورته كولو، نوموږ دَ ډربي ټاوْن دَ يوه پلانټ شپږو غټو ګړدئيو او هسكو دُودكشانو سره په څنګ كي تېرېدلو سره سره دَ دې ټاوْن په اّباديانو كې ورګډېدلو لګيا وْ ­ اوس موږ دَ وړو غټو ودانيانانو په څنګ څنګ كي له دې ټاوْن څخه تېر شولو­

دَ ګرېنېډ نامي سروس سټېشن ، چي درست تك سُور جوړ وْ څخه مخته وتلو ورسته دَ نوټينګهم نامي ښار له موږ څخه په څه واټن باندي وْ او ډېر ژر بيا له دغه ښار سره په كيڼ لاس چي تېرېدلو، نو دَ ګڼو ځنګلونو سلسله هم پئيل شوه او دَ جوْنا په قول ..

"دې ته شاور ځنګل يا رېن فارسټ هم وئيلى شو­ او دا ځنګل دَ يو مشهوره تاريخي كردار روبن هوډ په دور كي لګول شوى وْ "

ځنګل څه وْ ؟ دَ خوبونو يوه نړۍ وه .. چي زه او زما زړه ئي په شاعرۍ پارَولو­ شاعري خو مي نه وكړه ­ لاكن وَ ډائرۍ ته مي دا يو څو خبري دَ زړه له سوخته داسي وَسپارَلي ­

" دا خو ښه وَشو، چي پېرنګيانو زموږ په علاقو كي داسي ځنګلونه نه وْ لګولي ­ ګني اوس به مي په رېبلو باندي وَ خپلو خلګو ته دَ هغوئ په ځناوري روئيو لا نوره خوا شنه كېده "

دَ شېفيلډ ټاوْن څخه 25 كلوميټره رادې خوا ته چي موږ دَ يوې غونډۍ په سر باندي دَ جوړ ټاوْن څخه مخته وتلو ، نو جوْنا زموږ پام دَ شنو مځكو په غټو غټو ميدانونو كي دَ غړېدونكو پوُسونو په لور اړَولو په باره كي وئيلو ..

" دَ سوَر دَ غوښو سره سره دَ پوُسونو غوښه دَ دې هېواد دَ خلګو دَ خوښي خواړه بللى شي­ ځكه خو دلته چي كوم شى زيات ليدل كېږي، هغه پوُسونه دي "

دَ جوْنا دَ خبرو اورېدلو سره سره بس ځاى په ځاى دَ كوئلې دَ غټو غټو بارُو سره دَ لوي لاري په يو ښائيسته او مشهوره مارك رېسټورېنټ چي ګرانېډا ورته وئيل كېږي يا بيا وېلكم برېك هم مخي ته ودرېدو­

دَ واش روم څخه دَ فراغت ورسته چي څنګه دَ دې رېسټورېنټ په لويه دروازه كي مي پښه ږدله ، نو دَ يو مېز شاوخوا ناستي فليپينو فېميلي چي دَ ماريلو او رامون په چپه په دووْ غټو هلكانو باندي يې اړه درلودله سره مخامخ شوم او دَ هغوئ دَ مشر په ست ورسره كښېنستم­

سم لا كښېنستى نه وم ، چي رامون چاكلېټ رامحته كولو سره وئيلو..

" دا واخله فليپېنو چاكلېټ ، چي زموږ په هېواد كي ډېر خوښَول كېږي"

او بيا پوښتنه كوي ..

" څه به څيښې.. چائ كه كوفي ؟ "

" زړه خو مي كوفي ته كېږي .. لاكن بيا هم ستاسوخوښه .. خو زه غواړم ، چي دا بل زه ادا كړم"

ما چي داسي وئيلو ، نو دَ رامون يو زوى په موسكا كي واي ..

" موږ به تا څنګه پيسې وركولو ته پرېږدو، ولي چي ته زموږ په خوښه مېلمه شوى دى"

"مېلمستيا...؟ "

اوس به مي په دې خبره باندي دَ خلې څخه څه وتلو، چي ماريلو پوښتنه وكړه ..

" ستا په هېواد كي اوس هم هغسي حال دى، كه امن دى؟ "

دا يې لا بله .. حريان شوم ، چي زما په هېواد كي نو كله داسي بد حال وْ ­ ؟ لاكن بيا مي هم دَ هغې دَ زړه دَ پاره وَوئيلو..

" هو.. هر څه په خپل حال دي ­ لاكن وايه ستاسو په خوا څه حال دى؟ "

ما هم چي دا پوښتنه كوله ، نو واړه غوندي مي خندلو، ځكه خو رامون دَ ټوكي په انداز كي واي ..

" تاسو دواړو څه دَ امن او دَغال ګېم دَ سياستدانانو غوندي پئيل كړو­ په تودو څيښلو خپل خوند واخلى­"

او بيا يې دَ كوفي كپ زما په خوا را واړَولو­

_____

دَ نيمي ګنټهې دَ سټاپ كولو ورسته چي بس دَ شېفيلډ ټاوْن په لور لاره لنډول شروع كړه ، نو تر موږ دَ مخه په يوه روان موټر كي دَ يوې ځواني جوړې تر منځه دَ بيا بيا مشوكو جنګولو په وخت جوْنا واي ..

" واوْ.. هغه ګورى ، چي انګلسۍ مچي سره اخلي ، او څومره دَ يو بل په ميني كي غرك دي؟ هو ، كه څه هم دا مچي فرنچ وزمه نه دي"

ګوا دَ دې مطلب دا وْ، چي كه څه هم دَ فرنچ په مچو كي جنون دى ، خو دا مچي هم دَ ميني دَ اظهار ښه وسيله ګڼلى شي ­

دَ نيم ساعت دَ مز ل كولو ور سته بس دَ ډيوبوري په خوا وَ ګرځېدو او بيا دَ دې ټاوْن دَ تنګو او زړو بلډنګانو تر منځه دَ تېرېدو سره سره چي څنګه بيرته په موټروې باندي دَ برېډفورډ په لور منډه پئيل كړه، نو جوْنا وئيلو..

" نن شپه لكه څنګه چي تاسو دَ شېډول په سمه خبر ياست به موږ په برېډفورډ كي تېرَوْ ­ په هوټل كې هر رقم سهولتونه شته ­ خو څوك كه وَغواړي ، نو وَ ښار ته هم تللى شي­ لاكن كه په ټوليانو كي ورشئ ، نو به دَ بې لاري كېدو امكان كم وي"

او په بېخي كم وخت كي بيا زموږ بس دَ نووټل نامي ښائيسته هوټل مخي ته وَدرېدو­

_____

دَ څه اّرام كولو ورسته له خپلي خوني، چي نمبر يې 228 وْ څخه راوَوتم او لاندي لابي ته وره غلم­

" ته هم لكه چي ډاوْن ټاوْن ته دَ تلو اراده لرې؟ "

" هو زړه خو مي غواړي .. لاكن ملګرى نه لرم"

دَ سنګاپورين ملګري اېډوين ټان دَ خبري په ځواب كي مي ورته داسي څه وَوئيلو ، چي دَ هغه چټي ملګري اېليسن واي ..

" موږ هم روان يُو­ كه وَغواړې ، نو له موږ سره راتلى شې"

وئيل كېږي ، چي ړوند څه غواړي ... دوې سترګي ­ نو ځكه ما هم ورسره خوښه كره او درې واړه دَ ټاوْن په خوا ورچپ شولو­ كه څه هم زياتره دوكانونه بند وْ، خو بيا هم بارونه او كېفې ګانې خلاسي وې ­

" هاى جاپاني فرېنډز"

دَ نشې په بد حالت كې يو پېرنګى، چي په خپلي ملګري يې لاس ور اچولى وْ زموږ تر مېزه په ځنګېدلو كي راغلواو دَ اېډوين ټان په اوږه يې لاس چي څنګه ږدلو ورسته دا پوښتنه وكړه..

"دې وخت تاسو په دې ټاوْن كي څه غواړئ؟ "

نو دَ اېډوين ټان په ځاى دَ هغه پېرنګي سرببري ملګري ورته واي ..

" دوئ خو هم انسانان دي"

دا خبره يې چي لا سمه له خلې ايستلي نه وه ، چي زه ورپورته شوم ..

"ولي .. دلته راتګ جرم دى ؟ "

"يَه .. يَه زموږ مطلب دا نه دى"

زما دَ سختي روئې په ځواب كي چي ښځي دا وَوئيلو، نو نشه سړي يې خله وَ باړخو ته ورنږدې كولو ورسته ورته وئيلو..

" راځه راځه سېنډي ډارلنګ .. دا خلګ خو په ټوكو باندي هم نه پوهېږي"

اوهغوئ چي څنګه له موږه په بله غائب شولو، نو پېغله اېليسن واي ..

" څنګه بې لحاظه خلګه وْ"

او بيا زموږ تر منځه دَ پېرنګيانو دَ پرون او نن په باب خبري تودې شولي­

لنډه دا، چي په دې ساړه ټاوْن كي دَ ښه ګرځېدلو ورسته چي دَ هوټل په لور روان شولو، نو په ځاى دَ درو، موږ په شمېر كي اوس ځكه پنځه شوي وْ ­ چي په لاره كې مارك هېلي(ځانته چي يې اّرټسټ هم وئيلو) دَ سپين سري ملګري لينا، چي اړه يې دَ اّسټرېليا څخه وه هم راڅرمه شولو­ بيا نو څه وْ ؟ باقي مانده لاره ما او دَ مارك هېلي په خبرو كي تر هوټله داسي په تادۍ ورسېدله ، چي ګرسره پوهـ نشولو­

_____

دَ ډوډۍ خوړَلو ورسته ماخُستن ملګري جوړه جوړه په لابي كي كښېنستلو او زه هم دَ اّسټرېلئين جوړې بارلې او سوليوان سره دَ مستي كېنېډين ملګري جرميلاپېك سره دَ تاش په پتو كي ورګېر شوم ­ كه څه هم كمزوره وم ، خو بازۍ مي تر سره ورسره په تودو او سړو ګپو كي دَ رسَولو هڅي كولې ­ او تر نيمي شپې پوري ورسره ناست وم ­ كله كله به له خوبه وَ هم ځنګېدم ، خو ګوره چي ځان مي په ګوتو ولي نه وركولو­ هرڅه هرڅه خو دَ ډائرۍ دغه ليكل شوي پاڼه ما په سوچ كولو اوس هم پارَوي ­ ګوا

"مشرقي ټولني ته دَ لمر رڼاګاني چي څومره محرومياني ورپه ګوته كوي ، نو هم دغومره دَ اروپا خلګ دَ شپو په تيارو كي خوشاله كېږي ­ او هر يو وس كوي ، چي دا تيارې په بېلا بېلو زړخوښيانو باندي سهار كړي ­ هو.. كېدلى شي په دې، چي په ورځو كي دَ دې خوارانو دَ لمر څېره ډېره كمه په ليدو كي په نصيب كېږي ­ نو ښكاره خبره ده ، چي كه څه هم يو چا دَ لمر له كوره ورته كوچ كړى وي ­ خو دَ دې ځاى دَ شپو په زد بلي كمزوري رڼاګاني يې دَ ورځي له اهميته تر څه وخته پوري بې خبره كړي "

نور نه يم خبر، خو كله چي مي دَ خپلي ډائرۍ دا پاڼه وَ دې كتاب ته نقل كوله ، نو دَ هغي شپې دَ نورو ملګرو په چپه مسته او چټه جرميلاپېك سره دَ شوخو اداګانو او بې كنټروله حركتونو داسي په مزغو راورېدله ­ چي په خپل ژوند كي مي ورسره دَ بيا بيا ديدن خوائش په زړه كې سرغزَوني كولې ­

_____

دَ درې خاليزه نووټل نامي هوټل برېډفورډ څخه دَ 22م اپريل كال 1996په روڼ او لمرين سهار، چي څنګه مخته روان شولو­ نو دَ سهار دَ سلام كولو او دَ نېكمرغي ورځي دَ هيلو سره سره جوْنا مائيك خلې ته وَنيولو ­

" تاسو به پام كړى وي ، چي زموږ په هېواد كي دَ لويو لارو، لكه دااوس چي ورباندي روان يُو، ګوا M 1) ) خو دَ دې په چپه دلته دا دَ روانو اوبو دريابي ويالې او دريابونه هم دَ تګ راتګ دپاره په كار راوړل كېږي .. او په وړو وړو كشتيانو كي دَ شيانو دَ وړلو راوړلو كار تر سره كېږي "

دَ ټورسټ ګائيډ دا خبري چي موږ اورېدلې، نو يوه غټه دريابي وياله، چي درياب ته زياته مونېده له وړو كشتيانو ډك ښكاره كېدله او تر ليري ليري پوري يې په دواړو څنډو باندي خلګ دَ سېل كولو په نيت ښكاره كېدلو­

دَ ګهړۍ ستني لا سمي وَ اتهه نيمو بجو ته نه وې رسېدلي ، چي زموږ بس دَ يو بلي بېخي غټي دريابي ويالې سره په څنګ څنګ كي دَ برطانيې تر ټولو پراخي موټروې (A 1) باندي مخته روان وْ­ دَ دې موټروې شاوخواته ځاى په ځاى په شنو او هوارو مځكو كي ځان ځانته بېلي جوړي شوي ودانياني داسي څرګندَوي ، لكه جوړه چي دَ دې خلګو له يو بل سره ژوند كول نه دى خوښ­ او بل دا، چي سړي يا ښځي په كي خال خال چرته ښكاره شي­ ما سوچ كولو، چي دلته دا حال دى ، چي خلګ په دُوربين كي نه ښكاري او بلي خواته زموږ په مشرقي هېوادونو كې بيا دَ يكَړي دَ پاره په دُوربين كي خلاسه ګوشه نه ښكاري ­

اوس چي موږ دَ ليډز نامي خواره واره ښاردننه په روډونو باندي روان وْ، نو جوْنا واي ..

" دا هغه ليډز نامي دَ برطانيې ښار دى ، چي دَ وړئيانو دَ غټي منډۍ، غټ رېلوې جنكشن او دَ هوائي جهازونو دَ پارټ پُرزو جوړَولو دَ غټ صنعت په توګه په دُنيا كي اوچت نوم لري "

دلته لور په لور كارخانې ښكاري او تر شا پاته شوْ ځايونو په مقابله كي دَ زيات ټرېفك سره سره خلګ هم زيات ليدل كېږي ­ كه څه هم دلته زموږ ځينو ملګرو، چي اكثريت په كي دَ ښځو وْ په اُستاذ باندي ژغ وكړو ­ ګاډۍ وَدرَوه دَ حاجت پوره كولو دپاره ­ لاكن اُستاد كه څه هم ښه اورېدلو، خو ځان يې ورباندي اچولى وْ­ او داسي له دې ښاره په تېزۍ وَوتو لكه دلته چي هغه دَ چا پورَوړى وي ­

اوس دَ يورك شائر نامي ښار هم زياته په څه فاصله باندي وْ او بس په لوړو ژورو كي دَ مار غوندي غزېدلو لګيا وْ­

"دَ يورك شائر زاړه او نامي تاريخي ښار ته وال سټي ځكه وئيل كېږي ، چي ورباندي غټ او ډېر پلن دېوال شاوخوا ګرځېدلى دى ­ دَ ځيني وړو او غټو دروازو په چپه نوري لاري ځكه نه لري ، چي ډېر په خوا دا ښار دَ دُښمنانو دَ حملو څخه دَ ځان ساتني په غرض جوړ شوى وْ "

جوْنا چي ژغېدله ، نو موږ دَ يوه بېخي پلن دېوال سره په څنګ څنګ كي روان وْ­ او كله چي مخته په يوه درياب وزمه ويالې باندي تېر شولو، نو زموږ وَ ښي لاس ته يو غټ او زوړ بلډنګ ولاړ وْ، كوم چي دَ جوْنا په قول دَ رومن دَ زمانې تاريخي جېل وْ ­

پاوْبالا نهـه بجې دَ دې وال سټي يورك شائردَ يو مشهوره ګېټ مونك بار مخي ته په بائل بينز نامي ځاى كي خُوشي كړل شولو­ او موږ ټول ډله ډله وَ دې كلاوزمه ښار ته په ګېټ ور دننه شولو او په بېخي تنګو كوڅو او بازاركي تر ډېره وَګرځېدو­ زه دَ څه سېل كولو ورسته په يوې كېفې كې كښېنستم او توده كوفي مي وَڅيښله ­ دلته هر څه داسي دَ پخوانۍ زمانې برېښي څه ، چي سړى لا ځان هم كله كله داسي وَسنجَوي .. لكه جوړه چي هغه هم په خپلي ماضي كي اوسي ­

دَ يورك شائر ميوزيم دَ كتلو ورسته چي موږ ټول ملګري دَ برطانيې تر ټولو غټ Gothic Cathedral شاوخوا ګرځېدلو، نو جوْنا او رچرډ اُستاذ راسره په څنګ شولو­

" سګرېټ شته درسره؟ "

" هو.. هو ولي نه"

ما چي دَ جوْنا دَ غوښتني په ځواب كي دَ يوه سګرېټ په ځاى دَ 555 سګرېټو يو بند پېكټ ورته وړاندي كړو­ نو هغې پوښتنه وكړه ..

" دا ټول پېكټ دي لكه چي ماته ځاني راكړو؟ "

دَ جوْنا خله لا دَ خوږې موسكا څخه سمه ټوله شوي نه وه، چي ما ورته وَوئيلو..

" هو، لاكن داسي پېكټان نور هم لرم .. كه دي په كارېدلو، ژغ كوه"

او بيا يې پېكټ دَ اړَولو را اړَولو ورسته په حريانۍ وئيلو..

" واوْ.. دا خو زموږ دَ هېواد جوړ سګرېټ دى ­ خو عجبه دا چي ما په لومړي ځل دا دى اوس وليدلو"

دومره وئيلو ورسته هغې ډبى وَ رچرډ ته دَ تصديق دپاره وَغزَولو او بيا دواړه زما په ست وَ نيږدې رېسټورېنټ ته راسره روان هم شولو ­

" ته ډېر خوش قسمته يې، چي يوازي خونه به په هر هوټل كي درنصيب كېږي .. ولي چي په دې كاروان كې زموږ دَ پاليسۍ په سمه له تا سره دَ سېكس او اېج په سمه بل يو ملګرى هم سمون نه خوري "

دَ كوفي په لومړي ګوټ دَ خوند اخيستلو ورسته چي جوْنا زما په لور سترګي اړَولو په وخت په شوخۍ كي دا خبره وكړه ، نو ما هم په خندا كې ورته وَوئيلو..

" دا زه هم منمه ، چي قسمت مي ښه دى .. لاكن دا يكَړي خو هم عذاب دى"

ما چي دا وئيلو، نو مسټر رچرډ وار لاس ته كړو..

" بيشكه ، چي مسافري بې ملګري ګران كار دى ­ څنګه جوْنا صحيح وايم كه غلط ؟ "

كه څه هم هغې په دې باب هيڅ نه وَوئيلو، خو ماته دَ دې او دَ رچرډ تر منځه دَ تعلق شك په يقين كي بدل شو­ غرض دا، چي دَ ايماندارۍ په خاصو مشهوره دا مغربي مخلوك څومره لالچي دى ­ دَ دې اندازه راته نن وَشوه ­ ولي چي دَ جوْنا او رچرډ دَ غرضي او شُوكمارۍ روئيو په رڼا كي ما په دغه ورځ داسي ليكلي وْ­

" دَ اغراضو دَ تكميل په نيت انګرېزان كله كله دَ خپل عزت جنازه په خپلو لاسو باندي ايستلو ته كه څه هم دَ دوستۍ نوم وركوي ­ خو په زړه كي غاښونه هر وخت تېره لري "

_____

پاوْكم دولس بجې دَ يورك شائر څخه زموږ بس مخته وَوتو او تر دولس بجو دَمخه موټروې ته ورسېدو­ يو ځل بيرته هغه دَ قدرت ښكلاګاني وې، چي دَ انګلسيانو دَ ژغورني دَ مثبتو نيتونو له سوبه يې زموږ وَ سترګو ته سكون رابخښلو­

په دورهام نامي ټاوْن كي دَ غرمې خواړه خوړلواو دورهام چرچ كتلو ورسته چي په موټروې باندي مخته روان وْ، نو ګېټس هېډ نامي ځاى مخي ته راتلونكى وْ ­ او ورو ورو دَ دې ښار غټي او وړې پلازې رانيږدې كېدلي هم ­ او څنګه چي وَدې ښار ته وَرسېدو، نو دَ يوه چرچ په لور دَ لاس اشاره كولو وخت جوْنا وئيلو..

" څومره زيات چرچونه چي په دې هېواد كي دي ، نو دَ هغه په مقابله كي مذهبي جنون هم هغومره كم دى ­ او بل دلته وَ چرچونو ته هغه خلګ زيات ځي، چي دَ مايوسۍ ښكار وي"

اسكارټ چي دا خبري كولې، بس دَ دې خواره واره ښار تر غټو پلونو دلاندي تېرېدو لګيا وْ او چي څنګه څنګه دَ ښار وَ منځنۍ علاقې ته ورنږدې كېدلو، نو دَ كارخانو او پلازو په چپه يو نيم پارك سره دَ بېلابېلو زړخوښيانو سترګو ته راتلو­

لنډه دا، چي ګېټس هېډ څخه مخته وتلو ورسته بيا په نه ساعت كي موږ په نيوكاسل كي دَ ډاوْن ټاوْن سره مخته دَ وتلو په وخت چي دَ ائيرپورټ وَ يو لاس ته تېرېدلو، نو ښي لاس خواته سمندرچي انګلش چېنل نومېدو راسره سره خپله شنه څنډه غزَوله ­ او چي څومره څومره مخته تلو، نو ځنګل هم وَدې بلي څنډي ته دومره ګڼېدلو سره سره غريزه علاقه پييل كېدله ­ او اوس سكاټ لېنډ هم رانيږدې شوى وْ ­

زما ښه په ياد دي ، چي كله زموږ بس دَ دوْو غټوكاڼو سره په څنګ كي وَدرېدلو­ نو ګمان مي تر هغو پوري دَ بارډر ورباندي نه كېدو.. چي خپله مي په يوه كاڼي باندي ليكلي وَ نه ليدلو، چي

" دا بارډر دى ..؟ "

" هو.. دا دَ سكاټ لېنډ بارډر دى"

زما دَ پوښتني په ځواب كي تر ما دَمخه له بس څخه كښته كېدونكي مارګرېټ نامي ملګري وَوئيلو ­

" واو .. دا خو تر منځه پُولي لا نه لري او نه عسكران ولاړ دي "

ما چي له خلې دا خبره كوله،نو زما تر شا راكوزېدونكي پېغله اېليسن واي

" هو، دا خو كه په هغي غټي ډپري باندي نه وى نوښته ، نو ورباندي دَ بارډر شك كول ګران كار وْ "

" هركار اّسانه دى .. تاسو كوم كار ته جوړېدلي ياست ؟ "

بس سره څنګ كي ولاړي مستي جوْنا چي دا سي وَ وئيلو ، نو مي ورته كرار غوندي په ټوكه كي داسي خبره تر غوږ ورتېره كړه ..

" په نورو نه يم خبر .. زه لكه چي زَړېږم لګيا يم، چي په پوړيانو ختل څه ؟ چي ورڅخه كُوزېدل هم راته ګران شوي دي "

خو هغه ډېره سياڼه وه ، زما په ټوكه باندي پوهـه شوه ، ځكه خو يې په څُك ويښتلو ورسته راته وئيلو

" ځه تېر شه مخته .. ماته خو ته ډېر مست ښكارې "

*****

دَ دوزخي حُورو په جنت كي

دَ هوا سړوالى په خپل ځاى ، خو كورښادي دومره په تېزۍ ګلېدله ، چي دَ نريناوْ ملګرو سېلانيانو له سرونو څخه كه يې خولياني او له اوږو مُفلرونه اولوځولو.. نو بلي خواته چپ له هغو ښځو چي جينز پتلونان يې اغوستي وْ، نورو ټولو لانګ او مني سكرټ اچَونكو خپل خپل شرمونه دَ سړيانو له تږو نظرونو څخه ژغورلو په غرض لاسونه ورباندي مخ او شاته ايښي وْ ­ دَ دې هر زيار پرته هم كېنېډين ټين اېجري اېلن او دََ هانګ كانګ پېغلي بلينډا وانګ دَ خپل خپل وَس برسېره هم سكرټونه له الوتلو نشو ژغورلى ­ هم ځكه خو دَََ زياترو نرګاړو سترګي په غلو نظرونو دَ هغو په لور كتلو­

دلته ، ګوا دََ سكاټ لېنډ په غريئز بارډر باندي دَ واړه غوندي سټاپ كولو ورسته چي موږ څنګه څنګه په سكاټ لېنډ كي ورننوتلو، نو دَ ناوْ په منځ كې جوړ سړكونه كه څه هم ځاى په ځاى لږ ډېر مات وْ ، خو نور نورتنګېدلوهم لګيا وْ ­ او داسي راته محسوسېدلو، لكه دَ دې رياست سره چي پېرنګۍ روئيه څگه څه دَ مېرنۍ مور غوندي وي ­ ځكه خو مي دا يو څو خبري وَ ډائرۍ ته په دې اړه داسي وسپارلې..

" څومره چي دا يو منل شوى حقيقت دى ، چي دََ سكاټ لېنډ بېلابېلي سكاچ ويسكياني دَ انګلسيانو ستړي مازغه وسا كوي .. نو هغومره پېرنګيان دَ سكاټ لېنډ او نورو برطانيانوي رياستونو په حق كي ناحقه ګڼلى شي"

ما لا دَ ډائرۍ له سپين كاغذه دَ قلم څُوكه سمه پورته كړي نه وه ، چي دَ جوْنا ډډن او دََ دې سيمي په شرابو كي وينځل شوى ژغ دَ بس په سپيكرانو كي داسي خپور شو­

" دَ برطانيه دغه شمالي هېواد سكاټ لېنډ، چي دارالحكومت يي ايډنبرا دى ، دَ ټويډ او لائيډل نامي دريابونو، كوئستان شيوياټ او سالوي فارتهـ له انګلېنډ څخه بېلوي ­ دَ ماهي ګيرۍ او دَ پُوسونو دََ روزَلو په چپه دلته سبزياني، رقم رقم مېوې او نور نورفصلونه هم زيات كرل كېږي ­ په صنعتونو كي دََ شرابو او دَ كاغذ دَ جوړَََولو په چپه اُوني او رېشمي ټوكران هم شهرت لري ­ قانون په كي هغسي زوړ رومن وزمه او څه غوندي اّزاد هم دى ­ كه څه هم دَ دې رياست سركاري مذهب عيسائيت دى "

دومره وئيلو ورسته جوْنا په بس كي شاوخوا كتلو ورسته په خوږې موسكا كي مخته وئيلو..

" په دې هېواد كي دَ خپلواكۍ په غرض يو قامي تحريك هم وجود لري ­ چي ګاى ګاى حكومتي چارو ته لاري تړلو سره سره كله كله ډېري ستونځي هم پيدا كوي"

جوْنا چي څنګه په دې خبرو كي تورى ( ډېري ) دَ غلول دَ پاډي غوندي كش كړو­ نو زه څه غوندي په دې سوچ كي ورك شوم ،

" چي چرته دَ روس په شاني دغه بادار او دغسي نور غټ دُنياوي بادار وزمه هېوادونه خو هم په رښتياوْ ورو ورو دننه نه خوړل كېږي ..؟"

بس دَ سكاټ لېنډ په تنګو ځنګلي ناوْ كي دَ مار غوندي غزېدلو او دَ جوْنا په قول ، په دې ځنګل كي 700 كلنه درختي هم شته چي شاته پاته كېدلي ­

" دا څه نوي خبره خو نه ده .. داسي زَړي درختي خو په هرهېواد كي شته"

اّسټرېلين ملګري ډېفني ، چي پاوْي نامي ملګري يې هغه بل اړخ ته په چوكۍ باندي ناسته وه چي داسي وَوئيلو ، نو ما هم دََ خبري په تصديق كي دَ زيارت دَ ځنګل حواله وركړه ­ چرته چي دَ يو اندازې په سمه زر يا اتهـه سوه كلني درختي بېخي زياتي ولاړي دي ­ خو دا مي نه ورته وَوئيل، چي دَ حكومتي بې غورۍ له سوبه دَ منځه په ډېره تېزۍ وځي هم له ريكارډه ­

" ښه ښه ، ستا په هېواد كي هم ځنګلونه شته ؟ "

هغه زما دََ خبري په ځواب كي كه څه هم حېرت اظهار وكړو ، خو ګوره چي څله مي خشم ورته راغلو؟ او ورته مي وَوئيلو..

" ولي نه .. هلته دَ ځنګلونو په چپه سمندر، غرونه ، دريابونه او غرض دا چي څلور سره موسمونه لا هم شته"

" لاكن تېر كال چي زه په جهاز كي ستا له هېواده تېرېدم ، نو چپ له وچو مځكو او غرونو مي بل هيڅ شى تر نظره نشو"

زما دَ وضاحت برسېره دَ ډېفني دا خبره به اوس لا ما دَ ځان خلاف اعلان دَ جنګ ګڼله ، چي جوْنا وئيلو..

" زما دَ مشاهدې په سمه ټوْرسټان دَ برطانيې په ټوْر كي دَ سكاټ لېنډ درستي ښكلا ګاني ډېري ستائې"

او خبره وه هم دغسي ­ ولي چي دَ سكاټ لېنډ تكي شنې ناوې او شنه غرونه ، په تېره بيا دَ غرو په لمنو كي ځاى په ځاى بهېدونكي شنې اوبه د هېرېدلو وړ نه دي ­

دَ ګهړۍ ستني چي څلورنيمو بجو ته څنګه ورسېدلې ، نو زموږ وَ ښي لاس ته دَ غونډۍ په سر باندي جوړه زړه ماڼۍ چي ډوګلس كاسل نومېدله سره مخته تېرېدو نو اسكارټ وئيلو..

" ګورئ ګورئ چي په هېره هم دَ دې هېواد كرنسۍ وانه خلئ ­ ولي چي په بل هېواد كي څه ، چي كله كله په هم دغه هېواد كي لا نه چلېږي"

او بيا يې دَ سر والټر سكاټ چي دَ انګلسۍ ژبي يو مشهوره شاعر او ناول ليكونكى يادېږي په باب معلومات راكولو ورسته دَ چرچ اّف سكاټ لېنډ په حقله وئيلو..

" هر قانون په خپل ځاى ، لاكن دَ عيسائي مذهب په رڼا كي شوي دَ چرچ فېصلې دلته حتمي ګڼل كېږي"

چي څه مخته موږ دَ لېمرمئيور نامي غرونو په منځ كي روان وْ، نو پاتهـ هېډ ټاوْن له موږ څخه په څه فاصله باندي وْ­ او په دې ټاوْن كي ټائيلټ دَ سهولياتو څخه فائده اخيستلو ورسته دَ ډالكئيت نامي ځاى څخه مخته وتلو سم دستي بيا دَ دې رياست وَ دارلحكومت اېډنبرا په ښائيسته ښار كي وردننه شولو­ او دَ دې تورچكو او خړبخونو بلډنګانو په ښار كي په ساوْتهـ روډ باندي تللو ورسته په فورت ريور بريج چي د استنبول د باسفورس پُل په طرز جوړ وْ باندي تېرېدلو، نو پاوْكم شپږ بجې وې ­ چي موږ دَ تهيسټل زوډياك په علاقه كېكنګ مالكون نامي هوټل كي كښته كړلى شوْ­

_____

" زما پېغله لُور شاملين سندرغاړي ده او په كلبونو كي هره شپه سندري واي"

دَ زوډياك بار چي دَ دباندي له خوا تك سور او دننه په كي فرنيچر بيخي زوړ او انګلش وزمه وْ كي بار لېډي مارګرېټ د پېپسي بوتل زما مخي ته ږدلو په وخت چي زما دَ يوې پوښتني په ځواب كي څنګه دا خبره كوله، نو تر شا په دروازه باندي دَ يوې انجلۍ په ننوتلو دې يو دم وَوئيلو..

" هغه ده شاملين راغله"

او چي هغې له دې سره هېلو هاى وكړو، نو دا سم دستي ورته واي ..

" دا شاعر دى او دَ ټوْرسټ سره سره سفرنامه نګار هم"

" زه خوشاله شوم له تا سره په ملاقات . . ماته شامي واي"

لاس راكولو سره چي يې دا سي وَوئيلو، نو ما په ځواب كي ورته وئيلو..

" ماته شوق واي شاملين"

"شاملين..؟"

دا به لا اوس په دې حريانېدله ، چي زه څنګه دَ هغې نوم پېژنم ، چي مور يې وَخندل او ورته واي ..

"شامي .. ما دغه وْ، چي ستا په باب ورسره خبري كولې"

مخته نو څه وْ ، چي ګپه خلاسه شوه او زما له شاعرۍ او دَ سياحت څخه دَ دې تر ګلوكارۍ پوري په ګپه كي څه ورسېدلو ، چي دَ يو بل دَ قسمت له ستورو سره سره مو لاس كتني هم پئيل كړې ­ نور خو نور، په يوه موقعه باندي زما په سترګو كي ژوَري لټولو ورسته هغه واي ..

" اوه.. مائي ګاډ،لتا سره لكه چي زه مخكي هم ملاوْ شوي يم "

خو چي څنګه يې دا خبره وكړه ، نو زما په مزغو كي دَ خطرې ټلۍ وګړنجېده ­ او اوس به مي ځان دَ هغې په لاس كي غولَولى سنجَولو، چي مور مارګرېټ دَ هغې دَ دعوې په تائيد كي په مكرجني خندا كي وَ وئيلو

" هو .. ماته هم داسي ښكاري ، لكه تاسو چي يو بل په خوبونو كي وينئ "

او بيا چي په دې خبره دواړو وَخندلو ، نو شك مي په يقين بدل شو­ ځكه مي دَ فرار دَ لاري غوښتلو فېصله وكړه او ورته مي وَ وئيلو..

" زما زړه غواړي ، چي لتا سره ډېري خبري وَكړم لاكن"

" لاكن څه..؟ "

زما په " لاكن" پېغله شاملين يو دم داسي حېرانه شوه ، لكه زه چي يې دَ مور او يا دَ دې څه او څه يم ­ ځكه خو يې راته دَ شپې دَ ډوډۍ ست هم وَكړو­ خو زه وم ، چي په خپل ضد ولاړ له باره دباندي راوَوتم او په غټو ګامونو دَ هوټل په لور داسي روان شوم لكه جوړه چي بلا راپسې وي ­ ولي چي لمر پټ شوى وْ او تر ليري ليري پوري هيڅوك نه ښكاره كېدو­ ځكه خو به مي شا شاته هم په وار وار كتلو­

" يا خُدايه پاكه .. دا نن څه پېښي دي چي راسره كېږي"

دا مي له خلې څخه پدې وَوتلو، چي زه څنګه هوټل ته سامَولى وردننه شوم ، نو يو پيت پوزي غا ښَوره انجلۍ مخته راوَََدانګلو ­

" لا ئټر لرې ؟ "

" هو، دا واخله"

چي هغې څنګه سګرېټ بل كړو، نو دَ منني وئيلو ورسته واي ..

" زه ملائشين يم ­ سوزي زما نوم دى او نن نن راغلي يم ­ دلته زما دوست دى "

دا خبري يې په يوه ساه كي داسي وَكړې ، لكه هغه چي هم يوې نا يوې بلا وېرَولي وي ­ او شُكر مي وَايستلو، چي هم په دغه وخت يې يار هلته په لابي كي ښكاره شو او دې هم داسي ورمنډه كړه ، لكه دا چي بل نه ، بلكي ما راګېر كړي وي ­

ماخُستن كه څه هم دَ ټوْر دََ ملګرو سره تر ډېره پوري دََ هوټل په لابي كي په ګپو باندي بوخت وم ، خو دَ نن په ماشامنۍ خطا باندي مي ځان ملامَتولو ځكه ، چي دَ مغرب ښه په ښو كي نه او بد يې په بدو كي نه شمېرل كېږي ­ ګمان به ورباندي دَ دوست كوې ، خو هغه به دي ترټولوغټ دُښمن وخېږي ­ هـم دغه وجه وه، چي دَ نيمي شپې وَََ خواته مي دَ " لرې په زړه باندي غاښونه " تر عنوان دلاندي نظم په ډائرۍ كي واړَولو­

_____

دَ 23م اپرېل كال 1996 په وختي سهار قريبًًا شپږ بجې مي سترګي خلاسي شوې، پورته شوم ، شېو او غُسل مي وكړو او دَ خپلي خوني په وړوكي بالكونۍ كي په پرتې چوكۍ باندي كښېنستم ­ څنګه څنګه چې رڼا كېدله، نو دَ اېډنبرا ښار مي سترګو ته ښه او ښكلي منظرونه راسپارلو­ كه شنه پاركونه وْ، كورونه او كه په لوړو ژوَرو كې جوړي كږې وږې كوڅې او روډونه وْ.. ځان ځانته يې زړه څكوني كولې ­ كه څه هم باران نه وْ شوى، خو تېره شپه په ښار باندي دومره پرخه شوي وه، چي هر څه لامده لامده او صفا ښكاره كېدلو­ او دا هغه دَ ښكلا افسون وْ ، چي په ډائرۍ كي يې په ما داسي نوښته كړو­

" په دې كي شك نشته ، چي دا مځكه هم زموږ دَ مځكي په شان جوړه ده ، خو دَ اروپا خلګو په خپل هُنر او محنت باندي وَ جنت ته مونَولي ده ­ ځكه خو دلته سترګي ښكلا مومي ، زړه خوشالي او روح سكون"

دَ هوټل كنګ مالكون په رېسټورېنټ كي له هېري فېميلي سره په مېز ناست دَ سهار په نارى كولو باندي بوخت وم ، چي جوْنا او رچرډ هم راغلوكښېنستو­

" تاسو خپله كښېنئ ..كه مو دَ هوټل اوېكنګ كال كښېنوي؟ "

" زه خو نن خپله كښېنستم كه څه هم .."

ما ورته په ځواب كي چي څنګه وئيلو، نو هغه واي ..

" منم .. لاكن زما مطلب دَ نن دَ سهار څخه نه بلكې .. "

جوْنا چي لا خبره سمه سرته نه وه رسَولي، چي ځوان كېوين په خندا كي واي ..

" كه زه ستاسو فېصله در وكړم نو څنګه به وي؟ "

" دَ كوم شي فېصله ؟"

پلار يې په خندا كي خله ورته څه وتړله، چي ټولو وخندلو­

_____

سهار پاوْ كم اتهه بجې، چي نرى نرى باران هم ورېدلو كي چي دَ اِن سائټ بس مخته روان شو، نو دََ اېډنبرا ښار په لوړو ژوَرو كي ځاى په ځاى دَ روډ دواړو ځئيو ته دَ لوبو لكه فټ بال، هاكي او دَ ګالف غټ غټ شنه ميدانونه دَ باران له سوبه ډېر ښائيسته ښكاره كېدلو­ او موږ دې وخت دَ فورتهـ روډ برج په لور دَ يو غټ تراشل شوي پاڼ سره سره روان وْ­

دَ ګهړۍ ستني چي دَ اتهو بجو څخه څنګه واويښتلې، نو زموږ بس دَ سرو او سپينو ګاډرانو څخه جوړ قفس وزمه پُل څخه تېرېدلو په وخت جوْنا وئيلو..

" سكاټ لېنډ دارالحكومت اېډنبرا دى او دې وخت موږ دَ دې ښار په كوئين فېري روډ باندي څوكه ځكه روان يُوچي دَ هېوي ټرېفك له سوبه مخته په تېزۍ لاره وهل اّسانه كار نه دى "

يو وخت چي قريبًا نيم درځن په هالف سكرټونو كي ملبوسي پېغلي انجوني دَ بس مخته په منډه څنګه تېري شوي ، نو جوْنا وئيلو..

" اُو للا.. دلته كه هر څومره يخني وي ، خو ښځي يې محسوسوي نه"

او له دې سره سم په بس كي دَ شپېلكيانو او خپَړو سره هاهو هم پئيل شو­

_____

دَ وېورلي بريج ، چي دَ Princess street سره جوخت جوړ وْ څخه دَ اېډنبرا سټي ټوْر په پاوْبالا نهه بجې سهار پئيل شو او دَ بس دَ روانېدو سره سم جوْنا مائيك خلې ته نيولو ورسته وئيلو ..

" دَ اېډنبرا ښار، چي جارجين سټي هم ورته وئيل كېږي ­ ګوا دَ جارجينو هُنرمندانو په محنت نن ځانګړى حېثيت لري ­ دا ښار په دوْو ټاوْنونو باندي اړه لري ­ يو زوړ ټاوْن دى او بل نوى ټاوْن ­ او هغه مخته په ښي لاس ، چي كوم بلډنګ ښكاري تر ډېره عمره دغسي خالي ولاړ وْ، خو اوس دَ هالي ووډ مشهوره فلم سټار مسټر ټام والس چي اصل نوم يې شون كانري دى په 1950 كي په استعمال كي راويستلو­"

ګائيډچي دا خبره كوله ، نو بس په دې پرنسز سټريټ كي په اسپه باندي سپور يو سړي مشهوره مانومنټ په خوا روان وْ، چي C ity Observatory and Nelson’s monument نومېدلو­ او چي څنګه ورسره په څنګ كي دَ نوي ټاوْن په خوا وګرځېدو، نو اسكارت وئيلو..

"كه په تاسو كي څوك چرته بې لاري شي ، نو هغه دي دَ دې بېولري بريج ، چي يو سر يې دَ دې پرنسز سټريټ سره هم ګډوځي پوښتنه وكړي ­ ولي چي دَ سټي ټوْر ورسته به ټول دلته راغونډېږو­"

دا خبره يې لا سرته نه وه رسولي ، چي دې دَ مخامخ جوړ غټ او بېخي ښائيسته ماركېټ په باب وَوئيل ، چي دا به ډېر ژر دَ دُنيا په يو څو غټو او ښائيسته ډيپارټمنټل سټورونو كي شمار شي­ ماركېټ څه وْ ؟ دَ ښائيست او غټوالي په چپه دَ خلګو دَ لاسه په كي لاره نه كېدله ­

دَ پرنسز سټريټ څخه په كيڼ لاس وَګړځېدو او څه مخته بيرته وَ ښي لاس ته غبرګېدلو سره سم دَ اېډنبرا او دَ سكاټ لېنډ دَ ځينو هيروګانو، چي په كي شاعران ، انجينئران او لږ ډير پارليمنټېرين هم وْ په كي كورونه لري راښكاره كولو ورسته يې زموږ پام دَ انګلېنډ بېنك مخي ته ولاړو هغو دوْو پوليسانو په خوا وګرځولو، چي دَ جوْنا په قول ..

"كه څه هم په انګلېنډ كي ګشت يو پوليس كولى شي ، خو دَ سكاټ لېنډ دَ قانون له رويه به خامخا دوه دوه ګرځي"

لنډه دا، چي دلته په دې ښار كي دَ ځينو مشهورو بلډنګانو سره سره شاهي باغونه، اّرټ ګېلرۍ، عجائب ګهر، نېشنل لائبرېرۍ،( چرته چي دَ پخوانۍ زمانې قلمي نُسخې هم په شوكېسونو كي خوندي پرتې وې)، اېډنبرا يونيورسټۍ( چي په كال 1853 كي جوړه شوي وه) او دَ ځينو قامي هيروګانو(چي دَ ليكوالانو په كي ډېره برخه وه) راښكاره كولو ورسته چي دَ پروګرام په سمه په وېورلي بريج نامي پُل سره نيږدې څنګه دَ خپلي خوښي وَ سېل ته خَوشي كړ لى شولو، نو تر ډ يپارټمنټل سټوره دَ رسېدو دَ مخه ماته دَ دي ښار دَ خلګو بڼي او روئې څه څه كندهارۍ يا لكنهو وزمه وَبرېښېدلي ­ ولي چي په هر څه كي دَ دې ځاى دَ ژوند او ژواك كلاسيكي بڼي مونېدلي ­ او ولي نه .. دې ښار ته دَ علم او عالمانو ښارخو هم وئيل كېږي ­

دَ ډيپارټمنټل سټور په هراړخيزه ښكلاګانو كي ځان ښه ستړى كولوورسته په نيږدې رېسټورېنټ كي دَ برګر خوړلو پسته چي وَ راښول شوي وېورلي بريج ته مي ځان ورسولو­ نو زما په چپه كه نور څوك وْ ، نو هغه وْ درې مواليان ، چي ورته هيپيان هم واي ­ ګوايوه چټه سرببري پېغله او دوه ځوانان ­ خو دومره سخني او څيري جامې يې اغوستي وې، چي په دې يخ كي يې لا هم بدَنونه ځاى په ځاى ښكاره كېدلو­ او يخني به يې كېدله هم څله چي دَ چرسو سګرېټونه او چولمونه يې داسي په مزه مزه څكولو، لكه هغوئ چي په يو ملك كي نه ، په ځنګل كي ناست وي ­ ځكه خو به يې يو نيم داسي حركت هم وكړو، چي كه هغوئ نه، زه او زما په رنګه نابلده ترې شرمېدلو خامخا­ هرڅه هرڅه ، خو بيا هم له هغه ځايه ښورېدلى پدې نشوم ، چي هم دغه خو وْ دَ ملګرو دَ راغونډېدلو ځاى ­

دَ پروګرام په سمه له دې ځايه قافله دَ ټورسټانو ماڅپښين دَ اېډنبرا په صنعتي علاقې كي مخته دَ وتلو سره چي دَ ځناورتون په څنګ كي روانه وه، نو مي روډ وَ فُټ پاتونو ته پام شو.. چرته چي تر نرانو سكاټش ښځي يو په دوه زياتي ښكاره كېدلې ­ او خاص خبره دا هم، چي دا پېغلي د َ برطانيې دَ نورو سيمو د َ ښځو په مقابله كي څه زياتي سرې او سپيني هم وې ­

ګوره چي ما به لا دَ نظر ستني د هغو پېغلو تر بدَنونو نوري نور ي ا يستلې، چي يو ژغ مي تر غوږه شو­

" دا ستا سګرېټونو خو بده عادت كړم .. شوق سګرېټ لرې ؟ "

دا ژغ دَ بل هيچا نه ، بلكې دَ جوْنا ژغ وْ­ او دَ سګرېټ دانه ورسپارلو ورسته چي يې په څو غټو لُوخړَكو كي څنګه ختم كړو ، نو بس ته ختلو ورسته راته واي ..

" راځه هلته شاته به كښېنو"

" ولي نه .. درځه"

او دواړه دَ شاته په دوْو سيټانو باندي كښېنستو­ تر ډېره پوري دواړه چپ وْ ، خو چي ځينو ملګرو بيا بيا شاته كتل شروع كړو، نو هغه واي ..

" دا خلګ څله تر شا ګوري ؟ "

" كېدلى شي چي هغوئ تا زما... ګڼي"

ما چي څنګه دَ هغې دَ تنګولو په نيت دا خبره وكړه، نو دې په اوږه باندي دَ ناز څُوك راكولو سره سم په خندا كي وَ وئيلو..

" شاعر يې ، ځكه خو.."

لا به يې مخته څه وئيلو، چي بس ناببره په يوې جټهكې باندي دَ يو بل بس وَ شاته وَ درېدو او مسټر رچرډ ارومرو زموږ دَ ډرائيورانو په رنګه له ځان ځان سره دَ هغه بس والا ته شكنځاوي څْه شروع كړې ، چي جوْنا هم وَرته وَرسېده ­

دَ اېډنبرا څخه دَ وتلو سم دستي ورسته اوس زموږ بس په فورتهـ روډ باندي مخته روان څه وْ ، چي په شنو لوړو ژوَرو كي په تك تور روډ باندي ګولۍغوندي رهي وْ ­ دَ ليوګېسټن نامي ټاوْن سره په څنګ كي دَ تېرېدو په وخت جوْنا دَ يوې كړيكي ورسته وئيلو..

" هېلو مائي ډېر سليپنګ چلډرن"

دا خبره څه وه ، چي په بس كي غوغا جوړه شوه او چا په كي دَ ماشومانو غوندي دَ ژړا چپغي، چا شپېلكي او چا خپړي ..، خو زياترو ښځو په كي " ممي ممي.. ډئېر ممي" غوندي نارې دَ كورس په انداز كي هم وهلې ­ لاكن جوْنا هم له چا كمه نه وه .. سمه به راپورته شوه او له هكلو سره به يې دَ وړې انجلۍ غوندي ټوپونه وهل ­ غرض دا، چي په موټروي M 8 باندي په يوې ګنټهې كي دننه دننه ګوا درې بجې خواته موږ دَ ګلاسكو، چي دَ برطانيې دريم نمبر غټ ښار دى په دنګو پلازو او دَ جديدو بلډنګانو تر منځه په هوارو او پراخوسړكونو باندي مخته روان وْ

" ګلاسكو، چي دَ يوي غټي بندرګاه په چپه دَ فولادو او كېمياوي ادوياتو دَ كارخانو سره سره دَ مشهورو يونيورسټيانو، لكه ګلاسكو يونيورسټۍ او سټريتهـ كلائيډ يونيورسټۍ له سوبه په درستي نړۍ كي لوى نوم لري"

جوْنا چي دا خبري كولې، نو بس هم دَ يو ښائيسته هوټل چي كنګز ډين پارك هوټل نومېدلو وَ مخي ته وَ درېدو ­ هو دا وْ زموږ دَ نن دَ شپې استوګنځاى ­

" په كال 1450 كي جوړ شوى دغه تاريخي ښار ګلاسكو په ځان كي دننه ډېري زړخوښياني لري"

له بس څخه دَ كوزېدو په وخت، ګوره چي دا خبره جوْنا څله دَ يو ملګري دَ پوښتني په ځواب كي وكړه او كه يي موږ دَ دې ښار دَ تړلو ګنډو په پرانستلو پارَولو­

_____

" دَ ګلاسكو مېن اومشهوره ټاوْن ، چي ورته دَ ګلاسكو زړه هم وئيل كېږي St.Enoch Centre نومېږي ­ چرته چي دَ غټو شاپنګ پلازو، ماركېټونو او په فټ پاتهونو باندي دَ رش په چپه هرقسمه زړخوښياني وَ دې ښارته راغلو مېلمنو ته ښه راغلى واي­ له دې خبري دَ دې علاقې دَ اهميت اندازه كېدلى شي، چي هلته دَ 750 موټرانو دَ پاركنګ پرته هم ګاډياني دَ روډونو په ځئيو باندي پارك شوي ښكاري او دَ ښار دَ هري برخي ټرېن ورته راځي"

دا هغه خبري وې ، چي دَ هوټل يو مزدور له ما سره زما بېګ تر خوني پوري وړلوپه وخت وكړې ­ خو اوس چي لا لمر ولاړ وْ، نوما غوښتلو، چي دَ دباندي تر تګ له مخه دَ خپل مات او ټوك ټوك بدن دَ بېخي ضرورت په سمه دَ دې هوټل په بيوټي تهراپي سېنټر كي مساج په چا وكړم ­ لاكن زما له بده بخته دَ هوټل يوازينۍ سېنټر چي “ Karen Anne At The Dean Park Hotel” نومېدو نن بند وْ ­ كه مي څه هم دَ كېرن سره دَ هغې په فون خبري وَ شوې، خو وخت يې نه راكولو ­ نو ځكه دَ خپلي پښتني هوډي په سمه دَ هوټل څخه كيڼ لاس په هغي لور روان شوم ، چرته چي دَ هوټل دَ يوReceptionist له قوله نيږدې يو دوه مساج سېنټران په كي شته ­

په نيمه لاره كي چي مي څنګه دَ روډ په هغه بله ځئ باندي يو بېخي زوړ او روائتي سكاټش طرز جوړ يوازينۍ بار،چي په ځنګل كي ولاړ دَ پريانو كور ښكاره كېدو دَ عكس خوندي كولو ورسته چي مخته ګامونه اوچتَولو،نو دوې پېغلي چي يوې شين جينز او بلي لانګ سكرټ برسېره پراخه توده ګنجۍ اغوستى وه زما لاره ونيوله او راته واي ..

" زموږ فوټو اخلې..؟"

" دَ څه دپاره.. ؟"

دَ هغوئ دَ پوښتني په ځواب كي چي مي لږ په سخته روئيه بيرته له هغوئ پوښتنه وكړه، نو په هغو كي په درختي وړه پېغله واي ..

" بيا به موږ ورباندي يادَوې "

" دا نو اوس كمه داسي لويه خبره ده ؟ "

او چي څنګه مي په كېمره كي خوندي كړې ، نو هغه بله دنګه انجلۍ رامخته شوه او واي ..

" يو تصوير له ما سره يوازي هم .."

په زړه كي مي وئيلو،چي دا لا نوره ښه خبره ده ­ كېمره مي هغې بلي ته وركړه او دا راسره داسي چيخلى وَدرېدله ، لكه زه چي دَ هغي كه نور هيڅ نه،نو"هغه" خو يې خامخا يم ­ او دغسي له هغي بلي سره چي هم په ريكارډ باندي څنګه راغلم،نو دنګي پېغلي لاس راكولو ورسته وئيلو

" زه نتاشا سارا يم او دا زما فرېنډ كېلي نومېږي"

" ماته شوق واي "

لاس مي سم ورڅخه راټول كړى لا نه وْ، چي دنګي نتاشا پوښتنه وكړه ­

" چرته روان يې ؟ "

" دې نيږدې ټاوْن ته مي دَ چكر وهلو نيت كړى دى"

" لاكن دې وخت خو دلته دَ بارونو او كېفوګانو په چپه هر څه بند دي ... ولي له موږ سره په هغه مخامخ كېفې بار كي توده كوفي نه څيښې ؟ "

دا خبره چي يې څنګه كوله ، نو زما دَ خوښي ناخوښي معلومولو بغېر دواړو تر لاس وَنيولم او دَ هغه كېفې په لور يې بوتلم ­ كه څه هم ماته معامله څه ګړبړينه محسوسه شوه ­ خو په نره ورسره ځكه ولاړم ، چي ځان سره مي وئيلو..

" ځه شوقه! دغه لا ښه موقعه ده دَ دې پېرنګيانو دَ فطرت تلني"

خو په زړه زړه كي مي له لويه خُدايه دَ پړدې او دَ سر او ساماني تاوان ژغورنه هم غوښتله ­ لاكن چي څنګه څنګه وخت تېرېدو شوق دَ نتاشا په اوږدو او دَ ګڼو زولفانو په دام كي ورګېرېدلو لګيا وْ ­

دَ كېفې بار څخه دَ راوتلو ورسته درې واړه ملګري په يو بس كي دَ ډاوْن ټاوْن په خوا بيا روان وْ ­ لاكن دَ كېفو، سنېك بارونو او برګركېفو په چپه بله داسي زړخوښي نه شوه رانصيب ، چي خپلي دغه حُوري مي پرې هېري كړي وى ­ نو هم ځكه ډېر ژر بيا هغوئ بيرته له ما سره په يو بل بس كي زما دَ هوټل په خوا په دې سوب رارواني وي ، چي كېلي زما دَ خوني واش روم دَ حاجت له لاري په كارَول غوښتلو­

" زه به خامخا په اوويشتمه نېټه په لندن كي دَ خپلي خور سره ليدلو ورسته ستا دَ راښول شوي پتې په سمه تا سره دَ ليدلو هڅه كوم"

دَ هوټل په لابي كي دَ خداى په اماني كولوپه وخت باندي چي يې خپل باړخو زما له غوڅي سره ومُوږلو، نو دا خبره يې داسي وَ كړه ، لكه دا چي هم اوس دَ زړه په رنځ اخته شوي وي ­ او بيا له كېلي سره له هوټله چي وتله ، نو بيا بيا يې شاته دَ كتلو سره داسي لاس راته شورَولو لكه هغه چي دَ دي هر څه پرته هم دَ همېش دپاره رخصتېږي ­

_____

او كيسه وم هم دغسي ­ ګوا چي زه څنګه خپلي خوني ته راغبرګ شوم ، نو دَ څو لمحو ورسته مي په منډه منډه بيرته دَ لابي تر كاونټره ځان ورسوَلو او اوس به مي لا وَ كاوْنټركلرك ته دَ هغوئ په حقله دَ غلا رپورټ وركولو.. چي نتاشا له ډكي خلې خندا سره دَ هوټل په لويه دروازه باندي په غټو ګامونو راننوته او راباندي يې ژغ وكړو­

"هاى .. بحښنه غواړم ، هلته ستا په خوني كي زما يو شئى پاته شوى دى"

او دَ لاس څخه يې نيولى خوني ته په تېزو قدمونو بوتلم ­ بيا راته واي ..

" يو شئى مي هم نه دى پاته شوى .. مازي مي دا ستا دَ خوني واش روم په كارَولو"

او په خندا خندا باندي وَ باتهـ روم ته ننوته ­ كه څه هم دَ دې بيرته راتګ دَ ځان په هغه شك باندي خندَولم، خوله حقيقته يې هم انكاري كېدلى نشوم ­ ولي چي زما دَ ګهړۍ او پاس پورټ په چپه لا نور نه وم خبر، چي څه څه پورته كړل شوي وْ ­ نوځكه چي دا له باتهـ رومه راوَوته ، نو مي په سخته لهجه كي ورڅخه پوښتنه وكړه­

" تاسو هم غلا كوئ ؟ چي ځانته دَ نيمي نړۍ باداران واياست .. هله شاباش زما شيان را واړَوه"

" دا څه واې ،كوم شيان زما دوسته ؟ "

هغه چي په ډېر اعتماد څنګه انكاري شوه ، نو له خُوسې ورته سور او شين شوم ­

" لعنت دي ستاسي په دې نامه شي .. زه نور نه يم خبر­ بس زما ګهړۍ او پاسپورټ را واړَوه"

خو دا وه، چي راته موسېدله او واي ..

" دا دواړه شيان خو ستا په واش روم كي اوس اوس ما وَليدلو، چي پراته وْ"

" په واش روم كي ...؟"

ما په حېرانتيا چي دومره له خلې وتلو ، نو هغه واش روم ته ننوته او درې سره شيان يې په لاس كي اخيستي له ځان سره راوړل او په سخته لهجه كي يې په كټ را وَغورځول او واي ..

" د ا څه دي ؟ كه ستا نه دي ، نو دَ چا دي؟ "

" لاكن .. لاكن دا خو ما په دې سائيډ ټېبل باندي ايښي وْ .. غُسلخانې ته څنګه وَرسېدلو؟ "

هو، كه څه هم په خپل ګمان كي زه صحيح وم ، خو معذرت مي ورڅخه وَغوښتلو او ژر ژر مي دَ پېپسي ډك ګلاس مخي ته وركښېښولو­ دا كه څه هم اول دَ څيښلو په مُوډ كي نه وه ، خو بيايې زما په زد په غاړه باندي واړَولو او دَ څو ارژيانو ايستلو ورسته دَ مودو مودو دَ يو اشنا په رنګه په مينه مينه رُخصت شوه ­ او زه يې شرمنده غوندي په خوني كي يوازي پرېښَولم ­ خو چي تله ، نو بيا يې هغه خبره داسي وَكړه ..

"زه بل سبا له خور سره ملاقات دپاره لندن ته خامخا ځم ­ هڅه به كوم ، چي درسره وَ وينم په ټاكل شوي نېټه "

او دا چي څنګه لاړه ، نوما نور نور ځان په خيال كي ورته ملامتَولولګيا وم ، چي يو دم شپږم حِس زه دَ يو بل شك په سمه باندي په خوني كي سردوباره په ګرځلاوْ او خپلو نوروڅيزونو په كتلو مجبوركړم ­ له واش روم څخه دَ شېمپوګانو په چپه چي كوم شي زه په سر نيولو مجبوره كړم ­ هغه زما بټوه وه ، چي دَ سفري وړوكي بېګ څخه غائبه وه ­ لاكن بېخي زيات پرېشانه ځكه نه شوم ، چي ما نن مازيګردَدباندي وتلو له مخه پيسې ورڅخه ايستلي وې ­

شكرايستلو سره سره مي سركه په دې ناروا پېښي يوې بلي خواته ښورَولو، نوله خلې څخه مي چك چك دَ نتاشا په چټ پېغلتوب او دَ هغې دَ حُوري وزمه ښائيست باندي هم وتلو­

او زما په ياد دي .. چي كه يوې خواته دَ نتاشا ميني او حُسن زه وَ خوب ته نه پرېښولم ، نو بلي خواته يې غلو اداګانواو په موسكاګانو كي دَ داړَلو پېرنګي روئيو زه دَ نيمي شپې وَ خواته دَ "دَ نتاشا په نوم" نامي نظم باندي دَ ليكلو سره سره په دې لاندېنئيو څو خبري ريكارډ كولو باندي هم وَپارَولم ­ ګوا

" انګرېز كه په خوى هر څومره ښائيسته او په خُلې باندي خوږ شي، نو هم په ايمان كي شك لري ­ ګوا دَ تاريخي او روائتي فطرت په سمه دَ لستوڼي دَ مار په شان چيچل كوي ­ دا اوس بېله خبره ده ، چي په زهرو يې سړى مري كم خو مرګي حاله زيات وي ­ هو، لكه په تاريخ كي چي يې دَ هر هغه قام سره په پټه او چل وَل كي نه هېرېدونكي بدكړي دي ­ كوم چي دَ دوئ ښه دوستان ياد شوي دي"

_____

" نتاشا ... نتاشا ، اې نتاشا"

په زوره زوره مي نارې ورپسې وهلې ­ خو دا وه ، چي له سوربُوږي كېلي سره سمه په منډه منډه مخته تښتېدله ­

" په ما پسې مه راځه ، زه په لاس نشم درتلى .. ستړى به شي ­ مه راپسې ځغله"

كله كله به نتاشا تر شا مخ را واړَولو او ژغ به يې راباندي وَكړو ­ لاكن زه هم په خپل ضد كي پښتون وم ، ماته مي نه منله او ورپسې تښتېدم لګيا وم ­ هم تر دې هانده ، چي هغې دَ ملګري كېلي سره په ګډه دَ خپل فرار دَ ورستني وَس ورسته زما دَ لېونتوب مخي ته ماته خوړَلي وه او اوس به يې زياته دَ خپلو غلطيانو اعتراف كولو په لړ كي لاسونه راته جوړه كولو، چي ژغ راباندي وَشو­

" مسټر شوق.. دا ګوره ستا دَ هغه كتاب ټائټل چي دَ دې ټوْر په اړه به يې ليكې "

نو څه ګورم ، چي زه په بس كي ناست يم او دَ شا له سيټ څخه اّسټرېلين اّرټسټ ملګري مال پارك چي دَ لينا سره ناست وْ، يو كاغذ چي ورباندي په بال پېن څوكرښي راكښل شوي وې رامخته كړو ­

" ښه دى ، ډېر ښه دى .. مننه"

دې جوړي خاكې ته مي لاسم نه وْ كتلي،چي ستائينه مي دَ اّرټ ورته وكړه­ او هغه سپين سرى دومره سپين زړى هم وَ وتو، چي وَيې منل او راته واي

" دا خاكه به په لوى كارډ درته ژر واړَوم"

او كاغذ چي يې بيرته راڅخه اخيستلو، نو زموږ بس دَ هېميلټن نامي ټاوْن ښي لاس ته پرېيَښى وْ او په موټروې M 74 باندي دَ مُوفات نامي ځاى په خوا روان وْ ­ چرته چي به دَ پروګرام په سمه نن ګوا په24م اپرېل 1996موږ لومړى سټاپ كولو­ خو زه وم ، چي دَ پرون دَ ويښو سترګو دَ ناواړه او نه هېرېدونكي خوب په لور مي دَ سوچ او فكر اسپي ورځغلَولو هڅي كولې ­ او زموږ كاروان دې وخت دَ وړو، غټو شېلو او په هوارو مځكو كي په غزېدلي تك تور روډ باندي روان وْ ­ لانارك او ابينګټن مو شاته پرېيښي وْ او اوس كرافورډ په خوا روان وْ ­ لنډه دا، چي شل بالا نهه بجې سهار بس دَ ځنګلي او غرَيز، خو دَ وړَئيو دَ كاروبار په باب مشهوره ټاوْن مُوفات كي دَ يو وولن مل مخي ته وَدرېدو­ دَ ملګرو سره چي څنګه كښته شوم ، نو جوْنا راڅرمه شوه او راته واي ..

" درځه چي له هغه شوروم سره جوړ شېډ دلاندي سګرېټ وَ څكَوْ "

" زما هم دغه خوښه ده"

او دواړه په هغې خوا ور روان شولو­

" ستا يخ نه كېږي؟ "

سګرېت ته دَ لائټر اور پوري كولو په وخت چي هغې داسي پوښتنه وكړه، نو ما ورته وئيلو..

" يخ مي كېږي خو.."

" يوازې يې"

زما خبره سرته رسولو ورسته يې په خندا باندي په اوږه داسي ټك راكړو، لكه زه چي پښتون نه او هغه پيرنګۍ نه وي .. بلكې دواړه خپل يُو سره ­ نو ځكه مي بيا وار داسي لاس ته كړو..

" ما پرېږده، دې ځانته دي وګوره ...او بيا خپله فېصله وكړه، چي دَ چا يخ نه كېږي"

" دا زه خو ښځه يم او ښځه ..."

" په فطرت توده وي"

دَ هغې خبره مي پرې كولو ورسته چي دومره وَ وئيلو، نو هغې په ځيګر راته داسي په ناز څُوك راكړو، لكه ما چي رښتيا وئيلي وي ­

_____

دَ مُوفات څخه چي دَ اِن سائيټ قافله مخته روانه شوه، نو جوْنا وئيلو..

" قريبًا دَ يوې ګنټهې ورسته به موږ دَ دُنيا وَ هغه اولډ بلېك سمتهـ ته ورَسېږو، چي دَ ودونو دَ اهتمام كولو په باب بېخي زيات شهرت لري ­ او دَ ليري ليري څخه ځواني جوړې دَ واده په رښته كي دَ تړَلو دپاره ورته ځكه راځي ­ چي دَ سكاټ لېنډ دَ قانون په سمه دَ واده عمر شپاړلس كاله دى او دَ برطانيې په نورو رياستونو كي اتهلس كاله ­ په دې خو واده ته تازيلمن ځوانان دَ نكاح دپاره دَ دې ځاى قانون په كارَوي ­ بله دَ خوند خبره دا، چي دلته ودونه اوس هم هغسي په زاړه روائتي انداز كي كېږي"

دَ يو څو ټاوْنونو، چي په كي لوكمابېن او لاكربئي نامي زاړه سكاټش وزمه كلي وْ شاته پاته كېدلو ورسته غرمه پاوْكم يولس بجې موږ بيا دَ سپينو دېوالونو، تورو دروازو ، كهړكيانو، دَ لرګيانودَ برانډو او تكو تورو بامونو په اولډ سمتهـ شاپ كي دننه ګرځېدو­

" دلته واده څنګه كېږي ؟ "

دَ دې سوال دَ ځواب دپاره موږ دَ لوهار كاكا وَ يوې وړې او بېخي دَ پخوانۍ زمانې په طرز جوړي زړې خوني ته يُوړل شولو ­ دلته دَ ګروپ تصوير اخيستلو ورسته دَ زاړه لوهار په جامو كي ملبوسه زاړه سړي ، چي غټ تَبر يې په اوږه باندي راځڼېدلو څلور كسان ګوا سوي سُوليوان دَ هلك دَ موراو زه دَ انجلۍ دَ پلار په حېث له بېخي اوږد توپك سره په غُوسه طبيعت په مخصوصو چوكيانو باندي كښېنَولم ­ ياني دَ هغې زَوى او زما لُور زموږ بې صلاح تر اتهلس كالو دَ مخه واده ته جوړېدلي وْ ­ او بلي خواته پېغله اېليسن دَ ناوكۍ او اېډوين ټان دَ ناوكي په كردار كښي دَ خوشالۍ په مُوډ كي وَدرَولو­ بيا نو مخته څه وْ ..؟ لوهار كاكا دَ ناوكۍ او ناوكي لاسونه دَ يوې اوسپني په ټوټې باندي كښېښول او په ډډن او له خشمه ډك ژغ كي يې پوښتنه ورڅخه وكړه ­

" دا راته وَوايئ .. چي واده په خپله خوښه كوئ اوكه دَ بل چا تر زور دلاندي ؟ "

" په خپله خوښه باندي"

اېډين او اېليسن چي څنګه داسي وَوئيلو، نو لوهار كاكا په ډېره غُوسه كي تَبر په دواړو لاسونو كي تر خپل سر پورته كړو او واي ..

" نو بيا دا مور او پلار مو څله خفه دي؟"

او لدې سره سم يې دَ تَبر ګوزار چي څنګه رښتيا ته مونېدلى وَكړو­ هو، كه څه هم په بلي اوسپني باندي، خو دَ ناوكۍ او ناوكي چيغي په رښتيا وَوتې ­ او دغه رنګه هر واده له داسي امتحان اخيستلو سره تېرېږي­

دلته دَ اولډ بلېك سمته، چي ورته ګرېټنا ګرين مېرېجز هم واي دَ انتظاميې له خوا دَ دې ډرامائي واده په خوشالۍ كي يو يو كپ كوفي راكولو ورسته چي دباندي څنګه وتلو،نو جوْنا وَ واده شوي جوړې ته واي ­ چي

"اوس په كار دي ، چي خپل خفه مور او پلار خوشاله كړئ"

او هغوئ هم چي څنګه دواړه رامخته شولو ، نو ما او سُوليوان يې په سرونو لاسونه څه كښېښول ، چي هغوئ دَ خپل رسم په سمه موږ دواړه په تنديانو باندي څپ هم كړلو او لدې سره سم دَ مباركيانو په نارو او خپړو كي په خندا خندا دباندي را وَوتلو ­

او بس يو ځل بيرته مخته منډه پئيل كړه ­ بيا هغه موږ ، هغه روډ، او هغسي چاپېريال چي تر ليري ليري پوري يې سترګي خوږَولې ­

خو بس كه يو شى ما په دې سفر كي نوى تر نظره شوى وْ ، نو هغه وْ .. هغه جوړه ولاړ دوه سپېره خرونه ، چي ما په لومړي ځل په اروپا كي ليدلي وْ ­ اودَ خوند خبره دا، چي هم په هغسي سوچ او فكر كي ولاړ لكه هر چرته او هر وخت وي چي ­

*****


هلته رنګونه خبري كوي

دَ سكاټ لېنډ څخه په موټروې نمبر 74 باندي چي څنګه بيرته دَ انګلېنډ په هېواد ورګډ شولو ، نو داسي هيڅ بدلون مي تر سترګو نه شو، چي په ګوته كړى مي وى ­ ګوا هرڅه هرڅه لا دَ سكاټ لېند په بڼه څرګندېدلو­ خو چي څنګه څنګه مخته بس فاصله لنډَوله ... نو هغسي ورو ورو غرونو، رغونو، شېلو او هوارو مځكو بڼى اړَولې ­ او ځاى په ځاى به بېخي تكو شنو ميدانونو كي توربخون يا خړ پوُسونه چي دَ زياترو مخونه سپين وْ غړېدلو­ مخ مخته مي داسي ولاتونه هم تر سترګو شولو، چي خړي ډبَريني مځكي او څه څه شنه غرونه او غونډياني ئې درلودلي ­ چي په لمنو كي ئې ځاى په ځاى انګلش وزمه روائتي كورونه هم اّباد وْ ­

دَ ويګرون او كوكرماوت نامي ټاوْنونو څخه وړاندي تېرېدو ورسته دَ لېك ډسټركټ غريزه او ځنګلى سيمه پئيل شوه ­ دا سيمه كه وَوايم چي ارومرو زما دَ كلي تانده واڼۍ او چوتېر دَ ناوې په رنګه وه، نو غلط به نه يم ­ ولي چي هغه رنګه ډبَرين غرونه او غونډياني ، يوې بلي خواته واړه كاږه واږه پټيان ، چي حدبندياني ئې دَ ډبرو په بارو باندي شوي وې او بلي خواته مانده وْ ، چي په كي خړي باراني اوبه بهېدلې يا يوه نيمه شېله هم ، چى لاندي وَ مانده ته توېدله ­ هر لور دَ تراشل شوْ كاڼو څخه جوړ كورونه برېښېدو­ دا كورونه هم بې خاورو خټو داسي هوډل شوي وْ ، لكه دَ سوات په ناوْ كي جوړي مېني ­ دَ تنګ سړك له سوبه چي به مخى ته يوه نيمه غټه ګاډۍ راغله ، نو پاسېدل به ګران شو­

موسم شاعرانه وْ، ځكه خو مي دَ دې نندارو پرته بيا بيا دَ برايه شپې دَ هغي ناڅاپي پېښى فلم په مزغو كي تكرارېدلو­ خو عجبه دا، چي دَ ډېره خشمه پرته هم ، دَ ښكلي نتاشاسارا په غلو اداګانو او ماشومو مُسكاګانو مينه راتله ­ او له ځان سره به داسي وَ هم بُڼېدم ....

" چپ له سره بل دَ هر شي تاوان مي خوښ دى ، خو بس چي نتاشا دَ پرون په شاني دَ خپلو شوخيانو او مستو اداګانو سره هر وخت راسره څنګ څنګ كي ګرځېدلى "

ولي چي دَ ناوړتياوْ پرته هم دَ پرون درسته واقعه دَ هېرولو وَړ نه وه ­

_____

"دَ لېك ډستركټ دغه قريبًا 700مربعه ميله غريزه او درئيزه سيمه په كمبرلېنډ، ويسټ مورلېنډ او شمالي لينكاشائر نامي مشهورو علاقو باندي اړه لري ­ دَ وړو غونډيانو سره سره په دې برخه كي دَ برطانيې دَ مشهوره غره Scafell Pike هسكي څُوكي ، چي3210 فټه اُوچتي دي هم ځانته نوم لري ­ خو دَ ويلئيم ورډز ورتهـ له سوبه دا علاقه لا نوره هم دَ ټورسټانو توجه راګرځوي ­ او په كال 1951كي ګورنمنټ دا علاقه دَ نېشنل پارك په توګه غوره كړه ­ "

جوْنا(اسكارټ) چي دَ لېك ډسټركټ په حقله خبري كولې نو موږ دَ Keswick اوGlendding نامي ټاوْنونوڅخه تېرشوي وْ ­ او اوس دَ روډ دواړو ځئيو ته دَ وړو وړو پټيانو دَ تنګو بارو په مابېن كي دَ Cumbria او Grasmere نامي علاقو په لور روان وْ ­ او سړك دَ مار غوندي دَ غرو په تنګيانو كي مخ مخته غزېدلو لګېا وْ­

" دَ انګرېزۍ ژبي نازك خياله او روماني شاعر ويلئيم ورډز ورتهـ ، چي دَ فرانس دَ خوني انقلاب څخه زړه ماتى شو، نو له هغه ځايه ئې وَ دې لېك ډسټركت ته له خپلي خور ډورتهي سره كډه وكړه ­ او بيا تر خپله مرګه پوري دَ دې ښائسته ناوْ په منځ كي دَ هيچي سن په مينه كي مست اوسېدو ته جوګه وْ ­ دَ سياحت په باب مشهوره نظم The Excursion هم ورډز ورتهـ په دغه شنو ناوْ كي ليكلى وْ "

دا خبري جوْنا هغه وخت زموږ تر غوږو تېرَولې، چي موږ دَ درياب وزمه خُوړي سره سره مخته روان وْ ­ او دا هغه علاقه وه ، چي هغه په كي دَ قدرت ښكلاګاني چُور كولو سره سم دَ خور او مېري هيچي سن سره ګډدَ دې خوړي په ځئيو ليدل كېدلو­ دَ دې خوړي په مابېن كي يو ځاى چي دَ واړه ټاپو غوندي جوړ وْ ، چرته چي به هغه دَ يوې درختي لاندي ناست شاعري كوله ­

زما په ضد په وړې كشتۍ كي تر هغه ټاپو پوري زه ، جوْنا او اېډين دَ نيم ساعت دپاره څه ورَغلو ­ چي زه هم دَ څو دقيقو دَ پاره له ځانه داسي وَوتم ، چي بيا كله راغبرګېدم .. نو له ځان سره مي " اشنا زما څه نااّشنا غوندي دى" تر عنوان دلاندي نظم هم راويستو­ او كله چي ما دا نظم ډائرۍ ته اړَولو، نو بس هم دَ دې دريابي خوړي وَ ښي لاس ته جوړ ټاوْن چي Ambleside نومېدلو ته دَ غرمې دَ سټاپ په غرض پېښه وَكړه ­

_____

" زما خو دَ دې لېك ډسټركټ دا ښائسته ناوې ډېري خوښي شوې"

ما چي ځنګه دا خبره دَ مېز شاوخوا ناستو ملګرو، چي په كي دَ هېري او وېلما فېميلي پرته مسته جرميله پيك او جان سره دَ خپلي ملګري مال پارك هم ناست وْ وَمنځ ته وَ غورځوله ، نو ټولو خلې وَكړې ­ او هر يوه دَ خپل خپل وَس په سمه دَ دې علاقې ستائينه وَكړه ­ بلكې مستې جرميلا خو تر دې هانده لا وَ وئيلو، چي

" بس دلته مي دَ ژوند يو تكړه ملګرى موندلى وى ... او بيا درست ژوند ورسره دلته هلته ګرځېدلى"

دا خبره ئې چي لا سمه سرته نه وه رسَولي، چي ورسره څنګ كي ناست مال پارك هم لاس ورباندي واچولو او څوكه غوندي ئې ورته وَ وئيلو ...

" زما په باب دي څه خيال دى؟ "

او له دې خبري سره سم ټولو څه وَ خندل ، چي جوْنا هم راوَرسېدله او واي ..

" اُو للا... تاسو نن ډېر خوشاله ښكارئ "

لنډه دا، چي دلته په ريسټورېنټ كي دَ كوفي څيښلو سم دستي موږ دَ دې ټاوْن په تنګو روډونو او كوڅو كي ډله ډله ورك شولو­ كه څه هم زه يوازي وم ، خو دَ رچرډ او جوْنا په ملګرۍ كي مي دَ دې ټاوْن په لمدو ، لاكن دَ ښكلا په اړه تودو كُوڅو كي زړه وزرونه په دې خبره كولو ... چي جوْنا مي په لومړي ځل دومره په مستۍ كي ليدلي وه ­ كله كله به په ډېوډ داسي ور وَغوړېدله ، لكه هغه چي دَ بس ډرائيور نه ، دَ دې هغه ..... وي ­ خو بيا چي به يې په خبرو خبرو كي په ما لاس كښېښولو، نو به زما هم ايمان خطا شو­ او په دغه رنګه تودو سړو كي موږ دَ يوه سكول او پوليس سټېشن څخه واخلي ، بيا رك تر بارونو پوري لاري داسي په خوند خوند لنډي كړي ، چي ګرسره پوهـ نه شولو ­

" دا ګوره دومره وړوكى ټاوْن او دَ ژوند هـره اّسانتيا په كي شته"

دَ جوْنا دا خبره مي په ځاى ځكه وََ ګڼله، چي دلته سكول، كالج ، اسپتال ، پوليس سټېشن سره سره دَ ماشومانو اوځوانانو دَ پاره ساتځايونه ، پاركونه ،او دَ ماښامونو دَ تودَولو اهتمام دَ دې ټاوْن ښائيست سېوا كوي ­ چرته مي هم په دېوالونو باندي دَ مردانه كمزورۍ، سياسي چالبازيانو او فلمونو اشتهارونه تر نظره نشو­ ګوا دَ ماحول دَ ښائيست سره سره دَ دې خلګو زړونه او ذهنونه هم خواپاكي دي ­ زه به لا نور نور دَ مغرب په دې لاسي ماحولياتي ښكلاګانو كي مسرور كېدم ، چي جوْنا راباندى ژغ وَ كړو..

" شوق! ستا په هېواد هم ټاوْنونه داسي دي، كه تردې ښه دي؟"

سوال څه وْ ؟ زما دَ امباري ښارونو او كلو دَ سخن او بُوى جن ماحول له سوبه زما په سينه باندي دَ توپنچې ټك وْ ­ خو بيا مي هم په ځواب كي ورته وئيلو ..

" يَه.. داسي نه دي ، خو.."

" بېشكه .. ولي چي ژواكي بدلون هر څه دَ قامونو بدلَوى"

شكر مي وَ ايستلو، چي زما دَ ځواب دَ مخه دې خپله دا خبره وَكړه او لا به يې نور څه وئيلو ، چي هلته په څه فاصله باندي دَ يوې ځواني جوړې تر منځ فرنچ كيسنګ موږ ټول دَ ځان په لور متوجه څه كړو، چي جوْنا زما لاس نيولو ورسته څوكه غوندي واي ..

" ستا په هېواد كي هم داسي كېږي؟"

زما په بدن كي دَ ځواب په ځاى يوه نرۍ برقي څپه يو دم وَځغلېده، چي دَ يو چټانګ ژبي په ځاى مي لس سېره سر ورته يوې بلىخواته وَښورَولو او په زړه زړه كي مي وئيلو..

"چي قيامت كېدلى شي راشي، خو زما په قام يا هېواد كي داسي په ښكاره باندي مينه ممكنه نه ده"

خو زما په ځواب لكه چي هغه مطمئينه نه شوه، ځكه خو يې دَ سترګو تر كُونجو راته كتلو او وړه غوندي داسي موسېدله ، لكه په ما چي پسخوند وَهي ­ ما به لا اوس څه ردِ عمل ښكاره كولو، چي رچرډ وَوئيلو..

" خوند خو هغي جوړې له دې موسمه واخيستو"

او جونا هم ورسره دا خبره خوښه كړه ­

_____

دَ پروګرام په سمه به اوس دَ لېك ډسټركټ دَ دې نيږدې پلېټ فارم څخه ټول ملګرى په كشتۍ كي په سېل باندي تلو، چي سړې تبي راباندي زور وَ كړو­ نو په خپل خواست او دَ اسكارټ جوْنا په رضا په بس كي له رچرډ سره پاته شوم او په نيم ساعت كي دننه دننه دَ Haverth Waitek نامي رېلوې سټېشن سره له بس څخه كښته شولو­ ولي چي دَ رچرډ په قول زموږ ملګري به يو ځاي له لانچه كښته كېږي او په ټرېن كي به تر دې سټېشنه پوري راځي ­ ځگكه زما په ست دواړه دَ سټېشن په كېفې كي دَ كوفي څيښلو په نيت كښېنستلو ­

" جوْنا اوس هم زما ملګرى ده ، خو اوس زما او دَ دې تر منځ هيڅ قسم جنسي تړون نشته"

زما دَ پوښتني په ځواب كي چي رچرډ څنګه دا خبره وَكړه، نو دَ خپلي مطالعې دَ ضرورت له مخي مي يو دم دا پوښتنه وَكړه ..

" څه وجه ده ، چي جنسي تعلق مو وَ شلېدو؟"

هغه وَ مُسېدلو او واي ..

" وجه نو بله څه كېدلى شي چپ له پيسو"

" ګوا هغه شُوكماره ده؟ "

" هو دغسي يې وَګڼه "

او سړه غوندى ساه يې دَ خلې څخه چي څنګه وتله، نو ما وار لا س ته كړو ­ خو هغه دَ خپل زړه له سوخته په ځواب كي وئيلو..

"اوس په دې سېلونو كي هر ځل دا يو نا يو سېلاني ورګيرَوي او ورڼړَوي يې .. كه څه هم "

"چرته په دې ټوْر كي خو يې ماته ...؟"

دا سوال مي په مزغو كي چي راپورته شو ، نو مي نور معلومات تر لاسه كولو هڅه وكړه ­

" ښه تا خبره كوله"

بيا چي مي وار دَ خبري وركړو ، نو رچرډ دَ هغه " كه څه هم " مخته هيڅ نه وئيلو ­ خو ما هم پوښتنه نه شوه ځيني كولى ­ ولي چي دَ هغه دَ دنګي باډۍ سره داسي خبري وړام نه خوړَلو ­ نو ځكه مي خبره داسي واړَوله ­

" مسټر رچرډ! ستا خو واده هم شته "

" هو شته لاكن ..."

" لاكن دا دَ مائينې سره ...."

" منمه ، چي دا چيټنګ دى ­ خو زه نه غواړم چي زما ښځه دي هم چا سره مينه وَكړي .... لاكن څه وَكړم ؟"

" هو زړه دى ..كله دا خبري مني؟"

لا مي سمه خبره سرته نه وه رسولي، چي هغه خبره په بله واړَوله او دې وخت يوې بوډهۍ دَ كوفي كپونه هم په مېز راته كښېښول ­

غرض دا، چي مازيګر څلورو بجو خواته ملګري راوَرسېدو او يو ځل بس بيرته په روډ نمبر M 6 باندي دَ لنكاسټر ټاوْن او بُولېنډ په ګڼو ځنګلونو كي تېرېدلو سره سره دَ پرسټن نامي ښار په اّبادۍ كي ورګډ شولو او دَ دې ښار دَ سرو او توربخونو دېوالونو، نوي او زاړه طرز جوړو ودانيانو او ځيني كاروباري سېنټرانو سره په څنګ څنګ تېرېدو كي يو وخت چي بس دَ Novotal Hotel مخي ته څنګه وَ درېدو، نو جوْنا ماته په خپل وار دَ دې ښائيسته هوټل دَ خوني سټيكر راكولو په وخت وَوئيل ، چي دَ ډوډۍ خوَړلو دَ مخه به ته له ماسره په لابي كي خامخا ويني ­ كه څه هم خبره بده نه وه ، خو داسي ووړ غوندي وَرېږدېدم او ورسره مي خوښه كړه ­

" شوق! دَ دې جوْنا له تا سره لګي"

زما تر شا راروان ملګري ايډوين ټان چي دا خبره څنګه وَكړه، نو زما په ځاى ورته خپلي ورڅرمه ملګري په خندا كي وَوئيلو..

" دا نواوس كومه داسي بده خبره ده .. دى هم يوازي دى اوهغه هم هڅوك نه لري "

او موږ درې واړه ملګري له خندا ډكو خلو سره سم دَ هوټل په لويه دروازه ورننوتو­

_____

دَ قول په سمه پاوْ كم شپږ بجې مازيګر ما او جوْنا دَ انګلش كريم ټى څيښلو په نيت دَ خپل هوټل، چي دَ فرنچ په طرز جوړي تكي شنې او توربخوني ښائيسته دروازې او كهړكيان يي لرلې څخه دباندي وَوتو او په ټيكسي كي كښېنستلو­ دَ څو دقيقو ورسته موږ چي دَ پرسټن په مېن بازار كي څنګه كښته شولو، نو جوْنا راته واي ..

"بس ته دلته دَ يو څو منټو دپاره وَدرېږه ، زه له يو چا سره وينم ، بيا راځم"

او بيا دا وَ چپه لاس ته په نرۍ كوڅه كي په تېزو ګامونو دَ هوا غوندي په هغو پوړيانو ور وَختله ، چي بالا وَ يو داسي دفتر وزمه فلېټ ته ختلي وې ، چي زما تر شك هم زيات ورباندي دَ Lesbian Association Office يقين ځكه وَشو، چي دَ سائن بورډ سره سره يې په شيشو او په دېوالونو باندي يوازي دَ ښځو ګڼ شمېر عكسونه جوړ وْ ­ او څه وخت ورسته څه ګورم چي يوه تنكۍ پېغله ،چي څنګه له هغه دفتره لاندي راكښته شوه، نو ځنګېدلي غوندي زما له څنګه تېرېدلو په وخت يې له خشمه غاښونه راته سپين كړو او واي ..

" هې سړئيه .. دلته څه غواړې ولاړ یې .. چرته هغه خو نه يې؟

او دَ نرښځيانو په رنګه يې لاسونه وَټكَول او دَ سګرېټ دَ يو اوږده كش لګولو سره سمه په كړيكه وَهلو كي مخته تېره شوه ­ بس بيا نو څه وْ، چي وار په وار مي په ځان باندي غصه راتله او په زړه زړه كي مي وَ جوْنا ته شكنځلي كولې ­ لا به اوس دَ بې صبرۍ وَ انتها ته رسېدم ، چى جوْنا دَ يوې سوُرچكي پېغلي سره سمه كښته راغله ...

" بخښنه غواړم ، مسټر شوق! وَځنډېدم"

او بيا واي ..

" دا شيلا ده "

دغه رنګه يې زما په لور دَ هغې پام را اړَولو په وخت وئيلو..

" او دا شوق دى"

شيلا چي زما په لور لاس راغزَولو، نو وړې او شنې سترګي يې په ما كي داسي په قهر باندي راښخي كړې ، لكه زه چي ورته ښه نه وَبرېښېدم ­ لاكن زه بيا دَ جوْنا له خاطره ورته وَموسېدم او درې سره ګډ مخته روان شولو­ ما به په وار وار دې دواړو ته غلي غلي ځكه كتلو، چي هغوئ به دَ ډارلنګ دَ توري له بېخي زيات تكرار سره سره كله په يو بل لاسونه هم واچولو او غُوڅيان به يې لا جلا خپلو كي وَجنګول ­ څنګه چي دَ بار وزمه كوفي شاپ په دروازه ورننوتو، نو شيلا ماته واي ..

"دا جوْنا ډارلنګ څنګه جنۍ ده؟ "

حق حريان پاته شوم ، چي زه اوس څه ورته وَوايم ­ خو بيا هم وَموسېدم او داسي په ورو ورته ګويان شوم ..

" ښه ده ... هو زما مطلب دى ، چي ښه ده"

" واوْ ، دوه واره ښه ده ... ونډرفُل"

او بيا دواړو كلك وَخندل، لكه ما چي ټوكه ورته اورَولي وي ­ طبيعت به مي اوس ورته خرابېدو، چي شيلا واي ..

" ښځه هر وخت دَ سړي په نظر كي ښه وي؟"

" لازمي هم نه ده"

ما چي دا وئيلو ، نو جوْنا مخته واي ..

" نركه اّس هم شى .. خو ښځي ته مات وي ­ لاكن دَ سړي له اهميته بيا هم انكار نشي كېدلى"

دَ جوْنا دا خبره څه وه ، چي دَ شيلا او دَ دې تر منځ تود بحث پئيل شو او په ټوكو كي يې داسي په خوند هغه خبري هم وَكړې، چي زما په ټولنه كي يې سړي نشي كولى ­ ګوا جوْنا دَ سړيانو او شيلا دَ ښځو په حق كي چي تاوْده دليلونه وئيلو، نو په وار وار به يې له ما بخښنه هم غوښتله ­ لاكن زه وم ، چي خپلي چائى مي څيښلې او دَ هغوئ په تودو ګپو مي خوند اخيستلو­ هو، رك تر هغه وخته چي موږ دَ خپل هوټل په لور په ټيكسي كي تللو­ هرڅو كه مي په لاره كي دَ جوْنا په باب دَ خپل شك په حقله رائي بدلولو هڅي كولې ، خو دَ شيلا ورسره هوټل ته تګ بيا بيا شكي كولم ­ او په زړه كي مي وئيلو ، چي

" دا خو هغه خبره نه ده ، چي مسټر رچرډ " كه څه هم " تر عنوان دلاندي هضم كړي وه ­"

شپه دَ معمول په شان دَ هوټل په لابي او دَ پرسټن ښار دَ شپې دَ ژوند په تيارو كي دَ رڼاګانو دَ بڅركو په لټون تېره شوه ... خو چي كله خوب راباندي بار دَ بې هوشۍ ږدلو، نو ما غړى اچولو دَ مخه ژر ژر دا وړوكى نظم دَ " زَما او ستا تر منځ دَ ميني عجيبه تړون دى" تر عنوان دلاندي په ډائرۍ كي واړَولو­

_____

په هوټل نووټل پرسټن كي شپه تېرَولو او دَ 25م اپرېل 1996سهار نارى كولو ورسته دَ پروګرام په سمه اتهه نيمي بجې زموږ بس مخته روان شو­ نن زما په برخه دَ ډرائيور تر شا سيټ راغلى وْ­ دَ مسټر رچرډ دَ خريلي ككرۍ په پرته زما په وړاندي لاكن څه كښته ناسي اسكارټ جوْنا په وار وار زما سترګي خپلي خواته په اړَولو ځكه پارَولې، چي نن يې تر پرونه هم لا په واړه او په تنګ شنه سكرټ كي تكو سپينو غړو زما په شاعر زړه باندي خولې څه ... چي كاڼي يې لا ويلولو­ ځكه خو دَ خپل خپل وَس په سمه هر نر ورته كتلو­

څنګه چي بس په موټروې M6 باندي مخته روان شو، نو دَ دې پراخ روډ په څنګ كي ولاړ بورډ باندي ويګان نامي ځاى 13 كلوميټره ليري وْ ­ او بيا په نه ساعت كي چي مخته په M 58 باندي له موږ څخه هغه ټاوْن يو لاس ته پاته كېدلو، نو فقط 33 كلوميټره ليري وْ­ څه نور مخته دَ سهار دَ سلام اچولو ورسته جوْنا دَ خپل معمول په شان مائيك خلې ته وَنيولو او واي..

" دې وخت موږ دَ چيسټر ښار په خوا روان يُو، چرته چي به موږ دَ غرمې سټاپ كوْ ­ لاكن دې وخت زه ستاسي پاملرنه دَ دې زړَو بلډنګانو چي په څه څه فاصله باندي دَ سړك يو لاس او بل لاس ته ولاړ ښكاري په خوا ځكه اړَوم ... چي په عظيمي برطانيې كي دَ زړَو ودانيانو دومره اهميت دى، چي كه څوك دَ حكومتي اجازې بغير خپله زړَه ودانۍ هم نړَوي ، نو دَ قانون له لاري هغه كس مجرم ګڼل كېږي"

بېشكه چي ژوندي قامونه دَ خپلو تاريخي اثاثو قدر كوي او هر هغه قام چي دَ تاريخ څخه خپلي رښتې دَ حاضر وخت په بيهه شلوي، نودَ هغه قام سباون په نيشت شمارېږي ­ هو، لكه زما پښتنو چي دَ خپل تاريخي عظمت دَ ثابتولو په باب په ريكارډ باندي زركلن زوړ دېوال لا نه لري ­ ځكه خو نن دَ سيالانو سيال نشو پاته او اوس دَ خپلي بې وزلۍ له سوبه وَ راتلونكي نسلونو ته پخپلو وينو نوى تاريخ نوشته كوي ­ خو بلي خواته دَ پرون واړه او بې نامه قامونه نن دَ خپلو تاريخي اّثارو له لاري ګړندي يادېږي ­

لنډه دا، چي له لومړي سهاره بيا دَ خپل قام په پاته حېثيت او په مانده ورځي داسي مات رامات شوم ، چي دَ زړه سوخت مي په دې يو څو جذباتي خبرو كي يو وخت داسي وَايستلو­

" كوم خواخُوږي پښتانه چي دَ پښتون قام شجره دَ اّرياوْ يا اسرائيلو سره دَ تړلو دَپاره څومره غټ غټ دليلونه واي ­ كه چرته له هغوئ څخه څوك دا پوښتنه وَكړي ، چي وروڼو.. دا خو دي اول راته ثابت كړئ ، چي پښتانه په پخوانۍ زمانې كي وْ هم كه يَه ..؟ او شړط هم دا ورباندي وَلګوې ، چي ثابتوئ به ئې په تاريخي اّثارو باندي ­ نه چي دَ بل په ليكل شوْ تاريخونو­ نو زما خيال نه كېږي ، چي دا زما دَ ژبي تورياليان به دَ نن دَ دې سړيخوره پښتنو رښته له خپلو هغو نيكه ګانو سره تړلو كي بريالي شي، چي دَ ننګ ترانې ئې موږ څه ، چي اغيار هم واي "

ښكاره خبره ده ، چي كوم قام په نننۍ زمانې كي لا هم دَ كتاب او قلم په قدر نه پوهېږي ، نو دَ هغه قام له شعوره خلاس غړي به ولي دَ مقدسو ادارو دَ ودانيانو دروازې او كهړكياني پدې نيت نه باسي، چي دَ كورونو په نغريانو كي دَ بلولو دَ پاره لرګي نه لري ­ كه څه هم دلته زما مطلب دا نه ، چى ګوندي پښتون دَ اسرائيلو دَ هغي بنونضير قبيلي سره اړه لري ، چا چي كله دَ مسلمانانو دَ زور له مخي دَ ماتى خوړَلو ورسته له مدينه څخه كډي بارَولې، نو له ځان سره ئې دَ كورونو او چرچونو دروازې ، كهړكياني او شاتيران لا هم يُوړو ­

او حقه خبره ده ، لكه نن چي موږ په ډاګه باندي دَ خپلو ور نيكه ګانو تاريخ نشو غوره كولى ­ نو هم دغسي به موږ كه سبا ورځي چا دَ قام په حېثيت وَ هم پېژندلو، نو ذكر به ئې دَ نورو قامونو په ريكارډ كي خو حتمًا وي ­ لاكن كه مو حال دغسي وْ، نو داسي يو روغ دېوال به پاته نه وي .... چي دَ پښتون نوم ورباندي ليك پاته وي ­ ولي چي دَ بارودو په امبار جوړ پښتون وطن بيا په خپلو كي دَ يو بل دَ سرونو سره دَ لوبي كولو دَپاره چاړې تېرې كړي دي ­

ګوره چي څو سټېشنان شاته پاته شوي وْ؟ ځكه چي ما دَ خپل قام دَ ژوندي سره مړو دَ ګور وَ څلو ته لاسونه پورته كړي وْ ­ بيا چي لږ په هوش كي راغلم ، نو بس دَ M 6 څخه M 56 ته اويښتى وْ ­ ګوا مانچسټر ښه شاته پاته شوى وْ او مخته رنكورن نامي ټاوْن دَ بورډ په سمه له موږ څخه په څه فاصله باندي وْ ­

نهه نيمو بجو خواته چي ښي لاس ته غټو دودكشانو دَ اوريځي غوندي سپين لوګيان وَ اّسمان ته سپارلو، نو بس په M 53 باندي وَ چپه لاس ته دَ چيسټر دَ ښار په لور وَ ګرځېدو او چي څنګه بس دَ چيسټر دَ پلازو ، ماڼيانو اوودانيانو په منځ كي جوړو هوارو سړكونو باندى روان وْ، نو جوْنا په سپيكرانو كي داسي ژغېدله ..

" دَ چيسټر ښار دا زړې ماڼياني، هسكي مينارې ، دېوالونه نن هم دَ رومن عسكرانو دَ پړاوْ ګواهي وركوي ­ كوم چي دَ انګلستان په چيشائر نامي سيمي كي مېښته دغه ښار په مشهورو بندرګاوْ كي ځانګړى بلل كېږي ­ دَ بېخي زړې ګرجا وجود دَ ښار اهميت كه نور زياتوي ... خو دَ عيسائيت په اړه دَ مذهبي ډرامو پئيل هم له دې ښاره څخه شوى دى"

جوْنا چي دا خبري كولي ، نو موږ دَ چيسټر په تنګو ، پراخو روډونو باندي دَ زړَو او نوْ بلډنګانو په منځ كي مخته روان وْ­ دلته زياتره بلډنګان دوه منزله تر سترګو كېدلو، خو يوه نيمه هسكه پلازه به هم مخي ته راغله ­ څه مخته مي دَ يوې لائبرېرۍ سره په سړك باندي دَ پوليس وَ موټر ته پام شو، چي چپه لاس ته ولاړ وْ­ نو يو دم مي خپل پوليس راپه زړه شو او ځان سره په دې وَموسېدم ­ چي كه څه هم دَ دې ځاى پوليس خلګ تنګوي نه ، بلكې راهنمائي يې كوي ­ او بيا چي مي ښه په غور ورته وَ كتلو، نو سر مي دَ هغوئ په دې قانوني خلاف ورزۍ خلاس شو­ ګوا په هغه ځاى باندي اكسيډنټ شوى وْ او دَ ګاډيانو دَ پاره بله لاره غوره كړل شوي وه ­

په چيسټر ښار كي دَ يوې ګنټهې دَ سټي ټوْر كولو ورسته دَ چيسټر دَ مشهوره چرچ څخه نېغ دَ " بلېك اېند وائيټ روز" نامي علاقې ته ورسېدو او هلته ئې دَ شاپنګ كولو په نيت دَ يو تور او سپين څلور چتهيزه غټ ماركيټ وَ مخي ته موږ خَوشي كړل شوْ ­

شاپنګ په خپل ځاى ، لاكن دَ 13مي صدۍ جوړ دوكانونه او درست بازار دَ كتلو وَړ دى ­ دلته زموږ په ملګرو كي زَړه هندَوه بانومدون بيا داسي راڅرمه شوه ­ چي كه دَ منيلا رامون فېميلى نه وى ، نو دې به مي مازغه په ډېرو خبرو راخوړلي وى ­ دَ چكر وَهلو ورسته په يوې اوپن ائير كېفې كي دَ كښېنستلو سم دستي دَ رامون ښځه ماريلو واي ..

" دَ اروپا خلګ كه څه هم ډيرايډوانس دي، خو دَ اېشيا خلګ ورڅخه ښه دي"

"هغه څنګه ؟ "

بانو مدون چي څنګه دا پوښتنه ورڅخه وَكړه، نو هغه ورته واي ..

" هغه ځكه چي په اېشيا كي كه څه هم مائينه او مېړه دَ يو بل سره داسي هم نه ګرځي ، لكه دلته چي يې وينو ­ خو دلته بيا هم دَ جُدائي(طلاق) رجحان تر موږه زيات دى"

ما هم غاړي تازه كړې او دَ ماريلو دَ خبري په حق كي داسي چمتو شوم ..

" دا زه هم منم ، چي دَ دې ځاى خلګ كه يوې خواته په رښته جوړَولو كي غښتلي دي، نو بلي خواته يې ماتوي هم ډېر ژر ځكه ، چي دا خلګ په هر څه كي دَ بدلون قائل دي ­ ګوا دَ خوړَلو څَټلو سره سره ئې دَ څَكلو او دَ خوښَولو ټېسټ هم بدل بدل وي "

خپله خبره چي مي څنګه سرته رَسوله، نو مسټرمائيك چي دَ رامون ځوان زوى وْ ، واي ..

"ځكه خو دا خلګ هر وخت دَ كورو څخه دباندي ليدل كېږي"

" يَه .. داسي خبره هم نه ده، زويه! دوئ په خپلوكورونو كي بچيانو ته زيات وخت هم وركوي"

رامون يو دم دَ خپل زوى په ځواب كي وَوئيل او بيا ئې خبري په بله واړَولي ­

_____

" دلته دَ اروپا په ښكلاګانو كي ځان څنګه سنجَوې؟"

وَ بس ته دَ ختلو په وخت زما تر شا را رواني نورما واسېلو، چي دَ مېړه مارك سره له اّسټرېليا څخه راغلي وه دا پوښتنه داسي راڅخه وكړه، لكه زه چي له دوزخ څخه جنت ته رالېږل شوى وم ­ خبره بده نه وه ، خو دَ هغې وازَكي غوندي انداز راته غصه راويستله ­ او په مصنوعي موسكا كي مي ورته وَوئيلو..

" بس ګزاره كوم ­ ظاهرى ښكلا يې دَ ستائيني وَړ ده ، خو له اندرونه ئې ته تر ما ته ښه خبره يې"

" ګوا دا خلګ ستا نشو خوښ په روئيو"

" يَه .. داسي خبره هم نه ده ، ښې خَويې هم لري"

ما چي دا خبره كوله ، نو په چوكۍ باندي كښېنستمه لګيا وم ­ ځكه خو دې په اوږه لاس راته كښېښولو، او وَ ئې وئيلو..

" خېر.. په دې ټاپك به بيا كله خبري كوْ"

ګوا دَ عزيزانو په باب زما په منفي رائې څه غوندي ماڼېجنه شوه او بيا له خپل شريف مېړه سره دَ شا وَ سيټانو ته ور وَټكېدله ­

______

يولس نيمي بجو خواته دَ سټي وال په نامه مشهوره بېخي زاړه او پلن دېوال ، چي دَ چيسټر ښار شاوخوا راجاروتى وْ سره په څنګ څنګ كي دَ تېرېدو په وخت ماته دَ بادارانو دَ ګلوبلائزېشن تصور دَ جهاني ټوكي په بڼه ذهن ته را وَدانګلو او دَ ګلوبلائزېشن په اړه مي خيالات وَ ډائرۍ ته دَ نظم كولو په نيت داسي وَليكلو..

"عجيبه ټوكه ده ، څوك چي دَ عالمګيريت څومره ناري وَهي؟ هغوئ هغومره په ځان باندي شاوخوا دېوالونه راجارباسلي دي"

ما چي څنګه ډائرۍ بندَوله ، نو هلته په سپيكرانو كي دَ جوْنا ژغ هم خپور شو­

" زه تاسو ته په وېلز كي ښه راغلى وايم"

دا اعلان څه وْ ، چي ټولو يو بل ته داسي وَكتلو، لكه جونا چي ټوكه كړي وي ­ لاكن دا ټوكه نه، بلكې رښتيا وْ ­ ولي چي موږ دې وخت په وېلز كي مخته روان وْ ­ مځكه هغه ، وني او غرونه رغونه هغه ، بس كه نه وْ هغسي، نو هغه وْ دَ وېلش دَ ژبي توري ، چي زياتره دَ سړك په بورډونو باندي داسي ليكل شوي وْ.. لكه Ff , gy , rf , wr , ll , tt , dd غوندي ټكي په اُوږدو تورو كي تكرار شوي وْ ­ ګوا دا ژبه له انګلسۍ ډېره بدله ده ­

" دَ وېلز دَ خلګو دَ معاش زياتره اړه په سياحت باندي ده ، خو مالداري او ځيني معدني وسائل ، لكه كوئله ډېره لري ­ په انګلسۍ ژبه وئيلو كي ګوره چي څله شرم محسوسوي او خپله ژبه په ډېر خوند واي ­ يا بيا دَ ټورسټانو سره ماته ګوډه انګلسى هم واي ­ خو دلته دَ اشارو ژبه هم په كارېږي ­ كارډيف يې دارالحكومت دى او دَ وېلز شاهي خاندان په عظيمى برطانيې باندي باداري كوي "

جوْنا چي دا خبري كولې، نو بس يو ځل بيرته په غريزو ناوْ كي په تنګو تنګو او كږو وږو لارو باندي روان وْ ­ هر لور شنېزه وه او ښكلو نندارو سترګو ته سكون سپارَلو­ ځكه خو جوْنا هم په درنو تورو باندي په وار وار زموږ پام راغلطولو او داسي ښكاره كېدو، لكه دا چي نه .. بلكې نندارې خپله ژغېږي ­

لس منټه بالا دولس بجې ، چي زموږ بس دَ هسكو غرونو څخه دَ هواري په لور مزل لنډَولو، نو جوْنا وئيلو..

"دا ټاپو وزمه رياست په سياسي توګه كه څه هم په كال 1536 كي په انګلستان كي ورګډ شوى دى ­ خو دَ دې ځاى دَ رواجونو او رواياتو په سمه قوانين تش دَ دې رياست دَپاره غوره شوي دي ­ ګوا كه څه هم دَ لوي برطانيې سركاري او دفتري ژبه انګلسۍ ده ­ خو دَ وېلز خلګ كه خپله ژبه واي ، نو ګرم نه دي ­ هم دغه وجه ده ، چي تر نيمي هم زياته اّبادي انګلسۍ ژبه نشي وئيلى ­ بلكي څوك چي لږ ډېر ورباندي پوهېږي ، نو هغوئ هم ښه مهارت نه لري ­ دا خلګ دَ عادت يا رواج پوره كولو دَپاره پوسُونه (ګډي) ساتي "

هو ځكه خو هر لور په شنو پټيانو كي پوسُونه ښكاري چي غړېږي ­

دې وخت موږ دَ LLAN په خوا روان يُو او دَ سړك دواړو خواوْ ته په ولاړو بورډونو باندي كه څه هم دَ انګلسۍ په رسم الخط كي نومونه ليكل شوي دي، خو دَ ډېر وَس پرته هم نه وئيل كېږى ­ لكه cLwyd .. Ffutery .. cerrigydrudion .. cerrigydionr او دغه رنګه نور نورځاى په ځاى دَ تراشل شوْ كاڼو څخه جوړي ماڼۍ هم په ډېره تېزۍ باندي شاشاته په شنو مځكو كي پاته كېدلي لګيا وې ­

دَ LLangollen نامي ټاوْن په څنګ كي دَ تېرېدلو ورسته Bela ټاوْن په 9 كلوميټره فاصله باندي وْ، او ځاى په ځاى ARAF ليكل شوى وْ، د كوم مانا چي په انګلسۍ كي دَ Slow وتله ­ ځكه خو بس اوس وار په وار څوكه كېدو، ولي چي دلته په روډ باندي كار شروع وْ­ دا منطر دَ كارونو او هغه هم داسي په چسپه، چي دَ سوچ په وړاندي لا دَ خپل هېواد په انجينئيرانو راته شرم دَ سترګو وړاندي وَدرېدو او سترګي مي په بله ځكه واړَولې ­ چي داسي نه، څوك پوښتنه راڅخه وَكړي ­ چي ستاسي په هېواد كښى هم داسي په لومړۍ ورځ باندي دَ سړك كډې ډكېږي ..؟

دَ بيلا ټاوْن او ډېر مخته دَ Llyn Bela (چي په وېلش كي ئې تلفظ فلين Flynدى ­ ګوا LL په Fl بدلوي او دلته ئې مطلب دَ Lake Bela څخه وْ) څخه چي تېرېدلو، نو دَ باران نري څاڅكى هم ورېدل شروع شوي وْ ­ ځكه خو دَ مستي ځوانۍ په دَرشل باندي ولاړي جوْنا وئيلو..

" يو خواته دَ وېلز دا ښكلي نندارې ... ښكلاګاني .. ساده ژوند او بلي خواته داسي باران ­ وايم چي دا خو وَ موږ ته دَ رومانس بلنه راكوي...څنګه ؟ صحيح وايم كه غلط ؟"

بيا نو څه وْ؟ چي په بس كي ټولو ملګرو په يوه صلاح باندي ځواب وركړو­

" حق واې ... بېشكه او انجواى انجواى"

لنډه دا، چي په خندا او خوشالۍ مي په تنګو ناوْ كي يوه نيمي بجې خواته دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړَلو دپاره په يو ښائيسته ټاوْن ، چي Dolgllau نومېدو، خو په وېلش كي ورته " ډولګليفوْ " وئيلو كي تم شولو­

_____

كه څه هم دَ وېلز او انګلسيانو تر منځه په ښكاره بڼو كي داسي هيڅ توپير نشته ، خو بيا هم دغه وېلش ژبه ده چي دا خلګ له هغوئ بېلَوي ­ نه يوازي دا، وايم چى دَ دې ځاى ښځي په سپينو سرو څېرو كي دَ ښځيتوب تاثير او نران په مخونو كي دَ سړيتوب شان هم تر انګلسيانو زيات لري ­ دَ ټورسټانو سره دَ دې خلګو روئيه هم ډېره ښه ده ­ كه څه هم دَ ژبي مسئله په خپل ځاي ده، خو دَ اشارو په ژبه هم ډېر خواږه ښكاري ­

دلته ګوا په ډولګليفوْ، چي دوه اړخه ورته دَ تكو شنو اوبو ډكي دريابي خوړي په مستۍ بهېږي كي زه او ځيني نور ملګري دَ رچرډ او جوْنا په راهنمائۍ كي ډېر وَګرځېدو­ كله چي به هم جوْنا دَ دې ځاى په حقله خبري كولې، نو ما به په واړه ريكارډر كي دَ څپ كولو هڅه كوله ­ لاكن يو ځاى دَ ملګرى بارلې زړې ، لاكن بېخي مستې خواپاكي مائينې سُوليوان زما له قدم سره قدم سمَولو ورسته واي ..

" فكر كوم ، چي جوْنا نه يوازي ځوانه ده ، بلكې دَ ځوانانو خوښه هم ده"

دا خبره چي ئې كوله ، نو ماته ئې نېغ نېغ راكتلو او اوس به لا ما څه ورته وئيلو ، چي دا بيا واي..

" داسي دي كه يَه مسټر شوق؟"

دومره ئې وئيلو، چي مېړه يې هم تر موږ راورسېدو او واي ..

" دوسته! دا زما مائينه ډېره اړامه ده .. څه واي؟ "

يو وار لا مي زړه وئيلو ، چي ورته وَوايم ، چي "وازَوي ئې" خو همت مي نه وَ شو او ورته وايم ..

" هيڅ هم نه واي .. بس مازى ټوكي كوي"

" څنګه ټوكي؟ "

هغه چي پوښتنه وَ كړه، نو مي په خندا كي ورته وَوئيلو..

" دا واي ، چي زما مېړه لا ځوان دى"

دا خبره مي څه وَكړه ؟ چي جوْنا هم رانيږدې شوه او واي ..

" ځوان خو دى .. ورته ګوره څنګه "

او بيا يې چي څنګه ځانته وركښ كړو، نو سُوليوان ته مي څوكه وَوئيلو..

" پام كوه چي در څخه يې دَ ځان نه كړي"

دا خبره مي دومره په اوچته وَكړه، چي جوْنا هغه زوړ اېله كړو اوله يوې نرۍ كړيكي سره يې په ما باندي راغوټه كړو ­ خو ما ورڅخه په منډه ځان خلاس كړو­

_____

دوه نيمي بجې ماڅپښين چي دَ ډولګليفوْ ټاوْن دَ غټ (سېف الملوك وزمه) جهيل څخه تېرېدلو، نو جوْنا دَ وېلز دَ دې ښار په باب وئيلو ، چي

" دَ څاروْ دَ روزني دَ پاره دا سيمه ډېره ښه ده او دَ دې پرته هر كال دَ ښه موسم له سوبه په دې ښار كي دَ سندرغاړو تر منځه دَ وېلز قامي مقابلې هم كېږي"

دا خبري چي كېدلې، نو زموږ بس دَ دنګو دنګو غرونو په دَرئيزو ځنګلى لمنو كي مخته روان وْ او په بس كي وېلش موزيك كراركرار ژغېدلو­ دَ بس سپيډ ځكه ورو وْ، چي دَ لوړو ژوَرو پرته سړك دَ مار غوندي په وړو وړو ګولايانو كي مخته غزېدلو ­ دغه رنګه په دې سفر كي Dinas Mawddwy , Caersws , New Town , څخه تېرېدلو ورستهLlandrindod Wells نامي ښار كي دَ Glen Usk نامي غټ هوټل ، چى زموږ دَپاره په كي دَ استوګني اهتمام شوى وْ مخته له بس څخه كښته شولو­

_____

لمر چي څنګه پټ شو او سټريټ لائټونه وَلګېدلو، نو زه هم ستړى غوندي په ساړه ټاوْن كي دَ خپل هوټل په خوا روان شوم ­ كه وَوايم، چي دې وخت زما په چپه كه په درست ښار كي دوه درځنه نور كسان دَ كورونو څخه دباندي ګرځېدلو، نو غلط به نه يم ­ يو نيم سړى به چرته مخى ته راغلو او هغه به هم ما وَ هغه ته او هغه به ماته په داسي حېرت كتلو، لكه زه او هغه چي سره پېژنو ­

" په اروپا كي دَ شپې ژوند، چي په روډونو او كوڅو كي څومره سوړ ښكاري ­ هغومره په كلبونو او بارونو كي تود او خوندَور هم وي"

دَ هوټل Glen Usk په كېفې كي ناست چي زما دَ سوال په ځواب كي رچرډ دا خبره څنګه سرته رسَوله، نو هلته په مخامخ مېز باندي بې حاله جوړې فرنچ كيسنګ داسي په بې حيائۍ پئيل كړو­ چي په نه څه ئې ماته هم وزر راوَلګولو او لا به نور نور الوتمه، چي يو ژغ مى تر غوږو شو..

" ته په خوني كي يوازي ئې ؟ "

" ولي ، خېر خو دى .. دا پوښتنه دي ولي وَكړه ؟"

دَ كېفې باروالا ځوان جېمز دَ پَسكېدلي خبري په ځواب كي چي څنګه ما پوښتنه وَكړه، نو هغه څه سامَولى غوندي شو او په مړه خَله راته واي ..

" بخښنه غواړم .. زما عمر 17 كاله دى"

" 17 كاله ... څه مطلب ؟"

لا به نور نور شكي كېدم ، چي هغه ځوان په ماتو ماتو تورو كي راته په نېغه وَوئيلو..

" زه.. زما مطلب ...چي ترڅو پوري اتهه لس كلن نه يم شوى ، زه نشمه څيښلى"

" ستا مطلب دا دى ، چي ته زما په خوني كي ...؟"

" هو..هو، بس فقط دَ نيم ساعت دَپاره"

رچرډ واي ..

"زه دىْ پېژنم ... مه وېرېږه"

نو ځكه ما هم زړه وَكړو او ورته مي وَوئيلو..

" ښه دى ، نو زه به كيلۍ له كاوْنټره درته راواخلم"

" يَه يَه موږ ته يوازي دَ چا په خوني كي دَ تللو اجازه نشته ­ كله چي ته يې ، نو به درځم"

دا خبره يې څه وَكړه ؟ چي خولې راباندي ايله شوې ­ لاكن كولى مي هم څه شو، چي رچرډ يې په خوا شوى وْ ­ مخته كه څه هم هغه ځوان زما په موجودګي كي خپل عمل پوره كولو سره سره خپل حال څه ، چي دَ مور او پلار دَ بېلتون او دَ خپلي شل كلني خور وينډي ، چي دَ هغه له كوله په يونيورسگتۍ كي دَ سبق وئيلو پرته په يو ګارمينټس سټور كي كار هم كوي ذكر په ډېر وياړ كولو ­

"هغه څوك وْ؟

هغه ستا مېلمه وْ؟

دا هغه سوالونه وْ، چي هغه شپه دلاندي په لابي كي دَ تاش كولو په وخت مستي سُوليوان ، كېوين او بارلي په وار وار كولو ­ خو ما چي به هرڅه هرڅه په ځواب كښۍ ورته وئيلو، خو هغوئ خندلو­ ګوره چي ولي ؟

_____

دَ 26م اپرېل كال 1996 په سهار دَ عظيم خداى په حضور كي دَ سجدې لګولو ورسته دَ هوټل دباندي وَوتم ­ او دَ هوټل وَ ښي لاس ته په جوړ واكنګ ټرېك باندي په تېزو قدمونو هغي خواته روان شوم ، چرته چي دَ لوبو يو غټ چمني ميدان وْ­ دې وخت زما په چپه څه دوه درځنه ښځي او سړي لګيا وْ جوګنګ ئي كولو­ كه څه هم زه په هغو كي نابلده وم ­ او هر يوه ماته ډېر په حېرانتيا كتلو، خو ما هيڅ باك په كي نه وَهلو­ بس په منډو او ورزش كولو اخته وم ­

پاوْ بالا اووه بجي سهار دَ ضروري تياري دپاره دَ خپلي خوني په باتهـ روم كي لمبېدم، چي ناببره راباندي دروازه خلاسه شوه او يوه چټه پېغله چي څومره په څرپي راننوتي وه ، نو په ما يې سترګي نښتلو سم دستي ورسته داسي په نرۍ چيغه شاته وَدانګلو.. لكه زه چي انسان نه ، بلا وم او دا به خورم ­ ما وئيلو ، چي دا به له خوني څخه هم په منډه وتي وي ­ خو چي څنګه زړَور له باتهـ روم څخه راوَوتم ­ نو دغومره په چټكۍ زه هم بيرته دَ شاته غبرګ ځكه شوم ، چي دَ جامو په ځاى مي تشه توليه په ځان راپېچلي وه ­ لاكن په ځاى دَ دويمي چيغي هغې كټ كټ وَخندلو او زه لا دننه وم ، چي ژغ يې راباندي وَكړو..

" سوري سر.. ماوئيل ، كه تاسي وتي ياست او خونه خالي ده ­ ولي چي دَ دروازې د باندي دَ "مېك اپ روم" كارډ لګېدلى وْ"

" لاكن ما خو برايه شپه دَ " ډوناټ ډسټرب" كارډ په دروازه كي راځڼولى وْ"

دَ باتهـ روم څخه راختلو په وخت چي څنګه دَ دې دَ خبري په ځواب كي مي داسي وَوئيلو، نو دا په عاجزۍ واي ..

" سر.. تاسي ئې خپله كتلي شئ "

او واقعي ، چي دا په خپله خبره كي صحيح وه ­ غلطى دَ دې نه .. زما وه ­ ځكه مي سوري ورته وَوئيلو او هغه دَ خوږې موسكا ورسته له خوني وَوته ­

_____

اتهـه نيمي بجې سهار موږ په بس كي له هوټل څخه چي مخته كوچ كولو، نو نرى نرى باران هم ورېدلو او زړه مي غوښتلو چي ځه وَليكم ­ كله چي بس په شنو ناوْ كي دَ غره په سر باندي مېښته كلي Builth Wells سره لاندي تيرېدو، نو جوْنا وئيلو..

" دا ښائيسته كلى په دې سيمه كي واحد كلى دى ، او زياتره خلګ دَ شاوخوا دَ كلو څخه ورته راځي ­ ځكه خو په كي دَ ټرېفك جام مسئلې زياتي وي"

له دې ټاوْن څخه ريور وائيRiver Wye ) ) نامي درياب كه يوې خواته دَ سړك وَ كيڼ لاس ته تر ډېره پوري راسره سره بهېدلو­ نو بلي خواته دَ غرونو په شنو لمنو كي تر ليري ليري پوري دَ پوسُونو وَړې او غټي رمې هم ښكاره كېدلي ­

" دَ وېلز قدرتي مناظر دَ ستائيني وړ ځكه دي ، چي درست رياست په شنو ناوْ كي اّباد دي ­ او بل څومره پُوسونه چي په دې رياست كښى سترګو ته ښكاري ­ خيال دا كېږي ، چي په دې شمېر به په ټولى دَنيا كي نه وي"

جوْنا چي دا خبري كولې ، نو مي يوې رمې ته پام شو­ چي پوسونه ئې دَ ښي لاس په غره كي په خپلو جوړو نرئيو لارو چي ختلو، نو دې خبري ته مي پام شو، چي وئيل كېږي ..

" انسانانو په لومړي ځل وَ غرونو ته دَ ختلو او دَ لارو پرانستلو هَنر له بودَګانو زده كړى وْ "

دَ ټالګرتهـ نامي ټاوْن ورسته په ښائيسته ناوْ كي چي بس مخته روان وْ، نو ما هم دَ دې ښكلاګانو تر اثر دلاندي دا نظم په ډائرۍ كي نوشته كړو..

" بس يو خوب دى
چي يې وينم
زه په ويښو سترګو باندي
ګنى داسي بربنډه حسن
او ښكلا دَ كائنات خو
په نصيب نه وي دَ مړو"

نظم چي مي نوشته كولو، نو بس دَ Abergavenny ټاوْن وړوكي بازاراو كېټل ماركېټ نامي علاقې چي دَ كتلو وړ وې څخه تېرېدلو­ دَدې ټاوْن څخه څه مخته چي جوْنا زموږ پام دَ يولسمي صدۍ دَ كومي زړَې ماڼۍ په لور را اړَولو، نو هغه ارومرو داسي مونېدله ، لكه چي بس يو څو كاله له مخه جوړه شوي وي ­ ځكه خو يې ماته دَ خپل هېواد سركاري ودانياني او روډونه راپه زړه كړلو، چي كه يې څه هم مرمت په هر جون كي په ډېره باقائدګۍ سره كېږي ­ خو بيا هم دَ نرئيو بارانونو توان نه راوړي ­

لس بجې خواته چي موږ دَ Mon mouth Raglan نامي ځاى څخه په بائي پاس باندي تېرېدلو، نو دَ ټاوْن دَ ښكاره پلازې ، ماڼياني او ورسره دَ بهېدونكي درياب په څنګ كي ولاړ چرچ دَ اوريځو څخه دَ نيم ښكاره لمر په رڼا كي دومره ښائيسته برېښېدلو، چي دَ سړي ايمان ورته خطاكېدو­ هم ځكه خو جوْنا وئيلو..

" موږ يورپئين چي څومره په لمر مئين يُو­ لمر هغومره له موږ څخه نفرت كوي او ځان پَټوي راڅخه
او خبره هم دغه رنګه وه ­ ګوا هغوئ څه ، چي اوس ما لا هم وَ لمر ته سترګي ختلي وې ­ او چي به كله راښكاره شو، نو به مي زړه غوښتلو، چي ښه ځان ورباندى ټكور كړم ­ خو دومر بخت مي چرته وْ ؟ "

دَ اُوسك او مونټى پُول نامي ځايونه شاته پرېښولو ورسته چي زموږ مخه دَ ټينټرن په خوا وه، نو دَ ليري څخه دَ Tintern Abbey هسكي مينارې هم ښكاره كېدلې ­ لنډا دا، چي څه وخت ورسته بس دَ هغو دوْو پلونو، چي په كي يو نوى او بل زوړ وْ او دَ برسټل چېنل نامي سمندري اوبو برسېره جوړ وْ خواته روان وْ ­ كه څه هم دا نوى پُل څو كاله پخوا يوې فرنچ كمپنۍ جوړ كړى وْ ارومرو دَ استنبول دَ باسفورس پُل په رنګه جوړ وْ­ او اوس موږ دَ يو ميل په ډبري باندي دَ نوشته تحرير له رُويه چيپس ټاوْن دَ دې سړك ، ګوا په M 4 باندي بس يو څو كلوميټره مخته وْ ­

بس چس څنګه څنګه مخته واټنونه لنډَولو ، نو زه هم دَ انساني پرمختګ په اړه داسي له ځان سره اخته وم ..

" په ښكاره باندي كه څه هم انساني ژوند دَ سائنسي پرمختګ له سوبه ډېر وسا شوى دى، خو دې پرمختګ انسان په اخلاقي توګه له خپل معراجه راكُوز كړى هم دى ­ ولي چي دې پرمختګ هر انسان دَ ځان په باب خواخوږى كړى او دَ بل په باب يې بې حسه كړى دى ­ دا نه چي ګني پرمختګ ښه كار نه دى ، بلكې دا پرمختګ په مثبتو لارو نه ، بلكې په منفي لارو يُون كولو ته روږدېدلى دى او دغه وجه ده ، چي دې اّسانتياوْ په هغه كي پټ ځناور را بېداره كړى دى "

*****

په څنګه ټكودي وَستايم ؟

په برسټل چېنل باندي له ګاډرانو څخه جوړكړل شوي بېخي اوږده قفس وزمه پُل برسېره تېرېدو په وخت كه څه هم لاندي خواره واره او تك شنه سمندر په خپلو څپو كي حال نه وئيلو، خو دَ ژورتيا احساس يې كتونكي سترګي ويرَولې خامخا ­

" دغه رنګه نوي ډول پلونه په دُنيا كي نن سبا ډېر ليدل كېږي"

زما تر شا په چوكۍ كي له خپل ځوان زوى Mike سره په څنګ كي ناست رامون چي څنګه دا خبره كوله، نو هغه واي ..

" هو پاپا.. دا ګوره چي څويم پُل دى ، موږ ورڅخه تېرېږو"

او ما يې په زړه كي لا دَ خبري تصديق سم نه وْ كړى، چي ورسره په دې بل اړخ چوكۍ كي ناستي مور ماريلو هم ورسره دا خبره خوښه كړه او واي ..

" زويه ! ته صحيح واې، داسي پُلونه نن سبا هر چرته ليدل كېږي"

دَ رامون فېميلي ترمنځه لا په دې حقله ګپه روانه وه، چي دَ ګائيډ جوْنا ژغ هم په بس كي خپور شو او واي ..

" دا پُل كه وَوايم ، چي دَ انګلېنډ او وېلز تر ميان بارډر هم ګڼل كېږي ­ نو غلطه به نه يم ­ ولي چي ټاپو وزمه وېلز رياست شاته پاته شو او دې وخت موږ بيرته دَ انګلېنډ په خوا روان يُو­ كوم چي دَ ژبي او ژوند ژواك په اړه دَ هغو خلګو دَ مسكن ځاى ګڼل كېږي ، چي پخوا هم دَ ستائيني وړ وْ او اوس هم بلل كېږي"

په دې خبري كي شك هم نه وْ ­ دلته معامله ده هم دغه رنګه، ګوا څومره چي دَ دې سيمي خلګ په مغربي او مخته وتي انداز ژوند كوي ­ هغومره په خپل ژواك ولاړ او ټينګار هم كوي ­ ژبه دَ دې ځاى دَ خلګو انګلسي نه وه ، خو په انګلسۍ بېخي زيات مئين هم نه ښكاره كېدلو­ په درست بس كي په دې خبرو باندي كه څوك شرمنده وْ، نو هغه شاهد چي زه وم ؟ ولي چي نورو خو په خپل خپل ځاى دَ قامي پت له سوبه سترګي لوړي ساتلې ­ او ماته خپل هغه پښتون ، چي پرون يې سندري نورو قامونو لا وئيلې، خو نن هغه تاريخي غښتلى په سيالانو كي دَ نوم اخيستلو وړ نه ګرځي ­ نو حقه خبره ده، چي ما به په ځان كي تُوكلو ­ پړده مي په دې خبري كي وه، چي پټه خله كښېنم ­ او دا هغه لمحې وې، چي يو ځل بيا په خيالونو كي له مانده او ناوسه سوچونو سره ملګرى دَ تخيل په سېند ورګډ شوم او دا نظم " هر چا دى په زړه كي بل ته غل ساتلى" مي ډائرۍ ته وسپارلو­

جونا چي ژغېدله ، نوپه خپل خپل وار مي دَ Avon mouth او Portishead نامي ټاوْنونو شاته په ښي لاس پرېيښي وْ او بس په موټروې نمبر 5 باندي دَ برسټل په خوا رهي وْ­

" دَ ګلاسټرشائر په علاقه كي دَ اېون درياب په غاړه پراته ښار، چي دې وخت يې موږ په ډېرو تنګو او په لږو پراخو سړكونو باندي مخ په وړاندي روان يُو دَ يوې غټي بندرګاه بريسټل په نامه په نړۍ كي نوم لري ­ دا ښار كه څه هم يو صنعتي ښار دى او دَ روډ دواړو څنډو ته خورا ډېري كارخانې لري .. چي په كي دَ كېميايي شيانو، كاغذونو، بسكوټونو او دَ څرمنو دَ فابريكو په چپه دَ جهازسازۍ كارخانې هم ګډي دي"

په دې ښار كي ټرېفك بلا زيات دى ­ خو داسي بې طريقې نه ، لكه زموږ په ښارونو كي چي دى ­ دَ غرمې پنځه منټه بالا يولس بجې وې ، چي زموږ بس له دې ښاره وتلو ته لاره دَ موټروې په خوا لنډَوله لګيا وْ­

_____

دَ بريسټل څخه رك تر Cheddar نامي ټاوْن پوري په بس كي داسي چپه چپيا وه ، لكه مَړي چي په سيټونو ناست وي ­ او ځينو خو ستړګي هم پټي كړي وې ­ نو ځكه ما هم سترګي دَ څو لمحو دپاره پټي كړې ­ خو ويده په دې نه شوم، چي دَ دې سيمي شنه ميدانونه مي تر سترګو دې خوا اّخوا كېدلو او په زړه كي مي وئيلو، چي ګوره خالق هم په دې خلګو څومره مهربان دى ­ په اّسمان كي تكه توره اوريځ وه ، خو باران بيا هم نه ورېدلو ­ كه ستړى نه وى ، نو ما به خامخا څه ليكلي وى ­

پاوْ كم دولس بجې موږ په Glaston bury ټاوْن كي دَ ګوټونو دَ كارخانې څخه تېرېدلو ورسته چي دَ سېنټ جون چرچ په لور په تنګو روډونو مخته تللو، نو يو ځل بيرته په بس كي ژوند پېښه راكړي وه او ټول ملګري تر خپلو سره ژغېدلو ­ نو ځكه ماته هم زړَه جرميلاپېك راڅرمه شوي وه ، چي دَ بس له يو دوْ خبرو پرته هم دَ دې چرچ په وړاندي دَ لس منټو دَ سټاپ كولو په نيت چي له بسه كښته شولو، نو هم هغه راپوري نښتي وه ­ ولي چي زما دَ ايكړۍ په بابت كي دَ كړي سوال په ځواب لا نه وه مطمئينه شوي او وئيل يې..

" ته لكه چي په ايكړ ځان ډېر خوشاله يې؟"

" دا خبره دي اوس څنګه په زړه شوه ، چي زياته ټوْر هم په ختمېدو دى..؟"

ما چي يې دَ سوال په ځواب كي څنګه په سوال كس داسي وَوئيلو، نو هغې هم دَ سړو اوبو بوتل په غاړه اړَولو ورسته په څنګلي وَوهلم او په شوخه لهجه كي راته وئيلو..

" لاكن كله كله خو هغه جوْنا درته نيږدې نيږدې كېږ ي كنه"

" هو لاكن .."

ما به لا هغه نوره تنګوله ، چي جوْنا دَ بانو مدون او Jalati په ملګري كي هم راورسېدله او واي ..

" زما له ډېر ليري په تاسو دواړو كي پام وْ "

" ما نه وئيلو، چي جوْنا درسره لګېږي "

جرميلا هم په نېغه چي دا خبره وَكړه ، نو مدون واي ..

" جوْنا دا ښځه څه واي..؟"

جوْنا هم په سپين سترګۍ ورته په خندا كي ځو اب داسي بيا كړو..

" هو له شوق سره خو زموږ دَ ټولو لګېږي.. لكه دا ته چي اوس ورسره غلي غلي كيدې "

او بيا ټو ل په خندا سر شولو ­

لنډه دا، چي دَ دې چرچ شاوخوا خورا ډېر عكسونه ايستلو ورسته چي ملګري بس ته ختلو، نو هر يو ګوره چي په څه نا څه خوشاله وْ..؟ اوكه دا هر څه زما له زړه وْ­ ولي چي جوْنا تر بس پوري غوزۍ راباندي اچولي وه او جرميلاپېك سره يې ټوكي كولې ­

_____

دَ Wells نامي ټاوْن څخه مخته تېرېدلو ورسته موږ په Mendip Hills نامي غريزي سلسلې كي مزل لنډولو او له پاسه اّسمان هم راوريدلو ­ ځكه خو لا نور نور مي دې زړه دَ سترګو په لاره دَ دې سيمي دَ قدرتي نندارو په لور وَټوپ كېدو ته غوښتلو­

" په سمرسېنټ نامي علاقه كي دَ انګلستان دغه تاريخي جارجين ښا ر Bath دَ اېون درياب په څنډه اّباد دى ­ دا ښا ر ډېر په خوا دَ لندن پسته دويم غټ ښا ر او مركز وْ ­ په لومړۍ صدۍ كي روميانو دلته تودې چينې دَ اوبو موندلي وې ­ نو په دې وجه استوګن شوي وْ ­"

هو.. دا ښا ر يو صحت افزا مقام وْ او دَ زياترو خلګو تودې جامې په تن وې ­ په Bath كي دَ Abbey Church yard څخه دَ زړَو ودانيانو په منځ كي تېرېدلو په وخت چي كله يو زوړ چرچ زموږ وَ كيڼ لاس ته شاته پاته كېدو، نو جوْنا وئيلو..

" دا هغه ښا ر دى ، چي دَ Gains Borough سره سره William Pitt چي وزيراعظم وْ هم دلته اوسېدلى دى او ځان ځانته يې كورونه هم درلودلو ­ په دې ښار كي تر ټولو مشهوره او دَ ټوْرسټانو دَ پاملرني برخه سركس نومېږي ­ چرته چي دَ ژوند دَ ضرورت هر څه شته"

په ښار كي يوې بلي خواته بس ګرځولو ورسته وَ سركس نامي سيمي ته ورسېدو­ په دې تاريخي زاړه ښار كي چرته چي دَ جون ووډ جوړه ماڼۍ رائل كريسنټ او تاريخي كوڅهGreat Putemey Street ، باتهـ اېبې ده ­ په اېون درياب باندي ځاى په ځاى جوړو پلونو كي مشهوره پُل Pulteney Bridge دَ ټوْرسټانو پام وَ خپلي خواته وراړَوي ­

" دلته انجوني څه زياتي نه ګرځي..؟"

له بس څخه كوزېدلو سم دستي اّرټسټ ملګري مارك هېلي زما په اوږه لاس ږدلو ورسته راته واي ..

" هو.. ماته هم داسي ښكاري "

او بيا موږ چي لا يو دوه ګامه مخته نه وْ تللي، چي دَ مارك هېلي مائينه خپل مېړه ته څوكه غوندي ديكه وركولو ورسته په ډكه خله خندا كي واي ..

" هې .. هېلي، په هغه خوا چرته روان يې؟"

" په هغو ښائسته انجونو پسې"

مارك هم په ډېر ښه مُوډ كي وَ مائنې ته وئيلو ورسته زما په خوا مخ را وګرځولو، او څوكه راته واي ..

" دا زما مائينه لينا هم ډېره ساده ښځه ده.. په دې نه پوهېږي، چي نر كله هم نه زړېږي"

ما به لا خپله رائې وركوله ، چي په غوږو تېزه مائينه يې واي ..

" لاكن ښځي سړى زړَوي .. پوهى شوې"

ګوره چي له دې خبري يې څه مطلب وْ ؟ خو بيا موږ چي څنګه څنګه مخته ګامونه اوچتولو، نو هغسي هغسي دَ لينا او دَ مارك هېلي تر منځه ګپه خوږېدله ­ ګوا دَ بېلابېلو دوكانونو مخي ته ګرځېدلو او دَ انګلسۍ په اصطلاح وينډو شاپنګ كولو سره سره مي دَ دې زړې جوړې دَ تېري ځوانۍ په كيسو خوند اخيستلو لګيا وم ­ هن دا ، چي يو وخت يې په خوند خوند داسي هم وئيلو..

" چي كله دوئ دواړه ځوانان وْ، نو دَ هغوئ مينه په محلت كي مشهوره وه او دَ دواړو كورنئيو دَ هغوئ وَ ميني ته په ډېره درنه سترګه كتلو..."

خبره چي تر دې ځايه راورسېدله، نو كرار غوندي وَ موسېدم او په زړه كي مي وئيلو..

" كورنۍ دَ مئينانو خو په پښتنو كله كله دَ يو بل په وينو څيښلو هم نه مړېږي .. چرته په اّزادۍ دَ ميني داسي خوب .. ؟"

هو .. هغوئ چي څومره څومره خپله دَ ميني ګپه مخته غزوله، هغوني هغوني زه په ويښو سترګو باندي دَ خوب په ليدلو بوخت كېدمه او دا كي ګڼلو، چي كه نور نه وي.. نو زما په ژوند كي يې ګمان كول په ناممكناتو كي راځي ­ ګوا زما په قام كي مينه تور بلل كېږي او دَ تور دَ پاره ګولۍ په كارَول كېږي ­

كه څه هم دلته په تنګ تنګ جينز كي انجونو اورونه لګولو، خو زه دَ ميني په خوب كي لاهو هغه انسان وم ... چي داسي خو ګرځېدم لګيا وم ، لاكن دننه دننه مي ځان ژوندى مړى ګڼلو ­ او مړى وم هم ... ځكه چي زه دَ هغې خاوري بچى وم ، چرته چي مينه څه... وينه هم هيڅ مانا نه لري ­

_____

دَ پروګرام په سمه پاوْ كم څلور بجې خواته چي موږ دَ باتهـ له زاړه او خوندور ښار څخه وتلو، نو مخنته مي وړې وړې غونډياني وې ­ او جوْنا وئيلو..

" دَ باتهـ رنګيني خو دَ شپې خواته دَ كتلو وي .. او دلته په رېډ لائټ ډسټركټ كي ژوند نورنور خوندَور وي"

دا خبره يې كه څه هم په ما عجبه وَ لګېده، خو نورو ملګرو ګرسره هيڅ چُړت نه په كي وهلو ­ هو، دوئ خو اّ دچا خبره سېكس په كورونو كي دَ خويندو ميندو او لوڼو سره لا هم په خلاسه زېربحث راولي ­

اوس څه مخته مځكي څه پنجاب وزمه ښكاره كېدلې او دَ ځينو ځنګلي ونو په منځ كي جوړي مځكي ډېري ښې هم برېښېدلې ­ دَ شنو مځكو په مابېن كي څه مختهMelksham او Chippenham ټاوْنونه چي شاته پاته كېدلو، نو زما په ګهړۍ كي دَ دې وخت په سمه پاوْكم پنځه بجې وې ­ او څه مخته دَ Avebury نامي هغو زړو ولاړو پرشو او كاڼو په لور ورچپېدلو، چي دَ ګائيډ په قول ..

" هغه مخامخ غټ غټ كاڼي پنځه زره كاله پخوا په دې غټه دائره كي چا لګولي دي او دَ كوم مقصد دپاره يې لګولي دي ؟ دا خبره نامعلومه ده ­ لاكن دَ ليري ليري څخه خلګ ورته سېل ته راځي ­ ولي چي دا يو يو كاڼى له دېرشو تر پنځوستو ټنو پوري وزن لري"

او بيا يې هلته دَ نيم ساعت دپاره خوشي كړلو، چي هغه كاڼي وَګورو..

" ته هم لكه چي بور شولې دې كاڼو ته په كتلو؟"

اېډوين ټان، چي له خپلي ياري سره په چكركي له موږ سره ملګرى وْ، رارسېدلو ورسته چي زه په شنه چمني پروت وليدم ­ نو راڅخه يې پوښتنه وكړه او له پېغلي ملګري سره زما په خوا كي كښېنستلو په وخت چي دا سوال څنګه وَكړو، نو زما په ځاى ورته پېغلي اېليسن وئيلو..

" په دې كاڼو كي دي څه ؟ چي موږ يې ورته راويستلو"

او بيا موږ درې واړو دَ تاريخي ورثو په باب خوږې او ترخې خبري پئيل كړې ­ كه څه هم زه دَ دې كاڼو دَ اهميت په حق كي وم ، خو هغه دواړه دَ سنګاپور ملګرو وئيلو،

" داسي كاڼي خو په هر هېواد كي شته .. څنګه زه غلط خو نه وايم ؟"

او هغې پېغلي خو لا دا هم وَوئيلو..

" چي دا يې دَ ډالرانو دَ ټولولو لار جوړه كړې ده او بس .."

موږ لا په خبرو كي بوخت وْ، جوْنا راورسېده او واي ..

" څه كيسه ده چي درې واړه اېشين په دې تاريخي كاڼو كي دلچسپي نه اخلي ..؟"

پېغله اېليسن ورته په موسكا كي وَوئيلو..

" په دې كاڼو كي دي څه ؟ چي تاريخ او كيسه يې لا سمه نه معلومه"

هغې هم وخندل او اتفاقًا يې هغه خبره وكړه ، كومه چي اېليسن څو دقيقې له مخه كړي وه... ګوا ډالران ډالرن ­

بيا دَ خندلو ورسته ماته واي ..

" مسټر شوق .. ته خو په داسي شيانو كي ډېر خوند لټوې ­ دلته ولي ..؟"

نور به مي نو ورته څه وئيلو، چپ له دې چي،

" ستړى يم"

او بيا چي بس له دې ځايه مخته رهي شو، نو ما په ډائرۍ باندي داسي وَليكلو..

" انګرېزان، دَ نړۍ دَ ټورسټانو پام چي څنګه دَ دې بې حسه كاڼو په لور په خوند دَ ډالرانو دَ ټولولو دپاره اړَوي، دغسي زما قام او ملي او قامي تاريخي ورثې دَ جوړَولو په ځاى ورانوي لګيا دى ­ لكه دَ باميان بُت چي ډېر ژر به له منځه وځي او وتلى يې وَ بوله ..او نور خو هيڅ لرو هم نه ، چي ورباندي توريالي ياد شو"

له اېوبوري څخه په پنځه منټه واټن چي موټروې ته ورسېدو، نو د جوْنا په قول موږ به نن په سوينډان نامي ښار كي استوګنه كوْ ­ دا چي يې وئيلو، نو هغه ټاوْن او زموږ دپاره ټاكل شوى ويلټ شائرهوټل له دې ځايه په نيمه ګنټهه واټن باندي وْ ­ دې وخت دَ مازيګر پنځه منټه بالا پنځه بجې وې او موږ دَ شنو هوارو پټيانو په منځ كي په جوړ پراخ روډ باندي رهي وْ ­

_____

نن دَ برټش ويسټا ټوْر ورستۍ شپه وه، چي موږ دَ ويلټ شائر ښار په يو عالي شان هوټل سوينډان، چي په دېوالو كي يې تكي توري ډبري هوډل شوي وې كي اوسېدلو ته چمتو وْ ­

" نن فئيرويل ډنر دى .. خو تر دې له مخه يو ګروپ فوټو هم"

او بيا له بسه چي څنګه كښته شولو، نو دَ هوټل په وړاندي مي ګروپ تصوير واخيستلو او خپلو خپلو خونو ته چپ شولو ­ كه څه هم ښه ستړى وم، خو بيا هم دَ ورستي مازيګرى خوند لوټلو په نيت دباندي له هوټله وَوتم او دَ ښار په لور مي مخه وكړه ­ لا مي دويم ګام مخته اوچت كړى نه وْ، چي ترشا راته مسټر هېري چي له مائنې سره را روان وْ ژغ وكړو..

" مسټر شوق .. كه موږ هم لتا سره ملګري وَكړو نو به .."

خواست يې لا سم سرته نه وْ رسولى، چي ما ورته وئيلو ..

" ولي نه ولي نه .. دا به زما بخت وي، چي ستاسو په ملګري كي په سېل شم"

او موږ درې واړه ملګري دَ دې ښار په تنګو او ځاى په ځاى په پراخو كوڅو او روډونو باندي له خپلو ګپو سره مخ مخ ته روان وْ ­ په كومه ځو؟ دا هغه سوال وْ، چي هيڅ يو ملګرى نه وْ په خبر.. خو بيا هم روان وْ ­

" دلته ماښامونه ساړه وي"

" ماته هم داسي محسوسېږي"

دَ وېلما دَ خبري په ځواب كي ما چي داسي وئيلو، نو هېري واي ..

" ښكاري ساړه، لاكن دي ډېر تاوْده او په مستۍ مست مست هم"

" هغه څنګه ..؟"

زما دَ پوښتني په ځواب كي هغه وئيلو..

" دلته بارونه دې وخت دَ ټولي ورځي ستړيا ډېر په خوند خوند ليري كوي او بيا شپه خو نو دَ اروپا شپه وي"

نو ځكه چي څه مخته تللو، نو يو ښائسته بار مخته مي دوه سړي په جنګ وليدو او يو بل ته يې وړې وړې ديكې كمي او خبري ډېري په زوره زوره داسي كولي ، لكه كه هلته هغه نور دَ ګواش سړي نه وى، نو خود به يې كه يو بل هديرو ته نه ، نواسپتالو ته خامخا رسولو­

" دا هغه مستي ده ، چي هېري ذكر كوله ؟"

او دَ وېلما په دې خبره درې واړه خندلو ورسته مخته تېر شولو­ ګوا كه څه هم په كوڅو او روډونو باندي سړي او ښځي نه ښكاره كېدلو، خو ځاى په ځاى بارونه او دَ نيمي شپې وَخواته پئيل كېدونكو كلبونو دپاره اهتمام هر ټوْرسټ په خپلو سترګو ليدلى او تودښت يې سنجولى شي ­

_____

ماخُستن دَ هوټل په رېسټورېنټ كي فئير ويل ډنر څه وْ، يو تود محفل وْ، چي ملګرو نور نور تودَولو ­ خو بيا هغه زه وم او زما ايكړي، چي ناست كه څه هم دَ مستو ملګرو تر منځْ وم ، خو ځان راته نيم سړى محسوسېدلو ­

" دا پارټۍ به په ډيسكو تمامېږي"

جوْنا چي دې وخت په حال كي نه وه، چي څنګه دا خبره وكړه، نو يې بې له سازه بدن په خوند خوند ښورول پئيل كړو ­ او دغه رنګه يو يو ور ولاړېدلو او ورسره يي ملګري كوله ­ لنډه دا، چي زما دَ خوب په سمه بيا دَ نړۍ دُښمنان په خپلو كي دَ خپلوۍ په تاوْده احساس يو شوي وْ ­ او تر نيمي شپې پوري هر يو له بله ځارېدلو لګيا وْ ­ خو زه وم او زما محرومياني ، چي يو بل ته سره په بيا بيا غاړي وتلو او زه يې په داسي سوچونو پاندي پارولم هم ..

" نن راته دا هم معلومه شوه، چي نه يوازي زه خپله يوازي يم ، بلكې زه په نړۍ كي دَ يو داسي هېواد غړى هم يم، چي يو خو دَ دُنيا په هغه بل ګوټ كي دى .. چرته چي انسان كه څه هم انسان ته مونېږي، خو دا نړيوال يې سړي هم ګوره چي څله نه ګڼي؟ ګوا كه څه هم تر پرونه ما خپل ځان دَ دې نړۍ دَ هر هېواد غړى ګڼلو، خو نن شپه ماته ځان دَ نړۍ څه ، چي دَځان لا نه برېښېدلو ­ ولي چي كوم څه نړۍ كول غواړي ، هغه زه او زما قام وال نه شي كولى ­ او دَ كولو ضرورت يې هم ځكه نه محسوسوم ، چي انسانيت يوازي دَ مستۍ نوم خو هم نه دى­ "

هو.. دا هر څه مي ځكه سوچ كولو، چي دې وخت خپلوي تر حدونو وتلي وه ­ څوك له چا سره په ډانس كي ملګري كوي؟ دا هغه سوال وْ، چي په ځواب كي يې زما سترګو په وار وار ځكه كُوزولې، چي دَ نظر وړاندي مناظرو په انساني بڼه حېواني حركتونه پئيل كړي وْ ­ او دَ ښځي عصمت او دَ سړي عظمت راته خوب ښكاره كېدلو ­

_____

طبيعت مي نن له اول سهاره غټه شوى وْ ­ ولي چي په بس كي ناستو ملګرو په څېرو كي ماته نن دَ ځان په نوم دَ دُښمني كرښي له ورايه ليكلي ځكه ښكاره كېدلې، چي ما ورسره برايه په هغه انداز ملګري نه وه كړي ­ او دَ جوْنا دَ سهار سلام كولو ورسته ، چي بس رهي شو، نو له ما سره په څنګ چوكۍ كي ناستو ډېفني او بلنډاوائ نامي ملګرو په خپل خپل وار دا ګيله راڅخه وكړه، چي

" شوقه .. ته خو ډېر روشن فكره سړى وې ­ دا برايه شپه څله ..؟"

" څله نه؟"

او په ځواب كي مي دَ انسان او دَ هغه دَ عظمت په حقله دومره څه ورته وَوئيلو، چي كه دَ هغوئ په ځاى پښتانه وى، نو تر منځه به مو غال ضرور كېدلو­ كه څه هم هغو راسره ډېري خبري منلې، خو دا خبره هغوئ هم سمه كوله ، چي ګوندي انسان وَ انسان ته جذباتي او اخلاقي ډائيلاګ كم ، عملي جذبې او دَ هغو اظهار زيات نېږدې كوي ­

" ټوْر نن ماښام لندن ته په رسېدلو ختم كېږي ­ نو ځكه كه غواړئ چي ستاسو تر منځ بيا دَ برايه شپې په رنګه خواږه ملاقاتونه وشي، نو يو بل ته دركونه وركړئ او بيا تر خپلو سره اړيكي پيدا كړئ"

دا خبري چي يې سرته وَرسولې، نو بس په Burford نامي ښار كي ورګډ شو­ دا ښار دَ هغو پخوانئيو انګلسي ښارونو بڼه لري ، چي موږ يې په فلمونو كي ګورو ­ او دلته دوكانونه واړه او روائيتي بڼه لري ­ او له دې ښاره چي څنګه بيرته په موټروې ورسم شولو، نو دَ نيمي ګنټهې مزل ورسته موږ په زاړه او مشهوره تاريخي ښار اّكسفورډ كي ور دننه شوي وْ ­

" دا دى دَ اّكسفورډ شائر صدرمقام اكسفورډ ښار، چي دَ تهېمز درياب او اّئسس درياب سره خواكي اّباد دى ­ دَ زړو ګرجو ، ماڼيانو او ودانيانو ښار په پرته دَ نړۍ په هغو دوْ سترو پوهنتونانو كي دَ يوه پوهنتون څېښتن هم دى ، چي دَ بېلابيلو هېوادونو طالبعلمان يوې بلي خواته په فټ پاتهونو ځكه ليدل كېږي ، چي په دولسمه صدۍ كي جوړ شوي دې اّكسفورډ دَ پوهنتون شعبې ، لكه دَ ښار محلې يو بل خواته وجود لري ­ او په بله مانا درست ښار له تعليمي ادارو څخه ډك دى"

جوْنا چي دا خبري كولې، نو بس هم په كوئين سټريټ كي ودرېدلو او موږ ټول ملګري دَ جوْنا په مشرۍ كي دَ اّكسفورډ پوهنتون په بېلابېلو ډيپارټمنټونو ورسم شولو ­ اّكسفورډ يونين كلب، په كي جوړ عجائب ګهر اېش مولين او بوډلين لائبرېرۍ كي دننه دباندي ګرځېدلو ورسته په نورو متعلقه كالجونو كي په ګرځلاوْ شولو ­

دلته دَ ښار بازارونه په پوهنتون كي دننه يوې بلي خواته خپل ژوند لري ­ خو له دې پرته هم دَ دې ځاى تعليمي فضا او ماحول يې متاثره كړى نه دى ­ دلته په فت پاتهونو باندي هلكان په تورو سوټونو او انجوني په تورو هاف سكرټونو، چي تر ګونډو پوري پړده لري كي ښكاري څه .. چي ايمانونه هم په خپل ښائست دَ تږو وږو سېلانيانو په خطره كي اچوي ­ او زه خو هم سېلاني وم ، نو ځكه چي به مي هر څو كليمې په ځان راچُوف كړې، خو دَ هغو بېلابېلو نسلونو دَ پېغلو سپينو غړو زه بيا بيا ورته په سترګو اړَولو پارَولم ­

دَ اّكسفورډ سټوري ، چي دَ دې ښار په منځنۍ برخه كي په بورډز سټريټ نامي روډ كي زموږ دَ رابطي ټاكل شوى ځاى وْ، څخه پرته ما كارن ماركيټ سټريټ، پاركس روډ، هائي سټريټ، هالي وېل سټريټ، جارج سټريټ او فولي بريج چي په تهېمز درياب باندي جوړ وْ داسي ژر ژر تر پښو دلاندي كړلو، لكه زه چي هغه څه لټوم، كوم، چي دَ هوا په اوږو له ما او زما وَ مخ مخته ځغلي او زه يې دَ نيولو هڅه كوم لګيا يم ­ لاكن زيات وخت مي دَ كوئين سټريټ په غټ چوك ځكه تېر كړو، چي دا هغه ځاى وْ، چي دَ اّكسفورډ دَ كريم خوند څكلو مواقعې ډېري دي په كي ­

زما دَ مطالعې په سمه چي دلته ما څومره سټوډنټس هم وَژغولو، په هغوئ كي بېخي زياتو زما دَ سوالونو ځوابونه ډېر په سوچ او تسلۍ راكولو ­ په هغو كي دَ اروپا دَ بېلابېلو هېوادونو دَ انجونو او هلكانو په چپه دوه اېشېن پيتان او يوه تُركۍ پېغله هم وه، چي ما ورڅخه پوښتني وكړې ­ لاكن دَ نورو په مقابله كي ډېره خوشكه او دَ اور لمبه وزمه هم وه ­ خېر، دَ خپلي مطالعې سره سره مي دَ دې نظم " دا جنۍ وې كه دَ اور بلي لمبې وې؟ " تهيم هم په اّكسفورډ يونيورسټۍ كي دَ سېل كولو په وخت ډائرۍ ته وسپارلو ­

يو وخت چي زه څنګه له يو رېسټورېنټ څخه دباندي راوختم، او دَ بېخي غټ او ګران رانډلوف هوټل په خوا ور روان شوم، نو يو چا راباندي په اُردو كي ژغ وكړو..

" بهائي صاحب .. بهائي صاحب "

ما چي شاته وَكتلو، نو څه ګورم، چي يو پاكستانى يا هندوستانى ځوان چي په لاس كي يې دَ اخبارونو بنډل وْ را روان وْ ­ يو وار مي لا په زړه كي راغلو، چي راشه ګپه ورسره ولګوم ­ خو بيا مي شپږم حس دا وېره په زړه كي را واچوله، چي داسي نه پاسپورټ يا پيسې راڅخه وَوهي ­ دَ كوم دپاره چي دا خلګ په اروپا كي مشهوره دي ­ نو ځكه مي ځواب نه كړو ور او مخته داسي روان وم .. لكه زه چي ګرسره دَ هغه دَ سيمي نه وم ­ په دې خو هغه ځوان تر يو څه ځايه راپسې دَ بهائ بهائ سُرنا وهله او بيا چي ناوسه شو، نو ودرېدو... او زما ګامونه له اوله لا نور ځكه تېز شولو، چي ماته اوس بيرته هغه ځاى ته هم رسېده وْ، چي له كومه ځايه به بس مخته ځي ­

دلته په روډ سائيكلان ډېر زيات ښكاري، چي پېغلي او هلكان يې په شوق چلوي ­ نو ځكه چي يو ځاى مي روډ كراسولو، نو يوې چټي پېغلي په سائيكل هم وَوهلم، خو په خوږو ځكه نه شوم پوهـ ، چي هغې راته په خوږه موسكا بيا بيا سوري سوري وئيلو او بل يې بيا بيا زما په اوږو لاس هم راته داسي ږدلو لكه هغه چي په دې حركت ډېره شرمنده هم وي ­ هم دغه وجه وه، چي ما هم ورته خله ويړه ويړه ځكه كوله ، چي پښتون وم ... او پښتون خو نو مړى لا هم وَ دُښمن ته په مافي اخيستلو وربخښي ­ دا خو لا دَ سائيكل يوه وړه ديكه وه او هغه هم دَ ښځي ، چي دَ بدو په ځواب كي ورسره بدو ته ملا تړل پېغور ګڼل كېږي­

_____

دَ اّكسفورډ په ښكلي ښار كي دَ تعليمي ادارو او تعليم په لټون كي راوتلي پېغلي او ځوانان تر خپلو داسي جوړه جوړه ګرځي، لكه دا ښار چي دَ ميني او مئينانو ښار وي ­ او دا مينه هم خود دلته په نصاب كي ورګډ مضمون په رنګه ځان ته امتحانونه لري ­ له دې تاثر اخيستلو سره سم چي زموږ بس دَ پروګرام په سمه پاوْ بالا يوه بجه باندي په موټروې M – 40 باندي مخته رهي شو، نو جوْنا وئيلو..

" دا وْ اّكسفورډ چي موږ يې شاته ايله كوْ او قريبًا نيم ساعت ورسته به په مشهوره Windsor Castle باندي سټاپ كوْ"

او بيا څه چپ كېدو ورسته واي..

" وينډسور كاسل، چي دَ تهېمز درياب په څنډه جوړه تاريخي شاهي ماڼۍ ده ، دَ فاتح ويلئيم له وخته راهسې تر اوسه پوري دَ باچهانو موسمي استوګن ځاى دى ­ اوس هم هغسي ښايست لري ، لكه دا چي په كومه ورځ جوړ شوى وْ ­ او دَ وخت هر باچا او راڼۍ په كي خپلي خپلي دَ دور او عهد نخښي خوندي ساتلي دي ­ په دې زړې ماڼۍ كي دَ غټ چرچ په دې وجي لوړ نوم لري، چي په تهه خانو كي يې اتهه باچهان دَ مرګ ورسته پټ كړل شوي دي ­ "

كه څه هم لا ما دا ماڼۍ نه وه ليدلي ، خو په زړه كي دې سوال سر راپورته كړو،

" دا ماڼۍ به دَ مسلمانانو او پېرنګيانو تر منځ دَ تاريخ خوندي كولو توپير په رښتيا راڅرګندكړي او كه يَه دا سوال به مي ځواب ته نور نور هم كړَوي..؟ "

دا هغه سوچ وْ چي زما سترګي يې ژر تر ژره دَ هغي ماڼۍ كتلو په باب يوې بلي خواته غړَولو باندي مجبوري كړي وې ­ او كله چي دَ لوي لاري رېسټورېنټ Asda څخه تېرېدلو، نو ماته دَ خپل قام دَ كتابي تاريخي عظمت په مقابله كي داسي يو هم تاريخي اثر نه شو راپه زړه ­ چي ما يې نقشه په ذهن كي جوړَكړي وي ­ نو ځكه مي بيا دَ يو مسلمان په حېث دَ مغلو مقبرې او ماڼياني راپه زړه كول پئيل كړې ­

څه مخته په تهېمز درياب باندي ولانګو ورسته موږ دَ روډ دواړو څنډو ته واړه او غټ ټاوْنونه شاته پرېښولو او دَ وينډسور په لور مي مزل لنډَولو لګيا وْ ­ دا هغه شنه چمنيزه سيمه وه ، چرته چي ليري ليري يونيم ځاى زړې ودانياني او وړې غټي ماڼياني دَ خپل تاريخي خوند او رنګ سره دَ سترګو دَ ګټلو سوب ګرځېدلې ­ او بيا يو ښائيسته او رك تر وينډسور محل پوري تلونكي لاره خپل ښي او كيڼ لاس ته تېره شوي مو تر سترګو شوه، چي دواړو اړخه يې غټي غټي وني لګېدلي وې ­

ما چي څنګه په دې لاري كي هلته ليري شاهي ماڼۍ وينډسور ته سترګي واړَولې، نو زړه مي نه غوښتلو، چي ورڅخه يې واړَوم ­ ولي چي هغې ماڼۍ زما دَ سوال په ځواب كي خپل عظمت زما دَ قام په مقابله كي اوچت څرګندَولو...او جوْنا هم وئيلو..

" دا هغه ښائيسته او شنه لاره ده ، چي هغه ليري دَ وينډسور محل ته نېغ په نېغه غزېږي ­ او بل چي كله هم دَ شاهي كورنۍ څوك دلته راځي ، نو هغه په دې لاره په اّس ګاډۍ يا پښو باندي ضرور چكر وهي ­ او بل دَ هغه محل شاوخوا بېخي زيات تك شنه پاركونه او لانونه هم له ليري ښكاري"

جوْنا لا داخبري سمي سرته نه وې رسولي، چي موږ وَ خپل كيڼ لاس ته له مارګرېټ نامي اسپتال څخه چي څنګه مخته تېر شولو، نو هغه لاره هم موږ شاته پرېښوله او دَ وينډسور محل يو ځل بيرته دَ يادونو وَ ټاپو ته په ستنېدو شو ­

" دا وْ دَ ټوْر هغه ورستنى تاريخي ياد، چي موږ ورڅخه تېر شولو"

او جوْنا مخته خبره ځكه نه وكړه، چي موږ ټول خبر وْ چي نن به لندن ته په رسېدو له يو بل څخه دَ همېشه دپاره بېلېږو­ هو، لندن هم اوس په څه واټن باندي وْ ­ او بالا په اّسمان كي دَ جهازونو دَ ورته تګ راتګ هغه خبره رښتيا كوله ، چي ګني له شګاګو ورسته لندن دَ دُنيا دويم غټ ائيرپورټ دى، چي په هر اتيا سېكنډه كي يو جهاز ورڅخه الوځي او بل ورباندي كښېني ­

څنګه څنګه چي موږ لندن ته نيږدې كېدلو، هغومره دَ سړك دواړو څنډو ته واړه او غټ ټاوْنونه زياتېدلو لګيا وْ ­ دې وخت موږ په پلن او بېخي هوار تك تور سړك باندي داسي په مزه مخته ځنګېدلى روان وْ، لكه موږ چي په بس كي نه ، بلكې په يوې كشتۍ كي ناست يُو او ډېر ژر به دا كشتۍ له طوفان سره مخامخ شي او موږ ټول ملګري به دَ سمندر دَ مستو څپو په زد دَ ماتي كشتۍ په وړو وړو دړو باندي دَ خپل خپل ژوند ژغورني په نيت له يو بله دَ همېش دپاره بېل شو ­

" يوه ورځ به دا ژوند او دَ ژوند خواخُوږي هم له يو بله داسي بېلېږي لكه مخته بېل شوي خلګ "

هو، خبره هم دغسي وه، كه يوې خواته زه دَ ژوند په اړه په سوچونو كي دَ يو دقيقو دپاره بې خُوده شوى وم ، نو بلي خواته په بس كي ناست دَ بېل بېل هېوادونو خلګ ، چي وْ پرېدي ... لاكن دې وخت يې دَ خپلوۍ دَ خواږه احساس له لاري په څېرو باندي دَ يو بل په باب دَ بېلتون احساس له وراپه ځلېدلو او يو بل ته يې داسي په مړو مړو سترګو كتلو، لكه هغوئ چى په دې بېلتون خوشاله نه وي ­ خو بيا هم هيچا هيڅ نه شو كولى­ ولي چي منزل ته په رسېدلو اكثره ملګري دَ خپلو خپلو خواهشاتو سره غاړه غړۍ شي او بس­

" زياته لندن ته په رسېدو يُو، كه څوك په تاسو كي دا راته وَښئي، چي زموږ بس په دي برټش ويسټا ټوْر كي څو ميله سفر لنډ كړى دى، نو دَ اٍن سائټ كمپنۍ له خوا به هغه ته يو شيمپېن بوتل سپارل كېږي"

دَ جوْنا له خوا دا اعلان څه وْ، چي په بس كي ناستو ټولو ملګرو له خپلي خوا په اندازه ځواب وركولو ته لاسونه پورته كړو او جوْنا له اول نمبر چوكۍ څخه تر ورستنۍ چوكۍ پوري له ملګرو په خپل غوږ كي ځوابونه اورېدلو ورسته مارك هېلي او لينا په حق داسي اعلان وكړو..

" كه څه هم ټولو غلط ځوابونه راكړو ، خو دَ ملګري لينا او مارك هېلي ځواب وَ صحيح ځواب ياني 1541ميله، چي 2465 كلوميټره جوړېږي دى ته نيږدې دى ­ نو ځكه زه دَ هغوئ په حق كي اعلان كوم"

او بيا چي مارك هېلي او دَ هغه مائنې دَ شيمپېن بوتل تر لاس كولو ورسته څنګه په جوش خلاس كړو، نو په بس كي ملګرو هاهوهو او وووللا غوندي نارې پئيل كړې او دا بوتل په بس كي سيټ په سيټ دَ لينا په لاس تاوېدلو سره سره ټول په ولاړېدو وَهم پارَولو­

مخته څه وْ ؟ يو ځل بيا دې مېلي دَ فئير ويل دَ هغي ډنر رنګ واخيستلو، چي تېره شپه يې زه په ډېر څه ليكلو باندي مجبوره كړى وم­ لاكن ماتېدم هغسي نه، ولي چي ماته دَ خپل ملګرو ډېفېني او بلنډا وائ ، چي تر اوسه لا هم زما سره په څنګ سيټونو كي ناست وْ خبره راياده شوه ­ نو ځكه خو ما انكار هم نه شو كولى، چي كله ډېفيني راڅرمه شوه او دَ بلنډا وائ سره يې په څنګ كي درَولو ورسته په خپړو ټكولو وپارَولم ­

" زه او دَ بس ډرائيور مسټر رچرډ دَ اٍن سائټ له خوا تاسو ته مننه وايُو، چي له موږ سره مو سفر وكړو او دا هيله هم كوْ، چي خفه شوي يا بې اّرامه شوي به نه ياست ..."

جوْنا چي داسي دَ ټوْر دَ اختتام رسمي خبري سرته رسولې، نو بس هم په بېلابېلو روډونو باندي كنګزكراس ، چي له كومه ځايه مو مزل ته ملا تړلي وه كي خپل دفتر ان سائټ مخي ته چي په غټ ريان هوټل نامي كي له صدر دروازې سره جوخت جوړ وْ برېكونه څه وَوهل، چي زموږ ملګرو تر منځ ټولي رښتې وَشلېدلې او ما هم له هر ملګري اجازه اخيستلو ورسته دَ كنګزكراس دَ ټيوب سټېشن په لور ګامونه اوچت كړل او يو ځل بيا يوازي شوم ­ په Yello Line ټرېن كي تر پېډانګټن نامي سټېشن پوري رسېدلو ورسته پېدل هغه هوټل كنګزهل ، چي ما دَ ګلاسكو وَ ټګي انجلۍ نتاشا ته ښولى وْ ته په دې هېله ورسېدم ، چي كېدلى شي دَ خپل قول په سمه راشي ­ ځكه خو به كله كله دَ هغې سره په داسي خبرو كي له خياله بوخت هم شوم ، ګوا ..

" نتاشا .. تاته داسي نه وْ كول په كار"

هغې راڅخه په حېرت پوښتنه وكړه ..

" كوم څه ؟ ما خو چپ دَ زړه له رښتې بله رښته درسره ساتلي نه ده .. ته دَ كوم شي خبري كوې ؟"

" هو ، منم ، چي تا مي زړه ته لاري جوړي كړي دي ، خو باور بيا هم نه شم درباندي كولى "

" څله ؟ "

زما دَ خبري په ځواب كي دَ هغې دا " څله " څه وْ ، چي زه هوټل مخي ته دَ يوه موټر په هارن بيرته دَ هوش وَ نړۍ ته راستون شوم ­ او په ځان مي خندلو ورسته په دويم ګام هوټل ته ننوتم ­

*****

دَ خيالونو په ګودر مي تندر پرېوت

زړه مي غوښتلو، چي كرار ويده شم او دَ تېرو ستړو ورځو ستړيا وسا كړم ­ خو چي څنګه به مي سترګي يټي كړې ، نو يوې نا يوې هيلي به په ځينو ښو او بدو سوچونو كي داسي سره وَ وېښلم ، چي بيرته به مي سترګي خلاسي كړې او بالا چهت ته به مي كتل شروع كړو ­ يا به په پلنګ كي جګ كښېنستم او سګرېټ به مي وَلګولو ­

" كېدلى شي، چي هغه نتاشا چي ماته غله وه دَ خپل قول په سمه راشي، ولى چي دا خلګ په قول باندي ټينګ مشهوره دي "

دا هغه خبره وه ، چي ما بيا بيا سوچ كوله ، خو اّخير تر كومه؟ اوس خو زه هم مايوسه شوى وم ­ ولي چي قول دَ نن دَ مازيګر وْ او دا مازيګرى هم زياته په ماښام بدل شوى وْ ­ نو ځكه مي خوب ته ټالۍ وهل پئيل كړې او بيا نه يم خبر،چي څنګه او څه وخت ويده شوى وم ­

لاكن لا سم دَ خوب وَ ټاپوګانو ته رسېدلى نه وم ، چي دَ ټېليفون په ژنګ مي سترګي راخلاسي شوې او دَ هوټل استقبالي كلرك راته پېغام راكړو، چي

" لاندي ستا يو دوست راغلى دى ، چي كه لاندي دَ راتلو تكليف وَكړئ نو.."

" هو هو درځم ، اوس درځم"

او بيا ولاړ شوم او ژر ژر مي جامې بدلي كړې او لاندي كُوز شوم ­

" نتاشا ته ..؟"

ما دَ نتاشا په ليدو، چي دې وخت په شنه جينز او په سره loose shirt كي ملبوسه دَ كاوْنټر سره پرتې صوفې باندي ناسته وه ته له خلې دا خبره داسي وَوته ، لكه هغه چي زما خپله وي ­ خو بيا مي لږ ځان كنټرول كړو او مخي ته ور وَغزېدم ­ دا چي زما په ليدلو لومړى لا درېدلي وه هم له خوږې موسكا سره رامخته شوه ،او لاس راكولو سره سمه واي..

" هېلو مائ فرېنډ .. "

او بيا سم دستي يې دا خبره هم ورسره وَتړله ..

" زما يقين وْ، چي ته به زما انتظار كوې"

ګوره چي دَ هغې دا بې ساخته انداز څله زما نه شو خوښ، چي په ځاى دَ ښه راغلي مي له خلې ورته داسي لغازي توري وَوتو..

"وايه .. بيا دي كومي تلكي زما وَ لُوټلو ته درَولي دي؟"

هغه هم لكه چي خړه شوه او موسېدلي شونډي يې بيرته ټولېدو سره سم ماته سرتر پايه كتلو ورسته څوكه غوندي وَ وئيلو ..

" داسي راته محسوسېږي لكه ته چي اوس هم .."

" هو.. ستا په راتګ خوشاله نه شوم .. او نه ته زما دپاره سپېشل راغلي يې، بلكې ته خو ستا دَ هغې منحوسي ورځي په قول خپلي خور سره ملاوېدو ته راغلي يې"

" دا هم رښتيا دي ... خو بس كه ته زما يوه خبره په سړه سينه واوري، نو.."

" څنګه خبره؟"

او بيا هغې دَ ځواب په ځاي په دې لابي كي هلته په يو كونج كي جوړ رېسټورېنټ په لور وركښ كړم او راته واي..

" ستا ګيله په خپل ځاى ، لاكن زه په دې خو تاته راغلي يم"

" ... چي ما نور نور لُوټ كړې ، كه څنګه ؟"

زما دَ دې طنزيه پوښتني په ځواب كي هغې په دواړو لاسو كي زما لاس خپلي سينې پوري نيولو په وخت په ډېره ماته خله وَوئيلو..

" منم.. هو زه منم ، چي ما او كېلي لتا سره ډېر بد كړي دي ­ خو نن زه غواړم ، چي لتا مافي ..."

" معافي ... هغسي معافي؟"

" يَه يَه دې ځل ما خپل دوسته وَګڼه او زه دَ خپلو كړو په بدل كي يوه تحفه هم دركول غواړم"

" تحفه ..؟"

كه څه هم دا لفظ زما له خلې نه راوَوتلو، خو دې وخت ما دَ هغې دَ وجود لمس دَ خپل نيول شوي لاس له لاري محسوس كړو او غلى غوندي ورسره په بار وزمه تك توركاوْنټر سره جوخت په دنګو چوكۍ باندي كښېنستم او په وار وار مي په غلو سترګو ورته كتل پئيل كړو ­ لا نور نور به مي دَ هغې دَ تحفې وَ توري ته رقم رقم ماناګاني موندلې، چي هغې له پرس څخه يو باكس راايستلو ورسته زما په لور څه راوَغزولو، چي په ټولو سنهري خيالونو باندي مي اوبه تېري شوې او...

" دا واخله ګهړۍ دَ هغې ګهړۍ په بدل كي، چي تا.."

" مننه ... لاكن څه؟ "

" څه؟"

يو دم مي په ځان كليمه وَوئيله او دَ مات زړه خبره مي په ګېلې كي داسي واړَوله ..

" زه خو ستا په دې پېغلتوب افسوس كوم"

" هغه څله ..؟"

هو كه څه هم له نوي سره مي بيا ورباندي اعتبار كولو ته حوصلې لويَولې ­ خو دَ هغې دَ دې " څله" په ځواب كي ورته وايم..

" ستا ښكلا او دا عمر... دَ غلا او شُوكوَنو خو نه دى؟"

" ما درته وَ وئيلو چي زه بخښنه غواړم ­ اوس كه ته بيا هم ما نه ماف كوې ، نو زه به بيرته لاړه شم"

او څنګه چي يې وړوكى بېګ بيرته اوږې ته اچولو، نو ما لاس ور واچوَلو او كښېنوله مي داسي په موسكنۍ خبره ..

" اوكې اوكې ، زاړه به هېرَو اوْ نوي به .."

" او له نوي سره به .. ستا په خيال څه كوْ ؟"

دَ هغې په سپينه څېره يو دم سرخي راغونډېدلو ورسته يې دا خبره زما له خبري سره څه وَګنډله، چي لاس يې هم دَ دوستۍ په نيت راوَغزَولو او مخته بيا زه وم اوهم هغه وه... چي تر ډېره مو په خلو باندي كمي او دَ سترګو په اشارو ډېري تړلي غُوټي پرانيستلو سره سره يو بل ته لاري هم تر هغه وخته پوري غزَولې، چي هغه په ځان كي ماته او زه په ځان كي هغې ته نه وم مات شوى ­

_____

" ځو به دباندي، چي څه درباندي وَخورم"

ګهړۍ چي څنګه لس نيمو بجې ماخستن ته ستني وَرسولي، نو نتاشا له ولاړېدلو سره سمه داخبره څه وَكړه، چي زه يې هم تر لاس وَ نيولم او ولاړ يې كړم ­ بيا نو څه وْ ؟ زه او هغه څنګ په څنګ له هوټل څخه دباندي راوَوتو او په ټېكسي كي كښېنستو او راته بيا راته واي ..

" درځه دباندي ، چي سېل دَ لندن درباندي وَكړم "

او بيا په ټېكسي كي كه څه هم دا په وقفو وقفو ژغېدله ­ خو زه چپ وم او دا وام راڅرمه شوى وْ، چي چرته خو مي بيا لوټلو ته نه وړي ؟ هو دا خو هغه وسواس وْ، چي زه يې وَ هغې ته نيږدې نه پرېښولم او په رقم رقم سوچونو يي " حقه دا، چي حقه وايم.. خفه كېږې" نامي نظم سازَولو باندي وَ هم پارولم ­

په بېلابېلو هوارو، لاكن بې رونقه روډونو باندي منډه وهلو ورسته چي ټېكسي دَ نتاشا په ويناپه يو بارونقه علاقه كي وَدرېدلو، نو دَ ميټر په سمه پيسې وركولو دپاره چي څنګه ما بټوې ته لاس كړو، هغې ډرائيور ته وئيلو..

" دَ دې سړي پيسې چي وانه خلي "

او ډرائيور شاته مخ را اړَولو ورسته پوښتنه وَكړه ..

" دا ستا مېلمه دى؟"

" يَه دا زما بوائ فرېنډ دى"

بوائ فرېنډ يې داسي وَوئيلو،لكه زه چي دَ هغې له مودو راهسې يار وم ­ او وه هم داسي خبره، ولي چي هغې اوس غوښتلو، چي خپلي ټولي تېروَتني زما مخي ته صفا كړي ­ وايم كه زه لږ كمزوره وى، نو هغې به نن خپله هره خوښه ناخوښه هم څو څو ځله راباندي منلي وى ­ دا زه هم منم چي ايمان يې ښه مزېداره راته كچه كړى وْ او هغې ځانته مات كړى څه،چي زه يې هم تر ډېره هانده په رضا شوى هم وم ­ خو بيا مي هم دا هڅه كوله،چي فاصله وَساتم دَ هغې دَ غاښَورو خوائشاتو او دَ خپلو خواپاكو احساساتو تر ميان،چي تر خپلو متصادم نه شي ­

دَ څه سېل كولو او په يو غټ رېسټورېنټ كي هغې دَ خواړو ښه لوى بل په انګرېزي هوډه پرې كولو ورسته ، زه دَ ماشوم غوندي تر لاس نيولى دَ لندن په فټ پاتهونو باندي يوې بلي خواته ګرځولم ­ نه يوازي دا، بلكې هغې پېغلي اوس خبري تر لاسو هم رسېدلي وې او داسي نيږدې نيږدې راته كېدله ، لكه هغه چي نن هغه څه هم كول غواړي .. كوم چي هغې زما دَ ډالرانو په لالچ كي په ګلاسګو كي نه وْ كړي ­ زما ښه په ياد دي ، چي ما ځان نه وركولو، خو هغې كله ماته منله ­ اّخير خودَ لوى بادار لُور وه ، چرته يې داسي په اّسانه ماته منله ­ هم دغه خو وجه وه، چي ما هم خپلي ماتي ته دَ ګټي بڼه وركوله او ورته وار په وار نور نور اوبه كېدمه لګيا وم ­

كه څه هم زه ښه خبر وم ، چي نتاشا په خپلو كړو تېروتنو باندي پشېمانه وه، خو ما خپل ټول Valueables لكه پاسپورټ ، ټروېلرز چېكونه او نور كاغذات له اوله لا دَ هوټل په لاكر كي ايښي وْ ­ په دې وجه خو ورسره ډېر په لوى زړه روان وم ­

" چرته خو مي بيا.."

" هو.. اغوا كوم دي "

زما دَ سوال په ځواب كي دَ هغې دې شوخ ځواب كه څه هم زه وېرَولى نه وم ، لاكن دا خبره يې مزغو ته ضرور رادننه كړه، چي دا نن يې راته ګوره چي بيا كوم سُوى غلى كړى دى؟

" دا نور مخته خرڅونه په ما.."

ما لا خواست سرته نه وْ رسولى، چي نتاشا زه په څُوك وَوهلم او راته په شوخه لهجه كي واي ..

" دا دَ نن شپه ستا په نوم ، څه چي خورې هغه په ما"

" انګرېزه او دومره بولډاله ..؟"

" ولي نه .. تا تر اوسه ليدلي څه دي، موږ چي څوك خوښوْ، نو بيا ټولي پُولي ولانګو"

دا خبري چي يې كولې، نو ماته داسي محسوسه شوه ، لكه هغه چي په خپل حال كي نه وي ­ نو ځكه مي ورته وئيلو..

" هو ، ته درست واي او اوس خو نيمه شپه ده ، درځه دَ خور كره دي وَرسوم"

" ته به ما رسَوې ؟ هان.. ولي زه خپله نشم تلى؟"

" تلى شې .. تلى شې ، لاكن هغه اوسېږي چرته"

" په پيكادلي كي"

او ما سم دستي يو ټېكسي وَ درَولو او دا مي په كي كښېنوله ، خو زما دَ بېخې ضد كولو ورسته هم هغې زه په ټېكسي كي له ځان سره نه كښېنولم او ټېكسي ډرائيورته واي..

" پيكادلي ته درځه"

او بيا ماته مخ را اړَولو ورسته په ستړي لهجه كي يې وئيلو ..

" ګوډ نائټ ډئير.. سبا به سره وينو اوكې "

او بيا يې څو واره لاس له ټېكسي څخه را وَ ايستلواو بائ بائ يې راته وكړو ­ ما هم شكر وَكړو او په بل ټېكسي كي هوټل خواته روان شوم په داسي سوچ ، چي ..

" دا خلګ دَ خپلو خواهشاتو مرئيان دي او په هر قيمت يې تر سره كوي"

بيا مي دَ نتاشا وَ دې پښتني طرز هوډي ته پام داسي واويښتو..

" .. نو هغه څله دلته راپسې راغله ، هو.. كه غله وه؟"

او مخته دَ هغې څېره او شوخياني وې او زما سوچونه ، چي ځواب ته يې لاري پرانيستلې ­ ګوا ما دا ګڼلو، لكه هغه چي زما په هغو ښكنځاګانو، چي ما ورته په ګلاسګو كي كړي وې او دې ته مي په غټو غټو تورو كي غله هم وئيلي وْ په زد ځان سپينَولو ته راغلي وي .. او ځان يې سپين هم كړو ­

_____

ولاړ خو وم په هېتهرو ائيرپورټ كي،خو دَ بورډنګ كارډ ترلاسه كولو دپاره په كتار كي ځكه نه،ولي چي دَ جهاز ټكټ راڅخه ورك شوى وْ ­ او دَ كوټ پتلون او راسره دَ بېګو جېبونه مي پلټلو راپلټلو­ لاكن ټكټ مي چرته هم نه كړو پيدا او نه له ما هيچا دا پوښتنه كوله چي زه په كوم عذاب كي ورګېر يم ­ هرڅوك په خپل كار بوخت وْ ­ او بلكې يو نيم لا راباندي وَهم خندلو ­ هم ځكه خو مي چاته حال نشو وئيلى­ هو،كه څه هم بلي خواته په سپيكرانو باندي دا اعلانونه كېدلو، چي

" الامارات ائيرلائن ، چي له لندن څخه دَ دوبۍ په لور تلونكى جهاز تللو ته تيار دى ­ له مسافرانو څخه خواست كوْ، چي هغوئ دي ډيپارچر لاونج ته ځانونه وَرسَوي "

په دې اناوْنسمنټ باندي مي زړه چي څنګه حلق ته راغلو او بدن مي رېږدېدلو لګيا وْ، چي سم دستي ورپسې دَ يو بل اعلان ازانګې په سپيكرانو خپرېدل پئيل شوې ­

" فائنل كال ... مسټر افضل شوق چي په الامارات انټرنېشنل ائيرلائن كي دوبۍ ته ځي څخه خواست كېږي ، چي هغه دي ژرتر ژر ځان جهاز ته وَرسَوي ، ګني ....."

اعلان لا كېدو، چي په يو دم سپك راكښېنستم، او څه ګورم ؟ چي زه په هغې صوفې كي غزېدلې پروت وم - چرته چي ما برايه نيمي شپې خواته دَ خوب نه راتللو له سوبه ډائرۍ ليكله ­ ګهړۍ ته چي مي وَكتلو، نو په كي دَ سهار اووه منټه بالا اتهه بجې وې او تاريخ 28م اپرېل 1996ع ­

نن په 2045 بجې ، ګوا پاوْ كم نهه بجې ماخستن زما فلائټ وْ دَ دوبۍ دپاره ­ دَ سهار نارى كولو ورسته مي دَ شيانو تړلو ورسته يو ځل بيا دَ نتاشا انتظار شروع كړو ­ نو ځكه خوكله به لاندي لابي ته كُوز شوم او كله به بيرته تر خوني پوري بالا وَختم ­ او دغه رنګه دَ ګهړۍ ستني مخته څكېدلې لګيا وې ­ څومره ګران وي انتظار ؟ دَ دې خبري تريخ احساس په خپل ځاى ، خو ما نه هم غوښتلو، چي وخت دي تېر شي ­ لاكن وخت وْ، چي مخته روان وْ، او بلي خواته هري تېرېدونكي لمحې زه نور نور دَ محرومۍ له عذاب سره مخامخ كولم ­

او چي كله څلور بجې شوې، نو مكمل مايوسه شوم ­ سامان مي غاړي ته كړو او په ټېكسي كي دَ نيږدې مېټرو سټېشن په لور رهي شوم ­ يوې بلي خواته مي دَ لېوني غوندي كتلو او دا ګمان مي كولو چي كېدلى شي ، چرته يې وَوينم ­ لاكن هيڅ نه چپ له مايوسي ..او بيا چي دَ پېډانګټن مېټرو څخه په لس منټو كي دننه دننه زه په Hammersmith & city لائن ټرېن كي ولاړ بيا دَ Royal Oak سټېشن په خوا روان وم ­ او دا زېر زميني رېل ګاډۍ دَرائل اوك ، وېسټ بورن روډ ، لېډبروك ګرو ، لېټيمر روډ ، شېفرډ بوش او ګولډهاك روډ نامي مېټرو سټېشنان په خپل خپل وار شاته پرېښولو ورسته چي هېمر سمتهـ نامي ټيوب سټېشن ته ورسېدله ، نو دَ رېل ګاډۍ څخه كُوز شوم او په بليو لائن رېل ګاډۍ كي دَ ائيرپورټ په خوا روان شوم ­ دغه رنګه پنځو بجو خواته مازيګر دَ لندن وَ هېتهرو ائېر پورټ ته وَرسېدم ­ چرته چي په دريم ټرمينل كي زما جهاز شېډول وْ ­

وخت لا بېخي زيات پاته وْ، ځكه مي دَ نتاشا په نوم يو څوكرښي په پوسټل كارډ باندي داسي وَ ليكلې ..

ملګري نتاشا !
دا دي ښه وَ كړو، چي زما په مزغو كي دي خپل ځان او دَ كېلي په باب دَ غلا شك په ډېره مينه ليري كړو ­ ګني ما به همېش دَ انګلسيانو په حقله دا رائي درلودله ، چي ګوندي هغوئ نور هيڅ نه ... هغسي دَ كاوْبوائ كلچر تر اثر دلاندي اوس په دې جديد دور كي لا هم غلاګانو ته جوړېدلي دي ­ كه څه هم زه دي نن بيا په خپل تريخ انتظار ډېركړولى يم، خو دَ پرون مينناك انداز دي ما ګيلې ته نه پرېږدي او زه دا يم هغسي په مينه درته ليكم لګيا يم ­ هو په دې هېله ، چي په خپل حال به مي خبر كړې ­ مننه ................ شوق

دا كارډ چي مي څنګه پوسټ كړو، نوسم دستي مي دغه تهيم چي ښه ډېر وخت اخيستلو ورسته نظم هم شو دَ ډائرۍ وَ پاڼو ته " اعزاز" تر عنوان دلاندي وَ سپارَلو ­

_____

دَ پرګرام په سمه فلائټ نمبر Ek 004 k الامارات اڼترنېشنل له هېتهرو ائيرپورټ لندن څخه پاوْكم نهه بجې ماخستن پورته شو او بېخي ژر بيا دَ اوريځو څخه بالا په اّسمان كي په الوت شو ­ جهاز كه څه هم ډك وْ، خو شاته يې څو سيټونه خالي وْ ­ ځكه زه ورپورته شوم او هلته په يوې خالي چوكۍ باندي كښېنستم او دَ اروپايانو په روئيو او ژوند ژواك باندي دَ سوچ نيلى ځغلولوسره ورسته په مسلمانانو كي چي كوم قام مزغو ته دَ مقابلې په اړه بيا بيا راتلو ­ هغه وْ عرب، چي په درستي نړۍ كي دَ يو لوى قام سره سره دَ هغې ژبي قام هم بلل كېږي، چي دَ اقوام متحده په شپږو سركاري ژبو كي يوه ژبه ګوا عربي واي،چي جنتي ژبه هم ده­ او دَ سګرېټ لګولو ورسته مي داسي مفروضې په ډائرۍ باندي ليكل ځكه شروع كړې ­ چي ما دَ خپل لنډ وخت په مشاهدو كي له ليدلو اروپايانو سره دَ عربيانو تلنه هم مقصد وْ ­ ګوا ما غوښتلو چي دا مفروضې دَ سوالونو په توګه ځواب ته په خپلو سترګو وَرسوم ­ هو،كېدلى شي چي ..

- دَ علم دَ حصول په پرته كه دولت دَ ژوند اّسائشونه زياتَوي ، نو تر عربو زيات دولت به له چا سره وي ؟ نو ځكه خامخا به يې دَ ژوند كولو طرز مثالي څه ، چي تر مخته تللو ټولنو به لا هم يو په لسه زيات او ښه وي­

- عربيان لكه څنګه چي جهان ګشته خلګ دي او په هر هېواد، په خاص توګه چرته چي ژوند مستي مومي كي ليدل كېږي ­ نو حقه خبره ده، چي دَ پراخو سينو سره سره به هر بدلون ته چمتو هم ښكاري ­

- اسلام لكه څنګه چي يو تاريخي حقيقت دى ، له عربو څخه په دُنيا كي خپور شوى دى ­ نو ښكاره خبره ده، چي دا خلګ به په اخلاق خواږه ، پاسته او په روئيو كي انساني خاصې تر نورو قامونو هم زياتي لري ­

- لكه څنګه چي په جامو كي يې بدلون نه دى راوړى ­ نو دغسي به لازمي خبره وي ، چي په اسلامي ثقافت او دين باندي هم ټينګار كوي ­

- دَ دې جهازونو، چي زه په كي سفر كوم رنګه به كورونه، هوټلونه،ائيرپورټونه او بلا كارخانې او نور نور،لكه ماڼياني او ودانياني يې هم دَ ټوْرسټانو دَ پام اړَوني سوب ګرځي ­

هو دا هغه سوالونه وْ، چي دَ توقعاتو په رڼا كي مفروضې ګرځېدلي وې زما په مزغو كي دَ مخته وتلو نورو قامونو په مقابله كي په ډېر تجسس باندي دَ هغو لمحو په انتظار وې، چي ما په كي له تللو سره سره ځواب ته هم رسولو ­ او بل مي په جهاز كي وَ ائيرهوسټسانو، چي زياتره په كي اروپاياني وې ته په درانه نظر ځكه كتلو، چي زما دَ دې وخت دَ خيال په سمه دَ عربيانو په جهاز كي مزدوري وې او بس ­

نه يوازي دا، بلكې دَ خپل قام په بدي او مانده ورځي باندي مي هم خوار زړه ، مضطربه اروا، پرهار پرهار احساساتو، ناروغه ضمير او پښتني سپېڅلو جذباتو په خپل خپل ځاى باندي ژړلو لګيا وْ ­ ولي چي زه پښتون وم .. خو پښتون مي چرته هم په هېره دَ سوچ په هندارو كي دَ مځكي په سر له يو سيال قام سره څه ، چي دَ پرون له مرئيانو سره لا هم په سيالۍ كي نه شو تر نظره ­ ګوا چرته په يو ائيرپورټ كي دَ دغه قام په نوم جهاز څه، چي دَ باوارونو په تړو باندي مي هم دَ خپل خواږه قام نوم په يو شي نه وَليدو ­ چرته پښتو، چي وَ نورو ته دَ انسانانو ژبه څه ، چي دَ مارغانو بولۍ هومره هم نه وه مخه وره ­ او دغسي يې ننګ او پت، چي دَ تاريخ په پاڼو باندي دَ ډائناسور له كيسو سره هم سم زوړ شو­ هم دغه وجه وه، چي دَ "بائيللي واك" په نوم وړوكى نظم مي وَ ډائرۍ ته چي سپارلو، نو رڼا په اّسمان كي خپره شوي وه او په سپيكرانو كي په دوبۍ ائيرپورټ باندي دَ جهاز دَ كوُزېدلو اعلانونه كېدلو­ نو ځكه زه هم ولاړ شوم او بيرته په خپلي چوكۍ باندي كښېنستلو سره سم دستي مي سيټ بيلټ وَتړلو ­

_____

كه څه هم په دوبۍ ائيرپورټ كي دَ كاوْنټرونو مخته كتارونه جوړ وْ، خو ډېر كرار كرار مخته روان وْ ­ دلته مي دوې خبري تر مشاهدې لاندي وَنيولې ­ هغه دا.. كه يوې خواته په كاوْنټر باندي ناستو ځوانانو له هر مسلمانه سره بېخي زياتي او بې مطلبه پوښتني كولې، نو بلي خواته هغو كلركانو وَ غېر مسلم او په تېره شين سترګو او سرو خلګو ته په ډېره تازيله په پاسپورټونو باندي ټاپې لګولو سره سره خلې هم تر غوږو پوري دَ موسكا په نيت رسَولې ­ ګوا دې لومړي تاثر ماته دَ عرب قام خيالَوره څېره لږه غوندي سېجنه كړه ­ خو بيا يې هم كور ودان، چي له ما يې هيڅ پوښتنه نه وَكړه او بلكې دَ اختر مباركي وئيلو سره يې زما دَ هوټل له ووچر سره دَ دوْ وختونو دَ خوراك او ناري سره سره يو وړوكى رېفريشمنټ كولو دپاره واړه سلپونه هم راوَسپارَلو ­

دَ ائيرپورټ څخه چي دَ ائيرلائن وېګن په ښائسته او پراخو روډونو باندي روان شو­ نو مي يوځل بيرته زړه را لوړ شو او وئيل مي، ځه ياره كه څه هم دا خلګ دَ نورو مسلمانانو په رنګه وَ سره قام ته مات دي ­ خو دا بلډنګان او ښائسته جوړښت يې راغلو سيالانو سترګو كي څه مخه ور كوي هم ­ څه مخته يو راونډ اباوْټ چي په منځ كي يې دَ اور لمبه جوړه وه، څخه تېرېدلو ورسته دَ كلاك ټاور نامي هغه بېخي غټ راونډ اباوْټ هم شاته پاته شولو، چي ښي لاس خواته تلونكي ابوبكر روډ باندي يې جوړه بېخي هسكه پلازه كه دَ كتو وړ وه، نو مخته په Almaktoum Road روډ باندي Diera Cenima او وَ كيڼ لاس ته يې هسكه او په خپل ځانګړي انداز جوړه دَ دوبۍ چېمبر پلازه هم سترګي ګټي ­

روډ تر ليري ليري پوري خالي وْ ­ ولي چي نن دَ اختر لومړۍ ورځ وه او وئيل كېږي ، چي دا خلګ اختر ډېر په خوند تېرَوي ­ دغه رنګه په دې وېګن كي موږ دَ ائيرلائن مېلمانه دَ يو ښائسته هوټل، چي قندوق ماريدياس، چي ورته ګولډن ټاليپ هوټل هم واي ته وَ رسېدو ­ دلته په دريم پوړ باندي راسپارلي خوني ته چي څنګه وَرسېدم، نو په پلنګ باندي له هغو جامو سره واويښتم او په نه ساعت كي دَ ټولي شپې دَ بې خوبي له سوبه ويده شوم ­

_____

دَ درو ګنټهو خوب كولو ورسته لاندي په لابي كي جوړ ښائسته رېسټورېنټ، چي په كي غوړي انډين انجونو كار كم او روزګار په موسكاګانو زيات كولو ته ورسېدم او دَخپلي خوښي خواړه مي ښه مزېداره په كي وَخوړَلو ­ اوبيا مي دَ هوټل په لابي كي هغو شېلفونو ته ځان وَ رسَولو، چرته چي دَ دې هوټل په حقله معلوماتي لټرېچر پروت وْ ­ يو نظر كتلو ورسته دا پته راته وَلګېدله، چي په دې هوټل كي له دې رېسټورېنټه په چپه دوه بارونه، ګوا نېلسن پب، چي په كي دَ شرابونو پرته دَ رقص اهتمام هم ليك وْ ­ او بل هائي ټائيډ بار، چي په كي دَ شرابو سره جواري هم كېږي په دويم او څلورم پوړونو باندي وجود لري ­ دغه رنګه يوه ډيسكو، چي سكارپئيو ډيسكوټيك نومېدله هم شته او يو بل چائنيز رېسټورېنټ هم لري ­

هم ځكه خو مي دَ دې اشتهاري مواد په اړه چي كله له بيل بوائ مسټر رمېش ، چي انډين وْ څخه پوښتنه وَكړه، نو هغه راته وئيلو..

" په دې هوټل كي څه ...؟ دلته په دوبۍ كي قريبًا زياتره كاروبار انډين كوي"

اومخته يې دا هم لا راته وَوئيلو، چي

" نه تش انډين ، بلكي دَ فلپائن پېغلي او دَ نورو هغو هېوادونو چي مسلمانان نه دي خو پېغلي يې په بېخي زيات شمېر باندي دلته په دوبۍ كي له جهازه واخلې .. بيا تر كلبونو، كاسينوګانو او دَ شرابو تر بارونو پوري خپلي دهندې كوي او پيسي په بنډلونو خپلو هېوادونو ته لېږي "

" ګوا ستا مطلب دا دى ، چي عربيان او دَ هغوئ ښځي دواړه بېخي اّزاد طبعيته دي ؟"

دَ رمېش له خبري سره چي مي څنګه دا خبره وَ ګنډله ، نو هغه دَ نرۍ موسكا ورسته وئيلو..

" ښځي يې پړده خو كوي لاكن دَ خپلو مړونو دَ ښې نه دي ­ او بل سړي دَ دې ځاى يو كار هم نه كوي چپ له خوړلو، څيښلو اودَ ښځو له عياشۍ"

ما وئيل، كيدلى شي، چي دا هندو دَ دې خلګو خلاف وي، نو ځكه مي په خپلو سترګو دَ هغوئ ژوند كتلو ته زړه وَ شو او په ټېكسي، چي دَ يو پښتانه ځوان وْ كي كښېنستم او ورته وئيلو مي ..

" وروره.. دا نه درته وايم،چي فلاني ځاى ته مي يُو شه­ بس ته او ستا ايمان او ستا دَ ضمير په اطمينان كرايه،خو ما دَ دوبۍ په هغه بازار كي كښته كړه، چرته چي رش ګش وي اوبس "

او هغه ځوان ټېكسي روانَولو ورسته راته واي ..

" نن دلته اختر دى ، خو بيا هم دوكانونه ، چي زياتره يي دَ هندوستان ملواړيان چلوي خلاس دي"

" نو دا عربيان به چرته وينم ؟ خو په ائيرپورټ كي مي لا هم تر سترګو نه شولو"

هغه وَ خندل او په پسخوندي انداز يې راته وئيلو ..

" دا نه چي نن اختر دى ، بلكې هغوئ خو موږ هم ډېر كم دَ ورځي وينو"

" څه مطلب ..؟"

ما چي ورڅخه پوښتنه وَكړه، نو هغه دَ دې ځاى دَ خلګو په باب كلكه شكنځا كولو ورسته وَوئيلو..

" دا خلګ دَ ورځي ويده او شپې په كلبونو كي له انجونو او له شرابو سره تېرَوي "

دومره وئيلو ورسته يې دَ دوبۍ په مېن شاپنګ سېنټر ائيريا كي كُوز كړم ­

واقعي دا خو زياتره هندوان دي ، چي دوكانونه چلوي او بل پښتانه هم څه كم نه دي ­ اكثره ټېكسي ډرائيوران پښتانه دي او دغسي مزدوران هم، چي دَ بېلا بېلو هېوادونو سره اړه لري ليدل كېږي ­ دلته عربي ژبه داسي ده ، لكه په اروپا كي انګلسي، چي شاذ او نادر يې غوږونه اوري­ دلته هرڅه دَ ورځي شته ­ بس كه نشته ، نو عربيان او عربي ژبه چي دَ لمر لوېدلو ورسته هر هغه ځاى كي ليدل او اورېدل كېږي چرته چي رقم رقم پېغلي وي ­

"كېدلى شي، چي څه عربيان په دې غټ ماجت كي وَ وينم ­"

دَ دې خوائش په سمه چي ماڅپښين لمانځه ته په دَ دې وسط البلد كي جوړ لوى ماجت په لوي دروازې چي څنګه وردننه شوم،نو څه ګورم، چي په درست ماجت كي مي يو لوى كميسى هم نه شو تر سترګو ­ او لمونځ كولو ورسته له خپلو مايوسيانو سره ملګرى له ماجته دباندي راوَوتم او په ټېكسي،چي بيا دَ پښتون لا لا وْ كي دَ هوټل په لور رهي شوم ­ دَ مزې خبره دا وه،چي دَ عربيانو دَ ورځي او دَ شپې دَ مصروفياتو په باب دې ډرائيور هم هغسي وَئيلو، كوم چي مخكي اسدخان راته وئيلي وْ ­

_____

مازيګر بيا زه وم او ټېكسي چي په دوبۍ كي تر ليري ليري پوري وَګرځېدم ، خو له بده مرغه چپ له يوه عربي، چي هغه هم په غټي ګاډۍ كي ناست وْ او په موبائل يې خبري كولې بل يو اوږد كميسى هم نه شو تر سترګو­ لاكن ماخستن ، چي مي له كوم عربي سره اړيكه دَ خپل هوټل په رېسټورېنټ كي پيدا شوه ، هغه بيا انسان ګرسره وْ نه ­ ګوا دَ ډوډۍ په وخت چي ما له يوې توربخوني انډين پېغلي څخه دَ يو شي په حقله پوښتنه څه وَكړه، چي هغه په شرابو كي لمبېدلى يار راپورته شو او غال يې په دې راسره وَكړو، چي ګني ما يې له محبوبه سره خبره څله وَكړه ­ او داى لا نور له حاله هغه وخت وَختلو، چي ما ورته داسي وَ وئيلوچي ..

" دومره خوا كه په بدَوې ، نو يې كور كښېنوه "

او بيا چي يې لاس زما تر ګرېوانه وَ رسېدلو، نو ما هم ښه زړه ورباندي سوړ كړو ­ ګوا څه او څه مي نه ورته وَوئيلو ­ هو كه څه هم داى تر ما زيات په ديكو كي خوږ شوى وْ، خو كور يې دَ هغو نورو څو عربيانو ودان ، چي كرارَولو سره سره يي له ما څخه وَ مافي اخيستلو ته هم ست كړو ­ او بيا مخته هغه سړى وْ، چي لكه ماشوم له ما بېلېدلو نه ­ زه به كېدلى شو، چي نور نور ورسره ناست وى، خو كه دَ رېسټورېنټ مېنېجر، چي هندو وْ ماته دَ تللو مشوره داسي وئيلو كي نه وى راكړي ..

" خان بهائ اّپ اپنې كمرې مين چلې جائین ...ان لوګون كې دين و ايمان كا كوئ پته نهين هوتا"

نو ځكه خو ما هم دا خبره دَ ځان په حق كي ښه وَګڼله او بالا خوني ته لاړم ­ خو خوب نه راتلو، ځكه بيرته له خوني راوَوتم او ډيسكوټيك په لور ورچپ شوم ، چرته چي انجوني كه څه هم دَ سرو او سپينو قامونو څخه وې... خو يوه نيمه په كي دَ مراكو او شام پېغله هم ليدل كېدله ­ چي په تنګو پتلونونو او يا نيكرونو كي تر درځن زياتو عربيانو له زړونو او جېبونو سره يې لوبي څه كولې ­ چي دې عربيانو ورباندي نوټونه هم شيندلو او ډك ډك بوتلان يې په غاړو كي خالي كولو لګيا وْ ­

" دا هغه قام دى ؟ چي ما برايه شپه تر سهاره دَ اروپايانو په مقابله كي سوچ كولو"

دا هغه سوال وْ، چي زه يې په دې وئيلو مجبور كړم، چي كه دَ دې ګلف عرب هېوادونو دَ تېلو دَ پيسو ذكواتهـ هم په نورو غريبو مسلمان هېوادونو كي وَ وېښل شي ، نو زما يقين دى، چي هيڅوك به هم په مسلمانانو كي غريب نه شي پاته ­ لاكن يَه دا خو هغه خلګ دي، چي وايم كه دَ يو لكهـ څلورويښت كم او زيات نبيانو په ځاى په كي .. په هم دغومره شمېر ملكان پيدا شوي وى ، نو به هم سړي شوي وى ­ خو دا له بده مرغه نه شول سړي ­ څنګه چي پخوا وْ، تر هغه لا زيات اوس په بلا اخته ­ نو ځكه خو په دوئ كي دا يو څو خويونه بېخي عام او له هيچا نه دي پټ ­ هو ، لكه ماته په بېلابېلو موقعو چا او چا وئيلي څه ، چي په انګلسي كتابونو " دي ډاټر اّف عربيه" او" دي عرب پرنسس" او نورو نورو كتابونو كي يې داسي ذكر شوى دى ، چي سړى په دې وئيلو پارَوي ، چي

- دَ بېخي سختي پړدې تر شا څه څه نه كېږي؟

- نور خو نور، دَ باداري كورنئيو ژوند هم په ښكاره كه انسان وزمه ، خو په حقيقت كي ځناور وزمه دى ­

- دَ نرانو شراب څيښنه، جواري، زنا كاري او ډانسونه دَ شپې په پړده كي سارى نه لري ­

- په كورنئيو كي دننه دننه دَ ترلو او تربورانو تر منځه دَ ميني او جنسي جنون پېښي ­

- څو څو بلكې بې شمېره ودونه .. او له درځنو نورو ښځو سره ناستي ولاړي ­

- په ښځو كي دَ محرومۍ احساس او دَ نرانو له خوا بې توجهي، چي مخته دَ هغوئ دَ بې راه روۍ سوب ګرځي بېخي زيات رجحان ­

- له قانون څخه برتر خاندانونه

- دَ غېر مسلم هېوادوالو سره رښتې او دَ هغوئ دَ ښځو په سودا معاشي مراسم ­

ګوره چي لا به نور څه او څه ښې او بدي خاصې لري، خو ماته خوب راځي ... او زه ويدېده غواړم ، ګوا بيرته هغو ټاپوګانو ته رسېدل غواړم، چرته چي انسان دَ انسان په بڼه ښكاري ­ كه څه هم دا بېله خبره ده، چي انسانيت هلته هم خوب... بلكې دَ ويښو سترګو خوب ښكاري ­

_____

سهار دَ هوټل انتظاميه په ټېلي فون كال كولو په شپږ بجې راويښ شوم او دَ لمانځه څخه چي څنګه فارغ شوم ، نو دَ قول په سمه يو ځوان چي له فلپائن څخه يې تعلق ښكاره كولو نارى خوني ته راوړو ­ او چي بيرته تلو ، نو يې راته وئيلو...

" برايه تا ډېر ښه وَكړو­ چي هغه فرعون دي بې عزته كړو"

او دومره وئيلو ورسته يې لا دا هم وَ وئيلو..

" دا خلګ ځناور دي ځناور... نور هيڅ نه "

كه څه هم زه چپ ، خو ورته په دې موسېدمه ، چي رښتيا يې وئيلو او په زړه زړه كي مي وئيلو..

" څه نا څه خو دي ، چي دا خلګ ورڅخه خفه ښكاري "

او په دغه رنګه سوچونو كي مي خپل بېګونه وَ تړلو او دَ ائيرلائن په ټېكسي كي دَ ايئرپورټ په لور روان شوم ­

دَ الامارات انټرنېشنل الوتني جهاز نمبر Ek 600 پاوْ بالا اتهه بجې له دوبۍ ائيرپورټ څخه پورته شو او په نه ساعت كي تر اوريځو بالا .. ښه بالا دَ كراچۍ په لور لكه دَ پښتون له توپكه وتي ګولۍ روان څه شو ­ چي ما هم يو ځل بيرته دَ سوچونو رُخ دَ هغې خاوري په لور واړَولو، چي زه يې زېږولى وم ­ كه څه هم زه په زه كي نه وم پاته شوى، خو ورته روان په خوشالي باندي وم ­

*****

څنګه خوب .. هغسي تعبير

ما چي
په خوب كي برايه
په منډو ترنډو څنګه
ځان له خروړو سپيانو وَ ژغزرَى
او كښېنستمه
نو مي وَ مخي ته
چي كومه انساني څېره هم
له رڼاګانو سره
څنګ په څنګ راتلله ،
هغي ...
له ډېره خشمه
خپل غاښونه راته داسي چيچل
لكه بې وخته
چي ما سترګي غوړَولي وي پرې
او لا
هغو سپيانو
اغوستي وي څېرې دَ انسان
*****


دَ مصنف چاپ ناچاپه کتابونه

۱ - شلېدلی امېل ( دَ غزلو او نظمونو مجموعه ) چاپ ۱۹۸۷ – ۱۹۸۸ ع
۲ - اووه ګامه مزل ( دَ اوؤ ایشیائي هېوادونو یُون لیک ) چاپ ۱۹۹۷ع
۳ - په لټون ستا دَ څېرې ( دَ نظمونو او غزلونو مجموعه ) چاپ ۲۰۰۳ع
۴ - مزل په واؤرو باندي ( دَ اروپا ئي هېوادونو یُون لیک) چاپ ۲۰۰۴ع
۵ - دَ لمر دَ کلي په لور ( دَ اروپا یُون لیک ) چاپ ۲۰۰۵ع
۶- اروپا ئي ژوند ( دَ اروپایانو په نظر کې) چاپ ۲۰۰۴ – ۵ع
۷ – انګرېزي په اروپا کې ( عمراني سروې ) چاپ ۲۰۰۴ – ۵ ع
۸ - پروني مخونه ( ناول ) چاپ ته تیار
۹ - علامتي افسانې .. ناچاپه


دَ مصنف درک

کور ... ۹ - نېشنل چمپئین سوسائټي
جوډیشل کالوني / ګلزارقائد ، چکلاله .. راولپنډۍ / اسلام آباد
کور فون ... +92 -51 – 5954687
موبايل ... 0300 5206095 / 0346 5455414
اي مېل ... afzalshauq@yahoo.com
afzalshauq@hotmail.com
ashauq@hotmail.com
ویبلاګ http://360.yahoo.com/afzalshauq


Imprint

Publication Date: 02-04-2010

All Rights Reserved

Next Page
Page 1 /